• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ښوونځي فارغان: د طالبانو د املایي تېروتنو له امله د دوی شهادتنامې جعلي بلل کیږي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۰۲ GMT+۱

له دولسمو ټولګیو یو شمېر فارغانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په شهادتنامو کې د طالبانو د پوهنې وزارت د کارکوونکو د املایي تېروتنو له امله د دوی شهادتنامې جعلي بلل کیږي.

دغو فارغو شویو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د یوې ویډیو او خپلو اسنادونو په لېږلو سره ویلي، چې له درېیو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا وېشل شوې شهادتنامې املایي تېروتنې لري.

دوی په لېږل شوې ویډيو کې ادعا کوي، چې د طالبانو د دې تېروتنې له امله باید شاوخوا یو میلیونه کسانو ته له سره نوې شهادتنامې جوړې شي.
دغو فارغانو همداراز زیاته کړه: «د طالبانو دا املایي تېروتنې د دې لامل شوې، چې کله فارغان د بورسیو لپاره اپلای کوي او خپل اسنادونه وړاندې کوي دا ستونزه د اړوندو هېوادونو د سفارتونه له خوا په ګوته کیږي او د دوی شهادتنامې جعلي بلل کېږي.»


د دوی په خبره؛ ډېری فارغان سږکال د همدې ستونزې له امله د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له بورسیو څخه بې برخې شوي دي.
له کابل څخه یو فارغ شوی زده کوونکی وایي: «ان د هغو کډوالو شهادتنامې هم املایي ستونزې لري، چې په پاکستان کې اوسېږي او دا کډوال بیا د وېزو د نه لرلو او یا هم د وېزو د بیو د زیاتوالي له امله هېواد ته د خپلو شهادتنامو د ستونزو د حل لپاره ستنېدلی نه شي.»

100%

د یادو فارغانو په وینا؛ دوی لومړی د ښوونځي پر مهال د شهادتنامو لپاره درې نیم سوه افغانۍ ورکړي او طالبانو اوس د نویو شهادتنامو د جوړولو لپاره له دوی څخه د اوه سوه افغانیو غوښتنه هم کړې ده.دغه زده کوونکي چې د طالبانو له خوا په شهادتنامو کې املایي تېروتنه قصدي بولي دغه راز زیاتوي: «دا تېروتنه طالبانو کړې نو تاوان یې مونږ ولې باید ورکړو.»دوی وایي؛ هغه کسان چې د خپلو شهادتنامو د اصلاح لپاره د پوهنې وزارت د شهادتنامو ریاست ته مراجعه کوي د یاد ریاست د کارکوونکو له ناسم چلند سره مخامخ کیږي او کارونه یې په وخت سره نه کیږي.د کابل له یوه ښوونځي څخه یو فارغ شوی زده کوونکی وایي: «د شهاتنامو ریاست د ډېرو ناپوهو خلکو لاس کې دی او ان دوی نیم ساعت هم په خپلو کاري شعبو کې نه وي؛ ترڅو د خلکو کار پرمخ لاړ شي. مراجعین په ساعتونو د یو کس یوې امضا ته ولاړ وي.»د یادولو ده، چې د شهاتنامو اصلي املایي تېروتنه د انګلیسي ژبې او د شهادتنامو د ډیزاین په برخو کې ده.






په انځورونو کې لیدل کیږي، چې د شهادتنامې لومړی او اصلي مخکې د انګلیسي برخه کې "Ministery of Education" لیکل شوي، چې Ministery کې د e توری اضافه ليکل شوی او بايد "Ministry of Education" وليکل شي.

د شهادتنامې بله تېروتنه په دویم مخ يا شا برخه کې ده، چې "Secondry School Transcript" لیکل شوی دی او په دې برخه د "Secondry" کلمه کې د a توری نه دی لیکل شوی او بايد "Secondary School Transcript" ليکل شوی وی.

100%


پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د تېر نظام ډېری مسلکي کارکوونکي له دندو لرې کړي او پر ځای یې خپل هغه کسان چې ګومارلي، چې نه کاري تجربه لري او نه هم په کافي اندازه لوستي دي.

ډېر لیدل شوي

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»
۱

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»

۲

په تېرو دوو کلونو کې په ترکیه کې ۲۵ افغان کارګر مړه شوي

۳

ایران د سلګونو پخوانیو افغان پوځیانو د استوګنې موده نه ده غځولې

۴

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي

۵

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي