د روسیې د دفاع وزارت راپور ورکړی، چې د هغه هېواد هوايي ځواکونو د جمعې په شپه ۲۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې د بریانسک په ښار کې نسکورې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، د اوکراین دغه هوايي برید چې د شپې په نهو بجو پیل شوی و درې ساعته یې دوام وکړ.
د روسیې دفاع وزارت وايي، چې په دغو بریدونو کې ځاني تلفات نه دي اوښتي.
روسیې د اوکراین پر ضد پوځي عملیات د ۱۴۰۰ کال په کب میاشت کې پیل کړل، چې تر دې دمه یې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ایران د ولادیمیر پوتین له اصلي ملګرو شمېرل کېږي، چې د اوکراین پر ضد جګړه کې له روسیې سره څنګ په څنګ پاتې شوی دی.
اوکرایني پوځ د چنګاښ په میاشت کې د سپوږمکۍ پر مټ د وسلو د هغې زېرمې د ویجاړېدو انځورونه خپاره کړل، چې د ایران لهخوا د جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو او د روسیې د پوځي ځواکونو د روزنې لپاره ترینه کار اخیستل کېده.