• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو استخباراتو د ټلویزیوني خپرونو جوړوونکی سید رحیم سعیدي نیولی دی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۱

له کابل څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو د ټلویزیوني خپرونو جوړونکی او سینماګر سید رحیم سعیدي نیولی دی.

سعیدي په خصوصي ټلویزیونونو کې د پروډیوسر په توګه کار کړی او د افغانستان د سینماګرانو د اتحادیې غړی و.

د ښاغلي سعیدي خپلوانو ویلي، چې نوموړی د یکشنبې په ورځ د (د چنګاښ په ۲۴مه) د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

د ښاغلي سعیدي ملګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې هغه سیاسي فعالیت نه درلود او په فرهنګي فعالیتونو بوخت و.

طالبانو تر اوسه د سید رحیم سعیدي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي او معلومه نه ده چې ولې ښاغلی سعیدي نیول شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو سید رحیم سعیدي او د هغه زوی سید وارث سعیدي د کابل ښار د پنځمې ناحیې له خوشحال خان مېنې سیمې څخه نیولي دي. د دغو سرچینو په وینا، طالبانو د سعیدي او د هغه زوی سترګې تړلي او په یو پوځي موټر کې یې نامعلوم ځای ته وړی دی.

د دغه فلم جوړونکي خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د سید رحیم سعیدي زوی له نیول کېدو دوه ورځې وروسته خوشې کړی، خو ښاغلی سعیدي لا هم د طالبانو په بند کې دی او تر اوسه یې د وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

سید رحیم سعیدي له څه باندې ۱۵ کلونو راهیسې په خصوصي ټلویزیون کې د بېلابېلو خپرونو د جوړونکي په توګه کار کړی دی.

تر دې وړاندې هم طالبانو د بېلابېلو لاملونو له مخې یو شمېر مدني فعالان او فرهنګي شخصیتونه نیولي او بندیان کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی: پښتونخوا د پاکستان برخه ده

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چې پښتونخوا د پاکستان برخه ده او دا چې دوی نه غواړي چې د خپل پوځ سره جګړه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په بنو کې د پاکستان د ځواکوونو له خوا پر پرلت‌ کوونکو له برید وروسته کړي دي. هغه وايي، هیڅ بې هیڅه په بنو کې د امن لپاره لاریون کوونکو باندې ډزې شوي او د مرګژوبلې کره شمیره د انټرنټ د بندیدو له امله نه ده معلومه شوې.

په پرلت‌والو د شویو ډزو له امله څلور تنه وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان دي؛ خو د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی سلاکار وايي، چې په پرونۍ پېښه کې یوازې یو کس وژل شوی او ۲۵ کسه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی اڅکزی وايي: “دغه برید د پاکستان او پښتونخوا لپاره د اندیښنې خبره ده، ځکه چې امن غوښتل اوس په دې ملک کې جرم ګڼل شوی دی او که امن غواړې نو بیا به تا خلک وژني.”

هغه وايي، په پښتونخوا کې پر افغانستان د روسانو له تیري وروسته یو لوی ناورین تیر شوی دی، ډیر خلک بې کوره شوې، شهیدان شوي او لادرکه شوي دي، نو د پښتونخوا خلک د جنګ په تاوانونو ښه پوهیږي.

محمود خان اڅکزی وايي: "پښتونخوا وطن د پاکستان برخه ده، مونږ نه غواړو چې زمونږ ولسونه خپل پوځ سره په جنګ اخته شي."

هغه وايي، د طاقت په نشه کې لیونې په غلطه طریقه انتخاب شوي‌ او د زور او زر له لارې راغلي چارواکي، د دې پر ځای چې تیرې غلطۍ اصلاح کړي، وضعیت نور د بربادی په لور بیايي.

د لر او بر پښتونخوا ولسونو د لسګونو کلونو راهیسې د (لر او بر یو افغان) ناره پورته کړې او پښتونخوا تر ډیره د ازادو قبایلو په توګه مني.

د پاکستان پوځ د (عزم استحکام) په نامه د کېدونکو پوځي عملیاتو پر مهال د بنو ولسي خلکو ته په میانوالې او سرګودها کې لنډمهاله پنډغالي یا کمپونه په پام کې نیولي او له خلکو یې غوښتي جې هلته ولاړ شي. د همدې امله په بنو خلکو پراخ پرلت پیل کړی او د دغه وړاندیز سره یې سخت مخالفت څرګند کړ. دغو پرلت کوونکو ویلي، چې دوی به په هیڅ ډول شرایطو کې له خپلو کلیو او کورونو څخه و نه وځي.

منظور پښتین: د پنجاب ځیني سیاستوال او ژورنالیستان یوځای شوي چې پښتانه سره وویشي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپل فیسبوک خپور کړي پیغام کې لیکلي چې د پښتونخوا د بد حالت په اړه د پنجاب د ځینو ګوندونو سیاستوال او ژورنالیستان سره یو ځای شوي ترڅو پښتانه په خپل منځ کې وویشي.

هغه زیاتوي، چې د پښتنو ټول سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه او خلک د جګړې پر وړاندې یو دريځ لري.

منظور پښتین نن شنبه ویلي، چې د روانو حالاتو څخه د وتلو لپاره کډه مبارزه کوي.

هغه له پښتنو غوښتي چې مهرباني وکړي د دې روانو توطیو په شنډولو کې خپل مسوولیت ادا کړئ.

