د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال پروان ته د «عشر او زکات» راټولولو لپاره تللی

د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال وايي، چې پروان ته د «عشر او زکات راټولولو لپاره د همغږۍ او همکارۍ» ترلاسه کولو لپاره تللی.

د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال وايي، چې پروان ته د «عشر او زکات راټولولو لپاره د همغږۍ او همکارۍ» ترلاسه کولو لپاره تللی.
اغاجان اخوند په پروان کې له ځايي طالب چارواکو سره په لیدنه کې «د عشر او زکات» د را ټولولو په برخه کې د قومي مشرانو او د جوماتونو د امامانو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اعلامیې له مخې؛ اغاجان اخوند د سیمه ییزو عوایدو د زیاتوالي لپاره د بېرته راستنېدونکو ځمکو په اجاره ورکولو ټینګار کړی دی.
طالبان له تېرو درېيو کلونو راهیسي پرته له دې، چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي له خلکو څخه «عشر او زکات» ټولوي.
تر دې مخکې د طالبانو رییس الوزرا ویلي وو، چې خلک دې له خدایه خپل «رزق او رزوي» وغواړي.
دا ډله په داسې حال کې له خلکو څخه «عشر او زکات» ټولوي، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له ۲۳ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.


د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې د څلویښت میلیونه یووان په ارزښت د چین د بشري مرستو یوه محموله افغانستان ته رسیدلې ده.
د طالبانو د کډوالو وزارت وویل، چې دغه محموله په کابل کې د چین د سفیر جاو شینګ له خوا دغه وزارت ته د بې ځایه شویو او راستنیدونکو د بیا مېشتیدنې په موخه سپارل شوې ده.
د طالبانو د کډوالو وزارت د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) خپره شوه، دا د چین د مرستو لومړۍ جوپه ده چې دغه وزارت ترلاسه کړې ده.
د طالبانو په وینا؛ دغو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي مواد شامل دي.
ويل کيږي، چې د چين له خوا په ليږل شويو مرستو کې ٨٠ کوچني وسايط لکه؛ هایلکس، امبولانس، د اوبو ټانکرونه، بار وړونکي موټر، څه د پاسه ۶ زره لويې او وړې خيمې او ۵ زره او ۱۰۰ کمپلې شاملې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د چین له دغو مرستو مننه کړې ده.
ښاغلي حقاني له چین څخه غوښتي، چې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د کار پېدا کولو، د سرپنا جوړولو، زده کړه او د کډوالو د استوګنې د ښارګوټو په بیا جوړولو کې همکاري وکړي.
په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ هم هیله څرګنده کړې، چې دا مرستې به «د افغانانو ستونزو یو څه حل کړي.»

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په شپږمه لوبه کې ماهيپر ستوري لوبډلې د پامير لېجنډز لوبډلې ته د يوې ويکټې په توپير ماتې ورکړه. دا په یادو سياليو کې د ماهيپر ستوري لوبډلې دویمه بريا ده، چې تر لاسه کوي يې.
د کورني کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د سې شنبې د ورځي د شپږمې لوبې پچه ماهیپر ستوري لوبډلې وګټله او لومړی یې د پامیر لېجنډز پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
پامیر ليجنډز لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سيالي لوبډلې ته ۲۶۶ منډې هدف وټاکه.
د ليجنډز په لوبډله کې ناصرجمال ۵۹، شاهدالله کمال ۴۹ او دروېش رسولي ۴۶ تر نورو ډېري منډې وکړې.
د ماهيپر لوبډلې په توپ اچوونکو کې ظاهر خان او محمد سليم دوه - دوه لوبغاړي وسوځول.
ماهيپر ستوري لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۴۸،۴ اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه يې د يوې ويکټې په توپیر وګټله.
د ماهيپر ستوري په لوبډله کې محمد اسحاق په ۸۶ توپونو ۹۶ مندې جوړي کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
ماهيپر ستوري لوبډلې د نن ورځې په لوبې کولو سره په دې سياليو کې درې لوبې تر سره کړي، چې دوې لوبې يې ګټلې او په يوه کې يې ماته خوړلې ده.
پامیر لېجندز لوبډلې بيا په یو ورځینو سیالیو کې د نن ورځي د لوبډلې په ګډون درې لوبې سر په سر بایللې دي.

