• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلومبرګ: ایټالیا او اسپانیا په کابل کې د خپلو سفارتونو پر پرانېستلو غور کوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

بلومبرګ خبري رسنۍ د سرچېنو له قوله راپور ورکړی، چې ایټالیا او اسپانیا په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیا پرانېستلو په اړه غور کوي. بلومبرګ لیکلي، چې یو شمېر اروپايي هېوادونه پر ورته اقدام غور کوي؛ خو فرانسې، جرمني او د برېتانیا چارواکو دغه موضوع رد کړې ده.

بلومبرګ په خپل راپور کې ویلي، چې ایټالیا په وروستیو اونیو کې د امنیتي وضعیت او شته شرایطو د ارزونې لپاره یو استخباراتي پلاوی کابل ته استولی دی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه، چې د دغه هېواد سفیر چې دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی، له کابل څخه لیدنه کړې ده.

انتونیو تاجاني په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه مرکه کې وویل: «موږ پر دې مسالې کار کوو.

زموږ د سفیر له خوا یو ماموریت پیل شوی دی.

ښاغلي تاجاني دا هم وویل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو ستونزې شته، چې د ده په وینا "ډېرې پېچلې دي او حل کول یې وخت غواړي."

اسپانیا هم د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې اعلان یې وکړ؛ افغانستان ته د خپل سفیر د استولو په اړه غور کوي.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوز مانویل البارس هم په دې اړه اعلان وکړ، چې "هر څومره ژر چې لږ تر لږه امنیتي شرایط برابر شي، زه به خپل سفیر بېرته واستوم."

هغه وویل، اسپانیا یوه میاشت وړاندې افغانستان ته د خپل سفیر د استولو لپاره چمتو والی ښودلی و؛ خو وروسته له هغې یې دغه اقدام وځنډاوه چې داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید وکړ.

البارس زیاته کړه، چې له دغه برید وروسته د اسپانیا سفیر د څو ورځو لپاره کابل ته سفر درلود.

دا مهال په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو سفارتونه نه شته؛ خو د اروپايي ټولنې پلاوى په کابل کې مېشت دى.

د امریکا په ګډون ډېری دغه هېوادونه په افغانستان کې خپل ډېپلوماتیک ماموریتونه له دوحې څخه اداره کوي.

د G7 هېوادونو په منځ کې یوازې جاپان په کابل کې فعال سفارت لري.

بلومبرګ په خپل راپور کې ليکلي، چې د اروپايي ټولنې يوه وياند کابل ته د خپلو غړو د احتمالي راستنېدو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه؛ خو څرګنده يې کړه، چې دا ډول پرېکړه د غړو هېوادونو په واک کې ده.

د نړۍ هېوادونه طالبان له یوې خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو په پراخه سرغړونې تورنوي او له بلې خوا دا اندېښنه هم شته چې په کابل کې د سفارتونو احتمالي پرانېستل به د دغې ډلې د مشروعیت لامل شي.

د اروپايي ټولنې د ډېپلوماتیکو خدمتونو وېبپاڼې په کابل کې د اروپايي ټولنې د حضور په اړه لیکلي: "زموږ حضور [په افغانستان کې] د طالبانو د چارواکو د تګلارو او کړنو له مخې تنظیم شوی او [دې ډلې] ته هېڅ مشروعیت نه ورکوي."

یوه جګپوړي اروپايي ډېپلومات بلومبرګ ته ویلي، چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو، د ښځو د حقونو د خوندیتوب او په افغانستان کې د ستراتیژیک حضور د رامنځته کولو لپاره په افغانستان کې د فزیکي حضور د اړتیا په اړه د اروپايي ټولنې د چارواکو نظر بدل شوی دی.

یوه فرانسوي چارواکي تایید کړه، چې پارېس اوس مهال په کابل کې د خپل سفارت د پرانېستلو کوم پلان نه لري؛ خو د ده په وینا دا مساله باید بالاخره راپورته شي.

دغه فرانسوي چارواکي ویلي، چې اوسنی وضعیت، یعنې په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو د ډېپلوماتیکو ماموریتونو نه شتون، نه شي کولای همداسې دوام وکړي.

په همدې حال کې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې "هر څومره ژر چې امنیتي او سیاسي وضعیت اجازه ورکړي، په افغانستان کې به د ډېپلوماټیک حضور په رامنځته کولو غور وکړي."

