طالبان: له زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال چې کورنۍ هم په کې شاملې دي تېره ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه کړل شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال چې کورنۍ هم په کې شاملې دي تېره ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه کړل شول.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۴۱۸ تنه افغان کډوال له ایرانه راستانه کړل شول.
دغه وزارت وايي، یاد کډوال چې کورنۍ او مجرد کسان په کې شامل دي یو شمېر یې په خپله خوښه او یو نور یې په زور راستانه کړل شوي دي.
طالبان ویلي؛ چې ۶۷۴ تنه اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر او د خوړو نړېوال سازمان ته ورپيژندلي.
له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د الجزیرې خبري شبکې راپور خپور کړی، چې پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.
ټاکل شوې، چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو د جون په ۳۰مهپیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې نن دوشنبه د (چنګاښ ۱۱مه او ۱۲مه ) د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د چټکو بادونو، سیلیو او دوړو اټکل کړی. د دغې ادارې په وینا، چې نن او سبا به د سالنګ په ګډون شمالي، شمال ختيځ، لوېديځ، سوېل او مرکزي ولايتونو کې چټک بادونه ولګیږي.
یادې ادارې د دغو بادونو چټکتیا په یو ساعت کې له ۶۰ تر ۹۵ کیلومټرو پورې اټکل کړې ده.
د اونۍ په سر کې هم د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی و، اټکل کیږي چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د چټکو سیلیو، خاورو او دوړو سره بادونه ولګیږي چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه له (۵۰ تر ۸۰) کیلومټرو پورې ورسېږي.
په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبعیي پېښو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګه وايي، په روان ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲۴ زرو زیاتو بېوزله کورنیو سره په افغانستان کې مرستې کړې دي. دغه پروګرام وايي، له تېرو شپږو لسیزو راهیسې د دغه هیواد له بېوېلو کورنیو سره مرستې کوي.
د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان څانګې نن دوشنبه د (چنګاښ ۱۱مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې، په روان ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲۴ زرو څخه زیاتو بېوزله کورنیو سره په افغانستان کې مرستې کړې دي.
تر دې وړاندې هم د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له بېوزلو کورنیو او د طبعیي پېښو پر مهال د بیړنو مرستو خبرونه ورکړي وو.
د ډبلیو ایف پي مسوولان وايي، چې له تېرو شپږو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د لومړنیو خوراکي او نورو توکو مرستې کوي چې د بېوزلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې یې پوره کړې.
د خوړو نړېوال پروګرام چارواکي وايي، سږ کال یې تر اوسه پورې، په ټول افغانستان کې له ۲۴۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره د طبیعي پېښو پر مهال چې ډیر اغیزمن شوي وو خپلې مرستې روانې ساتلې.
دغه پروګرام د هغو افغان کورنیو سره مرستې کوي چې کورنی مالي حالت يې کمزوری او یا د طبعیي پېښو له امله اغېزمن شوي او بې کوره شوي وي.

د ایران سوېلي خراسان د ګمرک مشر وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۹۱۳۴ لارۍ له ماهیرود (ابو نصر فراهي) بندره افغانستان ته لېږدول شوې دي. د محمد کوهګرد په وينا، د وزن له پلوه افغانستان ته د مالونو لېږد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٧٣٥ سلنه زيات شوى دى.
د ایرنا د راپور له مخې، کوهګرد وویل چې د افغانستان د فراه له پولې څخه د ترانزیټي توکو ټول وزن ۲۳۶ زره او ۲۳۵ ټنه و او ټول ارزښت یې له ۳۵ میلیونو ډالرو زیات وو.
په دغو ترانزیټي توکو کې کیمیاوي سرې، پرزې او خوراکي توکي شامل وو چې له ترکیې، متحده عربي اماراتو، روسیې او اندونیزیا څخه د ماهیرود پولې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي.
د ماهیرود پوله د ایران او افغانستان تر منځ درېیمه رسمي پوله ده چې د دوغرون، خراسان، رضوي او ملک، سیستان او بلوچستان له پولو وروسته ده.
په همدې حال کې د بیرجند د سوداګرۍ خونې مشر هم د ایران او افغانستان ترمنځ د ریښتینې سوداګرۍ ظرفیت پنځه میلیارډه ډالره اټکل کړی دی.
علي رضا خامهزار وویل، ایران تېر کال افغانستان ته د درې میلیارده ډالرو صادرات کړي دي.

د افغانستان د دښمنانو یا افراطي ډلو او د سیمې د استخباراتو لویه ستراتیژي دا ده، چې څنګه افغانان سره جدا وساتي او بیا یې یو پر بل ووهي. دا د تېرو څو لسیزو د شواهدو او کړنو په اساس مستنده خبره ده.
