• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کورنی کرېکټ؛ د لسمې لوبې پچه هندوکش سټرایکرز ګټلې او د ماهیپر ستوري په وړاندې توپوهنه کوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د غازي امان الله خان لېسټ اې یو ورځینو سیالیو د اووم پړاو، لسمه لوبه د هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستوري لوبډلو ترمنځ تر سره کیږي. د دغې لوبې پچه هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او د ماهیپر ستوري لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، په کندوز ولایت کې د لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو په دوام لسمه لوبه د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍد هندوکش سټرایکرز او د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د ماهیپر ستوري لوبډلې ترمنځ تر سره کیږي.

د لېسټ اې سیالیو اووم پړاو د لسمې لوبې پچه د هندوکش سټرایکز لوبډلې وګټله او د ماهیپر ستوري لوبډلې په وړاندې یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په روان لېست اې یو ورځنیو سیالیو کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې مخکنۍ څلور لوبې ګټلې دي او ماهیپر ستوري لوبډلې بیا یوازې یوه لوبه بایللې او نورې ټولې لوبې یې ګټلې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې غړی میر مبارز وايي، په دغو سیالیو کې یې ملي لوبغاړي، د کورني کرېکټ داخلي قرارداد لرونکي او د قوشتېپې په نوم سیالیو کې لوبول شوي لوبغاړي یې په دغو سیالیو کې ټاکلي دي.

نوموړی وايي، په یادو سیالیو کې یې هغه لوبغاړي ټاکلي، چې په کورني کرېکټ کې د لومړي کرېډ ون او دویم ګریډ کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې او له ملي لوبغاړو سره د ځوان لوبغاړو لوبېدل به ډیر ګټور تمام شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

افغان لرغونپوه زمریالی طرزي په فرانسه کې ومړ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د دغه لرغونپوه خور هما طرزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، زمریالی طرزي د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې مړ شو. زمریالی طرزي په ۱۹۳۹ کال کې په کابل کې زېږېدلی.

ښاغلی طرزي بیا د زده‌کړو لپاره فرانسې ته ولاړ او د سټراسبورګ په پوهنتون کې یې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې وکړې.

طرزي د لرغون پېژندنې په برخه کې څو اثار لیکلي دي.

همدارنګه نوموړي په سټراسبورګ پوهنتون کې د استاد په توګه دنده درلوده.

ډاکټر طرزي له ډېرو کلونو راهیسې په جلال اباد، بامیان او ای خانم کې د بودایانو په سیمه کې په کیندلو بوخت و.

ښاغلي طرزي د خپلو څېړنو په پایله کې د فرانسې له حکومت څخه د شیویلیر پالم دي اکوډیمیک مډال او د یونان له حکومت څخه د سینټ کنستانټین د سرو زرو عالي مډال ترلاسه کړی دی.

هغه په یونیسکو کې د ختیځ لرغونپوهنې مشر په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

ډاکټر طرزي تر دې مخکې د افغانستان د لرغونپوهنې د مشر په توګه کار کړی دی.

سرچینې وايي، طالبانو د تخار د ولایتي شورا پخوانی مشر نیولی دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۲:۵۴ GMT+۱

سرچینه وايي، طالبانو د تخار د ولایتي شورا پخوانی مشر روح الله رووف په تالقان ښارګوټي کې نیولی دی. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو دغه پخوانی چارواکی کندوز ولایت ته لېږدولی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې طالب وسله والو روح الله رووف تېره ورځ (چنګاښ۲۹مه) په تالقان کې د جمعې له لمانځه وروسته ونیو.

طالبانو تر اوسه پورې د تخار د ولایتي شورا د پخواني مشر د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د تخار د ولایتي شورا پخوانی مشر د شمال زون د پخواني امنیه قوماندان جنرال داود داود خپلوان دی.

تېره اوونۍ طالبانو د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې خپل یو تاجک قوماندان غلام حسین بې وسلې او زنداني کړ.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې حاجي غلام حسین او د هغه ۳۵۰ وسله وال کسان هم بې وسلې شوي دي.

سرچینې: په ارزګان کې ۲ ناپیژاندو کسانو د یوه جومات ملا امام په چاقو وژلی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې سرچینې وایي، چې دوو ناپیژانده کسانو چې د طالبانو یونیفورم یې پر تن وو، په ششپر کلي کې د یو جومات ملا امام په چاقو وژلی او له سیمي تښتیدلي دي. بل خوا، د جمعې په ورځ طالبانو په ننګرهار کې یو ماشوم د لرګیو ټولو پرمهال په ډزو وژلی دی.

دغه ملا امام امان الله رحیمي نومیده او ۵۵ کلن و. د سرچینو په وینا، ښاغلی رحیمي له تېرو وختو ملا امام و او هېڅکله یې سیاسي فعالیت نه دی ترسره کړی.

