• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي عبدالکبير: په افغانستان کې به د هیچا فرمایش ته سر ټيټ نه کړو

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال وایي، چې په افغانستان کې به د هېچا فرمايش ته سر ټيټ نه کړي او ځيني هېوادونه دې د ناسمو تورونو پر ځای واقعتونو ته پام وکړي.

مولوی عبدالکبير ویلي، چې «له افغانستانه هېچا ته ګواښ نه شته او ځيني هېوادونه دې خپل د بام واورې په افغانستان نه اچوي.»

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د سږکال د کانکور د ازموينې د پايلو په اعلان غونډه کې ويلي: «ځيني هېوادونه د خپلو ګټو پر اساس ناسم معلومات او منفي تبلغات کوي.»

که څه هم نوموړي د کوم مشخص هېواد نوم یاد کړی نه دی؛ خو زياته کړې یې ده: «د افغانستان له خاورې څخه هيچا ته ګواښ نه شته او ځیني هېوادونه دې د خپل بام واورې په افغانستان نه اچوي.»

په خيبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر يوې اډې د ټي ټي پي د وسله وال بريد وروسته پاکستان په پرله پسې توګه ويلي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفير مرستيال هم احضار کړی و او له هغه څخه يې غوښتي وو، چې طالبان دې د بنو د برید په اړه په بشپړه توګه څېړنه وکړي او د عاملينو په وړاندې ژر تر ژره، قوي او اغېزناک اقدامات وکړي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د حافظ ګل بهادر ډله په افغانستان کې مېشته ده او پوځ به له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې لازم اقدام وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سياسي مرستيال وایي، چې ګاونډيان او د سېمې هېوادونه دې د اړيکو پاللو لپاره د دوی نرم موقف د کمزورتیا په معنا نه تعبيروي.

هغه زياتوي: «موږ هڅه کوو، چې له ګاونډیانو او د سېمې له هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو؛ خو دا موقف باید زموږ د ضعف په نیت تعبير نه شي؛ بلکي دا د حسن نیت نښه ده.»

نوموړي ويلي، چې نږدې هېوادونه دې د ناسمو تورونو پر ځای پر واقعتونو تمرکز وکړي او د همکارۍ پراختيا ته دې زمينه برابره کړي، تر څو د نړۍ د امنيت او اقتصاد د پياوړتيا لپاره کار شوی وي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېری وخت پاکستان پر دغه ډله نيوکه کوي، چې «ترهګرو ډلو» ته یې ځای ورکړی دی.

خو طالبان د پاکستان دا ډول څرګندونې او تورونه رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزي یو ځل بيا د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونو پر پرانېستلو ټينګار وکړ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په ليدنه کې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونو پر پرانېستلو ټينګار کړی. ښاغلي کرزي زده کړې د یوه هېواد د ځان بسيا کېدو لپاره مهمې بللي دي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي د يکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په ليدنه کې يې د دوحيې د وروستي ناستې په اړه هم خبري کړې او نظرونه يې تبادله کړي.

کرزي ويلي، چې له اوتنبايوا سره یې د سېمې پر حالاتو هم بحث کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته حامد کرزی له بهرنیو چارواکو او استازو سره لیدنې کتنې کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر په تېر لوی اختر د مبارکۍ په پيغام کې هم له طالبانو غوښتي و، چې په هېواد کې دې د «نجونو او هلکانو» پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

حامدکرزي په دې پيغام کې طالبانو ته ويلي و: « تعلیم مو د پرديو له احتیاجه د خلاصون او پرمختګ لاره ده.»

د حبیبیې لېسې زده‌کوونکی اتل خان رحیم زوی د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه کې عمومي اول نمره شو

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل د حبیبیې لېسې زده‌کوونکی اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹،۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه کې عمومي اول نمره اعلان شو. نوموړی د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د طالبانو له لوري نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۳۱مه) نېټه د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.

د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ازموینو کې د کابل اوسیدونکی اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹،۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوی او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شو.

اتل خان په اصل کې د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی خو د کابل په حبیبیې لیسه کې یې زده‌کړي کړې دي.

د بلخ ولایت اوسیدونکی سید حامد هاشمي د ۳۵۷،۷۱ نمرو په ترلاسه کولو د کانکور ازموینو دویم نمره اعلان شو او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د فراه ولایت اوسیدونکی شفیع الله نظامي د اقرا علم خصوصي ښوونځۍ زده کوونکی د ۳۵۷،۲۵ نمرو په ترلاسه کولو سره عمومي درېیم نمره اعلان شو او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.

همدارنګه د کابل ولایت اوسیدونکی زین الله ۳۱۰ نمرو په ترلاسه کولو د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام ګټوونکی اعلان شو او د کابل پوهنتون د شریعاتو پوهنځۍ ته بریالی شوی دی.

د کانکور سږنۍ ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستل شوه.

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني وایي، سږکال کانکور ازموینه کې ۴۱ زره او ۲۹۳ تنه لوړو زده‌کړو ته، ۲۱۴۴ تنه نیمه لوړو زده‌کړو ته او ۱۳۰۱ تنه هم دیني مدرسو ته بریالي شوي دي.
د حقاني د معلوماتو له مخې، په دغه ازموینه کې ۱۷ زره او ۷۲۱ تنه بې پایلې پاتې دي، ۲۴ زره او ۳۹ تنه په شرایطو برابر او ۱۷ زره او ۷۶۰ تنه یې دویم ظرفیت ته ځانګړي کړي دي.

د ۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور ازموینو د پایلو د اعلان مراسمو کې لوړپوړو طالب چارواکو هم ګډون کړی وو.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، سږکال د تېر کال پرتله د بریالیو کسانو شمېر زیات دی.

نوموړی وايي، په افغانستان کې یې د زده‌کړیالانو لپاره د زده‌کړو لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کړی.

د نوموړي په خبره نور به پوهنتونونه کې د ډلو ټپلو جوړولو ځای نه وي.

همدارنګه د رییس الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو اعلان په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل: افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره موږ (طالبان) په هره برخه کې مسلکي او تجربه لرونکو ځوانانو ته اړتیا لرو.

نوموړي وویل: «نن موږ عالمانو، انجینرانو، ډاکترانو او مسکلي کسانو ته ځانګړې اړتیا لرو.»

خو نوموړي په خپلو خبرو کې د نجونو د زده‌کړو او ښځینه مسلکي کادرونو په اړه یادونه ونه کړه.

د کانکور ازموینو د اعلان پر مهال د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار، ډاکټر فاروق اعظم وویل: د کانکور ازموینه د یوه هېواد د زده‌کوونکو د علمي وړتیا د څرګندولو لپاره یو مهم میکانیزم دی.

د نوموړي په خبره کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، ازموینه اخیستل یوه مهمه چاره ده.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې په ملکي او نظامي ادارو کې د زرګونو مسلکي کسانو پر ځای ملایان او قاریان په دندو وګمارل شول.

کندهار کې طالبان: هټېوال او سوداګر دې له لوحو انځورونه او په بهرنیو ژبو لیکل پاک کړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۴۷ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یاد ولایت هټېوالو، کسب لرونکو، درمل پلورونکو او سوداګرو ته په تازه خبرداري کې ویلي، چې له خپلو لوحو دې انځورونه او په بهرنیو ژبو لیکل پاک کړي.

تردې وړاندې په کندهار کې د طالبانو والي په رسنیزو خبرپاڼو کې د انځورونو په خپرولو او له رسنیو سره د یادې ډلې د چارواکو پر ویډیويي مرکو هم بندیز لګولی و.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د یوه تازه خبرداري په خپرولو سره د دغه ولایت هټېوالو، کسب ګرو، درملو پلورونکو او سوداګرو ته ویلي چې له خپلو لوحو څخه دې د انسانانو او نورو ژوندي سرو انځورونه او په بهرنیو ژبو لیکل پاک کړي.

تردې وړاندې د یاد ولایت د والي ملا شیرین په امر په خبرپاڼو کې د انځورونو خپرولو او له رسنیو سره د یادې ډلې د مسولانو پر ویډیويي مرکو هم بندیز لګول شوی و.

د ملا شیرین له دغه امر وروسته په کندهار کې د طالبانو د والي د دفتر او په دغه ولایت کې د ملي ټلویزیون د ولایتي څانګې ټولې رسنیزې اعلامیې او خبرتیاوې له انځورونو او ویډیو پرته خپریږي.

په خبرتیا کې ویل شوي، چې د طالبانو له لوري پر لوحو د روح لرونکو انځورونه او په بهرنیو ژبو د لیکنو پاکولو کمپاین به هم پیل شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پلازمېنه کابل او ګڼو ولایتونو کې د یو شمیر پوهنتونونو او دولتي ادارو لوحې چې په دري ژبه لیکل شوې وې هم پاکې کړې خو د طالبانو دغه ګام د ګڼو خلکو له غبرګونونو سره مخ شو.

د هواپوهنې اداره: په ۱۳ ولایتونو کې د باران، تالندې، سیلیو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره، په ۱۳ ولایتونو کې د ګڼ باران، تالندې، برېښنا، چټکو بادونو، خاورو - دوړو او سېلابنونو راوتلو اټکل کړی دی.

د دغې اداري له خوا د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۳۱ مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اټکل د نن ورځې لپاره د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، پروان، ننګرهار، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، او خوست ولایتونو لپاره شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۳۵ ) ملي مترو پورې وي.

د خبرپانې د معلوماتو له مخې، په شمال لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتلو اټکل هم شوی دی.

په خبرپانه کې د دغو چټکو بادونو، خاورو او دوړو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومټره په ساعت کې اټکل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې د سېلابونو راتلو، ږلۍ وریدو او چټک توپان له امله څه باندې ۷۰ کسان مړه او له ۴۰۰ څخه ډیر نور ټپيان شول.

د طالبانو کډوالو وزارت: نږدې شپږ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شول

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پنځه زره او ۸۵۵ تنه کډوال له ایران او پاکستانه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي. دغه وزارت وايي، په یاد شمېر کډوالو کې ۱۷۴ تنه بندیان دي چې تازه له زندانه خوشې شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د (چنګاښ ۳۱مه) په خپله ویب پاڼه لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نیټه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۶۵۲ او د هرات اسلام کلا بندر له لارې ۳۴۸۱ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځو کې ۶۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۵ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې چې له دوی سره ۱۷۴ بندیان چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي هم یو ځای وو او ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۳ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې شوې.

دغه وزارت وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

دغه کډوال په داسې حال کې د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

تېره ورځ د پاکستان په اسلام اباد کې یو ځل بیا پولیسو یو شمېر افغان کډوال نیولي وو چې وېزې او نور اړوند اسناد یې هم لرل.