• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې کړکېچ؛ په غزه کې د اسراییل بریدونو څومره فلسطینیان وژلي؟

۴ زمری ۱۴۰۳ - ۲۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په غزه کې د اسراییل په خپلو ځمکني او هوايي عملیاتو کې تر ۳۹۰۰۰ ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او د دې سیمې د ۲.۳ میلیونو ډېر خلک یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

جګړه د اکټوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه، چې د حماس وسله والو له پولې په تېرېدو سره پر اسراییلي سیمو برید وکړ.

اسراییل وايي؛ وسله والو په غزه کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او ۲۵۳ نور یې یرغمل کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي، چې د پنجشنبې په ورځ د جولای تر ۲۵ پورې، ۳۹ زره ۱۷۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې روغتیا چارواکي د وژل شویو شمېر څنګه محاسبه کوي؟

د جګړې په لومړیو میاشتو کې د مړو شمېره په بشپړه توګه د شمېرل شویو جسدونو څخه محاسبه شوې وه، چې روغتونونو ته رسېدلي او په معلوماتو کې د ډېری وژل شویو کسانو نومونه او د هویت شمېرې شاملې وې.

د جګړې په اوږدیدو سره د فعالو روغتونونو او کلینکونو شمېر راټیټ شو، چارواکو د وژل شویو کسانو د شمېر لپاره نورې لارې هم غوره کړې.

د می له پیل راهیسې د روغتیا وزارت د ټولو تلفاتو شمېر ناپېژندل شوي جسدونه هم شامل کړل، چې د ټولټال شمېر نږدې درېیمه برخه جوړوي.

د اسراییل له خوا په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د غزې د روغتیا وزارت د بېړنیو عملیاتو د مرکز مشر عمر حسین علي وویل، چې دا هغه مړي دي چې روغتونونو یا طبي مرکزونو ته پرته له شخصي معلوماتو لکه د هویت شمېره یا بشپړ نومونه رسیدلي دي.

دغه وزارت د کورنۍ د غړو له خوا د وژل شویو کسانو په اړه په انلاین توګه خپاره شوي معلومات هم ثبت کړي او کله چې کورنیو د وژل شویو کسانو د هویت شمېرې ذکر کړي؛ نو دغه وزارت یادې شمېرې د وژل شویو د هویت د تثبیت لپاره کارولي دي.‌

ایا د غزې مرګ ژوبله هر اړخیزه ده؟

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې د دوی له خوا خپاره شوي ارقام ښايي د ټولو قربانیانو شمېر ونه ښيي، ځکه چې ډېری وژل شوي لا تر خاورو لاندې دي.

د می په میاشت کې اټکل شوی و، چې شاوخوا ۱۰ زره جسدونه لا د خاورو لاندې دي او د تلفاتو په ټولیز شمېر کې نه دي شامل شوي.‌

د لانسیټ طبي ژورنال د درېیو څېړونکو له خوا خپور شوي لیک کې راغلي، چې د جولای په ۵مه د شوي نوی پرمختګ له مخې اټکل کیږي، چې د جګړې له امله رامنځته کېدونکې نا مستقیمه مړینې، د ناروغۍ په څېر خورا ډېرې دي او دا په دې معنا ده، چې د مړینې شمېره د رسمي اټکلونو څخه څو چنده لوړه ده او ممکن د ۱۸۶ زرو څخه پورته وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې حکومت د طالبانو مخالف قوماندان پهلوان ګل محمد له دغه هېواده وویست

۴ زمری ۱۴۰۳ - ۲۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۱

ترکي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو ضد پوځي قوماندان او د پارلمان پخوانی غړی ګل محمد پهلوان له ترکیې څخه ایستل شوی دی. د سرچینو په وینا؛ په ترکیه کې د ښاغلي پهلوان د اوسېدو اسناد لغوه شوي او هغه ایران ته تللی دی.

د سرچینو په خبره؛ دغه ازبک قوماندان چې کلونه یې د طالبانو پر ضد جګړه کړې، له ترکیې څخه تر شړلو وروسته اوس په ایران کې دی.

د سرچینو په وینا؛ قوماندان ګل محمد پهلوان د ترکیې تابعیت تر لاسه کولو لپاره په انقره او استانبول کې ملکیتونه اخیستي وو.

