• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال د فساد په تور ونیول شو

۵ زمری ۱۴۰۳ - ۲۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د روسیې امنیتي خدماتو (اف سي بي) د جمعې په ورځ ویلي، چې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال دیمیتري بولګاکوف د فساد په تور نیول شوی دی.

د روسیې امنیتي خدماتو ویلي، چې پر بولګاکوف د "غیر قانوني فعالیتونو" په تړاو د لګیدلو تورونو د ثابتولو لپاره پلټنې روانې دي.

د روسیې خبري اژانس، ریا، راپور ورکړی، چې دغه پوځي چارواکی تر محاکمې مخکې د مسکو یو توقیف خونې ته استول شوی و.

بولګاکوف د ۲۰۲۲ کال تر وروستیو پورې د پوځي لوژستیک مسوول و. د روسي رسنیو په وینا، د روسیې د دفاع وزارت څو مهمې څېرې له دیمیتري بولګاکوف مخکې په فساد تورنې شوې دي.

په روسیه کې کارپوهانو د پوځي چارواکو وروستي نیول “د روسیې د پوځ تر ټولو لویه رسوايي بللې." کارپوهان وايي، د پوځي چارواکو نیول په داسې حال کې شوي چې په دې وروستیو کې یو بې تجربه پوځي اقتصاد پوه د دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د روسیې نوي دفاع وزیر اندري بلوسوف د اردو د فساد د پاکولو او د مالي چارو د ساده کولو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

ویل کیږي چې په روسیه کې په لوړه کچه د اداري فساد پر وړاندې مبارزه نږدې درې میاشتې وړاندې د دفاع د پخواني وزیر سرګي شویګو نږدې متحد تیمور ایوانوف له نیول کیدو سره پیل شوه. روسي رسنیو ویلي، چې له هغه وخت راهیسې لږ تر لږه پنځه پوځي او دفاعي چارواکي نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، د کرملین چارواکو پخوانۍ نیونې کم اهمیته ښودلي او ویلي یې دي، چې د روسیې نورې دولتي ادارې هم د فساد په وړاندې په مبارزه کې ښکیل دي.

د روسي رسنیو په حواله، ۶۹ کلن بولګاکوف د روسیې له پوځي اکاډمۍ فارغ شوی او د روسیې په پوځ کې یې په بېلابېلو لوژیستیکي پوستونو کې کار کړی دی. نوموړی تر ۲۰۲۲ کال پورې د دفاع وزارت مرستیال و او د "روسی اتل" جایزه په ګډون یې څو مهمې پوځي جایزې ترلاسه کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

نرېندر مودي: پاکستان تل خپلو پلانونو کې شرمنده شوی، خو له تاریخ څه نه زده کوي

۵ زمری ۱۴۰۳ - ۲۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۱

د هند لومړی وزیر وايي، پاکستان تل خپلو پلانونو پرمخ بېولو کې «شرمنده شوی، خو بیا یې هم له خپل تاریخ څه نه دي زده کړي.» نرېندر مودي د کارګل جګړې په یادغونډه کې زیاته کړه، «پاکستان هڅه کوي له ترهګرۍ او نیابتي جګړې سره تړلی پاتې شي، خو خپلو شومو پلانونو کې به کامیاب نه شي.»

د سوېلي اسیا دغه دوه ګاونډي اټومي هېوادونه په خپلو کې خراب اړیکي لري.

نوی ډېلی له لسیزو راهیسې پاکستان تر خپل واک لاندې کشمیر کې د تاوتریخوالي لپاره د توندلارو په روزلو تورنوي.

پاکستان دا تورونه ردوي او وايي، چې د ډېر وګړې مسلمانې سیمې په توګه د کشمیر د خلکو ډیپلوماټیک ملاتړ کوي.

خو نرېندر مودی نن په کارګل کې د لنډ پوځي ټکر په ۲۵ کلیزه کې بیا پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.

ښاغلي مودي زیاته کړه، چې اسلام اباد به په دې برخه کې بریالی نه شي: « زه د ترهګرۍ ملاتړو ته وایم چې تاسو به خپلو شومو پلانونو کې هیڅ وخت کامیاب نه شئ، زموږ زړور ځواکونه به ستاسو پلانونه شنډ کړي، تاسو ته به سخت ځواب در کړي.»

د نرېندر مودي دا خبرې په داسې حال دي چې د هند تر واک لاندې کشمیر بیا پر هندي ځواکونو د وسلوالو بریدونه ډېر شوي دي.

د پاکستان او هند ترمنځ پر دې سیمه دوه ځلې جګړه هم شوې ده.

پاکستان په داسې حال د هند تر واک لاندې کشمیر کې د خلکو ملاتړ کوي، چې د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې هم ځايي اوسېدونکي دې وروستیو کې د پاکستان پرضد مظاهرو لپاره سړکونو ته ووتل.

