• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په ختیځ کې په سېلابونو او توپانونو کې زیانمنې کورنۍ د بېړنیو مرستو په تمه دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۱

په ننګرهار، لغمان او کونړ کې په وروستیو خونړیو سېلابونو او توپانونو کې زیانمنې شوې کورنۍ له طالبانو او مرستندویه ادارو څخه د بېړنیو مرستو په تمه دي.

په ننګرهار کې یوې مرستندویه او ژغورنې موسسې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له اعلان شوې مرګ ژوبله او اوښتي زیانونه لوړ دي.

دغه غیر دولتي خیریه موسسه چې اوس مهال په سیمه کې د زیانمنو شویو کورنیو په سروې بوخته ده؛ یوازې دومره تاییدوي چې هغه مرګ ژوبله او زیانونه چې طالبانو اعلان کړي لوړ دي.

د ځايي خلکو په خبره چې په وروستیو سېلابونو او توپانونو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بهسود، کوټ، مومندره، کامه، ګوشته، رودات او بټي کوټ ولسوالیو کې زیات زیانونه اړولي دي.

دوی زیاتوي داسې کورنۍ هم شته چې په دغو سېلابونو او توپانونو کې د کورنۍ پنځه یا هم لس کسان مړه شوي دي.

د بهسود ولسوالۍ یو ځايي اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې « زمونږ کورونه خام وو؛ نو دې بارانونو او توپان سره مو کورونه او فصلونه له منځه لاړل، دا ځل اوبه ډېرې وې او فصلونه هم ښه شوي وو؛ خو اوس هر څه له منځه تللي دي».

د سره رود ولسوالۍ بهاولۍ سیمې اوسېدونکي چې کورونه یې وېجاړ شوي دی، وايي :« څلروېشت ساعته کیږي؛ خو تر اوسه هغه بېړنۍ مرستې مونږ ته نه دي رسېدلي مونږ له هر څه وړاندې پاکو ابو او خوراکي توکو ته اړتیا لرو.»

د کونړ د مرکز اسعداباد یو اوسیدونکی وايي؛ د کورونو ترڅنګ مالونه او زراعتي ځمکې مو هر څه پکې خراب شوي دي.

د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مشر ثابت الله صدیفي د کونړ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ځايي طالب چاروکو رسنیو ته ویلي ،چې په وروستیو بارانونو او توپانونو کې د برېښنا ۶۰ ستنې وېجاړې شوي دي او د مخابراتي شبکو بهیر یې کډوډ کړی دی.

د تېرې ورځې خونړۍ طبیعي پېښې څخه څلرویشت ساعت تیریږي؛ خو د ننګرهار د طالبانو په ولایت مقام کې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې څو شیبې وړاندې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري په مشرۍ د تېرې ورځې په سېلابونو او توپانونو کې زیامنو شویو ته د مرستو رسولو په برخه کې له نړۍوالو مرستندویه ادارو سره ناسته شوې ده.

په ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، چې له هر څه وړاندې پاکې اوبه او خېمو ته اړتیا لري، چې باید له دوی سره بېړنۍ مرستې وشي؛ که چېرې پر وخت دا کار ونه شي نو یو بل انساني ناورین د پېښېدو وېره لیدل کیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو کې له زیانمونو سره خپله غمرازي اعلان کړه او له ولایتي ریاستونو ترڅنګ سیمه ییزو او نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه یې د مرستو رسولو غوښتنه وکړه.

په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي په اداره کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دوی له وړاندې څخه د ورته طبیعي پېښو پر وړاندې کوم چمتوالۍ نه درلود او نه یې هم په دغه برخه کې له وړاندې څخه امکانات چمتوي کړي.

په ننګرهار کې سیمه‌ییزو خلکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر دا مهاله د ۴۷ تنو د مړینې پخلی شوی؛ خو لا هم ولسي خلک په یو شمېر هغو کسانو پسې لټه کوي، چې تر دې مهاله تري تم دي.

پرون د ننګرهار ولایت له دوو روغتونو څخه د ۳۵ تنو د مړینې راپورونه ورکړل شوي و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د ننګرهار په پروني توپان کې د خلکو مرګ ژوبلې ته د سیاسي مشرانو غبرګونونه

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۱۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ننګرهار کې د توپان او باران له امله له زیانمنو خلکو سره پر خواخوږي ښودلو سربېره وايي، افغانستان تر بل هر ځای د اقلیمي بدلون په مقابل کې زیانمنېدونکی او ماتېدونکی دی. د وروستیو راپورنو له مخې، د پروني ورښت له امله ننګرهار کې تر ۴۷ کسان مړه شوي.

