• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت جبهه: د بادغېس د والي پر دفتر په برید کې د طالبانو یو چارواکی وژل شوی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ، چې دوی د طالبانو د بادغيس د والي پر دفتر په برید کې د طالبانو مالي او اداري رییس له درېیو ملګرو سره وژلی دی. په بادغېس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ او د سیمې خلکو په دغه ولایت کې د یوه لاسي بم چاودنه تایید کړې ده.

په ورته وخت کې طالبان وايي، چې په دې پېښه کې چاته زيان نه دى اوښتى.

سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په سهار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د بادغېس په مرکز قلعه نو کې د یوې چاودنې غږ واورېد.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له چاودنې څو ساعته وروسته یوه خبرپاڼه خپره کړه او د پېښې مسوولیت یې په غاړه واخیست.

د طالبانو پر ضد دغه وسله واله جبهه وايي، چې د دوی د چریکي برید په ترڅ کې د طالبانو د یوه سیمه ییز چارواکي په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې هم ادعا کړې، چې په تېرو دولسو ساعتونو کې دا دویم برید دی، چې په بادغېس کې پر طالبانو ترسره کيږي.

دغه جبهه زیاتوي، چې د یکشنبې په شپه یې د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او د دغې ډلې دوه نور غړي ټپیان شوي دي.

خپلواکو سرچینو یا طالبانو تر اوسه په بالامرغاب کې د برید پخلی نه دی کړی.

د ملي مقاومت د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دغو بريدونوکې دملي مقاومت ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

کورنی کرېکټ؛ هندوکش سټرايکرز د ميوند اتلانو لوبډلې ته په ۹ ويکټو ماتې ورکړه

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په پنځمه لوبه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې د میوند اتلانو ته د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. د هندوکش لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي ۶۹ او عبدالمالک ۹۰ نا سوځېدلې منډې وکړې.

د کورني کرېکټ لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو د پنځمې لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د میوند اتلانو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۶،۱ اورونو کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د ميوند اتلانو لوبډلمشر نجيب الله ځدران ۳۶ او شرف الدين اشرف ۳۰ منډې وکړې.

د هندوکش سټرايکرز په توپ اچوونکو کې محمد ګل ۳، فريدون داودزي ۲، ننګيال خروټي او خلیل ګربز يو - یو لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه برخه کې هندوکش سټرايکرز لوبډلې په ۳۷م اور کې د يوه لوبغاړې په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

د هندوکش لوبغاړي عبدالمالک په ۱۰۱ توپونو د ۷ څلوريزو او يوې شپږيزي په مټ ۹۰ نا سوځيدلې منډې جوړې کړې.

عبدالمالک د دې سيالۍ غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

هندوکش سټرایکرز لوبډلې په روانو لېسټ اې سیالیو کې تر دې مهاله د نننۍ لوبې په ګډون درې لوبې ترسره کړې او ټولې یې ګټلېدي.

میوند اتلانو لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې مهاله یوه لوبه ګټلې او په دې سره يې دوې لوبې بایللي دي.

دغه سیالۍ پنځه ورځې وړاندې په کندوز ولایت کې پیل شوې.

لېسټ اې سیالۍ د کورني کرېکټ د پیاوړتیا په موخه هر کال ترسره کیږي.

ننګرهار عامې روغتیا ریاست: د بارانونو او طوفانونو له امله ۳۵ کسان مړه او ۲۳۰ ټپیان شوي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۱

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست کې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ومنله چې د نننیو بارانونو او طوفانونو له امله ۳۵ تنه مړه او ۲۳۰ تنه ټپیان شوي دي. دوی زیاتوي؛ مړي او ټپیان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ترڅنګ د بي بي فاطمه الزهرا ولایتي روغتون ته هم انتقال شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه کسان د جلال اباد ښار، سره رود او بهسود ولسوالیو څخه راوړل شوي دي.

هغه انځورونه او ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رارسېدلي پکې لیدل کیږي، چې د سخت طوفان له امله د کورونو ترڅنګ د برېښنا ستنې او ونې وېجاړې شوي دي.

100%

اوس مهال د ننګرهار په سیمه ییز روغتونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست سرچېنې وايي؛ اوس هم له یو شمېر سیمو څخه مړي او ټپیان د لېږدولو په حال کې دي.

100%

د رارسېدلو راپورنو له مخې؛ یوازې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د کور د چت راپرېوتو له امله لس کسان د خاورو لاندې شوي دي، چې ناتایید شوي راپورونه وايي، چې دغه کسان ټول مړه شوي دي.

په ننګرهار کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي تر خاورو لاندې شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۱

د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د سختو توپانونو او بارانونو له امله د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړي تر خاورو لاندې شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د پېښې له سیمې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دا پېښه د یادې ولسوالۍ په مستي خېلو کلي کې شوې ده.