بایډن نتنیاهو ته ویلي، چې د غزې مسله وروستۍ کړي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي

۵ زمری ۱۴۰۳ - ۲۶ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۵۶ GMT+۱

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په غزه کې د اوربند د ټینګولو، د مرستو رسولو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او په پوځي عملیاتو کې د ولسي وګړو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې.

د نتنیاهو سره په دغې لیدنه کې بایډن پر هغه غږ کړی، چې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه دې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ورته مهال نتنیاهو وايي، په راتلونکو میاشتو کې به د بایډن سره کار وکړي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه به د خپلې دورې په پاتې موده کې له جوبایډن سره کار وکړي.
نتنیاهو د بایډن سره د لیدنې پر مهال وویل:« زه غواړم له تاسو څخه د ۵۰ کلن عامه خدمت او د اسراییل دولت لپاره له ۵۰ کلن ملاتړه مننه وکړم او زه تمه لرم، چې په راتلونکو میاشتو کې به ستاسو سره ګډ کار وکړم.»

له بل پلوه بیا د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په غزه کې د اسراییل په ځمکني او هوايي عملیاتو کې تر ۳۹۰۰۰ ډېر کسان وژلي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، د اسراییل دغو عملیاتو د دې سیمې له ۲.۳ مېلیونه ډېر خلک له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

ترکیې د اسلامي دولت له ډلې سره د اړیکو په تور ۷۲ تنه نیولي دي

۴ زمری ۱۴۰۳ - ۲۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ترکیې ځواکونو په ۱۳ ولایتونو کې په عملیاتو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې سره د اړیکو په تور ۷۲ کسان نیولي دي.

د– ګورز ۱ - په نوم دغه عملیات د ترکیې د پولیسو د استخباراتو او د تروریزم ضد ځواکونو له خوا همغږي شوي وو.

دوی په استانبول او انقره او همدارنګه د ترکیې په نورو ولایتونو کې عملیات ترسره کړي دي.

ښاغلي یرلیکایا وویل: "موږ به تروریستانو ته په هېڅ ډول اجازه ورنه کړو. زموږ یوازینی هدف دا دی، چې وروستی ترهګر بې له ځنډه بې وسلې کړو".

د یرلیکایا په وینا؛ د عملیاتو په جریان کې، یو شمېر ډیجیټلي وسایل، بهرنۍ او ترکي پیسې هم تر لاسه شوي دي.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې؛ څیړنې ښيي، چې ترکیه افغانستان ته د داعش وسله والو د تګ په یوه ترانزیتي مرکز بدله شوې ده.

د داعش-خراسان هڅه کوي، چې افغانستان کې خپل حضور نور هم قوي کړي او په بیلابیلو موخو بریدونه وکړي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په وروستیو کلونو کې ترکي چارواکو په بېلابېلو عملیاتو کې د داعش ګڼ شمېر مشکوک کسان نیولي دي.

د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د داعش ۱۲ غړي د استانبول په باقشهیر ولسوالۍ کې ونیول شول.

د دوی په منځ کې یو تاجک تبعه سلیم عمروف دوبۍ نه له شړل کیدو وروسته استانبول ته راستون شوی او اوکراین ته یې سفر کاوه چې هرته پر یو کاتولیک کلیسا بریدونه پلان کړي.

راپور کاږي، چې داعش لا هم په نړۍواله کچه یو مهم ګواښ دی.

دغې ډلې د مارچ په میاشت کې د مسکو د کنسرت په تالار کې د یو خونړي برید مسوولیت منلی و، چې ۱۳۷ کسان په کې وژل شوي وو.

د روسي چارواکو له خوا نیول شوي شکمن کسان د تاجکستان وکړي دي، چې ښايي د داعش-خراسان سره تړاو ولري.

روسیه بهرنیو بانکونو ته اجازه ورکوي، چې په دغه هېواد کې خپلې څانګې پرانیزي

۴ زمری ۱۴۰۳ - ۲۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۱

د روسیې د پارلمان غړو د پنجشنبې په ورځ هغه وړاندیز شوی قانون چې بهرني بانکونو ته به اجازه ورکړي، چې په روسیه کې څانګې پرانیزي، تصویب کړی دی. د دغه هېواد د مالیې وزارت ویلي، چې تمه لري دغه کار د نړۍوال سوداګرۍ په برخه کې د روسیې ستونزې کمې کړي.

نړۍواله سوداګري د مسکو لپاره وروسته له هغه ستونزمنه شوه، چې پر اوکراین د یرغمل له امله لویدیځو هېوادونو ورباندې بندیزونه ولګول او د سویفټ نړۍوال تادیاتو سیسټم ته یې د روسي بانکونو لاسرسی بند کړ.