ښاغلي غني د دې پېښې په غبرګون ویلي، ‏د دغسې تکرارېدونکو پېښو مالي عواقب، د هېواد او کورنیو پر مات اقتصاد چې په سیاسي دلایلو اوس د هیچا لپاره د پام وړ نه دي، ډېر ځوروونکي او په اوږده مهال کې دردوونکي دي.

هغه وایي:« ‏د هغو سلګونو کورنیو، خویندو او وروڼو په درد او کړاو کې ځان شریک بولم او د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ غږ ور رسوم، چې وروستیو سېلیو، اورښتونو او سېلابونو د هېواد په ختیځو او ځینو مرکزي سیمو په تېره په ننګرهار کې وځپل.»
هغه په اېکس پاڼه لیکلي، له دغه حالته د خوارو ځپل شویو هېوادوالو په را اېستلو کې مرسته، تر هر چا لومړی زموږ خپله ملي، انساني او اسلامي دنده ده او باید هر یو تر خپله وسه اوږه ورکړو او کړېدلي هېوادوال یوازې پرې نه ږدو.
‏ هغه ویلي، په روان دوبي کې وروستیو پېښو دا ثابته کړه چې اقلیمي بدلون تر هر ځایه ډېر زموږ خلک ځپلي دي.
هغه وړاندې کاږلي، چې د دغه ډول غمیزو څخه د مخنیوي لپاره تدابیر باید زموږ په لومړیتوبونو کې وي.
ښاغلی غني وایي، چې د بندونو جوړولو په بېلابېلو هېوادونو کې دا ثابته کړې چې د سېلابونو په کمښت کې بندونه ګټور ثابت شوي دي.
ورته مهال د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ننګرهار په وروستۍ پېښې اندېښنه څرګنده کړې.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي:« په ډېرې خواشینۍ سره چې په ننګرهار، پنجشیر او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې توپان او سېلابونو زموږ خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.»
هغه لیکلي، په ننګرهار کې د تلفاتو او خساراتو کچه لوړه ده او له بده مرغه چې ډېرې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې دي.
هغه زیاته کړې ده:« زه د دې طبیعي پېښو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوم، کورنیو او دوستانو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د روغتیا هیله کوم.»
نوموړي له هغو کسانو مننه کړې، چې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یې ټپیانو ته وینه ورکړې وه.
هغه په کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو غړ کړی، چې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.
له بل پلوه د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم د خواخوږۍ پیغام خپور کړی.

هغه په اېکس پاڼه کاږلي:« له بده مرغه تېره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو او په ځانکړې توګه په ننګرهار ولایت کې توپان او سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.»
هغه د دغې پېښې قربانیانو ته جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.
هغه له ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرسته وکړې.

تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې توپان ۴۷ کسه مړه کړي او ۳۵۰ نور بیا ټپان دي.

د مقاومت جبهه: د بادغېس د والي پر دفتر په برید کې د طالبانو یو چارواکی وژل شوی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ، چې دوی د طالبانو د بادغيس د والي پر دفتر په برید کې د طالبانو مالي او اداري رییس له درېیو ملګرو سره وژلی دی. په بادغېس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ او د سیمې خلکو په دغه ولایت کې د یوه لاسي بم چاودنه تایید کړې ده.

په ورته وخت کې طالبان وايي، چې په دې پېښه کې چاته زيان نه دى اوښتى.

سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په سهار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د بادغېس په مرکز قلعه نو کې د یوې چاودنې غږ واورېد.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له چاودنې څو ساعته وروسته یوه خبرپاڼه خپره کړه او د پېښې مسوولیت یې په غاړه واخیست.

د طالبانو پر ضد دغه وسله واله جبهه وايي، چې د دوی د چریکي برید په ترڅ کې د طالبانو د یوه سیمه ییز چارواکي په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې هم ادعا کړې، چې په تېرو دولسو ساعتونو کې دا دویم برید دی، چې په بادغېس کې پر طالبانو ترسره کيږي.