د دې لپاره چې افغانان وویشل شي؛ نو دوی باید متعصبې کړۍ او کمېشنکاران استخدام او تقویه کړي؛ تر څو افغانان لومړۍ د ژبې او سمت په نومونو، بیا یې د قومونو، خیلونو، ښاریانو او اطرافیانو، مذهب او په نورو ډلو وویشي.
قومي متعصبې کړۍ:
د استخباراتي ډلو یوه ستراتیژي دا ده، چې د قومي او ژبني متعصبینو او کمېشنکارانو له لارې د افغانانو تر منځ وېره او نفرت ایجاد کړي؛ تر څو افغانان ونه شي کړلی، چې د یو بل سره خبرې او تفاهم وکړي.
د بیلګې په توګه دغه قومي او ژبني متعصبینو او کمېشنکارانو، داسې وېره ایجاد کړې که پښتانه د غیرو پښتنو سره په ښه نیت هم کیني، په دې یې محکوموي چې ته ولې له لنډغرو سره کینې؟ او که غیر پښتانه له پښتنو سره کیناستل، په دې یې محکومي چې ته ولې له ترورستانو او انتحاریانو سره کینې؟
په هغوي بحث نه کوو، چې په ړندو سترګو د دغه افراط او تفریط ملاتړ کوي.
تناقض په خبرو کې دا دی، چې له یوه خوا وایو: مونږ باید ملي فکر ولرو، د ملي وحدت لپاره کار وکړو او افغانان باید په یوه ټغر سره راټول شي.
خو له پلوه بیا هغه کسان چې د هر قوم څخه دي او د ملي فکر لپاره کار کوي، دوی د لنډغرو او قومي متعصبینو پورې تړي او یا یې د انتحاریانو د پلویانو په نوم بدناموي.
په دې توګه افغانانو په خپل لاس دا ولس د ترورستانو او یا لنډغرو په نومونو په خپلو منځو کې سره ویشلي او دنیا ته په دې نوم معرفي کړیدي.
د افغانستان د دښمنانو د ستراتیژی او ړندو افراطي تایید کوونکو او مخالفینو، د ژبې او قوم په نوم د کمیشنکارانو د نیوکو او هاها په وسیله افغانانو ته دوه بدیله ورکړل شوي دي؛ یا به د قومي جنګسالارانو تایید کوي او یا به د دیني او مذهبي افراطیانو.
دغه افراطي قومي متعصبین او کمېشنکاران د خپلو شخصي ګټو لپاره افغانان نه پرېږدي چې په دریيمه بدیله لاره سره راټول او فکر وکړي.
که په دې وختونو کې د دواړو خواو ملاتړ نه کوې؛ نو افغانانو ته دریېمه بدیله لار دا ده، چې په کور کرارې کینی، خپلې برګرې او شوړمبې وخورې او هېڅ ونه کړي.
ملي تفکر او یووالی:
د یو شمېر مخلصو افغانانو چې په واقعي توګه په ملي وحدت او ملي ارزښتونو باور لري، د قوم او ژبې په نوم کمېشنکاري نه کوي، د افغانستان د دښمنانو په دغه ستراتیژی یې سر خلاص دی، خپلې هلې ځلې کوي.
دوی د افراط او تفریط ملاتړ نه کوي او په دې باور دي، چې څوک په افغانستان کې اوسي، ټول افغانان دي او د قانون په چوکاټ کې ټول مساوي حقوق لري.
تاجک، پښتون، هزاره او ... باندې وېشل ورته پردۍ دسیسې ښکاري.
دا افغانان باید د یو څو د ګوتو په شمېر د قوم او د ژبې په نوم د کمېشنکارانو او متعصبینو په خوله د یو او بل قوم توهین او سپکاوې ونه کړي.
د قومي ټیکه دارانو او قومي او ژبني کمېشنکارانو په خاطر د افغانستان په ټولو قومونو باندې د فاشیست، لنډغر، انتحاري او په نورو نومونو ټاپې ونه لګول شي؛ ځکه همدغه ټاپو، پپولیستي سیاست، قومي او ژبني تعصباتو افغانستان خراب کړی او دغه حالت ته یې رسولې دی.
د واقعي ملي فکر خاوندان باید د ملي منافعو په چوکاټ کې د ملي ډیالوګ او خبرو په خاطر له هر چا سره کیني، غونډې وکړي او د چا د مرده باد او زنده باد پروا ونه لري.
چا چې خپله مبارزه په شعوري توګه د ځان لپاره ټاکلې، هغوی له چا څخه پاداش نه غواړي او نه د خپل فکر د عملي کولو لپاره ستړي او مایوسه کیږي.