سرچینې وایي، چې دا پېښه د شنبې په ورځ (د جولای ۲۰مه) ترسره شوې ده. سرچینې ادعا کوي، چې دوو ناپیژاندو کسانو لومړۍ ملا امام د جومات په دهلیز کې په پټو زندۍ کړی او بیایې په چاقو وژلی دی.

له ارزګان څخه شپږو سرچینو دا خبر تایید کړی دی. رالیږل شویو عکسونو کې هم ښکاري چې ملا امام لږ تر لږه ۵ چاقو لږیدلی دی.

یو چاقو یې پر زړه، بل پر سینه او درې نور پر خېټه وهل شوی دی.

سرچينې وايي، چې په ششپر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو درې پوستې فعالې دي، خو کله چې خلک له وژنو وروسته عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي، وایي قاتلین پیدا کړئ موږ یې مجازات کوو.خو خلک وايي،چې طالبان بایدمسووليت واخلي او خپل‌سرو کسانو ته اجازه ور نه کړي چې د اوسیدونکو د وژونې لامل شي.

بل خوا طالبانو د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې یو ماشوم وژلی دی.

د دغه ماشوم کورنۍ ویلي، چې نوموړی وروسته له هغه د یو طالب جنګیالي له خوا په ډزو ویشتل شوی، چې د باد له امله له چپه شوو ونیو کې خمبې بیلې کړې وې.

دغه ماشوم د افغانستان د پخواني پوځ د یو افسر زوی دی.

100%

کورنی کرېکټ؛ پامير لېجينډز لوبډلې ميوند اتلانو ته د ۳۴ منډو په توپير ماتې ورکړه

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د کورني کرېکټ د اووم پړاو لېسټ اې سیالیو په ۹مه لوبه کې پامير لېجينډز لوبډلې د ۳۴ منډو په توپیر د ميوند اتلانو لوبډله ته ماتې ورکړه او له څو پرله پسې ماتو وروسته یې اوله بريا خپله کړه. د پامير لوبډلمشر دروېش رسولي ۱۴۸ منډې وکړې او لوبډله یې بريا ته ورسوله.

د کورني کرېکټ د لېست اې سیالیو د ۹مې لوبې پچه د میوند اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

پامير لېجينډز لوبډلې په ۴۷.۳ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې هدف وټاکه.

د پامير لوبډلمشر دروېش رسولي ۱۴۸، ناصر جمال ۳۹ او محمد رياض ۲۷ منډې جوړي کړې.

د ميوند اتلانو لوبډلې په توپ اچوونکو کې محمد الله او یوسف ځاځي درې درې او شرف الدين اشرف دوه لوبغاړي وسوځول.

ميوند اتلانو لوبډله په ۴۶.۵ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې جوړي کړې او لوبه یې د ۳۴ منډو په توپير وبایلله.
دغه یو ورځنۍ سیالۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ (د جولای په ۱۰مه) نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېتې پورې به دوام وکړي.

فرانکفورت کې د ګیلامن وزیر د وژل کېدو او د بنو پر پرلت کوونکو د برید په غبرګون لاریون

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۱

یو شمېر افغانانو د شنبې په ورځ (د جولای ۳۰مه) په فرانکفورت کې د پاکستان قنسلګرۍ مخې ته د ګیله‌من وزیر د وژل کېدو او بنو پرلت کوونکو د برید په غبرګون لاریون وکړ.

لاریون والو د «پښتون وژنه بس کړئ»، «لر او بر یو افغان»، «مرګ پر پاکستان»، «ترهګر- ترهګر پاکستان پاکستان» او «د ترهګرۍ تر شا د پاکستان د پوځ لاس دی» شعارونه ورکول.

یو لاریون وال وویل، چې دا لاریون په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې جوړ کړی دی.

دغو لاریون والو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په انلاین ډول وینا هم وکړه.

ښاغلي منظور پښتین لاریونوالو ته په خطاب کې وویل: «له تاسو ټولو مننه چې د ملي شهید په ننګ راوتلي یاست. کله چې د ننګ او غیرت خبره وشي، تاسو پر خپل وطن، ملت او ملي شهیدانو ننګ کړی.»

د لاریون په ترڅ کې لاریون والو د پاکستان پر قونسلګرۍ برید وکړ، د پاکستان بیرغ یې نسکور او د ودانۍ ښیښې یې په تیږو ماتې کړې.

دغه لاریونوال به سبا د جولای په ۲۱مه برلین کې د پاکستان د سفارت مخې ته هم لاریون وکړي.

پرون هم په لندن کې مېشتو افغانانو د بنو پر پاڅون کوونکو د برید په غبرګون د پاکستان د سفارت پروړاندې لاریون کړی وو.

په بنو کې په پرلت والو د پاکستاني پولیسو له برید وروسته، نن د دویمې ورځې لپاره هم پرلت روان دی. د پاکستان پوځ تېره ورځ د خیبر پښتونخواه په بنو کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې، ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.

د بنو لاریون کوونکي وایي، چې دوی به د وينو په بدل کې خپل وطن زرغون کړي، خو ترهګري ورته د منلو نه ده.