خو د امریکا د ادارې یوه جګپوړي چارواکي بلومبرګ ته ویلي، چې هېواد یې هېڅ پلان نه لري چې طالبان په سیاسي توګه وپېژني او یا په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

هغه زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو په اړه اندېښمن دي، چې په دې برخه کې یې د تګ مخه نیسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان په ختیځ کې په سېلابونو او توپانونو کې زیانمنې کورنۍ د بېړنیو مرستو په تمه دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۱

په ننګرهار، لغمان او کونړ کې په وروستیو خونړیو سېلابونو او توپانونو کې زیانمنې شوې کورنۍ له طالبانو او مرستندویه ادارو څخه د بېړنیو مرستو په تمه دي.

په ننګرهار کې یوې مرستندویه او ژغورنې موسسې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له اعلان شوې مرګ ژوبله او اوښتي زیانونه لوړ دي.

دغه غیر دولتي خیریه موسسه چې اوس مهال په سیمه کې د زیانمنو شویو کورنیو په سروې بوخته ده؛ یوازې دومره تاییدوي چې هغه مرګ ژوبله او زیانونه چې طالبانو اعلان کړي لوړ دي.

د ځايي خلکو په خبره چې په وروستیو سېلابونو او توپانونو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بهسود، کوټ، مومندره، کامه، ګوشته، رودات او بټي کوټ ولسوالیو کې زیات زیانونه اړولي دي.

دوی زیاتوي داسې کورنۍ هم شته چې په دغو سېلابونو او توپانونو کې د کورنۍ پنځه یا هم لس کسان مړه شوي دي.

د بهسود ولسوالۍ یو ځايي اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې « زمونږ کورونه خام وو؛ نو دې بارانونو او توپان سره مو کورونه او فصلونه له منځه لاړل، دا ځل اوبه ډېرې وې او فصلونه هم ښه شوي وو؛ خو اوس هر څه له منځه تللي دي».

د سره رود ولسوالۍ بهاولۍ سیمې اوسېدونکي چې کورونه یې وېجاړ شوي دی، وايي :« څلروېشت ساعته کیږي؛ خو تر اوسه هغه بېړنۍ مرستې مونږ ته نه دي رسېدلي مونږ له هر څه وړاندې پاکو ابو او خوراکي توکو ته اړتیا لرو.»

د کونړ د مرکز اسعداباد یو اوسیدونکی وايي؛ د کورونو ترڅنګ مالونه او زراعتي ځمکې مو هر څه پکې خراب شوي دي.

د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مشر ثابت الله صدیفي د کونړ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ځايي طالب چاروکو رسنیو ته ویلي ،چې په وروستیو بارانونو او توپانونو کې د برېښنا ۶۰ ستنې وېجاړې شوي دي او د مخابراتي شبکو بهیر یې کډوډ کړی دی.

د تېرې ورځې خونړۍ طبیعي پېښې څخه څلرویشت ساعت تیریږي؛ خو د ننګرهار د طالبانو په ولایت مقام کې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې څو شیبې وړاندې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري په مشرۍ د تېرې ورځې په سېلابونو او توپانونو کې زیامنو شویو ته د مرستو رسولو په برخه کې له نړۍوالو مرستندویه ادارو سره ناسته شوې ده.

په ننګرهار کې سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، چې له هر څه وړاندې پاکې اوبه او خېمو ته اړتیا لري، چې باید له دوی سره بېړنۍ مرستې وشي؛ که چېرې پر وخت دا کار ونه شي نو یو بل انساني ناورین د پېښېدو وېره لیدل کیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو کې له زیانمونو سره خپله غمرازي اعلان کړه او له ولایتي ریاستونو ترڅنګ سیمه ییزو او نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه یې د مرستو رسولو غوښتنه وکړه.

په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي په اداره کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دوی له وړاندې څخه د ورته طبیعي پېښو پر وړاندې کوم چمتوالۍ نه درلود او نه یې هم په دغه برخه کې له وړاندې څخه امکانات چمتوي کړي.

په ننګرهار کې سیمه‌ییزو خلکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر دا مهاله د ۴۷ تنو د مړینې پخلی شوی؛ خو لا هم ولسي خلک په یو شمېر هغو کسانو پسې لټه کوي، چې تر دې مهاله تري تم دي.

پرون د ننګرهار ولایت له دوو روغتونو څخه د ۳۵ تنو د مړینې راپورونه ورکړل شوي و.

