• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په برېتانیا کې افراطي اسلامپاله "انجم چوهدري" په عمري بند محکوم شو

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د برېتانیې یوې محکمې د سې شنبې په ورځ په دغه هېواد کې یو افراطي اسلامپال مبلغ انجم چوهدري د ترهګریز سازمان د مشري په تور په عمري بند محکوم کړ. انجم چوهدري باید ۲۸ کاله په بند کې تېر کړي او له هغه وروسته په مشروط ډول د ازادۍ لپاره غوښتنلیک ورکړي.

تېره اونۍ د برېتانیا پولیسو د دغه ۵۷ کلن افراطي برېتانوي مبلغ د درېیو تروریستي جرمونو په تور د نیولو اعلان وکړ.

د لندن د وولویچ جرمونو محکمې هغه د منع شوي المهاجرون سازمان د رهبرۍ او د څو وروستیو بریدونو سره د تړاو په تور مجرم وګاڼه.

انجم چوهدري د جوماتونو، سفارتونو او د برېتانیا د پولیسو د دفترونو مخې ته د مظاهرو په رهبرۍ کولو سره په برېتانیا کې یو له مشهورو اسلامپالو مبلغینو څخه و.

پاکستاني الاصله اسلامپال مبلغ وروسته له هغه په ​​برېتانیا کې د خلکو پام ځانته راواړوه، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د عاملینو ستاینه یې وکړه.

چوهدري وويل، د هغه حتمي هدف د برېتانيې د لومړي وزير د استوګنې په لس نمبر داونینګ کوڅې باندې د اسلام بيرغ پورته کول دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

له ایران سره د طالبانو ځایګی؛ طالبان په څلورمه درجه کې مګر حماس په لومړۍ درجه کې ځای لري

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د ایران د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ډله ییز انځورونه ښيي، چې د حماس د دفتر مشر او د یمن د حوثي یاغیانو ویاند په لومړي صف کې او د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال په څلورم صف کې ولاړ دی.

د رسمياتو له مخې؛ د چارواکو د څوکۍ ترتیب د هېوادونو په ډېپلوماتیکو اړیکو کې لومړیتوبونه په ګوته کوي.

په لومړي صف کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د یمن د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام ځای لري.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په څلورم قطار کې ولاړ دی.

په همدې حال کې عبدالکبیر د طالبانو د رژیم یو له مهمو شخصیتونو څخه دی او د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن د ناروغۍ له امله ځیني وخت کې د دغې ډلې د رییس الوزرا رول لوبوي.

په څلورم صف کې د هغه ځای پر ځای کېدل ښيي، چې د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته ډېر اهمیت نه ورکوي.

تر دې وړاندې ایراني رسنیو هم د مسعود بزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د طالبانو د پلاوي د انځورنه په حواله دا موضوع مطرح کړې وه.

د ایران د دیارلسم ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې د پخواني جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني ګډون کړی و، چې د ډېپلوماتیک عرف په اساس په لومړي قطار کې ولاړ و.

100%

عکسونو ښودلې، چې د ایران اسلامي جمهوریت د طالبان پر وړاندې د حماس او حوثیانو په پرتله ټیټ دریځ لري.

لوېدیځ هېوادونه د یمن حوثي او حماس د ایران اسلامي جمهوریت نیابتي ډلې ګڼي.

طالبان له ایران سره هم نږدې اقتصادي او ډېپلوماتیکې اړیکې لري.

په دې وروستیو کې ایران اسلامي جمهوریت د مشهد کونسلګرۍ دغې ډلې ته وسپارله.

ایراني چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود بزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ۸۶ هېوادونو مشرانو او چارواکو حضور درلود.

دغه راز د تاجکستان ولسمشر، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د ارمنستان لومړی وزیر هم کډون کړی و.

مسعود پزشکیان د ایران د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړه

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۴ GMT+۱

مسعود پزشکیان د اسلامي شورا په یو لړ مراسمو کې د ایران د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له دې مراسمو مخکې هغه په ​​سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنو نیابتي ډلو له مشرانو سره وکتل.

د ښاغلي پزکشیان د لوړې مراسم د سې شنبې په ورځ (د زمري ۹مه) د ایران پر وخت د مازیګر ۴ بجې د اسلامي شورا په تالار کې د بهرنیو پلاويو او ملي او نظامي چارواکو په شتون کې ترسره شول.

پزشکیان په ​​دغه مراسمو کې په خپله وینا کې د ایران د نظام او اساسي قانون د ساتنې له ژمنې وروسته وویل، څوارلسم حکومت به د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ له خوا د تصویب شوي لید او عمومي پالیسیو په اساس عمل وکړي.

همدا راز، پزشکیان په خپله وینا کې یو ځل بیا د اسراییل پر ضد دریځ خپل کړ.

له دغو څرګندونو وروسته، په مراسمو کې يو شمېر حاضرو کسانو د بهرنيو مېلمنو په شتون د اسراییل پر ضد شعارونه ورکړل.

د ایران د ولسمشر د لوړې مراسمو ته له کابل څخه د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ورغلی دی.

پاریس ۲۰۲۴؛ د فرانسې حکومت د اولمپیک لوبو د ګډوډولو په تور ۵۰ تنه نیولي دي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۴۶ GMT+۱

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین اعلان وکړ، چې د المپیک لوبو پر مهال د تخریب په هڅه کې تورن ۵۰ کسان نیول شوي دي. دارمنین وویل: "موږ داسې کسان پېژندلي چې ممکن ورانکارې کړنې یې په قصدي او هدفي ډول ترسره کړې وي."

