نریندرا مودي له روسیې وروسته اتریش ته ولاړ

د هند لومړی وزیر مسکو ته له خپل سفر وروسته د سې شنبې په ورځ د اتریش پلازمینې ویانا ته ورسېد. نریندرا مودي به نن د اتریش له ولسمشر او صدراعظم سره خبرې وکړي.

د هند لومړی وزیر مسکو ته له خپل سفر وروسته د سې شنبې په ورځ د اتریش پلازمینې ویانا ته ورسېد. نریندرا مودي به نن د اتریش له ولسمشر او صدراعظم سره خبرې وکړي.
په تېرو ۴۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د هند لومړی وزیر اتریش ته سفر کوي.
وروستی ځل د هند پخوانۍ لومړۍ وزیره اېندرا ګاندي په ۱۹۸۳ کال کې اتریش ته په سفر تللې وه.اتریش ته د هند د اوسني لومړي وزیر د یو ورځني سفر موخه د ویانا او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ښودل شوې ده.تر دې مخکې ښاغلی مودي مسکو ته ولاړ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري یې تود هرکلی وشو.


په هند کې د یوه ټانکر سره د مسافر وړونکي بس د ټکر له امله ۱۸ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. د هندي رسنۍ ټایمز اف اېنډیا د راپور له مخې، دغه بس چې له بېهار څخه پلازمېنې نوي ډیلي ته روان و؛ د لکهنو – اګرا پر لویه لار له یوه ټانکر سره لګېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د دغه مسافر وړونکي بس او ټانکر ترمنځ پېښه د جوجیکوټ کلي سره نږدې شوې ده.
د دغه رسنۍ په راپور کې راغلي، په دې پېښه کې ۱۸ تنه مړه شوي او ۱۹ نور ټپيان دي چې ټپيان او مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ورته مهال د هند د اتراپرادېش ایالت اعلی وزیر یوګي ادېتیا نات د مسافر وړونکي بس په پېښه کې د ۱۸ کسانو په مړینې خواشیني څرګنده کړې او د زیانمنو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

