• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عاشورا مراسم؛ طالبانو د کابل په لویدیځ کې د عاشورا مذهبي مراسم ګډوډ کړل

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د کابل د لویدیځ اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ وویل، چې طالب وسله والو د مهتاب کلا په ګولايي سیمه کې د عاشورا مراسم ګډوډ کړل. د عاشورا د مراسمو ګډونوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د عاشورا ماتم کوونکي وهلي او د سينه وهلو ډلې يې هم ګډوډې کړې دي.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدولو ویډیوګانو له مخې؛ خلکو په کوڅو کې هرې خوا ته منډې وهلې.

په کابل کې د مخابراتي شبکو بندول

په ورته مهال په کابل کې د عاشورا له مراسمو څخه سرچینو ویلي، چې طالبانو په پلازمېنه کې ټولې مخابراتي شبکې بندې کړې دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو هم د امنیت په پلمه د کابل لوېدیځ ټولې لارې تړلې دي.

سرچينې زياته کړې، چې د سې شنبې د سهار راهيسې په کابل کې مخابراتي شبکې بندې شوې.

سرچينه وايي، چې د کابل په لوېديځ کې په پراخ ډول طالب وسله وال راوتلي.

طالبانو په رسمي ډول د مخابراتي او انټرنیټي شبکو د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه ورنه کړه چې د عاشورا په مراسمو کې کډون وکړي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۱

له کابله سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو پخواني ولسمشر کرزي ته اجازه نه ده ورکړې، چې د عاشورا په مراسمو کې کډون وکړي. سرچینې زیاتوي طالبانو کرزي ته ویلي، چې د امنیتي ګواښونو له امله نه شي کولی په یادو مراسمو کې کډون وکړي.

طالبانو یو ځل بیا پخواني ولسمشر حامد کرزي ته له کوره د وتلو اجازه نه ده ورکړې.

سرچېنې وايي؛ پخواني ولسمشر غوښتل په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې د تېر په څېر کډون وکړي، خو د امنیتي ګواښونو له امله اجازه نه ده ورکړل شوې.

تر اوسه حامد کرزي او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو له دې وړاندې هم کله د کرزي د سفرونو مخه نیولې او کله یې هم د سفر کولو اجازه ورکړې ده.

په وروستي ځل د څو میاشتې سفر د محدودیتونو وروسته کرزي ته طالبانو اجازه ورکړه، چې د سترګو عملیاتو لپاره جرمني ته ولاړ شي.

طالبانو له دې مخکې د کرزي پر لیدونو بندیز لګولی و او هغه وخت هم طالبانو امنیتي ګواښونه یاد کړي وو، چې نوموړی د داعش له خوا د برید له کواښ سر مخ دی.

د عاشورا په مناسبت ښاغلي کرزي نن په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي وو: "زه باور لرم، چې زموږ ګران هېوادوال به د عاشورا د ورځې له فضایلو او برکتونو څخه په پوره یووالي او ورورولۍ کار واخلي ترڅو یو پر مختللی او پر ځان بسیا ملت شي."

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې په کابل کې د محرم په مراسمو کې د ایران د سفارت د ځانګړي استازي او مرستیال د حضور په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د عاشورا مراسم د طالبانو له پراخو بندیزونو سره ترسره کېږي.

بلومبرګ: ایټالیا او اسپانیا په کابل کې د خپلو سفارتونو پر پرانېستلو غور کوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

بلومبرګ خبري رسنۍ د سرچېنو له قوله راپور ورکړی، چې ایټالیا او اسپانیا په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیا پرانېستلو په اړه غور کوي. بلومبرګ لیکلي، چې یو شمېر اروپايي هېوادونه پر ورته اقدام غور کوي؛ خو فرانسې، جرمني او د برېتانیا چارواکو دغه موضوع رد کړې ده.

بلومبرګ په خپل راپور کې ویلي، چې ایټالیا په وروستیو اونیو کې د امنیتي وضعیت او شته شرایطو د ارزونې لپاره یو استخباراتي پلاوی کابل ته استولی دی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه، چې د دغه هېواد سفیر چې دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی، له کابل څخه لیدنه کړې ده.

انتونیو تاجاني په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه مرکه کې وویل: «موږ پر دې مسالې کار کوو.

