ایراني چاواکی: د ایران او افغانستان پوله د ناقانونه افغانانو د مخنیوي لپاره تړو

د ایران د پوځ د همغږۍ مرستیال وايي، چې د ایران او افغانستان د پولو د بندولو یو له مهمو هدفونو څخه د افغانانو د ناقانونه ننوتو مخنیوی دی. حبیب الله سیاري د چهارشنبې په ورځ د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د دیوال جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه.





