مسعود پزشکیان د ایران د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړه

مسعود پزشکیان د اسلامي شورا په یو لړ مراسمو کې د ایران د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له دې مراسمو مخکې هغه په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنو نیابتي ډلو له مشرانو سره وکتل.

مسعود پزشکیان د اسلامي شورا په یو لړ مراسمو کې د ایران د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له دې مراسمو مخکې هغه په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنو نیابتي ډلو له مشرانو سره وکتل.
د ښاغلي پزکشیان د لوړې مراسم د سې شنبې په ورځ (د زمري ۹مه) د ایران پر وخت د مازیګر ۴ بجې د اسلامي شورا په تالار کې د بهرنیو پلاويو او ملي او نظامي چارواکو په شتون کې ترسره شول.
پزشکیان په دغه مراسمو کې په خپله وینا کې د ایران د نظام او اساسي قانون د ساتنې له ژمنې وروسته وویل، څوارلسم حکومت به د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ له خوا د تصویب شوي لید او عمومي پالیسیو په اساس عمل وکړي.
همدا راز، پزشکیان په خپله وینا کې یو ځل بیا د اسراییل پر ضد دریځ خپل کړ.
له دغو څرګندونو وروسته، په مراسمو کې يو شمېر حاضرو کسانو د بهرنيو مېلمنو په شتون د اسراییل پر ضد شعارونه ورکړل.
د ایران د ولسمشر د لوړې مراسمو ته له کابل څخه د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ورغلی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین اعلان وکړ، چې د المپیک لوبو پر مهال د تخریب په هڅه کې تورن ۵۰ کسان نیول شوي دي. دارمنین وویل: "موږ داسې کسان پېژندلي چې ممکن ورانکارې کړنې یې په قصدي او هدفي ډول ترسره کړې وي."
دغه فرانسوي چارواکي د دوشنبې په ورځ فرانس 2 تلویزیون ته وویل: "موږ څو کسان پېژندلي دي."
نوموړي زیاته کړې، چې ورانکاري د کیڼ اړخو سخت دریځو ډلو ځانګړتیاوې لري.
جرالد دارمنین ټینګار وکړ، چې فرانسوي چارواکو د تخریبي کړنو مخه نیولې ده.
تیره اونۍ د پاریس د اولمپیک د پرانستلو په ورځ د فرانسې د اورګاډي لیکې له کاره ولوېدې او د اروپا او فرانسې له مختلفو ښارونو څخه پاریس ته د اورګاډي تګ راتګ ګډوډ شو.

ولسمشر نیکولاس مادورو او د اپوزیسیون کاندید اډمونډو ګونزالیز د دوشنبې په ورځ د ونزویلا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه. واشنګټن او نورو بهرنیو حکومتونو د رسمي پایلو په اړه شک څرګند کړی؛ ځکه چې اوسنی واکمن مادورو غواړي واک وساتي.
د ټاکنو ملي ادارې د شپې ناوخته اعلان کړی، چې مادورو د ۵۱٪ رایو په ګټلو سره د درېیم ځل لپاره ټاکنې ګټلي دي.
دغه پایلې به سوسیالیستي واکمنۍ څلورمې پېړۍ ته وغځوي.

خو د ټاکنو خپلواکو ناظرانو او نظر پوښتنو د اپوزیسیون لویې بریا ته اشاره کړې.
د اپوزیسیون مشر ماچادو ویلي، چې د هغوی کاندید ګونزالیز ۷۰٪ رایې ګټلي دي.