زموږ د سفیر له خوا یو ماموریت پیل شوی دی.

ښاغلي تاجاني دا هم وویل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو ستونزې شته، چې د ده په وینا "ډېرې پېچلې دي او حل کول یې وخت غواړي."

اسپانیا هم د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې اعلان یې وکړ؛ افغانستان ته د خپل سفیر د استولو په اړه غور کوي.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوز مانویل البارس هم په دې اړه اعلان وکړ، چې "هر څومره ژر چې لږ تر لږه امنیتي شرایط برابر شي، زه به خپل سفیر بېرته واستوم."

هغه وویل، اسپانیا یوه میاشت وړاندې افغانستان ته د خپل سفیر د استولو لپاره چمتو والی ښودلی و؛ خو وروسته له هغې یې دغه اقدام وځنډاوه چې داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید وکړ.

البارس زیاته کړه، چې له دغه برید وروسته د اسپانیا سفیر د څو ورځو لپاره کابل ته سفر درلود.

دا مهال په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو سفارتونه نه شته؛ خو د اروپايي ټولنې پلاوى په کابل کې مېشت دى.

د امریکا په ګډون ډېری دغه هېوادونه په افغانستان کې خپل ډېپلوماتیک ماموریتونه له دوحې څخه اداره کوي.

د G7 هېوادونو په منځ کې یوازې جاپان په کابل کې فعال سفارت لري.

بلومبرګ په خپل راپور کې ليکلي، چې د اروپايي ټولنې يوه وياند کابل ته د خپلو غړو د احتمالي راستنېدو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه؛ خو څرګنده يې کړه، چې دا ډول پرېکړه د غړو هېوادونو په واک کې ده.

د نړۍ هېوادونه طالبان له یوې خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو په پراخه سرغړونې تورنوي او له بلې خوا دا اندېښنه هم شته چې په کابل کې د سفارتونو احتمالي پرانېستل به د دغې ډلې د مشروعیت لامل شي.

د اروپايي ټولنې د ډېپلوماتیکو خدمتونو وېبپاڼې په کابل کې د اروپايي ټولنې د حضور په اړه لیکلي: "زموږ حضور [په افغانستان کې] د طالبانو د چارواکو د تګلارو او کړنو له مخې تنظیم شوی او [دې ډلې] ته هېڅ مشروعیت نه ورکوي."

یوه جګپوړي اروپايي ډېپلومات بلومبرګ ته ویلي، چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو، د ښځو د حقونو د خوندیتوب او په افغانستان کې د ستراتیژیک حضور د رامنځته کولو لپاره په افغانستان کې د فزیکي حضور د اړتیا په اړه د اروپايي ټولنې د چارواکو نظر بدل شوی دی.

یوه فرانسوي چارواکي تایید کړه، چې پارېس اوس مهال په کابل کې د خپل سفارت د پرانېستلو کوم پلان نه لري؛ خو د ده په وینا دا مساله باید بالاخره راپورته شي.

دغه فرانسوي چارواکي ویلي، چې اوسنی وضعیت، یعنې په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو د ډېپلوماتیکو ماموریتونو نه شتون، نه شي کولای همداسې دوام وکړي.

په همدې حال کې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې "هر څومره ژر چې امنیتي او سیاسي وضعیت اجازه ورکړي، په افغانستان کې به د ډېپلوماټیک حضور په رامنځته کولو غور وکړي."

خو د امریکا د ادارې یوه جګپوړي چارواکي بلومبرګ ته ویلي، چې هېواد یې هېڅ پلان نه لري چې طالبان په سیاسي توګه وپېژني او یا په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

هغه زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو په اړه اندېښمن دي، چې په دې برخه کې یې د تګ مخه نیسي.

د افغانستان په ختیځ کې په سېلابونو او توپانونو کې زیانمنې کورنۍ د بېړنیو مرستو په تمه دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۱

په ننګرهار، لغمان او کونړ کې په وروستیو خونړیو سېلابونو او توپانونو کې زیانمنې شوې کورنۍ له طالبانو او مرستندویه ادارو څخه د بېړنیو مرستو په تمه دي.

په ننګرهار کې یوې مرستندویه او ژغورنې موسسې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له اعلان شوې مرګ ژوبله او اوښتي زیانونه لوړ دي.