د روسیې د مالیې وزارت مرستیال وزیر الیکسي سازانوف د دغه نوي قانون طرحې د وړاندې کولو پر مهال وکیلانو ته وویل: "بدلون د اقتصاد پورې تړلی دی." دغه قانون د پارلمان په ولسي جرګه کې تصویب شو.

د دې لپاره چې دغه وړاندیز شوې طرحه پر قانون بدله شي، باید په پارلمان کې د دوو نورو جرګه‌ګیو له خوا ولوستل شي او د پارلمان په مشرانو جرګه کې تصویب او د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا لاسلیک شي.

سازانوف وویل: "له جوړجاړي پرته د اقتصادي فعالیت ناشونی دی. اوس یو بل میکانیزم وړاندیز شوی چې نړۍوال جوړجاړي ته به اجازه ورکړي."

بهرني بانکونو اوس مهال یوازې په روسیه کې فرعي شرکتونه یا نمایشي دفترونه پرانیزي، نه خپلې رسمي څانګې.

دا قانون به بهرنیو بانکونو ته اجازه ورکړي، چې خپلې څانګې پرانیزي، دغه بانکونه باید د یو میلیارد روبلو زیرمه ولري او بهرني کارمندان یې ۵۰٪ ته محدود وي.

دغه بانکونه به اجازه ونه لري، چې د افرادو لپاره بانکي حسابونو پرانیزي.

سازانوف وویل: "اصلي هدف چې موږ یې د دې قانون له لارې په لټه کې یو د پیسو د دوه اړخیز انتقال ساده کول دي او دا کار د بانکونو د څانګو د جوړېدو له لارې ممکن دی. "

د غزې کړکېچ؛ په غزه کې د اسراییل بریدونو څومره فلسطینیان وژلي؟

۴ زمری ۱۴۰۳ - ۲۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په غزه کې د اسراییل په خپلو ځمکني او هوايي عملیاتو کې تر ۳۹۰۰۰ ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او د دې سیمې د ۲.۳ میلیونو ډېر خلک یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

جګړه د اکټوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه، چې د حماس وسله والو له پولې په تېرېدو سره پر اسراییلي سیمو برید وکړ.

اسراییل وايي؛ وسله والو په غزه کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او ۲۵۳ نور یې یرغمل کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي، چې د پنجشنبې په ورځ د جولای تر ۲۵ پورې، ۳۹ زره ۱۷۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې روغتیا چارواکي د وژل شویو شمېر څنګه محاسبه کوي؟

د جګړې په لومړیو میاشتو کې د مړو شمېره په بشپړه توګه د شمېرل شویو جسدونو څخه محاسبه شوې وه، چې روغتونونو ته رسېدلي او په معلوماتو کې د ډېری وژل شویو کسانو نومونه او د هویت شمېرې شاملې وې.

د جګړې په اوږدیدو سره د فعالو روغتونونو او کلینکونو شمېر راټیټ شو، چارواکو د وژل شویو کسانو د شمېر لپاره نورې لارې هم غوره کړې.

د می له پیل راهیسې د روغتیا وزارت د ټولو تلفاتو شمېر ناپېژندل شوي جسدونه هم شامل کړل، چې د ټولټال شمېر نږدې درېیمه برخه جوړوي.

د اسراییل له خوا په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د غزې د روغتیا وزارت د بېړنیو عملیاتو د مرکز مشر عمر حسین علي وویل، چې دا هغه مړي دي چې روغتونونو یا طبي مرکزونو ته پرته له شخصي معلوماتو لکه د هویت شمېره یا بشپړ نومونه رسیدلي دي.

دغه وزارت د کورنۍ د غړو له خوا د وژل شویو کسانو په اړه په انلاین توګه خپاره شوي معلومات هم ثبت کړي او کله چې کورنیو د وژل شویو کسانو د هویت شمېرې ذکر کړي؛ نو دغه وزارت یادې شمېرې د وژل شویو د هویت د تثبیت لپاره کارولي دي.‌

ایا د غزې مرګ ژوبله هر اړخیزه ده؟

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې د دوی له خوا خپاره شوي ارقام ښايي د ټولو قربانیانو شمېر ونه ښيي، ځکه چې ډېری وژل شوي لا تر خاورو لاندې دي.

د می په میاشت کې اټکل شوی و، چې شاوخوا ۱۰ زره جسدونه لا د خاورو لاندې دي او د تلفاتو په ټولیز شمېر کې نه دي شامل شوي.‌

د لانسیټ طبي ژورنال د درېیو څېړونکو له خوا خپور شوي لیک کې راغلي، چې د جولای په ۵مه د شوي نوی پرمختګ له مخې اټکل کیږي، چې د جګړې له امله رامنځته کېدونکې نا مستقیمه مړینې، د ناروغۍ په څېر خورا ډېرې دي او دا په دې معنا ده، چې د مړینې شمېره د رسمي اټکلونو څخه څو چنده لوړه ده او ممکن د ۱۸۶ زرو څخه پورته وي.