ګونزالیز خپلو پلویانو ته وویل، چې د رایه ورکولو په ورځ له اصولو سرغړونه شوې ده.
هغه وویل: "زموږ د پخلاینې او سوله ییز بدلون پیغام لاهم په خپل ځای دی .زموږ مبارزه دوام لري او موږ به تر هغه وخته ارام نه شو چې د ونزویلا د خلکو ارادې ته درناوی وشي."
دا سمدستي روښانه نه ده، چې د اپوزیسیون راتلونکی اقدام به څه وي.
ګونزالیز دا هم وویل، چې هغه به په خپلو ملاتړ کونکو غږ ونه کړي، چې سړکونو ته راووځي یا کوم تاوتریخوالی وکړي.
خو د نتایجو تر اعلان دمخه په ټول هېواد کې بېلابېلې پېښې رامنځته شوې وې.
په تاچیرا ایالت کې یو سړی په مرموزه توګه وژل شوی و او په کاراکاس او نورو ځایونو کې د رایې ورکولو په مرکزونو کې شخړې شوې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې واشنګټن جدي اندېښنه لري، چې د ټاکنو د ادارې له خوا اعلان شوې پایلې د خلکو رایې نه منعکسوي.
د ټاکنو اداره یوه خپلواکه اداره ده؛ خو اپوزیسیون وايي، چې دغه اداره د مادورو د حکومت د یوې برخې په توګه کار کوي.
کاراکاس او واشنګتن د کیڼ اړخه پاپولست هوګو چاویز له دورې راهیسې سره دښمني لري. مادورو - چې ۶۱ کلن پخوانی بس چلوونکی او د بهرنیو چارو وزیر دی.
نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د چاویز د مړینې وروسته حکومتي دنده په غاړه واخیسته او د هغه د ۲۰۱۸ کال بیا ټاکنه د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو له خوا نه وه منل شوې او ادعا یې کړې وه، چې ټاکنې یې د درغلیو په پایله کې ګټلي دي.
مادورو د اقتصادي سقوط، د شاوخوا درېیمې برخې نفوس کډوالۍ او په ډېپلوماټیکو اړیکو کې د ناکامۍ له امله له نیوکو سره مخامخ دی.
د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او نورو هېوادونو له خوا د بندیزونو له امله د دغه هېواد د تیلو صنعت له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر چې د سوسیال ډېموکراټ ګوند غړې ده اعلان یې کړی، چې دغه هېواد به سوري او افغان مجرمین خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.
فایسر د جولای په ۲۸مه د بیلډ ام سونټاګ ورځپاڼې ته وویل: "موږ غواړو په سیسټماټیک ډول په ځانګړي توګه اسلامپاله جنایتکاران وشړو."
هغې وویل: “څوک چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري باید ژر تر ژره زموږ هېواد پرېږدي.”
دا اعلان د مونسټر (شمال ویسټفالیا) د عالي محکمې له خوا د وروستي حکم څخه لږ وروسته شوی، چې پرېکړه یې کړې وه؛ په سوریه کې د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره "د ملکي وګړو ژوند لپاره نور جدي نه شته".
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه او ادعا یې وکړه، چې په ټول هېواد کې جګړه روانه ده او له بشري حقونو د جدي سرغړونو کره راپورونه شته.
لومړي وزیر اولاف شولزد جولای په ۲۵ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د هغه حکومت افغانستان او سوریې ته د مجرمینو د شړلو لپاره د دې پالیسۍ ملاتړ کوي.
په عین حال کې د جرمني حکومت له څو درېیم هېوادونو سره خبرې اترې کوي؛ تر څو د سوري او افغان ګاونډیو هېوادونو له لارې د دغو کسانو د ویستلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

