د بریټانیا ټاکنې؛ د کارګر ګوند په غوڅ اکثریت دغه پارلماني ټاکنې وګټلې

د بریټانیا پارلماني ټاکنې چې تېره ورځ پیل شوې وې، د کارګر ګوند په کې د ډېرو څوکیو په ګټلو سره د دغو ټاکنو ګټونکی شو. د دغه ګوند مشر کې‌یر سټارمر په رسمي توګه په دغو ټاکنو کې د خپل ګوند بریالیتوب اعلان کړ.