دغه غیر دولتي خیریه موسسه چې اوس مهال په سیمه کې د زیانمنو شویو کورنیو په سروې بوخته ده؛ یوازې دومره تاییدوي چې هغه مرګ ژوبله او زیانونه چې طالبانو اعلان کړي لوړ دي.

د ځايي خلکو په خبره چې په وروستیو سېلابونو او توپانونو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بهسود، کوټ، مومندره، کامه، ګوشته، رودات او بټي کوټ ولسوالیو کې زیات زیانونه اړولي دي.

دوی زیاتوي داسې کورنۍ هم شته چې په دغو سېلابونو او توپانونو کې د کورنۍ پنځه یا هم لس کسان مړه شوي دي.

د بهسود ولسوالۍ یو ځايي اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې « زمونږ کورونه خام وو؛ نو دې بارانونو او توپان سره مو کورونه او فصلونه له منځه لاړل، دا ځل اوبه ډېرې وې او فصلونه هم ښه شوي وو؛ خو اوس هر څه له منځه تللي دي».

د سره رود ولسوالۍ بهاولۍ سیمې اوسېدونکي چې کورونه یې وېجاړ شوي دی، وايي :« څلروېشت ساعته کیږي؛ خو تر اوسه هغه بېړنۍ مرستې مونږ ته نه دي رسېدلي مونږ له هر څه وړاندې پاکو ابو او خوراکي توکو ته اړتیا لرو.»

د کونړ د مرکز اسعداباد یو اوسیدونکی وايي؛ د کورونو ترڅنګ مالونه او زراعتي ځمکې مو هر څه پکې خراب شوي دي.

د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مشر ثابت الله صدیفي د کونړ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ځايي طالب چاروکو رسنیو ته ویلي ،چې په وروستیو بارانونو او توپانونو کې د برېښنا ۶۰ ستنې وېجاړې شوي دي او د مخابراتي شبکو بهیر یې کډوډ کړی دی.

د تېرې ورځې خونړۍ طبیعي پېښې څخه څلرویشت ساعت تیریږي؛ خو د ننګرهار د طالبانو په ولایت مقام کې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې څو شیبې وړاندې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري په مشرۍ د تېرې ورځې په سېلابونو او توپانونو کې زیامنو شویو ته د مرستو رسولو په برخه کې له نړۍوالو مرستندویه ادارو سره ناسته شوې ده.

په ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، چې له هر څه وړاندې پاکې اوبه او خېمو ته اړتیا لري، چې باید له دوی سره بېړنۍ مرستې وشي؛ که چېرې پر وخت دا کار ونه شي نو یو بل انساني ناورین د پېښېدو وېره لیدل کیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو کې له زیانمونو سره خپله غمرازي اعلان کړه او له ولایتي ریاستونو ترڅنګ سیمه ییزو او نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه یې د مرستو رسولو غوښتنه وکړه.

په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي په اداره کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دوی له وړاندې څخه د ورته طبیعي پېښو پر وړاندې کوم چمتوالۍ نه درلود او نه یې هم په دغه برخه کې له وړاندې څخه امکانات چمتوي کړي.

په ننګرهار کې سیمه‌ییزو خلکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر دا مهاله د ۴۷ تنو د مړینې پخلی شوی؛ خو لا هم ولسي خلک په یو شمېر هغو کسانو پسې لټه کوي، چې تر دې مهاله تري تم دي.

پرون د ننګرهار ولایت له دوو روغتونو څخه د ۳۵ تنو د مړینې راپورونه ورکړل شوي و.

د ننګرهار په پروني توپان کې د خلکو مرګ ژوبلې ته د سیاسي مشرانو غبرګونونه

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۱۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ننګرهار کې د توپان او باران له امله له زیانمنو خلکو سره پر خواخوږي ښودلو سربېره وايي، افغانستان تر بل هر ځای د اقلیمي بدلون په مقابل کې زیانمنېدونکی او ماتېدونکی دی. د وروستیو راپورنو له مخې، د پروني ورښت له امله ننګرهار کې تر ۴۷ کسان مړه شوي.