یونېسف په افغانستان، بنګله دېش، هند، نیپال او پاکستان کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښویدنې له امله د زیانمنو شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو په اړه اندېښنه ښودلې.
د سوېلي اسیا لپاره د یونېسف سیمه ییز مشر په یوه بیان کې له دغو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د ماشومانو ساته وکړي ځکه په راتلونکو اوونیو کې د سختو بارانونو اټکل شوی.
د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق “یونېسف” په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په سوېلي اسیا کې د سېلابونو له امله له شپږ میلیونو ډیر ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي.
یونېسف دغه راپور د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) خپور کړی.
دغه سازمان وايي؛ زموږ خواخوږي له هغو ماشومانو او کورنیو سره ده چې په سوېلي اسیا کې د سختې هوا او پیښو له امله یې خپلوان له لاسه ورکړي دي.
همدارنګه یونېسف وايي، په یادو هېوادونو کې د هغه شپږ میلیونو ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره یې هم اندیښمن دي، چې کورونه یې له لاسه ورکړي، بېځایه شوي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې سېلابونو له رواني اړخه چې تر مرګ او ټپي کېدو ډیر خطرناک حالت دی ماشومان سخت ځپلي دي.
پاکو اوبو ته د ماشومانو لاسرسی کم شوی او دا په ماشومانو کې د ناروغۍ او اسهال د خپریو ګواښ زیاتوي.
یونېسف وايي، که په داسې حالاتو کې د ماشومانو درملنه ونه شي، ماشومانو به د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شي.
د ماشومانو د ساتنې اداره وړاندې لیکي، د افغانستان په ختیځ کې وروستيو سیلابونو ۵۸ تنه مړه کړي او تر ۱۹۰۰ زیاتې کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.
همدارنګه زیاتوي، چې د جون په میاشت کې د بغلان او بدخشان شمالي ولایتونه او په لوېدیځ غور ولایت کې د سېلابونو له امله لسګونه زره ماشومان زیانمن شوي دي.
د یونېسف د راپور له مخې په نیپال کې سیلابونو او د ځمکې ښویدنې له امله د ۳۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۹ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه یونېسف ویلي، چې په بنګلهدیش کې د اقلیمي بدلون له امله د دغه هیواد په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې د ۶،۱ میلیون ماشومانو ژوند د مئ میاشتې راهیسې د سخت بارانونو او ورپسې سیلابونو له امله زیامن شوی دی.
د دغه راپور له مخې د هند په اسام ایالت کې د جون له میاشتې راهیسې په لوړه کچه ریکارډ شوی باران چې د سیلابونو لامل شوی و، د نیم میلیون ماشومانو او د هغوی د کورنیو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
همدارنګه په پاکستان کې سختو بارانونو او سیلابونو له اپریل میاشتې راهیسې د ۷۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲۴ کسان مړه کړي.
یونېسف وايي، د اقلیمي بدلون له امله د هوا دغه ناسمې پیښې په سوېلي اسیا کې د ماشومانو ژوند بدلوي او ګواښلی دی.
په راپور کې ویل شوي، چې افغانستان، بنګله دېش، هند او پاکستان د سوېلي اسیا په څلورو هېوادونو کې دي چې ماشومان پکې د اقلیم د کړکېچ د اغېزو له ډېر ګواښ سره مخ دي.
یونیسف په راتلونکو اونیو کې د درنو بارانونو ورېدو د اټکلونو په اړه اندیښمن دی او دا بارانونه کولی شي ماشومان نور هم له خطر سره مخامخ کړي.
یونېسف په حکومتونو غږ کړی، چې د ماشومانو د ژوند خوندي کولو لپاره ښه چمتووالی ونیسي او چټک غبرګون وښيي.
د ماشومانو د ساتنې اداره د اقلیمي بدلون له امله د زیانمن شویو ماشومانو او د هغوی د کورنیو سره د مرستو لپاره ۹،۳ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې یوه افغانه ښځه د خپلې لور د جبري واده کولو په تور په درې کاله بند محکومه شوه. دغه ښځه په دې تورنه ده، چې خپله لور یې یوه افغان سړي ته په زور ور واده کړې وه او هغه سړي له واده پنځه میاشتې وروسته دغه نجلۍ وژلې ده.
اسټراليايي رسنيو د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) خبر ورکړى، چې د وژل شوې نجلۍ مور سکينه محمد جان به د زندان د مودې له پاى ته رسېدو وروسته افغانستان ته استول کیږي.
دغې افغان-اسټرالیايئ ښځې د ۲۰۱۹ کال په اګسټ میاشت کې د محمد علي حلیمي په نوم یوه ۲۵ کلن افغان سړي ته خپله ۲۰ کلنه لور رقیه حیدري، چې له خپل لومړي مېړه یې طلاق اخیستی و، په زور ور په نکاح کړې وه.
د قضيې د څارنوال په وينا، محمد علي حليمي له واده پنځه مياشتې وروسته رقيه حيدري وژلې ده.
محکمې محمد علي حلیمي ته عمري بند سزا ورکړې ده.
د محکمې د حکم له مخې، ۴۸ کلنې سکينې فکر کاوه چې د لور طلاق یې د هغې د کورنۍ عزت ته زيان رسولی او له همدې امله يې د خپلې کورنۍ د عزت د بېرته ترلاسه کولو لپاره له بل سړي سره واده کولو ته اړه کړې وه.
خو نوموړې ټینګار کوي، چې هیڅ جرم یې نه دی کړی.
د اسټرالیا د قانون له مخې جبري ودونه جرم دی او سکینه محمد جان لومړنۍ ښځه ده، چې د اجباري ودونو د منع قانون څخه د سرغړونې په تور محاکمه کیږي.