خو د ترکيې حکومت په دغه هېواد کې د جايداد له اخيستلو سره - سره د هغه د اوسېدو اجازه لغوه کړې ده.

ګل محمد پهلوان چې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې پوځي قوماندان و، د ولسي جرګې د ۱۶ دورې په ټاکنو کې د مارشال دوستم په ملاتړ له بلخ ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالی شوی و.

سرچينه وايي، ګل محمد پهلوان په تېر حکومت کې د سيمه ييز قوماندان په توګه کلونه - کلونه د طالبانو پر ضد جګړه کړې وه.

تر دې مخکې د سپټمبر په ۲۲مه د جنبش ګوند ځینو سرچینو تایید کړې وه، چې د ترکیې حکومت د عبدالرشید دوستم اړوند پنځه پوځي قوماندانان نیولي او په استانبول کې یې د کډوالو د ساتنې یوه مرکز ته سپارلي دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي، چې ترکي پولیسو د افغانستان د جنبش ملي ګوند څلور پوځي قوماندانان اړ کړي، چې له ترکیې څخه د اخراج لیکونه لاسلیک کړي.

د دغه ګوند ویاند احسان نیرو د یکشنبې په ورځ تایید کړه، چې د دې ګوند یو قوماندان عزت الله چې په زیل قوماندان مشهور و، د سرپل په ولایت کې د ناپېژانده وسله والو له خوا له ایرانه تر شړلو وروسته وژل شوی دی.

د روسیې د پوځ یو استخباراتي افسر په مسکو کې د یوې چاودنې له امله ټپي شو

۳ زمری ۱۴۰۳ - ۲۴ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۵۹ GMT+۱

د روسیې د پوځ د استخباراتو یو افسر او مېرمن یې د چهارشنبې په ورځ د مسکو په شمال کې د موټر بم په چاودنه کې ټپیان شول.

د روسیې ورځپاڼې کامرسانت راپور ورکړی، چې په دغه چاودنه کې د پوځي افسر دواړه پښې پرې شوي او روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ اندري تورګاشف او مېرمن یې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د مسکو په شمال کې په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پېښه د موټر لاندې د ځای پر ځای شوي نامعلومې وسیلې د چاودنې له امله رامنځته شوې او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

د دغه وزارت ویاندې ارینا ولک وویل: «ټپیان امبولانس کې یوه طبي مرکز ته وړل شوي دي. پولیس د پېښې د ښکیلو کسانو د پیژندلو لپاره څیړنې پیل کړي دي.»

د روسي رسنیو په وینا، چاودنه سمدلاسه وروسته له هغه وشوه چې دغه افسر او یوه ښځه ټویوټا لنډ کروزر ماډل موټر ته ننوتل.

بل خوا تاس دولتي رسنې راپور ورکړی، چې پېښه کې ۵ نورې موټرې هم ویجاړې شوي دي.

ډاکټرانو په غزه کې د اسراييل په هوايي بريد کې د يوې حامله مېرمنې ماشوم وژغوره

۳ زمری ۱۴۰۳ - ۲۴ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۵۲ GMT+۱

اسراییل د جولای په ۱۹مه د غزې په منځني ښار النصرات سیمه کې پر یو کور هوایي برید وکړ او کور ونړېد، په کور کې د نهه میاشتو یوه حامله مېرمنه وه، د ژغورنې ټیم مېرمن روغتون ته ورسوله خو ډاکټرانو ونه شو کړی چې مېرمنه وژغوري خو د هغې له نس څخه یې ماشوم وژغوره.

نوی زیږېدلی ماشوم وروسته د دیر البلاغ ښار الاقصی روغتون ته ولیږدول شو، چیرته چې د هغه پالنه کیږي، د ماشوم نوم ملک یاسین کېښودل شو.

د الاقصی روغتون ډاکټر خلیل الدکران وویل: «شکر دی چې ماشوم وژغورل شو او د ماشوم حالت سم دی.»

ډاکټر خلیل وویل، چې د دغه ماشوم ګناه څه وه، چې په دغو سختو شرایطو او بد حالت کې خپل ژوند پیلوي؟

نوی زېږیدلی ماشوم وروسته د دیر البلاغ ښار الاقصی روغتون ته ولیږدول شو، چیرته چې د هغه پالنه کیږي، د ماشوم نوم ملک یاسین کېښودل شو.

