د ځواکمنو مېرمنو غورځنګ د طالبانو له بنده د محمدانور پناهي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده

د ځواکمنو مېرمنو غورځنګ ادعا کړې، چې طالبانو د پوهنتون استاد محمدانور پناهي نیولی او سخت یې ربړولی دی. دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې محمدانور پناهي اوس‌مهال د طالبانو په بند کې له سختې ربړونې سره مخامخ دی.