مسلمیار: د هنیه وژل ستر جنایت او تروریستي عمل دی او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی

د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانی مشر وایي، چې د هنیه وژل یو ستر تروریستي عمل دی او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی. فضل الهادي مسلمیار په خپل اېکس کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر ترور یوه ستره ضایعه بللې ده.
ښاغلی مسلمیار وایي، چې اسماعیل هنیه د سولې د خبرو اترو په درشل کې ووژل شو او د نوموړي ترور لوی جنایت دی.
د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانی مشر همداراز زیاتوي: «پر غزه او فلسطین د جابر او ظالم اسراییل وحشت او ظلم نه بښونکی عمل دی، د فلسطین په رسمیت پېژندنه د منځني ختیځ کړکېچ ته د پای ټکی ایښودلی شي او دا د مظلومو فلسطینیانو حق دی چې د نړۍ اکثریت هېوادونه یې ملاتړي هم دي.»
عبدالهادي مسلمیار هم ټينګار کوي، چې فلسطین باید د یوه خپلواک او باثباته هېواد په توګه ومنل شي.
نوموړی زیاتوي: «فلسطینیان باید د انساني تاریخ له سترو جنایتونو، وحشت او ظلم څخه خوندي او په سوله کې ژوند وکړي.»