د الاقصی روغتون ډاکټر خلیل الدکران وویل: «شکر دی چې ماشوم وژغورل شو او د ماشوم حالت سم دی.»

ډاکټر خلیل وویل، چې د دغه ماشوم ګناه څه وه چې په دغو سختو شرایطو او بد حالت کې خپل ژوند پیلوي؟

د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۳۹ زره او ۱۴۵ فلسطینیان وژل شوي او ۹۰ زره او ۲۵۷ نور ټپیان دي.

د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې د حماس تر مشرۍ لاندې د بریدونو له امله یو زرو ۱۳۹تنه وژل شوي او لسګونه کسان لا هم په غزه کې بندیان دي.

په تېره اونۍ کې د غزې پر مرکزي سیمو کې د اسراییل بریدونه د النصیرات پر کمپ متمرکز وو، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

د غزې کړکېچ؛ د اسراییل په تازه برید کې لږ تر لږه ۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ۳۲۹ نور ټپیان دي

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د غزې د رواغتیا وزارت وایي، چې د اسراییلي ځواکونو په سوېلي ښار خان یونس باندې تازه ځمکني بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۸۴ فلسطینیان وژلي او ۳۲۹ نور یې ټپیان کړي دي.

اسراییلي پوځ د غزې ۸۰ سلنه څخه زیاته برخه د تخلیې امر لاندې راوستې او یا هم «د نه تلو زون» سیمه ګرځولې ده. خو فلسطینیان وایي، موږ چیرې ولاړ شو؟

د قطر او مصر په مشرۍ او د متحده ایالاتو په ملاتړ د اوربند هڅې تر دې دمه د جنګیالیو ترمنځ د اختلافاتو له امله ناکامه شوې.

د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۳۹ زره او ۹۰ فلسطینیان وژل شوي او ۹۰ زره او ۱۴۷ نور ټپیان دي.

د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې د حماس تر مشرۍ لاندې د بریدونو له امله یو زرو ۱۳۹تنه وژل شوي او لسګونه کسان لا هم په غزه کې بندیان دي.

په تېره اونۍ کې د غزې پر مرکزي سیمو کې د اسراییل بریدونه د النصیرات پر کمپ متمرکز وو، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.

د ایران یو نظامي چارواکی وايي چې دغه هېواد له افغانستان سره پر پوله دېوال جوړوي

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۲ GMT+۱

د ایران د پوځ یو چارواکی وايي، چې ایران له افغانستان سره پر پوله دېوال جوړي چې د ناقانونه ننوتلو او د نشه یې توکو د قاچاق مخنیوی وشي. له دې وړاندې هم ایراني چارواکو ویلي وو، چې د ټولنیزو او امنیتي ستونزو د حل لپاره د افغانستان سره پر پوله دېوال جوړوي.

د ایران د پوځ د ځمکني ځواک د انجینرۍ قطعې قوماندان جنرال احمد اکبري نن سې شنبه ایراني رسنیو ته وویل، چې دغه څلور متره لوړ دېوال به له افغانستان سره د څه باندې ۹۰۰ کیلومتره پولې ۳۰۰ کیلومتره برخه بنده کړي.

ایراني رسنیو لیکلي چې تمه کیږي، چې دغه دېوال به د مخدره توکو د قاچاق مخه ونیسي او له افغانستان څخه د ناقانونه کډوالو د راتګ په لړ کې به په سرحدي سیمو او ټول هېواد کې د اوسېدونکو امنیت پیاوړی کړي.

دغه پلان چې د روان کال په لومړیو کې په ډاګه شو، د کانکریټي دېوال جوړول، د اغزن تار، کټارو او د پولو په اوږدو کې د مناسبو سړکونو جوړول شامل دي.

ایران د لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی؛ خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته ایران ته د افغان کډوالو د تګ بهیر چټک شوی دی.

رسمي سرچینې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونه بولي.

له دې وړاندې محمدباقر قالیباف د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په یوې مناظره کې ویلي، چې ټولې ټولنیزې ستونزې د هېواد ختیځې برخې سره تړلې دي.
د ولسمشرۍ لپاره دغه نوماند زیاته کړې وه:« باید د پاکستان او افغانستان سره پر ختیځه پوله دېوال وغځوو، چې د هغه ځای امنیت ټینګ شي.»