په پروان کې د زړې اوسپنې د راټولولو ځای کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي

د پروان ولایت اوسېدونکو د شنبې په ورځ د دغه ولایت په لومړۍ امنیتي حوزه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی.

د پروان ولایت اوسېدونکو د شنبې په ورځ د دغه ولایت په لومړۍ امنیتي حوزه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی.
په پروان کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند فضل الرحمن مسکين يار منلې چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
ښاغلي مسکانیار وویل، چې چاودنه د اوسپنې د راټولولو په ځای کې د راوړل شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې یو شمېر کسان د زړو اوسپنو د راټولولو او پېر او پلور په برخه کې کار کوي. د اوسپنې ډیری ټوټې د مرمۍ سرګلولې یا د نظامي تجهیزاتو ټوټې دي چې په افغانستان کې د دوه لسیزې جګړې له امله نږدې هر ځای موندل کیږي.
په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د جګړو او چاودېدونکو توکو د پاتې شونو د چاودنو ډېر راپورونه شته او دغو پېښو ډېر کسان وژلي دي.
یو شمیر افغان ماشومان د اوسپنې د راټولولو او پلورلو په برخه کې کار کوي او کله چې دغه اوسپنې په یو ځای کې راټول کیږي، امنیتي موضوعاتو ته تر ډيره لږه پاملره کیږي.


د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي، چې د قزاقستان چاروداکو د دغه هېواد د پټلۍ له لارې د افغانستان صاداراتو ته د ۵۰ سلنه تخفیف ور کولو ژمنه وکړه. دا ژمنه د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر په مشرۍ پلاوي سره شوې چې په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی دی.
د طالبانو صنعت او سودارګرۍ وزارت نن په اعلاميه کې ویلي، چې نور الدین عزیزي د قزاقستان د کرنې مرستیال وزیر، د غلې شرکت او د پټلۍ ادارې له مشرانو سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باثباته سوداګرۍ، په مناسبه بيه د غلو دانو د وارداتو او صادراتو پر پياوړتيا هم خبري وکړې.
اعلاميه زياتوي، چې طالب پلاوی د«بينو» په نوم د غلې يوه ترمینل ته هم لاړ، چې د څه باندي سل زره ټنه ذخېرې ظرفيت لري.
اعلاميې ليکلي: «د دواړو هېوادونو تر موافقې وروسته به په دې ترمنينل کې غنم ذخيره کيږي او د اړتيا پر مهال به مخامخ د افغانستان جنوبي ولایتونو ته لېږدول کيږي.»

د طالبانو دغه پلاوي د قزاقستان په اقتاو ښار کې د شمال – سويل سوداګريز ترانسپورت او صادراتو فورم په غونډه کې هم پرون ګډون وکړ.
دغه غونډه د هغه ترانسپورټي دهلیز د جوړولو په موخه جوړه شوې، چې بیلاروس، روسيه، قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان سره نښلوي.
په دې غونډه کې د افغانستان ترڅنګ بېلاروس، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، هند، ایران، عمان، سوریې او متحده عربي اماراتو استازو هم حضور درلود.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: «ایران ته د افغانستان له پولې هېڅ امنیتي ګواښ نشته.» د ښاغلي فطرت دا خبرې د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت د کمېسیون د یوه غړي په ځواب کې دي چې ویلي یې دي «د افغانستان او پاکستان پولې د ترهګرو له خوا کنټرولېږي.»
خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت باختر اژانس ته په یوه ویډیو پېغام کې د ایراني چارواکي دا خبرې رد کړې دي.
د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت کمېسون غړي یعقوب رضازاده ویلي و چې افغانستان او پاکستان پر خپلو پولو واک نه لري او پر دغو پولو د «اشرارو او ترهګرو» واک او راج چلیږي.
دغه ایراني چارواکي ددغه هېواد په خاوره کې د ترهګرو د نفوذ له امله خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د ایران پر پوله اوس هم د وسلو قاچاق په درز کې روان دی.
خو د طالبانو مرستیال ویاند د قاچاق مسله د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ بولي او د ایران له حکومت غواړي، چې په دغه برخه کې ګامونه پورته کړي.

