سرچینې: طالبانو په کندهار کې له سلو څخه ډېرې هغه صرافیانې وتړلې، چې کاري جوازونه یې نه لرل

په کندهار کې صرافان وايي، د طالبانو له لوري د کندهار د صرافۍ مارکیټ ګڼې هټۍ او د هغو صرافانو کاروبار بند شوی چې د صرافۍ په مارکیټ کې یې وړې صرافۍ لرلې. صرافان وايي، د طالبانو په دغه کار سره ۷۰۰ کسان وزرګاه شوي دي.