په کندهار کې د خبريالانو، مدني فعالانو او ځوانانو د نيونو په دوام طالبانو د درېيم ځل لپاره ازاد خبريال محمديار مجروح نیولی او عمومي زندان ته یې لېږلی. سرچينې زياتوي، چې طالبانو دغه خبريال له تحقیقاتو پرته زندانۍ کړی دی.
له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې څو ورځي وړاندې طالب استخباراتو ازاد خبريال محمديار مجروح د نامعلوم دلیل له مخي نیولی.
که څه هم د دغه خبريال کورنۍ د طالبانو د ګواښونو له کبله له خبرو کولو منع شوې؛ خو د مجروح نږدې دوستان وایي، چې هغه اوس مهال د کندهار په مرکزي زندان کې دی.
سرچينه زياتوي، چې دغه خبريال د کندهار تميز محکمې د امر له مخې نيول شوی او زندان ته وړل شوی دی.
د هغه دوستان زياتوي: «تر اوسه خپله مجروح هم د قضيې او نيوني په اړه معلومات نه لري، چې پر څه زنداني شوی دی.»
محمدیار مجروح مخکې په سوېلي حوزه کې د طلوع تلویزیون خبريال و او هغه مهال هم دوه ځلې د طالبانو له لورې نیول شوی و.
نوموړی په وروستي ځل شاوخوا یوه اونۍ طالبانو زنداني کړی و او له خوشې کېدو وروسته يې له طلوع تلویزیون سره دنده پرېښوده.
نوموړی اوس په کندهار کې ازاد خبريال و او د خبريالانو ملاتړ يوې ټولنې سره يې هم کار کاوه.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس شي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

د کابل د لویدیځ اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ وویل، چې طالب وسله والو د مهتاب کلا په ګولايي سیمه کې د عاشورا مراسم ګډوډ کړل. د عاشورا د مراسمو ګډونوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د عاشورا ماتم کوونکي وهلي او د سينه وهلو ډلې يې هم ګډوډې کړې دي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدولو ویډیوګانو له مخې؛ خلکو په کوڅو کې هرې خوا ته منډې وهلې.
په کابل کې د مخابراتي شبکو بندول
په ورته مهال په کابل کې د عاشورا له مراسمو څخه سرچینو ویلي، چې طالبانو په پلازمېنه کې ټولې مخابراتي شبکې بندې کړې دي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو هم د امنیت په پلمه د کابل لوېدیځ ټولې لارې تړلې دي.
سرچينې زياته کړې، چې د سې شنبې د سهار راهيسې په کابل کې مخابراتي شبکې بندې شوې.
سرچينه وايي، چې د کابل په لوېديځ کې په پراخ ډول طالب وسله وال راوتلي.
طالبانو په رسمي ډول د مخابراتي او انټرنیټي شبکو د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي.

له کابله سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو پخواني ولسمشر کرزي ته اجازه نه ده ورکړې، چې د عاشورا په مراسمو کې کډون وکړي. سرچینې زیاتوي طالبانو کرزي ته ویلي، چې د امنیتي ګواښونو له امله نه شي کولی په یادو مراسمو کې کډون وکړي.
طالبانو یو ځل بیا پخواني ولسمشر حامد کرزي ته له کوره د وتلو اجازه نه ده ورکړې.
سرچېنې وايي؛ پخواني ولسمشر غوښتل په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې د تېر په څېر کډون وکړي، خو د امنیتي ګواښونو له امله اجازه نه ده ورکړل شوې.
تر اوسه حامد کرزي او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو له دې وړاندې هم کله د کرزي د سفرونو مخه نیولې او کله یې هم د سفر کولو اجازه ورکړې ده.
په وروستي ځل د څو میاشتې سفر د محدودیتونو وروسته کرزي ته طالبانو اجازه ورکړه، چې د سترګو عملیاتو لپاره جرمني ته ولاړ شي.
طالبانو له دې مخکې د کرزي پر لیدونو بندیز لګولی و او هغه وخت هم طالبانو امنیتي ګواښونه یاد کړي وو، چې نوموړی د داعش له خوا د برید له کواښ سر مخ دی.
د عاشورا په مناسبت ښاغلي کرزي نن په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي وو: "زه باور لرم، چې زموږ ګران هېوادوال به د عاشورا د ورځې له فضایلو او برکتونو څخه په پوره یووالي او ورورولۍ کار واخلي ترڅو یو پر مختللی او پر ځان بسیا ملت شي."
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په کابل کې د محرم په مراسمو کې د ایران د سفارت د ځانګړي استازي او مرستیال د حضور په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د عاشورا مراسم د طالبانو له پراخو بندیزونو سره ترسره کېږي.