• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت: نږدې شپږ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شول

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پنځه زره او ۸۵۵ تنه کډوال له ایران او پاکستانه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي. دغه وزارت وايي، په یاد شمېر کډوالو کې ۱۷۴ تنه بندیان دي چې تازه له زندانه خوشې شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د (چنګاښ ۳۱مه) په خپله ویب پاڼه لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نیټه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۶۵۲ او د هرات اسلام کلا بندر له لارې ۳۴۸۱ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځو کې ۶۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۵ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې چې له دوی سره ۱۷۴ بندیان چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي هم یو ځای وو او ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۳ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې شوې.

دغه وزارت وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

دغه کډوال په داسې حال کې د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

تېره ورځ د پاکستان په اسلام اباد کې یو ځل بیا پولیسو یو شمېر افغان کډوال نیولي وو چې وېزې او نور اړوند اسناد یې هم لرل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: که ولسمشر وای، کله به هم په افغانستان کې داسې ناورین نه وای پېښ شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

ډونالډ ټرمپ له خپل مرستیال جې ډي وینس سره د خپل لومړی ګډ ټاکنیز کمپاین پرمهال په خبرو کې وویل: «که هغه مهال ولسمشر وای، په افغانستان کې به هېڅکله داسې ناورین نه و پېښ شوی.» نوموړي زیاته کړه: «که زه ولسمشر وای، د بګرام اډه به مې ساتلې وای. خو اوس د چین په واک کې ده.»

نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۳۰مه) د مشیګن په ګرینډ ریپډز ښار کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال وکړې.

ډونالډ ټرمپ په وار وار په خپلو ویناوو کې ټینګار کړی چې چین د بګرام اډې واک په لاس کې اخیستی دی.

100%

نوموړي دوه ورځې وړاندې د جمهوري غوښتونکو د ملي راټولېندنې په وروستۍ ورځ د دې خبرې په تکرارولو سره چې د بګرام اډه د چین په واک کې ده، پر جوبایډن د بګرام اډې په پرېښودلو او په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي وسلو پرېښودلو په اړه نیوکې وکړې.

ښاغلي ټرمپ ټینګار وکړ چې د بګرام ارزښت د افغانستان لپاره نه، بلکې بګرام په دې مهم دی چې د چین پولې ته په یو ساعت واټن کې پروت دی.

هغه د شنبې په ورځ د چین په اړه د بایډن پر تګلارې هم نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې که ولسمشر شي، د چین پر توکو د تعرفو د لګولو په ګډون به د بیجینګ پر وړاندې د خپل پخواني حکومت د سیاستونو په بیا ژوندي کولو سره به د امریکا په بازار کې د چین له اغېز سره مقابله وکړي.

همدارنګه نوموړي وویل، چې هغه د چین له ولسمشر سره ښې اړیکې لري او پوهیږي چې څنګه ورسره چلند وکړي.

ټرمپ د شمالي کوریا په تړاو د خپل حکومت تګلارې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې له کیم جونګ اون سره یې د مستقیمو اړیکو په پایله کې د دغه هېواد کړنې له نږدې څارلې.

نوموړي په خپله وینا کې د ایران یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: د هغه په وخت کې ایران ډیواليه وو او پیسې یې نه لرلې خو اوس یې ۲۵۰ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کړی.

ټرمپ یادونه وکړه: «خو موږ به له ایران او هر هغه چا سره جوړ راشو چې اړتیا یې وي.»

له ټرمپ څخه د ایلان ماسک ملاتړ

ټرمپ د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د بریښنايي موټرو د پراختیا په اړه د خپل مخالفت په اړه خبرې وکړې، خو یادونه یې وکړه چې هغه د ټیسلا کمپنۍ له اجراییوي مشر ایلان ماسک سره ښې اړیکې لري او په ټاکنو کې د هغه ملاتړ هم لري.

نوموړي وویل: «زه ایلان ماسک ډیر خوښوم او هغه په دې وروستیو کې زما د نوماندۍ ملاتړ وکړ. هغه ما ته په دې اړه څه نه دي ویلي، خو هغه زما (کمپاین) ته هره میاشت ۴۵ میلیونه ډالر راکوي.»

ټرمپ زیاته کړه: «که څه هم ایلان ماسک زما کمپاین ته ډیرې پیسې راکړې، هغه هیڅکله له ما پوښتنه ونه کړه چې ولې زه د بریښنایي موټرو مخالف یم. ځکه هغه پوهیږي چې زه نه غواړم دغه صنعت ته زیان ورسوم، خو زه باور لرم چې دا موټر باید ټول بازار ونه نیسي.»

په ټاکنو کې د درغلیو د احتمال په اړه خبرداری

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ټولپوښتنې له مخې به د امریکا په ډېرو ایالتونو کې د پام وړ رایې وګټي او د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د درغلیو د تورونو په تکرارولو سره یې خبرداری ورکړ چې یوازینی شی چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ده د بري مخه نیولی شي هغه د رایو په اصلي پایلو کې لاسوهنه ده.

هغه دې ته په اشارې سره وویل، چې ډیموکراټان د خپلو نوماندانو په اړه اندېښمن دي«ډیموکراټان نه پوهیږي چې د دوی نوماند څوک دی؟»

ټرمپ وویل: «ډیموکراټان وايي چې زه د ډیموکراسۍ په وړاندې ګواښ یم. خو زه به تاسو ته ووایم چې ما د ډیموکراسۍ لپاره څه کړي دي. زه تېره اونۍ د ډیموکراسۍ لپاره د مرمۍ مخې ته ودریدم.»