منظور پښتین همداراز د پنجاب سیاستوالو او ژورنالیستانو ته په اشارې سره وايي، چې اوس پښتانه د دغو کسانو په صداقت پوه شوي او د هغو کسانو دا پروپاګند او دسیسې به شنډې کړي چې د پښتنو د ویشلو هڅې کوي.

منظور پښتین وايي: «موږ پښتانه به متحد شو او خپل هېواد به له دې ناوړه حالت څخه راوباسو»

تر دې وړاندې منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ د مکخښ غړي ګیله‌من وزیر په یاد غونده کې د وینا پرمهال ویلي و، چې راتلونکي اکتوبر کې به د پښتنو قامي عدالت جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي و:« کوم حالت چې تاسو یې رامنځته کوئ، پښتانه یې نه درسره مني او نه په داسې حالاتو کې درسره مخته ځي.»

هغه د ګېله‌من وزیر د جنازې پرمهال ګډونوالو ته ویلي و، چې دوی به د اکټوبر په ۱۱مه د پښتنو ولسونو سره په ګډه داسې پرېکړه کوي، چې ورسره به د احمدشاه بابا تاریخ یو ځلې بیا راژوندی کړي.

هغه په خپلو پلویانو غږ ګړی و، چې حوصلې به نه بایلي، ځکه چې د هغه په وینا، خبرې اوس یو تاریخي پړاو ته داخلې شوې دي.

په پروان کې د زړې اوسپنې د راټولولو ځای کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د پروان ولایت اوسېدونکو د شنبې په ورځ د دغه ولایت په لومړۍ امنیتي حوزه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی.

په پروان کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند فضل الرحمن مسکين يار منلې چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ښاغلي مسکانیار وویل، چې چاودنه د اوسپنې د راټولولو په ځای کې د راوړل شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.

د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې یو شمېر کسان د زړو اوسپنو د راټولولو او پېر او پلور په برخه کې کار کوي. د اوسپنې ډیری ټوټې د مرمۍ سرګلولې یا د نظامي تجهیزاتو ټوټې دي چې په افغانستان کې د دوه لسیزې جګړې له امله نږدې هر ځای موندل کیږي.

په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د جګړو او چاودېدونکو توکو د پاتې شونو د چاودنو ډېر راپورونه شته او دغو پېښو ډېر کسان وژلي دي.

یو شمیر افغان ماشومان د اوسپنې د راټولولو او پلورلو په برخه کې کار کوي او کله چې دغه اوسپنې په یو ځای کې راټول کیږي، امنیتي موضوعاتو ته تر ډيره لږه پاملره کیږي.

طالبان: قزاقستان د پټلۍ له لارې د افغانستان صادراتو ته د پنځوس سلنه تخفیف ورکولو ژمنه وکړه

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي، چې د قزاقستان چاروداکو د دغه هېواد د پټلۍ له لارې د افغانستان صاداراتو ته د ۵۰ سلنه تخفیف ور کولو ژمنه وکړه. دا ژمنه د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر په مشرۍ پلاوي سره شوې چې په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی دی.

د طالبانو صنعت او سودارګرۍ وزارت نن په اعلاميه کې ویلي، چې نور الدین عزیزي د قزاقستان د کرنې مرستیال وزیر، د غلې شرکت او د پټلۍ ادارې له مشرانو سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باثباته سوداګرۍ، په مناسبه بيه د غلو دانو د وارداتو او صادراتو پر پياوړتيا هم خبري وکړې.

اعلاميه زياتوي، چې طالب پلاوی د«بينو» په نوم د غلې يوه ترمینل ته هم لاړ، چې د څه باندي سل زره ټنه ذخېرې ظرفيت لري.

اعلاميې ليکلي: «د دواړو هېوادونو تر موافقې وروسته به په دې ترمنينل کې غنم ذخيره کيږي او د اړتيا پر مهال به مخامخ د افغانستان جنوبي ولایتونو ته لېږدول کيږي.»

اقتصادي غونډه

100%

د طالبانو دغه پلاوي د قزاقستان په اقتاو ښار کې د شمال – سويل سوداګريز ترانسپورت او صادراتو فورم په غونډه کې هم پرون ګډون وکړ.

دغه غونډه د هغه ترانسپورټي دهلیز د جوړولو په موخه جوړه شوې، چې بیلاروس، روسيه، قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان سره نښلوي.

په دې غونډه کې د افغانستان ترڅنګ بېلاروس، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، هند، ایران، عمان، سوریې او متحده عربي اماراتو استازو هم حضور درلود.

حمدالله فطرت: ایران ته د افغانستان له پولې هیڅ امنیتي ګواښ نشته

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: «ایران ته د افغانستان له پولې هېڅ امنیتي ګواښ نشته.» د ښاغلي فطرت دا خبرې د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت د کمېسیون د یوه غړي په ځواب کې دي چې ویلي یې دي «د افغانستان او پاکستان پولې د ترهګرو له‌ خوا کنټرولېږي.»

خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت باختر اژانس ته په یوه ویډیو پېغام کې د ایراني چارواکي دا خبرې رد کړې دي.

د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت کمېسون غړي یعقوب رضازاده ویلي و چې افغانستان او پاکستان پر خپلو پولو واک نه لري او پر دغو پولو د «اشرارو او ترهګرو» واک او راج چلیږي.

دغه ایراني چارواکي ددغه هېواد په خاوره کې د ترهګرو د نفوذ له امله خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د ایران پر پوله اوس هم د وسلو قاچاق په درز کې روان دی.

خو د طالبانو مرستیال ویاند د قاچاق مسله د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ بولي او د ایران له حکومت غواړي، چې په دغه برخه کې ګامونه پورته کړي.