د ننګرهار په پروني توپان کې د خلکو مرګ ژوبلې ته د سیاسي مشرانو غبرګونونه

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۱۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ننګرهار کې د توپان او باران له امله له زیانمنو خلکو سره پر خواخوږي ښودلو سربېره وايي، افغانستان تر بل هر ځای د اقلیمي بدلون په مقابل کې زیانمنېدونکی او ماتېدونکی دی. د وروستیو راپورنو له مخې، د پروني ورښت له امله ننګرهار کې تر ۴۷ کسان مړه شوي.

ښاغلي غني د دې پېښې په غبرګون ویلي، ‏د دغسې تکرارېدونکو پېښو مالي عواقب، د هېواد او کورنیو پر مات اقتصاد چې په سیاسي دلایلو اوس د هیچا لپاره د پام وړ نه دي، ډېر ځوروونکي او په اوږده مهال کې دردوونکي دي.

هغه وایي:« ‏د هغو سلګونو کورنیو، خویندو او وروڼو په درد او کړاو کې ځان شریک بولم او د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ غږ ور رسوم، چې وروستیو سېلیو، اورښتونو او سېلابونو د هېواد په ختیځو او ځینو مرکزي سیمو په تېره په ننګرهار کې وځپل.»
هغه په اېکس پاڼه لیکلي، له دغه حالته د خوارو ځپل شویو هېوادوالو په را اېستلو کې مرسته، تر هر چا لومړی زموږ خپله ملي، انساني او اسلامي دنده ده او باید هر یو تر خپله وسه اوږه ورکړو او کړېدلي هېوادوال یوازې پرې نه ږدو.
‏ هغه ویلي، په روان دوبي کې وروستیو پېښو دا ثابته کړه چې اقلیمي بدلون تر هر ځایه ډېر زموږ خلک ځپلي دي.
هغه وړاندې کاږلي، چې د دغه ډول غمیزو څخه د مخنیوي لپاره تدابیر باید زموږ په لومړیتوبونو کې وي.
ښاغلی غني وایي، چې د بندونو جوړولو په بېلابېلو هېوادونو کې دا ثابته کړې چې د سېلابونو په کمښت کې بندونه ګټور ثابت شوي دي.
ورته مهال د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ننګرهار په وروستۍ پېښې اندېښنه څرګنده کړې.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي:« په ډېرې خواشینۍ سره چې په ننګرهار، پنجشیر او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې توپان او سېلابونو زموږ خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.»
هغه لیکلي، په ننګرهار کې د تلفاتو او خساراتو کچه لوړه ده او له بده مرغه چې ډېرې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې دي.
هغه زیاته کړې ده:« زه د دې طبیعي پېښو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوم، کورنیو او دوستانو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د روغتیا هیله کوم.»
نوموړي له هغو کسانو مننه کړې، چې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یې ټپیانو ته وینه ورکړې وه.
هغه په کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو غړ کړی، چې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.
له بل پلوه د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم د خواخوږۍ پیغام خپور کړی.

هغه په اېکس پاڼه کاږلي:« له بده مرغه تېره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو او په ځانکړې توګه په ننګرهار ولایت کې توپان او سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.»
هغه د دغې پېښې قربانیانو ته جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.
هغه له ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرسته وکړې.

تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې توپان ۴۷ کسه مړه کړي او ۳۵۰ نور بیا ټپان دي.

د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ اوکراین د روسیې سره د مبارزې لپاره ارزانه روبوټونه جوړوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۱

د اوکراین پوځ چې دا مهال د سرتېرو له کمښت، پراخو ستونزو او نا انډولو نړۍوالو مرستو سره لاس او ګریوان دی، هڅه کوي چې د روسیې پر وړاندې ستراتیژیکه برلاسي تر لاسه کړي.

د اسشوشیتید پریس خبري اژانس د یو رپوت له مخې؛ دغه هېواد په سلګونو پټ ورکشاپونو او لابراتوارونو کې هڅه کوي، چې د روبوټ داسې اردو رامنځته کړي چې روسي سرتیري ووژني او خپل ټپي شوي سرتېري او ملکي وګړي وژغوري.

په اوکراین کې د دفاع ټېکنالوژی د جوړولو شاوخوا ۲۵۰ مرکزونه په پټو ځایونو کې د وژنې ماشینونه رامنځته کوي، چې معمولاً د کلیوالي موټر ترمیم خونو په څېر ښکاري.

د اندري ډینیسینکو له خوا جوړ شوي مرکز کې کارکوونکي کولی شي په څلورو ورځو کې د اوډیسي په نوم بې چلوونکي ټانک جوړ کړي.