سیاف: د «نا محرمو ښځو بربنډول» په اسلام کې ناروا کړنه ده

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۳۸ GMT+۱

په پنجشېر کې د یحیا عنابي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې پخواني جهادي قوماندان عبدالرب رسول سیاف ویلي، چې د «نامحرمو ښځو بدن بربنډول او د هغه لمس کول په اسلام کې ناروا کړنه ده او دا د اسلام په حق کې ستر جنایت دی.»

ښاغلي سیاف تېره شپه د (چنګاښ ۳۰مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د نامحرمو ښځو بدن بربنډول او د هغه لمس کول د اسلامي شریعت پر بنسټ ناروا عمل دی.»

د پنجشېر اوسېدونکي یحیا عنابي په دغه ولایت کې په خپله یوه وینا کې د طالبانو د استخباراتو له لوري د یوې ښځينه فعالې زرمینې پرياني د نیول کېدو او زنداني کېدو په اړه په زغرده وویل چې، «دا ښځه باید د کابل په څلورلارو کې بربنډه شوې وای چې نورو داسې ښځو ته عبرت ګرځېدلی واى.»

د ښځو د حقونو دغې فعالې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، په رسنیو کې ويلي چې په زندان کې طالبانو «بربنډه» کړې ده.

نړېوالو د بشري حقونو سازمانونو تر دې وړاندې هم طالبان په زندانونو کې د ښځو او نجونو سره په تاوتریخوالي او ناوړه چلند تورن کړي دي.

تر دې وړاندې هم د په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالانې د طالبانو استخباراتو ادارې نیولې او په زندانونو کې یې تر ناوړه چلند او جنسي تېریو وروسته له هغوی ویډیوګانې د دې لپاره کړې چې هغوی د بیا غږ پورته کولو پر مهال پر وګواښي.

طالبانو تر اوسه پورې د پخواني جهادي قوماندان سیاف داسې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

کورنی کرېکټ؛ د لسمې لوبې پچه هندوکش سټرایکرز ګټلې او د ماهیپر ستوري په وړاندې توپوهنه کوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځینو سیالیو د اووم پړاو، لسمه لوبه د هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستوري لوبډلو ترمنځ تر سره کیږي. د دغې لوبې پچه هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او د ماهیپر ستوري لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، په کندوز ولایت کې د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو په دوام لسمه لوبه د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍد هندوکش سټرایکرز او د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستوري لوبډلې ترمنځ تر سره کیږي.

د لېسټ اې سیالیو اووم پړاو د لسمې لوبې پچه د هندوکش سټرایکز لوبډلې وګټله او د ماهیپر ستوري لوبډلې په وړاندې یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په روان لېست اې یو ورځنیو سیالیو کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې مخکنۍ څلور لوبې ګټلې دي او ماهیپر ستوري لوبډلې بیا یوازې یوه لوبه بایللې او نورې ټولې لوبې یې ګټلې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې غړی میر مبارز وايي، په دغو سیالیو کې یې ملي لوبغاړي، د کورني کرېکټ داخلي قرارداد لرونکي او د قوشتېپې په نوم سیالیو کې لوبول شوي لوبغاړي یې په دغو سیالیو کې ټاکلي دي.

نوموړی وايي، په یادو سیالیو کې یې هغه لوبغاړي ټاکلي، چې په کورني کرېکټ کې د لومړي کرېډ ون او دویم ګریډ کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې او له ملي لوبغاړو سره د ځوان لوبغاړو لوبېدل به ډیر ګټور تمام شي.

افغان لرغونپوه زمریالی طرزي په فرانسه کې ومړ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د دغه لرغونپوه خور هما طرزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، زمریالی طرزي د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې مړ شو. زمریالی طرزي په ۱۹۳۹ کال کې په کابل کې زېږېدلی.

ښاغلی طرزي بیا د زده‌کړو لپاره فرانسې ته ولاړ او د سټراسبورګ په پوهنتون کې یې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې وکړې.

طرزي د لرغون پېژندنې په برخه کې څو اثار لیکلي دي.

همدارنګه نوموړي په سټراسبورګ پوهنتون کې د استاد په توګه دنده درلوده.

ډاکټر طرزي له ډېرو کلونو راهیسې په جلال اباد، بامیان او ای خانم کې د بودایانو په سیمه کې په کیندلو بوخت و.

ښاغلي طرزي د خپلو څېړنو په پایله کې د فرانسې له حکومت څخه د شیویلیر پالم دي اکوډیمیک مډال او د یونان له حکومت څخه د سینټ کنستانټین د سرو زرو عالي مډال ترلاسه کړی دی.

هغه په یونیسکو کې د ختیځ لرغونپوهنې مشر په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

ډاکټر طرزي تر دې مخکې د افغانستان د لرغونپوهنې د مشر په توګه کار کړی دی.

سرچینې وايي، طالبانو د تخار د ولایتي شورا پخوانی مشر نیولی دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۲:۵۴ GMT+۱

سرچینه وايي، طالبانو د تخار د ولایتي شورا پخوانی مشر روح الله رووف په تالقان ښارګوټي کې نیولی دی. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو دغه پخوانی چارواکی کندوز ولایت ته لېږدولی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې طالب وسله والو روح الله رووف تېره ورځ (چنګاښ۲۹مه) په تالقان کې د جمعې له لمانځه وروسته ونیو.

طالبانو تر اوسه پورې د تخار د ولایتي شورا د پخواني مشر د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د تخار د ولایتي شورا پخوانی مشر د شمال زون د پخواني امنیه قوماندان جنرال داود داود خپلوان دی.

تېره اوونۍ طالبانو د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې خپل یو تاجک قوماندان غلام حسین بې وسلې او زنداني کړ.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې حاجي غلام حسین او د هغه ۳۵۰ وسله وال کسان هم بې وسلې شوي دي.