ښاغلي غني د دې پېښې په غبرګون ویلي، ‏د دغسې تکرارېدونکو پېښو مالي عواقب، د هېواد او کورنیو پر مات اقتصاد چې په سیاسي دلایلو اوس د هیچا لپاره د پام وړ نه دي، ډېر ځوروونکي او په اوږده مهال کې دردوونکي دي.

هغه وایي:« ‏د هغو سلګونو کورنیو، خویندو او وروڼو په درد او کړاو کې ځان شریک بولم او د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ غږ ور رسوم، چې وروستیو سېلیو، اورښتونو او سېلابونو د هېواد په ختیځو او ځینو مرکزي سیمو په تېره په ننګرهار کې وځپل.»
هغه په اېکس پاڼه لیکلي، له دغه حالته د خوارو ځپل شویو هېوادوالو په را اېستلو کې مرسته، تر هر چا لومړی زموږ خپله ملي، انساني او اسلامي دنده ده او باید هر یو تر خپله وسه اوږه ورکړو او کړېدلي هېوادوال یوازې پرې نه ږدو.
‏ هغه ویلي، په روان دوبي کې وروستیو پېښو دا ثابته کړه چې اقلیمي بدلون تر هر ځایه ډېر زموږ خلک ځپلي دي.
هغه وړاندې کاږلي، چې د دغه ډول غمیزو څخه د مخنیوي لپاره تدابیر باید زموږ په لومړیتوبونو کې وي.
ښاغلی غني وایي، چې د بندونو جوړولو په بېلابېلو هېوادونو کې دا ثابته کړې چې د سېلابونو په کمښت کې بندونه ګټور ثابت شوي دي.
ورته مهال د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ننګرهار په وروستۍ پېښې اندېښنه څرګنده کړې.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي:« په ډېرې خواشینۍ سره چې په ننګرهار، پنجشیر او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې توپان او سېلابونو زموږ خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.»
هغه لیکلي، په ننګرهار کې د تلفاتو او خساراتو کچه لوړه ده او له بده مرغه چې ډېرې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې دي.
هغه زیاته کړې ده:« زه د دې طبیعي پېښو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوم، کورنیو او دوستانو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د روغتیا هیله کوم.»
نوموړي له هغو کسانو مننه کړې، چې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یې ټپیانو ته وینه ورکړې وه.
هغه په کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو غړ کړی، چې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.
له بل پلوه د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم د خواخوږۍ پیغام خپور کړی.

هغه په اېکس پاڼه کاږلي:« له بده مرغه تېره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو او په ځانکړې توګه په ننګرهار ولایت کې توپان او سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.»
هغه د دغې پېښې قربانیانو ته جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.
هغه له ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرسته وکړې.

تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې توپان ۴۷ کسه مړه کړي او ۳۵۰ نور بیا ټپان دي.

د مقاومت جبهه: د بادغېس د والي پر دفتر په برید کې د طالبانو یو چارواکی وژل شوی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ، چې دوی د طالبانو د بادغيس د والي پر دفتر په برید کې د طالبانو مالي او اداري رییس له درېیو ملګرو سره وژلی دی. په بادغېس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ او د سیمې خلکو په دغه ولایت کې د یوه لاسي بم چاودنه تایید کړې ده.

په ورته وخت کې طالبان وايي، چې په دې پېښه کې چاته زيان نه دى اوښتى.

سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په سهار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د بادغېس په مرکز قلعه نو کې د یوې چاودنې غږ واورېد.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له چاودنې څو ساعته وروسته یوه خبرپاڼه خپره کړه او د پېښې مسوولیت یې په غاړه واخیست.

د طالبانو پر ضد دغه وسله واله جبهه وايي، چې د دوی د چریکي برید په ترڅ کې د طالبانو د یوه سیمه ییز چارواکي په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې هم ادعا کړې، چې په تېرو دولسو ساعتونو کې دا دویم برید دی، چې په بادغېس کې پر طالبانو ترسره کيږي.

دغه جبهه زیاتوي، چې د یکشنبې په شپه یې د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او د دغې ډلې دوه نور غړي ټپیان شوي دي.

خپلواکو سرچینو یا طالبانو تر اوسه په بالامرغاب کې د برید پخلی نه دی کړی.

د ملي مقاومت د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دغو بريدونوکې دملي مقاومت ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .