• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د طالبانو د سفير مرستیال د دغه هېواد پر پوځي اډې د وروستي برید له امله احضار کړ

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو تحریک د قوماندان حافظ ګل بهادر د ځواکونو له خوا د وروستي برید له امله احضار کړ. پاکستان له طالبانو وغوښتل، چې دغه برید په بشپړه توګه وڅېړي او سمدستي اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په یوه بیان کې لیکلي: «د افغانستان له موقت حکومت څخه وغوښتل شول، چې د بنو د حملې په اړه په بشپړه توګه څېړنه وکړي او د عاملينو په وړاندي دې ژر تر ژره، قوي او اغیزناک اقدامات وکړي.»

په دې اعلاميه کې يو ځل بيا له طالبانو غوښتل شوي، چې د دا ډول بریدونو په ترسره کولو کې د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.

په اعلاميه کې راغلي: «پاکستان په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپله جدي اندېښنه، چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي تکرار کړه. دا پېښې د دوو وروڼو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو خلاف دي.»

پاکستان وايي، دا برید د سیمې امنیت ته د ترهګرۍ جدي ګواښ څرګندوي.

په خيبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر يوې اډې د پاکستاني طالبانو تحريک د مشر حافظ ګل بهادر د وسله والو د بريد په پايله کې اته سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د حافظ ګل بهادر ډله په افغانستان کې مېشته ده او پوځ به له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې لازم اقدام وکړي.

طالبانو تل د افغانستان له لوري پر ګاونډیو هېوادونو هر ډول برید رد کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ مرستیال جي ډي ونس د افغانستان په اړه څه فکر کوي؟

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال جیمز ډېوېډ ونس د طالبانو د واکمنۍ یوازینی لامل د بایډن «له فاجعې ډک» سیاست او «د امریکا د رژیم د ناکامۍ» له امله بولي.

د دغه جمهوري غوښتونکي سناتور په باور، «هغه افغان کډوال چې حاضر نه شول د خپل ملت لپاره وجنګیږي، باید امریکا ته لېږدول شوي نه وای.»

ونس د افغانستان د دولت د سقوط په لومړیو ورځو کې د یوې تحلیلي مقالې په قالب کې د افغانستان په هکله د بایډن پر سیاست او امریکا ته د افغان کډوالو د لېږدولو پر طرحې نیوکه وکړه.


په افغانستان کې د امریکا حضور

ونس په افغانستان کې د ډیموکراسۍ ماتې تجربې ته په اشاره ویلي و، چې د متحده ایالاتو مشرانو امریکایي ښځې او نارینه افغانستان ته ولېږل، ترڅو یو ناشونی کار وکړي.
جمهوري غوښتونکي سناتور زیاته کړې، چې تر ټولو غوره امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د ډیموکراسي د رامنځته کولو لپاره ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړي د امریکا د لوی درستیز مارک میلي هغو څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د امریکا خلکو ته یې ډاډ ورکړی و، چې افغان ځواکونه په کافي اندازه د خپل هېواد د دفاع لپاره ظرفیت لري.
ونس د میلي د څرګندونو په غبرګون وویل: «د افغانستان پوځ ونشو کړای ان څلور اونۍ هم د طالبانو بریدونه وزغمي.»
نوموړي په دې مقاله کې د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ ته د امریکا د پوځي ځواکونو ناسمو اطلاعاتو ورکړې ته په اشارې سره ویلي: «لوړپوړو امریکایي پوځيانو پخواني ولسمشر ټرمپ ته په منځني ختیځ کې د ځواکونو د وړتیا د کچې په اړه دروغ ویل، چې هلته مو جګړې دوام وکړي.»
ونس زیاته کړه، چې «زمونږ رهبرانو لسیزې مونږ ته وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې جګړې کوو، ترڅو مجبوره نشو چې دلته ورسره وجنګیږو.»
ونس ویلي: «له افغانستانه مودا لوی درس زده کړ، چې کوم کسان ددې هېواد (امریکا) رهبري په لاس کې لري، د دې کار لپاره مناسب نه دي.»
ونس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلوپر ځنډېدو او طالبانو ته د اضافي وخت ورکولو باندې چې د هغوی د ځواکمنتیا لامل شول، نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې د امریکا مشرانو د جګړو په اصلي فصل کې افغانستان پرېښود او اجازه یې ورکړه، چې حیاتي وسلې د دوښمن لاس ته ورشي.
د هغه په خبره، دا پیښې د جوبایډن له فاجعې ډک سیاست پایلې او د امریکا د ټول رژیم ماتې ده.
ونس په خپله دې مقاله کې واضح کړې: «په افغانستان کې مو د رژیم د بدلېدو په اړه هڅې وکړې او بریالي نشوو او دا د دې ښکارندویي کوي، چې یو رژیم په نړۍ کې جدي بدلون ته اړتیا لري.»
نوموړي زیاته کړه: «مونږ هغه هېواد یو چې په دویمه نړیواله جګړه کې مو نازیانو ته ماتې ورکړې وه، خو اوس داسې سطحې ته رسېدلي یو چې له افغانستانه د خپلو وګړو د اېستلو لپاره طالبانو ته عذر کوو.»