سره له دې چې د یادو کسانو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي، خو د لومړنیو راپورونو له مخې ویل کیږي، چې دغه بند پاتې شوي کسان مړه شوي دي.

د ننکرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرې ورځې راهیسې سخت وروښتونه او بادونه روان دي، چې ډېر شمېر کسانو ته یې تلفات اړولي دي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سږکال وروښتونو ډېری خامه او خټین کورونه له ورته پېښو سره مخامخ کړي، چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ډېری خلک د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله په پخوانیو او زړو کورونو کې ژوند کوي، چې دغه پخواني کورونه بیا د وروښتونو او سېلابونو پر وړاندې مقاومت کولی نه شي.

طالبان د امنيتي او جنايي پېښو د مخنيوي لپاره د موټر سایکلونو د ثبت لړۍ پیلوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

طالبان د کابل په ګډون د هېواد په لويو ښارونو کې د امنيتي او جنايي پېښو د مخنيوي په موخه د موټر سايکلونو د ثبت لړۍ پيلوي. يوه سرچينه وایي، چې طالب مشرانو د امنيتي ادارو له مسولينو سره دغه پرېکړه د کندهار په وروستۍ غونډه کې د امنيتي پېښو د مخنيوي په موخه کړې ده.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اړوند د ترافیک پوليسو ادارې د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۵مه) نېټه په يوې خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې خپل موټرسایکلونه ثبت او د چلولو اجازه یې تر لاسه کړي.

دغې ادارې د کابل په ګډون په لويو ښارونو کې هم له موټر سایکل چلوونکو څخه غوښتي، څو پر يوه موټر سایکل دې له دوو کسانو زیات نه سپريږي.

د طالبانو د ترافیکو ادارې له کورنيو هم غوښتي، چې خپلو ماشومانو ته د موټر سایکل چلولو اجازه ور نه کړي.

د طالبانو د ترافیکو ادارې موټرسایکل چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې که دغه اصول عملي نه کړي له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

په دې وروستيو کې په ډېرو ولایتونو کې د بې روزګارۍ له کبله د جنايي پېښو کچه لوړه شوې او طالبان هم نږدې هره ورځ په زيات شمېر د غلا د مخنيوي او د غلا په تور د يو شمېر کسانو د نيولو راپورونه ورکوي.

د طالبانو د ترافيکو ادارې په کندهار او ننګرهار کې هم له خلکو غوښتې، چې خپل موټر سایکلونه ثبت کړي، ځکه په دې دوو ولایتونو کې هم امنیتي او جنايي پېښې زياتې دي.

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې اوسني طالب واکمنان د غلچکي او پر امنیتي پوستو د بریدونو د مخنیوي لپاره د موټرسایکلونو د ثبت لړۍ پیلوي.

سرچينه زياتوي، چې دغه پرېکړه د کندهار په وروستۍ غونډه کې طالب مشرانو د امنيتي ادارو له لوړپوړو مسولينو سره کړې، ترڅو د ترافیکي دغو اصولو په عملي کولو سره امنيتي پېښې کابو کړي.

د طالبانو ډېری وسله وال مخالفين زيات مهال پر موټرسایکل وسله وال او غلچکي بريدونه کوي، چې د ډېرو بریدونو هدف طالب امنيتي کسانو وي.

یونېسف: په افغانستان کې یو په درېیمه امیندواره مېرمنې له روغتیايي مرکزونو بهر زېږون کوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» وايي، چې په افغانستان کې یو پر درېیمه امېندواره مېرمنې له روغتیايي مرکزونو بهر زېږون کوي. دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې له ۶۷ سلنې څخه زیات زېږونونه د یوه مسلکي روغتیايي متخصص له خوا ترسره کیږي.

یونیسیف د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه امیندواره میرمنې چې د روغتیا پاملرنې متخصص پرته له روغتیایی مرکزونو بهر زیږون کوي ​​د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

دغې ادارې په مزارشریف کې د نسایي ولادي فهیمې د ژوند کیسه کې لیکلي، "امیندواره میرمنې باید لږ تر لږه څلور ځله د زیږون دمخه یو وړ ډاکټر ته مراجعه وکړي، خو په افغانستان کې یوازې یو پر دریمه برخه میرمنې دا کار کوي."

دغه کارپوه یونیسیف ته وویل چې ډیری امیندواره میرمنې نه پوهیږي چې څنګه د امیندوارۍ پرمهال ځان ته صحي خواړه چمتو کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ټول افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د حمل او ولادت د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

ملګرو ملتونو هم افغانستان د میندو د مړینې له پلوه یو له بدو هېوادونو څخه بللی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زیږونونو پر سر ۶۳۸ ښځې مړه شوي دي.