دغه فرانسوي چارواکي د دوشنبې په ورځ فرانس 2 تلویزیون ته وویل: "موږ څو کسان پېژندلي دي."

نوموړي زیاته کړې، چې ورانکاري د کیڼ اړخو سخت دریځو ډلو ځانګړتیاوې لري.

جرالد دارمنین ټینګار وکړ، چې فرانسوي چارواکو د تخریبي کړنو مخه نیولې ده.

تیره اونۍ د پاریس د اولمپیک د پرانستلو په ورځ د فرانسې د اورګاډي لیکې له کاره ولوېدې او د اروپا او فرانسې له مختلفو ښارونو څخه پاریس ته د اورګاډي تګ راتګ ګډوډ شو.

د نه منم داعیه؛ په ونزویلا کې حکومت او اپوزیسیون دواړه د ټاکنو د ګټلو ادعا کوي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۱

ولسمشر نیکولاس مادورو او د اپوزیسیون کاندید اډمونډو ګونزالیز د دوشنبې په ورځ د ونزویلا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه. واشنګټن او نورو بهرنیو حکومتونو د رسمي پایلو په اړه شک څرګند کړی؛ ځکه چې اوسنی واکمن مادورو غواړي واک وساتي.

د ټاکنو ملي ادارې د شپې ناوخته اعلان کړی، چې مادورو د ۵۱٪ رایو په ګټلو سره د درېیم ځل لپاره ټاکنې ګټلي دي.

دغه پایلې به سوسیالیستي واکمنۍ څلورمې پېړۍ ته وغځوي.

100%

خو د ټاکنو خپلواکو ناظرانو او نظر پوښتنو د اپوزیسیون لویې بریا ته اشاره کړې.

د اپوزیسیون مشر ماچادو ویلي، چې د هغوی کاندید ګونزالیز ۷۰٪ رایې ګټلي دي.

100%

ګونزالیز خپلو پلویانو ته وویل، چې د رایه ورکولو په ورځ له اصولو سرغړونه شوې ده.

هغه وویل: "زموږ د پخلاینې او سوله ییز بدلون پیغام لاهم په خپل ځای دی .زموږ مبارزه دوام لري او موږ به تر هغه وخته ارام نه شو چې د ونزویلا د خلکو ارادې ته درناوی وشي."

دا سمدستي روښانه نه ده، چې د اپوزیسیون راتلونکی اقدام به څه وي.

ګونزالیز دا هم وویل، چې هغه به په خپلو ملاتړ کونکو غږ ونه کړي، چې سړکونو ته راووځي یا کوم تاوتریخوالی وکړي.

خو د نتایجو تر اعلان دمخه په ټول هېواد کې بېلابېلې پېښې رامنځته شوې وې.

په تاچیرا ایالت کې یو سړی په مرموزه توګه وژل شوی و او په کاراکاس او نورو ځایونو کې د رایې ورکولو په مرکزونو کې شخړې شوې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې واشنګټن جدي اندېښنه لري، چې د ټاکنو د ادارې له خوا اعلان شوې پایلې د خلکو رایې نه منعکسوي.

د ټاکنو اداره یوه خپلواکه اداره ده؛ خو اپوزیسیون وايي، چې دغه اداره د مادورو د حکومت د یوې برخې په توګه کار کوي.

کاراکاس او واشنګتن د کیڼ اړخه پاپولست هوګو چاویز له دورې راهیسې سره دښمني لري. مادورو - چې ۶۱ کلن پخوانی بس چلوونکی او د بهرنیو چارو وزیر دی.

نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د چاویز د مړینې وروسته حکومتي دنده په غاړه واخیسته او د هغه د ۲۰۱۸ کال بیا ټاکنه د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو له خوا نه وه منل شوې او ادعا یې کړې وه، چې ټاکنې یې د درغلیو په پایله کې ګټلي دي.

مادورو د اقتصادي سقوط، د شاوخوا درېیمې برخې نفوس کډوالۍ او په ډېپلوماټیکو اړیکو کې د ناکامۍ له امله له نیوکو سره مخامخ دی.

د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او نورو هېوادونو له خوا د بندیزونو له امله د دغه هېواد د تیلو صنعت له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې له دغه هېواده د سوري او افغان مجرمینو د ایستلو اعلان وکړ

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر چې د سوسیال ډېموکراټ ګوند غړې ده اعلان یې کړی، چې دغه هېواد به سوري او افغان مجرمین خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.

فایسر د جولای په ۲۸مه د بیلډ ام سونټاګ ورځپاڼې ته وویل: "موږ غواړو په سیسټماټیک ډول په ځانګړي توګه اسلامپاله جنایتکاران وشړو."

هغې وویل: “څوک چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري باید ژر تر ژره زموږ هېواد پرېږدي.”

دا اعلان د مونسټر (شمال ویسټفالیا) د عالي محکمې له خوا د وروستي حکم څخه لږ وروسته شوی، چې پرېکړه یې کړې وه؛ په سوریه کې د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره "د ملکي وګړو ژوند لپاره نور جدي نه شته".

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه او ادعا یې وکړه، چې په ټول هېواد کې جګړه روانه ده او له بشري حقونو د جدي سرغړونو کره راپورونه شته.

لومړي وزیر اولاف شولزد جولای په ۲۵ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د هغه حکومت افغانستان او سوریې ته د مجرمینو د شړلو لپاره د دې پالیسۍ ملاتړ کوي.

په عین حال کې د جرمني حکومت له څو درېیم هېوادونو سره خبرې اترې کوي؛ تر څو د سوري او افغان ګاونډیو هېوادونو له لارې د دغو کسانو د ویستلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.