افغان کډوال

ونس له افغانستانه د هغو ۳۰۰ زره افغان کډوالو اېستلو ته هم اشاره وکړه، چې د امریکایي وګړو په پرتله امریکا د هغوی اېستلو ته لومړیتوب ورکړ.
ونس وویل: «مونږ له څه باندې یوې لسیزې راهیسې له افغانانو سره مرستې، نه برعکس.»
هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې حاضر نه شول د خپل ملت لپاره وجنګیږي او کابل سقوط وکړ، باید امریکا ته انتقال شوي نه وای.»
نوموړی په ​​هغه وخت کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې له متحده ایالاتو سره یې کار کړی، په هیواد کې د میشتیدو مخالف و«مونږ نه غواړو چې هېواد مو د کډوالو په پنډغالو بدل شي.»
جیمز ډېوېډ ونس ویلي و: «د ۹۰ سلنه کډوالو په اړه نه پوهیږو چې کوم کسان دي، مونږ اسناد او پېژندپاڼې نه لرو، مونږ نه پوهیږو چې کوم کسان زمونږ هېواد ته راځي، مونږ په ډلییزه توګه امریکایان یرغملوو او دا یوه فاجعه ده .»

پاکستان ته د مېوو د صادراتو ځنډېدو سره د سوداګرۍ خونې یو غړی د بدیلو لارو پیاوړتیا غواړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي پاکستان ته د تازه مېوو د صادراتو له دوه اونیو ځنډېدو وروسته د بدیلو لارو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه. خان جان الکوزي وویل؛ هند، بنګله دېش او روسیې ته باید د مېوو او سبو یا سبزي صادرات زیات شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي د باختر اژانس د خبر له مخې، ښاغلي الکوزي وويل، چې پاکستان ته د تازه ميوې د صادراتو د بندولو لامل د اسلام اباد له خوا د ګمرکي تعرفو زياتوالى دى.

خان جان الکوزي نن وویل: «له هرې ممکنې لارې باید هوايي دهلېز فعاله شي، چې یو شمېر مېوې چې موسم يې لنډ وي، نورو هېوادونو ته صادرې کړو.»

تر دې مخکې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت اعلان کړی و، چې پاکستان دغه هېواد ته د ۳۰۰ لاریو افغاني مېوو او سبو د لېږد مخه نیولې ده.

د طالبانو سفارت ویلي، چې د تورخم، سپین بولدک او خرلاڅي پر لارو د افغان سوداګرو لارۍ بندې دي.

د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لارې څو ځلي د بېلابېلو دلایلو له کبله تړل شوې دي.

د دې کړونو له کبله سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

څو میاشتې وړاندې پاکستان یو داسې پلان تصویب کړ، چې له مخې يې افغان موټر چلوونکي پاکستان ته د ننوتلو لپاره موقتي اسنادو ته اړتیا لري.

د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډله اسیا جام کې د لوبېدو لپاره سریلانکا ته لاړه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۱

پاکستان کرېکټ بورډ ويلی، چې د دغه هېواد د ښځو کرېکټ لوبډله په اسيا جام سياليو کې د لوبېدو لپاره سريلانکا ته لاړه. د ندا ډار په لوبډلمشرۍ د پاکستان ښځو کرېکټ لوبډله په دې سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ له هندۍ لوبډلې سره کوي.

د کرېکټ نړیوالي شورا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره اسيا جام نهم پړاو د سريلانکا په کوربتوب د راتلوونکې جمعې په ورځ پيلږي.

په دې سياليو کې ۸ لوبډلې « بنګلدېش، هند، پاکستان، سریلانکا، ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارات» برخه لري.

د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره اسيا جام سيالۍ به د رواني جولای مياشتې پر ۱۹ نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.

دوه ګروپه سیالۍ

د پاکستان کريکټ لوبډلې لوبغاړې
100%
د پاکستان کريکټ لوبډلې لوبغاړې

د دې جام سيالۍ پر دوو ګروپونو ويشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې به « بنګلدېش، هند، پاکستان او سريلانکا» سره لوبېږي.

په دوهم ګروپ کې به « ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارت» یو د بل په وړاندي ولوبيږي.

