پاکستان د هنیه وژلو ته په اشاره وايي «په هر شکل ترهګري غندي»

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د حماس ډلې د سياسي دفتر د مشر د وژل کېدو پېښه غندلې او ويلي يې دي، چې پاکستان په هر شکل ترهګري غندي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې ليکلي: « په سېمه کې د اسراييل له زياتېدونکي جنجال غوښتنې سخته اندېښنه لري.»
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت نن په يوې اعلاميه کې د حماس ډلې د سياسي دفتر د مشر د وژل کېدو په اړه د فلسطين ولس ته هم تسلیت ویلی.
پاکستان دې پېښې ته په اشارې وايي، چې دا ډول کړنې په سېمه کې خطر زياتوي او د سولې هڅې ټکنۍ کوي.
اسماعیل هنیه، چې په ایران د یوه برید په پایله کې ترور شوی، دغه هېواد د نوموړي د وژل کېدو له امله درې ورځنی ویر اعلان کړی دی.
له دې سره، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت بیا د حماس ډلې د مشر د وژل کېدو اصلي مسوول اسراییل ګڼي.
دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې دا برید کولی شي ټوله سیمه وسوځوي.
د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته اسراییل په ټوله نړۍ کې د خپلو ډیپلوماټیکو استازولیو د امنیتي تابیاوو د زیاتولو په هڅه کې دی.