د دغه ټانک تر ټولو مهمه ځانګړتیا د هغه بیه ده، چې په ۳۵۰۰۰ امریکايي ډالرو جوړیږي او د بهر د ورته ماډل د واریدیدو یوازې ۱۰٪ جوړوي.

100%

په دغه مرکز کې یوه وړه خونه ده، چیرې چې د ټانک باډي جوړیږي او بیا یې بېلابېلې برخې سره یوځای کیږي.

بیا دغه ټانګونه په شین رنګ رنګیږي او کمرې، د لرې لارې د کنټرول سنسورونه او بېټري په کې ځای پر ځای کیږي.

د اوکراین پوځ د کورنیو کمپنیو له خوا جوړ شوي لسګونه بې چلوونکي ټانکونه، ډرون الوتکې او کښتۍ ارزوي چې پخوا د لوديځو هېوادونو له خوا په ورته ډول جوړې شوې وې؛ خو اوس یې تولید بند شوی دی.

اوکرایني انجنیران په دفاعي مجلو یا انلاین ویډیوګانو له شته مطالبو ګټه اخلي، چې په ټیټ قیمت جنګي وسایل جوړ کړي او بیا ورته وسلې وروسته وراضافه کړي.

د بې چلونکو ټانکونو د جوړولو د مرکز چلونکي ډینیسینکو وویل: "موږ د یو لوی هېواد سره جګړه کوو او دوی د سرچینو محدودیت نه لري. موږ نه شو کولی چې دې جګړه کې ډېر انسانان له لاسه ورکړو."

هغه زیاته کړه: "جنګ ریاضي ده."

د دغه مرکز له خوا جوړ شوي بې چلونکي ټانکونه ۸۰۰ کیلو ګرامه وزن لري او تر یو ځل چارج وروسته ۳۰ کیلومتره مزل کولای شي.

دغه ټانک چې پروټوټایپ نومول شوی، د سرتیرو د ژغورنې او اکمالاتو لپاره کارول کیږي؛ خو په همدې حال کې د دهشکې په شان د درنو وسلو د کارولو او یا ماین پاکولو لپاره هم کارول کیدای شي.

د اوکراین حکومتي سرچینو ویلي، چې دغه په چلونکي ټانکونه او بې پیلوټه الوتکې د جګړې په ډګر کې ډیرې بریالی دي.

100%

د ډیجیټل بدلون لپاره د لومړي وزیر مرستیال میخیلو فیدوروف اوکراینیان هڅولي چې وړیا انلاین کورسونه واخلي او په کور کې بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي.

هغه غواړي چې اوکراینیان په کال کې یو میلیون بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي.

هند هڅه کوي چې د مودي له سفر وروسته روسیې ته صادرات زیات کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۱

نوي ډیلي د دوشنبې په ورځ مسکو ته د لومړي وزیر نرېندرا مودي له سفر وروسته ویلي، چې هند روسیې ته د خپلو صادراتو د زیاتولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دی. هند غواړي، چې مسکو سره په هندي روپو – روبل سوداګري پراخه کړي او مسکو وهڅوي، چې پر هندي توکو تغرفې لرې کړي.

هند او روسیه چې پخواني ملګري دي، په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، هڅه کړې چې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

خو دغه اړیکې تر ډېره د هند له لوري د روسیې د تیلو په اخیستو سره پراخې شوې، چې پر اوکراین له برید وروسته، د اروپايي هېوادونو له لوري یې پیر درول شوی دی.

هند ته د روسیې د صادراتو زیاتوالی سره، په تېر مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۶۱.۴۳ میلیونو ډالرو څخه ۶۵.۷ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده.

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د تېر کال په پرتله یو پر درېیمه لوړه شوې، روسیې ته د هند د درملو، ماشینونو او نورو توکو صادرات لږ څه کم شوي دي.

د هند د سوداګرۍ وزارت مرستیال سنیل بارتوال په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې حکومت له روسیې غوښتي چې د هند پر سمندري محصولاتو د روسیې تغرفو ته پام وکړي او په کې بدلون راوستل په پام کې ونیسي.

هغه له نورو جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې نوی ډیلي د هندي روپو - روبلو پر اساس سوداګري هم هڅوي چې په پیل کې دواړه هیوادونه په دې اړه پاتې راغلی وو؛ خو اوس به د دې ستونزې د حل لپاره به پلاوي واستوي.

