د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه پر ازادو رسنیو د طالبانو بریدونه ګواښوونکي بولي

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د سه شنبې په ورځ وویل چې په لغمان کې د کاوون غږ راډیو د تړلو موخه په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ځپلو په معنا ده. د دغې سيمه ييزې راډيو مشر وويل، چې طالبانو د ده کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او راډيو يې ضبط کړې ده.