ځايي سرچینې: د خیبرپښتونخوا په خیبر دره کې وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي دي

ځايي سرچينې وايي، د خیبرپښتونخوا د خیبر په لنډي کوتل کې وسله والو تېره ورځ دوه تنه په ډزو وژلي. دا لا نه ده څرګنده چې دغه کسان څوک دي خو په انځورونو کې داسې ښکاري چې دوی خپله د وسله والو نږدې کسان دي او اوږدې څڼې لري.