هغه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: "کله چې موږ روسیې ته ګورو، په دې لټه کې یو چې څنګه دواړه هېوادونه د ښو سوداګریزو اړیکو له لارې ګټه ترلاسه کولی شي. موږ د اجناسو بېلابېل ډولونه په نظر کې نیولې، د بېلګې په توګه الکترونیکي وسایل، انجینري توکي او نور توکي چې روسیې ته صادر کېدی شي."

نوی ډیلي او مسکو هڅه کوي، چې په روبلو او هندي روپو خپله سوداګري لا پراخه کړي، ځکه چې د جګړې له امله پر روسي شرکتونو بندیزونه لګول شوي دي؛ خو دواړه هېوادونه په دې اړه تر اوسه ځکه یوې پایلې ته نه دي رسېدلي، چې هندي اسعار په نړۍ کې ډېره راکړه ورکړه لري او روسیه نه غواړي چې له دې امله تاوان وکړي.

تېره اونۍ روسیې ته د مودي سفر، د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د ماشومانو پر یو روغتون د روسیې د توغندي له برید سره هممهاله وو، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول.

د هند لومړي وزیر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل، چې د بې ګناه ماشومانو مرګ دردونکی او وېروونکی دی.

روسیې د برید مسوولیت رد کړی دی.

روسیې او هند د نږدې همکارۍ لپاره نهه ساحې په ګوته کړي، چې له اټومي انرژۍ څخه تر درملو پورې، بېلابېلې سوداګرۍ په کې شاملې دي او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه غواړي دوه اړخیزه سوداګري پراخه کړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې یې ۱۰۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

واشنګټن پر نوي ډیلي له مسکو سره د نږدې اړیکو د ساتلو له امله انتقاد کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي: "موږ له روسیې سره د دوی د اړیکو په اړه خپلې اندېښنې له هند سره په مستقیم ډول شریکې کړي دي".

اسراییل په خوندي سیمو کې د لسګونو کسانو له وژلو وروسته په غزې تازه بریدونه کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۱

اسراییل د دوشنبې په ورځ د غزې په سوېل او مرکزي سیمو کې تازه بریدونه کړي، چې پر حماس لا زیات فشار راوړلي.

د شنبې او یکشنبې په ورځ اسراییل د حماس د پوځي مشر د په نښه کولو په موخه پر خوندي سیمو بمبار کړی و او لسګونه فلسطینیان یې وژل وو.

د مدیترانې ساحل ته نږدې د مواسي سیمه د اسراییل د بریدونو له امله ویجاړه شوې او لا هم سوځول شوي موټر او جنازې پر سړکونو پرتې دي.

د دغه سیمې اوسېدونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې نه پوهیږي چې دوی باید چیرته لاړ شي.

د مواسي په ښار کې د سړک سر یو ۳۰ کلن پلورونکي ایا محمد وویل: "په هغه شېبې کې د بمونو د چاودنو له امله زما د پښو لاندې ځمکه ولړزیده او دوړې او شګې اسمان ته پورته شوې، ما ټوټه ټوټه شوي جسدونه ولیدل داسې وضعیت و، چې ما په خپل ژوند کې هیڅ کله نه و لیدلی."

هغه زیاته کړه: "ټول همدا پوښتنه کوي چې چیرته لاړ شي او هیڅوک یې ځواب نه لري."

د خان یونس په لویدیځه څنډه کې مواسي سیمې په سلګونو زره فلسطینیانو ته پناه ورکړې وه او دغه سیمه د اسراییل له خوا د خوندي زون په توګه اعلان شوې وه.

اسراییل وویل، چې د شنبې په ورځ یې هلته د حماس پوځي قوماندان محمد ضیف په نښه کړی و، څوک چې پر اسراییل د اکټوبر د اوومې نېټې د برید پلان جوړوونکی و او پر غزې د اسراییل جګړه د همدې برید وروسته پیل شوه.

فلسطیني چارواکي وايي، چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي. د رويټرز خبريالانو د پېښې په ځای کې لیدلي چې د سیمې اوسېدونکي د اور او لوګي په منځ کې ټپيان او مړي لېږدوي.

د رفح ښار سویل کې، چې د می میاشتې راهیسې د اسراییلو د پرمختګ اصلي مرکز دی، اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ د نويو بریدونو خبر ورکړی.

دوی ویلي، د ښار په لوېدیځو او مرکزي برخو کې اسراییلي ځواکونو ګڼ کورونه په بمونو الوزولي دي. طبي چارواکو ویلي، چې دوی د ښار په ختیځو سیمو کې د اسراییل د بریدونو له امله د وژل شوو لسو فلسطینیانو جسدونه موندلي.