بایډن: که پاک خدای راشي او راته ووايي، چې له ټاکنیزې سیالۍ څنګ ته شه نو دا کار به وکړم

جو بایډن اېبيسي نیوز ته ویلي، چې په اوسنیو حساسو تاریخي شېبو کې ټرمپ د نړۍ له پاره «ستر ګواښ» دی. هغه وایي، د نړۍ د پاشل کېدو د مخنیوي لپاره ځان مناسب کس ګڼي.

جو بایډن اېبيسي نیوز ته ویلي، چې په اوسنیو حساسو تاریخي شېبو کې ټرمپ د نړۍ له پاره «ستر ګواښ» دی. هغه وایي، د نړۍ د پاشل کېدو د مخنیوي لپاره ځان مناسب کس ګڼي.
بایډن وویل: «که پاک خدای لاندې راکوز شي او را ته ووایي، له ټاکنیزو سیالیو لرې شه دا کار کوم؛ خو پاک خدای نه دی راکوز شوی.»
بایډن وویل، له ټرمپ سره د مناظرې پر مهال سخت ناروغه و او اړ شوی و چې د کرونا ازمېښت هم ترسره کړي.
بایډن د واشنګټن پوسټ د هغه راپور په غبرګون کې چې ډیموکراټ سناتور مارک وارنر غوښتل، چې دی دې له ټاکنیزو سیالیو تېر شي وویل: زه وارنر ته درناوی لرم؛ خو زموږ لید لوري سره توپير لري.
د ټرمپ سره د بایډن کمزوري دریځ، د هغه په اړه د ډیموکراټانو تر منځ یو لړ نېوکې له ځانه سره لرلې، چې ګواکې د هغه عمر او ځواکمنتیا د ولسمشرۍ لپاره مناسبه نه ده.
له دغې مناظرې وروسته د ډیموکراټ ګوند یو شمېر سترو مالي ملاتړو په ښکاره توګه د مرستو د بندولو خبرداری هم ورکړی و.

په پاکستان کې '' عزمِ استحکام'' عملياتو پر وړاندې له پراخو غبرګونونو وروسته د عاصم منیر په مشرۍ د پوځي قوماندانانو په غونډه کې د دغو عملیاتو په ترسره کولو یو ځلې بیا ټینګار وشو.
د پوځ په يوه بيان کې راغلي، د '' عزمِ استحکام'' په نامه د عملياتو موخه د ترهګرۍ لمنځه وړل او له ناقانونه فعاليتونو د مخنیوي په کار کې مبارزه ده.
په دغه بيان کې راغلي، د يو څو کړيو لهخوا په ''عزمِ استحکام'' بې بنسټه نیوکې او په قصدي توګه د خپلو شخصي ګټو لپاره بې ځایه څرګندونې د اندېښنې وړ دي.
د پوځ په بيان کي زیاته شوې، په دې غونډه کې د سیمې پر امنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه هم خبرې وشوې او د سیمې د سولې او امنیت لپاره یې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
تر دې وړاندې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند، د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعيت علماي اسلام ګوند، جماعت اسلامي ګوند، عوامي نېشنل پارټۍ او ځينو نورو ګوندونو د دغو عملياتو سره مخالفت ښودلی و.
له بل پلوه تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په میرعلي کې سلګونه کسانو د دغه عملیاتو پر ضد لاریون وکړ.
دغه لاریون چې په کې د بېلابېلو قومونو مشرانو، مخورو، د سیاسي ګوندونو استازو او غړو برخه لرله، د دغو عملیاتو سره یې مخالفت څرګند کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې په دې اړه دې له خپلې کړې پرېکړې لاس په سر شي.
لاریون کوونکو پر حکومتي چارواکو او پوځي مشرانو تور پورې کاوه، چې دوی د دغو عملیاتو په پلمه یو ځلې بیا غواړي له خپلو کلیو بانډو وشړي او د دوی ټوله شتمني لوټ او تالان کړي.

د ټېلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بریټانیا نوي لومړي وزیر کېیر سټارمر په خپلې لومړۍ کاري ورځ روانډا ته د «نا قانونه» کډوالو د استولو کار وځنډاوه.
د کارګر ګوند یوه چارواکي ټېلګراف ورځپاڼې ته دغه خبره تایید کړې ده.
د ټېلګراف ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵مه) په نوي حکومت کې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي:« روانډا ته د ناقانونه کډوالو د استولو تګلاره چې د محافظه کارو لهخوا رامنځته شوې وه، اوس په عملي توګه له منځه تللې.»
د کارګر ګوند په خپله ټاکنیزه مبارزه کې ژمنه کړې وه، چې له بریالیتوب وروسته به دغه تګلاره له منځه یوسي.
په همدې حال کې د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت بریټانیا ته د «ناقانونه» کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د بدیلو لارو د خپلولو خبر ورکړی.
د بریټانیا د کورنیو چارو نوي وزیر اېوټ کوپر (د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۵مه) وویل، چې د نوي حکومت لومړنی کار د بریټانیا په پولو کې د «امنیت خوندي کول» دي.
هغه وویل، چې د چارواکو سره به په لومړنیو ناستو کې د پولې د امنیت ساتلو لپاره د یوې نوې قوماندانۍ د جوړولو پر سر خبرې اترې وکړي.
د «نا قانونه» کډوالو د اېستلو تګلاره لومړی د پخواني لومړي وزیر بورېس جانسون په حکومت کې جوړه او له هغه وروسته د لیز ټراس او ریشی سونک په حکومتونو کې پر مخ ولاړه.
د دغې تګلارې له مخې تر دې مهاله ۲۷۰ ملیون پونېډه روانډا ته ورکړل شوي، چې په بریټانیا کې د مېشتو «ناقانونه» کډوالو پالنه وکړي؛ خو تر اوسه هېڅ کډوال په جبري توګه هغه هېواد ته نه دی استول شوی.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان له خپل سیال سعید جلیلي څخه د ډېرو رایو په تر لاسه کولو سره د دغه هېواد نوی ولسمشر شو.
د ټاکنو د وروستیو پایلو له مخې، د ۳۰ مېلیونو او پنځه لکه ۳۰ زره رایو څخه ښاغلي پزشکیان ۱۶ مېلیونه او ۳۸۴ زره رایې خپلې کړې او د ۵۳.۶ سلنې رایو په ګټلو سره د ابراهیم رییسي پر ځای د ایران نوی ولسمشر وټاکل شو.
په همدې حال کې د هغه سیال سعید جلیلي ۱۳ مېلیونه او ۵۳۸ زره رایې اخیستې، چې په ټوله کې یې ۴۴.۳ سلنه رایې خپلې کړې او په دې توګه دغه څوکۍ یې خپل سیال ته وبایلله.
ایراني رسنیو دغه شمېرې وروستۍ ښودلي او ډېرو یې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان ته مبارکي هم ویلې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دغو ټاکنو کې ټول ټال ۳۰ مېلیونه او ۵۷۳ زره خلکو برخه اخیستې چې د دغو شمېرو له مخې د ایران په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د برخې اخیستنې کچه ۴۹.۸ سلنه ښودل شوې ده.

درې تنه افغانان په دې و نه توانېدل، چې د بریټانیا په ټاکنو کې د هغه هېواد پارلمان ته لار ومومي. د کارګرر ګوند غړي روحالله یعقوبي له ۱۵زرو د زیاتو رایو، د ډموکرات ګوند غړي ایرج روستاقي له ۴زرو زیاتو رایو او د کارګرا ګوند غړي سراج الحق د ۷۲۳رایو په ګټلو سره ماته وخوړه.
د بریټانیا د ټاکنو د پایلو له مخې، روحالله یعقوبي په خپله ټاکنیزه حوزه کې د ۱۵ زره او ۴۳۷ رایو په اخیستلو سره د ۸۸۰ رایو په توپیر د خپل محافظه کار ګوند له سیال څخه وروسته پاتې شو.
ښاغلی یعقوبي په دغه حوزه کې دویم مقام ګټلی دی.
ښاغلی یعقوبي په ۲۰۰۴ کال د کډوال په توګه بریټانیا ته تللی او د بریټانیا په پارلمان کې لومړنی هزاره توکمی نوماند دی.
په دغو ټاکنو کې ایرج رستاقي بیا څلور زره او ۲۹۲ رایې خپلې کړې او د ۲۰ زره رایو په توپیر یې د کارګر ګوند له سیال څخه ماتې وخوړه. هغه په خپله ټاکنیزه حوزه کې څلورم ځای لري.
په همدې حال کې، سراج الحق پرواني ټولې ۷۲۳ رایې اخیستې او د ۲۵ زره رایو په توپير یې دغه څوکۍ د محافظه کار ګوند سیال ته خوشې کړه. هغه په خپله ټاکنیزه حوزه کې اووم یا وروستی ځای لري.
ښاغلي پرواني په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې پخوا یې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرستیال ویاند په توګه کار کاوه او په یونان کې د سفارت شارزدافېر هم پاتې شوی دی.
دغو درېیو تنو افغانانو د بریټانیا پارلمان ته داسې مهال لار نه ده موندلې، چې په دغو ټاکنو کې په بریټانیا کې د لږکیو توکمونو شاوخوا ۹۰ تنو د هغه هېواد د پارلمان غړیتوب تر لاسه کړ.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) وویل، چې منتخب ولسمشر باید د اسلامي جمهوریت د رهبر د سیاستونو په چوکاټ کې عمل وکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، احمد وحیدي وویل، چې منتخب کس د ټولو ولسمشر دی او باید د ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته د حساسیتونو له رامنځته کېدو ډډه وکړي.
د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایې چونې وخت یو ځل بیا پر ځایي وخت د شپې تر لس بجو وغځول شو.
تر دې مخکې د رای ورکولو وخت په ځايي وخت د شپې تر ۸بجو پورې غځول شوی و.
د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د رای ورکولو بهیر د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۵مه نېټه پیل شو.
د رایې اچونې په دې پړاو کې د ایران د ولسمشر د څوکۍ لپاره مسعود پزشکیان او سعید جلیلي سیالي کوي.