په دې جام کې ټولې ۱۵ سيالۍ تر سره کيږي.

د پاکستان ښځو کرېکټ لوبغاړي اسيا جام سياليو کې د ګډون لپاره سريلانکا ته لاړه
100%
د پاکستان ښځو کرېکټ لوبغاړي اسيا جام سياليو کې د ګډون لپاره سريلانکا ته لاړه

د سريلانکا کرېکټ بورډ هم پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان او هند ښځينه لوبډلو ته ښه راغلاست ویلی دی.

ډان ورځپاڼه: د خیبر پښتونخوا په یوه روغتون د شوي برید له امله اووه تنه وژل شوي دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ ډان وايي، چې د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې پر یوه روغتون کې د شوي برید له امله د دوو پوځیانو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د (سه‌شنبې په ورځ د چنګاښ ۱۷مه) د ېوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه برید د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړونده سیمې کې پرون ناوخته شوی او وسله‌والو د یوه روغتیايي مرکز کارکوونکي په نښه کړي دي.

ډان ورځپاڼې د پاکستان د پوځ له قوله ویلي، چې پوځي ځواکونو په ځوابي برید کې «درې تنه ترهګر» له منځه وړي؛ خو د دوی دوه تنه سرتېري هم ووژل شول.

ډان د پوځي سرچېنو له قوله ویلي، په برید کې ټول ټال اووه کسه وژل شوي چې دوه تنه یې د دغه روغتیايي مرکز ښځینه کارکوونکې، دوه ماشومان، یو تن یې د مرکز ساتونکی او دوه تنه نور یې پوځیان وو.

دغه برید له وروستي برید یوه ورځ وروسته شوی، چې له امله یې د پاکستاني پوځ اته تنه سرتېري د خیبر پښتونخوا په «بنو»‌ کې وژل شوي وو چې پړه یې د حافظ کل بهادر ډلې منلې وه.

پاکستاني چارواکي وايي، له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ورسره هم‌مهاله په دغه هېواد کې ترهګریزو بریدونو هم زور اخیستی.

د دوی په وینا، د پاکستان تحریک طالبان ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او ټول دغه بریدونه له هغه ځایه پلانیږي؛ خو طالبانو تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.

که څه هم چې د دغه وروستي برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو ټي‌ټي‌پي په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی نه یوازې چې دغه برید نه دی کړی؛ بلکې پر عامه ځایونو او د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله خواشیني دي او د دغه برید غندنه کوي.
د دغې ډلې ویاند محمد خراساني ویلي، چې د دوی د بریدونو موخه یوازې او یوازې د پاکستان امنیتي ځواکونه دي او پر عامو او ولسي خلکو او ودانیو بریدونه د دوی کار نه دی.

امریکا: طالبان دې ډاډ ورکړي، چې ترهګریز بریدونه له افغانستانه نه کېږي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۲۰ GMT+۱

امریکا پر طالبانو غږ کړی، چې دغه ډله دې ډاډ ورکړي چې ترهګریز بریدونه له افغانستانه نه کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په یوې خبري ناستې ته په ټینګار سره وویل، طالبان دې د خپلې ژمنې سر سم ډاډ ورکړي چې ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې نه ترسره کېږي.

ښاغلي مېلر ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه یې د طالبانو سره د تعامل لپاره یو له شرطونو څخه دی.

هغه وویل، د پاکستان خلکو د بنسټګرو او ترهګرو له‌خوا ډېر کړاوونه زغملي او د سیمې امنیت ته د ورپېښو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پاکستان خلک ګډې ګټې لري.
همدا تېره ورځ هم د پاکستان پوځ د بنو د برید په اړه په خپلې یوې خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي و، دغه برید د حافظ ګل بهادر ډلې کړی چې له افغانستانه فعالیت کوي.
خبرپاڼه کې راغلي و، چې په تېر کې هم له افغان خاورې په دغه ډول بریدونو کې کار اخیستل شوی و.
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان حکومت په ځلونو افغان طالبانو سره دغه اندېښنې شریکې کړې وې او له هغوی یې غوښتي و، چې د دغو ډلو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.
د پاکستان پوځ ویلي، چې له افغانستان څخه به د ټولو پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو تل ردې کړې دي.
ورته مهال ښاغلي مېلر وویل، چې پاکستان اوس هم ورته یو نږدې ملګری دی.
د هغه په وینا:« موږ د پاکستان د اقتصاد د ښه‌والي په ګډون په ډېرو مهمو مسایلو کار کوو، په دې برخه کې مو ای اېم اېف پر مرستو او اصلاحاتو څو ځلې خبرې کړې دي.»