ځايي سرچينې وايي، د خیبرپښتونخوا د خیبر په لنډي کوتل کې وسله والو تېره ورځ دوه تنه په ډزو وژلي. دا لا نه ده څرګنده چې دغه کسان څوک دي خو په انځورونو کې داسې ښکاري چې دوی خپله د وسله والو نږدې کسان دي او اوږدې څڼې لري.
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن چهارشنبه د (چنګاښ۲۰مه) د ټيلیفون له لارې وويل چې د خیبرپښتونخوا خیبر درې په لنډي کوتل کې وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي او د دوی یوه ویډیو یې هم خپره کړې.
سرچینې وايي، دغه کسان وسله والو په دې تور وژلي چې ګنې پاکستاني پوځ ته یې د دوی د ملګرو جاسوسي کړې وه.
که څه هم په دې اړه ټي ټي پي لا په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو په خواله رسنیو کې د دغې ډلې ځینو پاڼو د دغو دوو تنو د وژلو ویډیو او انځورونه خپاره کړي او دوی یې په جاسوسۍ تورن بللي دي.
په سیمه کې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې څو ورځې وړاندې په خیبر دره کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د عبدالرحمان په نامه د یوه قوماندان په ګډون اووه وسله وال وژل شوي وو، چې په سیمه کې وسله والو دغه دوه تنه په دغې پیښه کې ښکيل بللي دي.
په خیبر دره کې وسله والو ویلي، چې دغو دوو تنو د دوی د ملګرو په اړه پاکستاني پوځ ته معلومات ورکړي وو، نو ځکه یې د دوی په خبره ووژل.
په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه او چاودنې تر پخوا زیاتې شوې دي او په کلیو کې د وسله والو ډلو شمېر هم تر پخوا زیات شوی چې د سیمې خلکو په خبره وسله وال د دوی کورونو ته ورځي او په زور پرې خپلې غوښتنې مني، د دې تر څنګ هر چاته یې چې زړه شي هغه وژني.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې ادارې ویلي، د خان یونس په څنډه کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې دا هغه کډوال وو چې په ښوونځي کې یې پناه اخیستې وه او په خیمو کې یې ژوند کاوه.
د دغې خبري شبکې د خبر له مخې په تېرو څلورو ورځو کې دا څلورم اسراييلي هوايي بريد دی چې په یوه ښوونځي کې د فلسطيني کډوالو پناه ځای په نښه کوي.
اسراییل د خان یونس له ښاره د ډله ییزو ویستلو له حکم وروسته په لسګونو زره خلک تېښتې ته اړ کړل، په داسې حال کې چې هغوی د غزې د تړانګې له نورو سیمو تېښتې ته اړ شوي وو. په ورته وخت کې اسراییل په دې سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په همدې حال کې اسوشېیټېډ پرېس خبر ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوه کارپوه وویل چې اسراییل د غزې اوسیدونکي د «قصدي لوږې» سره مخ کړي چې د ماشومانو د مړینې او خوارځواکۍ لامل شوي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په دې سیمه کې ۳۸ زره ۲۴۳ کسان وژل شوي او ۸۸ زره ۲۴۳ کسان ټپیان شوي دي.
له بلې خوا د دغه هېواد او د حماس ډلې ترمنځ په جګړه کې ۱۱۳۹ اسراییلیان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
الجزیرې راپور ورکړی، چې اسراییلي ټانکونو د غزې ښار په ځینو ولسوالیو لکه شجاعیه، صبرا او تل الحوا کې خپل یرغلونه لا پسې ژور کړي دي او د سیمې اوسیدونکو هم د سختو جګړو راپور ورکړې دی.
د حماس او د فلسطین اسلامي جهاد وسله والو ډلو ویلي، چې دوی په تل الحوا کې د اسراییلي پوځ پر وړاندې، د ټانک ضد راکټونو او هاوانونو په ډزو سره جګړه کړې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
اسراییلي پوځ وروسته له هغو استخباراتي معلوماتو یې خپل پام د غزې ښار ته واړو، چې هلته یې د حماس اود فلسطین اسلامي جهاد وسله والو فعالیت څرکندولو.
د اسراییل د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د حماس برید چې ددې هېواد په تاریخ کې تر ټولو بده پېښه بلل کیږي ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او کابو ۲۵۰ نور بیا د حماس له خوا یرغمل ونیول شول.
د غزې د عامې روغتیا وزارت د شمېر پربنسټ بیا پر غزې د اسراییلو د برید له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې ۳۸ زره فلسطیني وګړي وژل شوي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند ډونالډ ټرامپ ویلي، چې تمه نه لري جو بایډن به ولسمشرۍ ته له خپلې نوماندۍ تېر شي او هغه به د خپل غرور له امله په ټاکنیزو سیالیو کې پاتې کیږي.
د جمهوري غوښتونکو نوماند ټرامپ د دوشنبې په شپه فاکس نیوز سره په تلیفوني مرکه کې وویل، چې بایډن به د خپل فزیکي او روانې روغتیا په اړه د اندېښنو او فشار سره به په ټاکنیزو سیالیو کې پاتې شي.
ټرمپ وویل: «هغه مغروره شوی او نه غواړي چې دا غرور پریږدي، هغه نه غواړي چې داسې وکړي. ماته داسې ښکاري دا هغه څه دي چې هغه یې غواړي.»
ټرامپ وویل، چې دموکرات ګوند کول شي په بایډن په لږ فشار راوړلو سره له سیالۍ څخه لرې کړي.
ټرمپ وویل: «هغه ټول واک لري، هغه استازي لري، هغه اړ نه دی چې تېر شي.»
ټرمپ وویل، چې هغه تمه لري چې د ولسمشر مرستیاله کمالا هریس به د ډیموکراتانو نومانده وي که چېرې بایډن ګوښه شي.
ټرامپ وویل: «زه فکر کوم هغه به وي. فکر کوم هغوې د رایې په اړه ډېر اندېښمن دی که چیرې یې ترلاسه نه کړي. هغوی وېره لري.»
تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې که جو بایډن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو څخه وځي کماله هريس یو له مهمو انتخابونو څخه وي.
دا راپور وروسته له هغه خپور شو، چې د ډونالډ ټرمپ سره په مناظره کې د جو بایډن فعالیت په ټاکنو کې د سیالۍ لپاره د اوسني ولسمشر د عمر او وړتیا په اړه د ډیموکراتانو اندېښنې راپورته کړې.
په ورته وخت کې په تېرو څو ورځو کې د امریکا ولسمشر ویلي، چې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې به له سیالۍ څخه تېر نه شي.