حل لار:
افغانان باید پوه شي؛ هغوي چې د ډیالوګ او خبرو مخالفت کوي، په حقیقت کې همدوی د جنګ لپاره تبلیغ کوي او جنګ ته زمینه مساعدوي ځکه د نه خبرو او ډیالوګ بدیل جنګ دی او جنګ د افغانانو په خیر نه بولو.
په افغانستان کې تر اوسه ولس مطرح نه دی. د افغانانو استازولي د درېیو برخو له خوا کیږي. د طالبانو حاکمه ډله چې د ټوپک په زور ظلم او زیاتی کوي، په مقابل کې جنګي ډلې یا د جنګ پلویان او درېیمه ډله همدا قومي او ژبني متتصبین او کمېشنکاران دي، چې د ټولنیزو، صوتي او چاپي رسنیو له لارې د جنګسالارانو، افراط او تفریط د تقویې او د افغانانو تر منځ تفرقې اچولو لپاره فعاله دي.
د دې تر څنګ په غیر شعوري توګه یو شمېر ځوانان د داغه افراط او تفریط ملاتړ کوي.
اصلي خبره دا ده، که افغانان غواړي چې د افراط او تفریط څخه خلاص شي؛ نو بهتره لاره معناداره ډیالوګ دی، چې د افغانستان ولس ته د پرېکړې زمینه مساعده شي تر څو د افغانستان د ټولو مسایلو په هکله لکه؛ اساسي قانون، د واک تر لاسه کول، د قانون تطبیق او داسې نورو مسایلو په هکله پریکړې وکړي.
د دې لپاره چې افغانستان د ځنګل له قانون څخه ووځي د عامه افکارو په تنویر او د جګړو د رامنځته کېدا ټولې لارې چارې باید نفې شي.
پر خبرو او ډیالوګ د باور رامنځته کېدا لپاره په شعوري او غیر شعوري ډول کار وشي او دا مفهوم تفهیم شي، چې افغانان ټول د یوې سیاسي جغرافیې اوسېدونکي دي؛ انتحاري، لنډغر او په نورو نومونو جلا شوي او کنځل شوي خلک د دې وطن برخه ده او نوم ورکوونکي بهرنۍ استخباراتي کړۍ دي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د الجزیرې خبري شبکې د یو راپور له مخې؛ پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د لېږلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.
ټاکل شوې، چې د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو د یکشنبې په ورځ پیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.
د تېر کال په نومبر میاشت کې ۵۴۱ زره افغان کډوال له پاکستانه وتلو ته اړ شوي وو.
د پاکستاني چارواکو په وینا؛ که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي، نو دوی به د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.
د پاکستان حکومت د کډوالو د ویستلو په لومړي پړاو کې ادعا کړې وه، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې ۱.۷۳ میلیونه یې اسناد نه لري.

د پاکستان حکومت وايي، چې دغه کډوال د امنیتي اندېښنو او سخت اقتصادي وضعیت له امله له پاکستانه وباسي.
پاکستان افغان کډوال په داسې حال کې له خپله هېواده وباسي، چې په پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
د پاکستان حکومت د بریدونو پړه په افغانستان کې مېشتو ډلو وراچوي، هغه تور چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا رد شوی دی.
په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازې فلیپا کینډلر الجزیرې ته وویل، چې پاکستان باید د هغو بې اسنادو افغانانو هویت وګوري، چې له دغه هېواده ایستل کېږي، ځکه ډېری یې "نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري".
هغې وویل: "دوی کډوال دي. دوی په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس نه لري. دوی یوازې هغه خلک دي چې له ګواښونو تښتیدلي او محافظت ته اړتیا لري. که کوم افغان اتباع په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وي، باید جلا چلند ورسره وشي".

د الجزیرې خبریال کمال حیدر چې د پېښور ښار د خزانې د کډوالو له کمپ څخه لیدنه کړې، چیرې چې شاوخوا ۱۳۰۰ افغان کورنۍ ژوند کوي، وايي، چې کډوالو له نړۍوالې ټولنې او د پاکستان له حکومته غوښتي، چې دوی ته نور وخت ورکړي چې «په باعزته توګه خپل وطن ته ستانه شي». .
هغه وايي: "دوی شکایت کوي چې د شپې په تیاره کې د دوی کورونه تالاشي کیږي. دوی په ډېر بد حالت کې د دې هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. دا ډېره ستونزمنه وه چې په یو هېواد کې د ټول عمر له تېرولو وروسته بیا په زور وایستل شي".
پاکستان د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون لاسلیک کوونکی نه دی، چې د کډوالو د حقونو ساتنه کوي.
دغه هېواد د کډوالو د ساتنې لپاره کورني قوانین او همدارنګه د هغو کسانو د وضعیت د معلومولو لپاره طرزالعملونه نه لري چې په خپلو هېوادونو کې د نړۍوال خوندیتوب په لټه کې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د ځورونې د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