دغه جبهه زیاتوي، چې د یکشنبې په شپه یې د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او د دغې ډلې دوه نور غړي ټپیان شوي دي.

خپلواکو سرچینو یا طالبانو تر اوسه په بالامرغاب کې د برید پخلی نه دی کړی.

د ملي مقاومت د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دغو بريدونوکې دملي مقاومت ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

کورنی کرېکټ؛ هندوکش سټرايکرز د ميوند اتلانو لوبډلې ته په ۹ ويکټو ماتې ورکړه

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په پنځمه لوبه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې د میوند اتلانو ته د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. د هندوکش لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي ۶۹ او عبدالمالک ۹۰ نا سوځېدلې منډې وکړې.

د کورني کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د پنځمې لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د میوند اتلانو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۶،۱ اورونو کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د ميوند اتلانو لوبډلمشر نجيب الله ځدران ۳۶ او شرف الدين اشرف ۳۰ منډې وکړې.

د هندوکش سټرايکرز په توپ اچوونکو کې محمد ګل ۳، فريدون داودزي ۲، ننګيال خروټي او خلیل ګربز يو - یو لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه برخه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې په ۳۷م اور کې د يوه لوبغاړې په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

د هندوکش لوبغاړي عبدالمالک په ۱۰۱ توپونو د ۷ څلوريزو او يوې شپږيزي په مټ ۹۰ نا سوځيدلې منډې جوړې کړې.

عبدالمالک د دې سيالۍ غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

هندوکش سټرایکرز لوبډلې په روانو لېسټ اې سیالیو کې تر دې مهاله د نننۍ لوبې په ګډون درې لوبې ترسره کړې او ټولې یې ګټلېدي.

میوند اتلانو لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې مهاله یوه لوبه ګټلې او په دې سره يې دوې لوبې بایللي دي.

دغه سیالۍ پنځه ورځې وړاندې په کندوز ولایت کې پیل شوې.

لېسټ اې سیالۍ د کورني کرېکټ د پیاوړتیا په موخه هر کال ترسره کیږي.

ننګرهار عامې روغتیا ریاست: د بارانونو او طوفانونو له امله ۳۵ کسان مړه او ۲۳۰ ټپیان شوي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۱

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ومنله چې د نننیو بارانونو او طوفانونو له امله ۳۵ تنه مړه او ۲۳۰ تنه ټپیان شوي دي. دوی زیاتوي؛ مړي او ټپیان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ترڅنګ د بي بي فاطمه الزهرا ولایتي روغتون ته هم انتقال شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه کسان د جلال اباد ښار، سره رود او بهسود ولسوالیو څخه راوړل شوي دي.

هغه انځورونه او ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رارسېدلي پکې لیدل کیږي، چې د سخت طوفان له امله د کورونو ترڅنګ د برېښنا ستنې او ونې وېجاړې شوي دي.

100%

اوس مهال د ننګرهار په سیمه ییز روغتونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست سرچېنې وايي؛ اوس هم له یو شمېر سیمو څخه مړي او ټپیان د لېږدولو په حال کې دي.

100%

د رارسېدلو راپورنو له مخې؛ یوازې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د کور د چت راپرېوتو له امله لس کسان د خاورو لاندې شوي دي، چې ناتایید شوي راپورونه وايي، چې دغه کسان ټول مړه شوي دي.

په ننګرهار کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي تر خاورو لاندې شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۱

د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د سختو توپانونو او بارانونو له امله د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي تر خاورو لاندې شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د پېښې له سیمې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دا پېښه د یادې ولسوالۍ په مستي خېلو کلي کې شوې ده.

سره له دې چې د یادو کسانو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي، خو د لومړنیو راپورونو له مخې ویل کیږي، چې دغه بند پاتې شوي کسان مړه شوي دي.

د ننکرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرې ورځې راهیسې سخت وروښتونه او بادونه روان دي، چې ډېر شمېر کسانو ته یې تلفات اړولي دي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سږکال وروښتونو ډېری خامه او خټین کورونه له ورته پېښو سره مخامخ کړي، چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ډېری خلک د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله په پخوانیو او زړو کورونو کې ژوند کوي، چې دغه پخواني کورونه بیا د وروښتونو او سېلابونو پر وړاندې مقاومت کولی نه شي.