د طالبانو د ننګرهار د جهادي مدرسې مهتمم یو غږیز پېغام چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړی دی د یو سوال په ځواب کې وايي: «اوس هم جهاد پر ټولو افغانانو او مسلمانانو فرض دی.» خو د تېر کال په اګسټ کې د طالبانو مشر په یوه پټ فرمان کې پاکستان کې د جهاد په نوم جنګ نارا بللی و.
په جلال اباد ښار کې د طالبانو د جهادي مدرسې مشر ملا سلطان محمد ثاقب په خپلو څرګندونو کې تاکید کوي چې دا ناسمه خبره ده، چې په افغانستان کې جهاد نشته نو په نور دونیا کې هم جهاد نشته.
ملا سلطان محمد ثاقب وايي: «له ځانه به الله پرستان جوړوو وطن پرستان به له ځانه نه جوړوو.»
دی طالبانو له ملا فضل الرحمان سره پرتله کوي وايي چې له مونږ څخه مولانا فضل الرحمان هم بهتره دی، چې یوازې افغانستان کې جهاد مانه خو مونږ اوس نه په افغانستان کې جهاد منو او نه هم په نوره نړۍ کې جهاد منو.
ملا سطان محمد ثاقب د طالبانو په جنګیالیو کې نفوذ لري په خپلو خبرو کې نیوکه کوي « چې اوس الله مونږ ته فتحه راکړه جهاد نه منو.»
ثاقب د جهاد په نوم جنګ ته د طالبانو هڅولو لپاره وايی «بیت المقدس ته کفار راغلي په فلسطین کې پر مسلمانانو څه حال شروع دی او شاوخوا ملکونو کې څه ظلمونه شروع دي.»
د ښاغلي ثاقب له غږ سره هممهاله پاکستانۍ رسنۍ بیا وايي چې د بنو د تېرې دوشنبې ورځې بریدونو کې افغان طالب وسلوال ښکېل و.
په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا افغان طالبان تورنوي چې د پاکستاني وسلوالو ملاتړ کوي.
د پاکستان د فشار له امله د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تېر کال اګسټ کې د فرما صادرولو سره په پاکستان کې جنګ حرام بللی دی.
د نوموړي تر فرمان وروسته د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب هم په جلال اباد کې یوې غونډې ته ویلي و چې که څوک بهر ته د جهاد په نیت ځي دا جهاد نه دی، بلکې جنګ دی.
د یعقوب په خبرو پسې د طالبانو د سترې محکمې د دارالافتا ریاست یوه غړي، په پاکستان کې د جنګ ضد فتوا ور کړه او وویل، د دوحې تړون کې د طالبانو دا ژمنه د شریعت مطابق ده چې په بهر کې به جهاد نه کوي.
خو د مختلفو طالب چارواکو له غوښتنو سره بیا هم پاکستان وخت ناوخت رسنیو ته داسې اسناد ور کوي چې پکې افغان طالبان د دغه هېواد په تاوتریخوالي کې ښکېل بولي.

د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت د کمېسیون یو غړي ویلي، چې افغانستان او پاکستان پر خپلو پولو واک نه لري او پر دغو پولو د «اشرارو او ترهګرو» واک او راج چلیږي.
یعقوب رضازاده د ایران په خاوره کې د ترهګرو د نفوذ له امله خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د ایران پر پوله اوس هم د وسلو قاچاق په درز کې روان دی.
یعقوب رضازاده د ایراني خبري اژانس «شفقنا» ته ویلي:« د ایران اسلامي جمهوري نظام له افغانستان او پاکستان سره ۱۹۵۰ کیلو مټره ګډه پوله لري؛ یا په بله وینا د سویلي خراسان پنځه ولایتونه، خراسان رضوي، خراسان شمالي، سیستان، بلوچستان او زموږ هرمزګان د افغانستان او پاکستان سره په ګډه پوله پراته ولایتونه دي او زه چې د دغو دواړو پولو څخه کوم مالومات لرم، له بده مرغه د افغانستان او پاکستان واکمنان پر خپلو پولو زیات واکمن نه دي.»
هغه ټینګار وکړ، چې «اشرار او ترهګر عوامل» د افغانستان او پاکستان پر پولو واکمن دي او د وسلو قاچاق کوونکي پر دغو پولو تګ راتګ کوي.
د ایران د پارلمان استازي ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونه د پولې د امنیت د ټینګولو لپاره ډېرې هڅې کوي؛ خو د هغه په خبره په پولو کې توپوکرافي داسې ده چې انسانان یې د کنټرولو په کار کې عاجز دي.
رضازاده وویل، ایران برېښنايي وسایلو او د خپلو پولو د امنیت د خوندي کولو لپاره دوربینونو او نورو پر مختللو وسایلو ته اړتیا لري.
نوموړي د ایران د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل، چې د خپلو پولو د امنیت د خوندیتوب لپاره باید ځانګړې تګلارې جوړې کړي.
رضازاده دا رنګه ویلي، په پولو کې کمزورۍ د دې لامل شوې چې هر کال زرګونه افغانان، پاکستانیان او د بنګله دېش خلک په قاچاقي ډول ایران ته رادننه شي.
د ښاغلي رضازاده په خبره، چې «کېدای شي په دغو قاچاقي کسانو کې ترهګر هم زموږ خاورې ته د ننه شوي وي.»
دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلو ټاکنیزو هلو ځلو پر مهال ویلي و که بریالی شي نو له افغانستان سره به خپله پوله وتړي.
هغه ویلي و، لویدیځ هېوادونه دې د خپلو هغو کړنو مسوولیت ته غاړه کېږدي چې له امله یې د افغانستان مېلیونونه خلک اړ شول چې له خپل هېواده ووځي.

له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پخواني غړي نادر نادري په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیا کتنې د کمیسیون په لومړۍ غونډه کې شهادت ورکړ.
ښاغلي نادري وویل، چې امریکا کولای شو د افغان حکومت له کمزوري کولو او له طالبانو سره له خبرو پرته له افغانستانه په خوندي توګه ووځي.
په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیا کتنې د کمیسیون لومړۍ غونډه د جمعې په ورځ د امریکا د پخوانیو سرتیرو په دفتر کې جوړه شوه.
ښاغلي نادري په دې بیاکتنه کې وویل، چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور په وروستیو کلونو کې په یو اړخیزه توګه او افغان حکومت سره له مشورې پرته له طالبانو سره خبرې پیل کړې څو له افغانستانه په خوندي توګه ووځي.
هغه وویل، چې افغانستان څه باندې ۳۰۰ زره امنیتي ځواکونه لرودل چې له دې جملې څخه شاوخوا ۵۰ زره یې په مستقیمه توګه د امریکایانو له خوا د ځانګړو قطعاتو په توګله روزل شوي وو چې د دغه هیواد سره یې په خوندي توګه له افغانستانه د وتلو په برخه کې مرسته کولای شوای.
نادري وویل: "دا ممکنه وه چې امریکا په خوندي توګه له افغانستانه ووځي او طالبان ته دا فرصت ورنکړي چې ادعا وکړي چې امریکا یې ماته کړې او له افغانستانه یې ویستلې ده. دا کار د امریکا له خوا د روزل شوو افغان ځواکونو پر مټ شونی و، حتا د امریکا د وتلو په ورځو کې هم دغو ځواکونو امنیت ټینګ کړی و."
دغه پخواني افغان چارواکي په افغانستان کې د امریکا د جګړې د څېړلو له کمېسیونه وغوښتل چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.
نوموړي د افغانستان لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد ته له اشارې پرته له دغه کمېسيون څخه وغوښتل چې د دغه هېواد او افغانستان د اړيکو په اداره کولو کې د امريکا د جګپوړو ډيپلوماټانو رول وڅېړي.
هغه وويل، چې د افغانستان دواړو ولسمشرانو په پيل کې له امريکا سره دوستانه اړيکې درلودې، خو د وخت په تېرېدو دغه دوستانه اړيکې په بې باورۍ بدلې شوې.
نادري وویل، چې په افغانستان کې د پاکستان دوه مخې سیاست یوه له مهمو مسایلو څخه و، چې باید د دغه کمیسیون له خوا وڅېړل شي.
په دې کتنه کې نادر نادري دا هم وویل، چې امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د اوږدمهاله حکومتوالۍ او پرمختګ په پرتله لنډ مهاله پوځي اهدافو ته لومړیتوب ورکړی و. د هغه په وینا، دا د فرصتونو د ضایع کیدو لامل شوی.
نوموړي د ملکي وګړو وژل او خپلسري نيول هم بې عدالتي وبلله او ويې ويل، چې دغه مسايل هم د خلکو د ويرې لامل شوي وو.
په افغانستان کې د امریکا د جګړې د بیاکتنې کمیسیون د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې د کانګرس له خوا جوړ شو چې د ۲۰۰۱ کال له جون څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په افغانستان کې د پوځ، استخباراتو، بهرنیو مرستو او په افغانستان کې د امریکا د ډیپلوماټیکو مداخلو په شمول په مختلفو برخو کې د امریکا د مهمو پرېکړو هر اړخیزه بیاکتنه وکړي.
دا کمیسیون ۱۶ غړي لري، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په تړاو د بېلابېلو کسانو نظرونه راټولوي.