• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

استرالیا کې یوه افغانه ښځه د خپلې لور د جبري واده په تور په درې کاله بند محکومه شوه

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۴۴ GMT+۱

د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې یوه افغانه ښځه د خپلې لور د جبري واده کولو په تور په درې کاله بند محکومه شوه. دغه ښځه په دې تورنه ده، چې خپله لور یې یوه افغان سړي ته په زور ور واده کړې وه او هغه سړي له واده پنځه میاشتې وروسته دغه نجلۍ وژلې ده.

اسټراليايي رسنيو د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) خبر ورکړى، چې د وژل شوې نجلۍ مور سکينه محمد جان به د زندان د مودې له پاى ته رسېدو وروسته افغانستان ته استول کیږي.

دغې افغان-اسټرالیايئ ښځې د ۲۰۱۹ کال په اګسټ میاشت کې د محمد علي حلیمي په نوم یوه ۲۵ کلن افغان سړي ته خپله ۲۰ کلنه لور رقیه حیدري، چې له خپل لومړي مېړه یې طلاق اخیستی و، په زور ور په نکاح کړې وه.

د قضيې د څارنوال په وينا، محمد علي حليمي له واده پنځه مياشتې وروسته رقيه حيدري وژلې ده.

محکمې محمد علي حلیمي ته عمري بند سزا ورکړې ده.

د محکمې د حکم له مخې، ۴۸ کلنې سکينې فکر کاوه چې د لور طلاق یې د هغې د کورنۍ عزت ته زيان رسولی او له همدې امله يې د خپلې کورنۍ د عزت د بېرته ترلاسه کولو لپاره له بل سړي سره واده کولو ته اړه کړې وه.

خو نوموړې ټینګار کوي، چې هیڅ جرم یې نه دی کړی.

د اسټرالیا د قانون له مخې جبري ودونه جرم دی او سکینه محمد جان لومړنۍ ښځه ده، چې د اجباري ودونو د منع قانون څخه د سرغړونې په تور محاکمه کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د اوربند پر هوکړه سربېره، کورمه کې د قومونو تر منځ په جګړه کې د وژل شويو شمېر ۴۶ ته رسېدلی

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۰۳ GMT+۱

له کورمې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د تېرې ورځې د اوربند پر هوکړې سربېره هم جګړه شوې او تر دې دمه له دواړو لوریو ۴۶ تنه وژل شوي او ۱۷۷ تنه ټپیان دي. ويل کیږي، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.

له کورمې څخه ځايي سرچینو نن دوشنبه د (زمري اتمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته په ټيلیفون ویلي، چې د تېرې ورځې د اوربند پر هوکړه سربېره هم له تېرې شپې راهیسې د کورمې په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده او د زیانونو د ډېرېدو اندېښنې په زیاتېدو دي.

ويل کیږي دا اوس د صدې ـ بلیش خيلو، غوځګړي ـ مقبلو او کړمان ـ پاړه چمکني تر منځ جګړه روانه ده او یو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

د سیمې خلک وايي، ځايي او مرکزي حکومت د دغو قومونو تر منځ د دغې شپږ ورځنۍ جګړې په پای ته رسولو کې پاتې راغلی.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په کورمه کې د قومونو تر منځ د جګړې په اوربند هوکړه وشوه او دغه هوکړه د بوشهرې په نوم سیمې د جګړې په موخه شوې وه.

بوشهره، د کورمې په پاړه چنار هغه سیمه ده چې اوسېدونکي یې سنیان دي او ترې چارپیر خلک یې ټول شعیه ګان دي، د سیمې خلکو په خبره کله چې د سني او شعیه جګړه ونښلي نو لومړی شعیه ګان پر دغې سیمې بریدونه پیل کړي او درنه مرګ ژوبله ور واړوي.

نن دوشنبه په کورمه کې د جګړې شپږمه ورځ روانه ده او ورسره په سیمه کې خلکو احتجاج کړی چې حکومت دې د خلکو تر منځ د جګړې ختمولو لپاره ور مخکې شي.

ځايي سرچينې وايي، د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي، خلک ناروعان روغتونونو ته نه شي وړلی، د خوراکي توکو کمښت دی، ښوونځي تړلي پاتې دي او د انټرنیټ اسانتیا هم نه شته.

تېره ورځ رسنیو د قومي مشرانو له خولې راپور ورکړی وو، چې د دواړو لوریو قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې د امن جرګې غړي به قبایلي وسله وال کسان د جګړې له مرچلو راکوزوي او جګړه به پای مومي.

ويل کیږي دا مهال، د پېښور او پاړه چنار تر منځ غځېدلې لويه لاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې او په ځینو سیمو کې بیا مخابراتي او انټرنټي خدمتونه هم بند شوي دي.

پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې د بریدونو پر مهال ۷۶ پولیس وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۰۷ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، روان کال کې تردې مهاله په خیبرپښتونخوا کې پر پولیسو د بریدونو په پایله ۷۶ پولیس وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي. پر پولیسو ډیری بریدونه په ډېره اسماعیل خان کې شوي، چې له امله ۲۳ تنه وژل شوي او ۲۳ ټپیان شوي.

د پاکستان جیو نیوز ټلویزیون د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) د پاکستان «له تروریزم سره د مبارزې ریاست» له قوله راپور خپور ورکړی، چې د روان کال په اوو میاشتو کې دخیبرپښتونخوا ۷۶ پولیس وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي.

د پاکستان «له تروریزم سره د مبارزې ریاست» ویلي، چې یاد ایالت پر پولیسو تر ډیر برېدونه په ډيره اسماعیل خان سیمه کې شوي، چې له امله یې ۲۳ پولیس وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي، چې ۱۲ پولیس په بنو کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي.

د جیو نیوز د راپور له مخې ۱۱ پولیس په باجوړ کې وژل شوي او ۳۲ ټپیان شوي او همدارنګه ۱۱ په پيښور کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د حکومت له قوله راپور ورکړی، چې له افغانستانه د امریکا ځواکونو له وتلو وروسته ترهګرو ته عصري او پرمختللي وسلي په لاس ورغلې او دغه وسلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد کارول کیږي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت پولیسو ته د عصري او پرمختللو وسلو ورکول پیل کړي دي.

د پاکستان «له تروریزم سره د مبارزې ریاست» داسې مهال دغه معلومات خپاره کړي، چې تېر کال په دغه ایالت کې په ترهګریزو پېښو کې ۱۸۴ پولیس وژل شوي او ۴۰۸ تنه نور ټپیان شوي وو.

اردوغان هغه ماشوم ته پر مخ څپېړه ورکړه چې د ده لاس یې ښکل نه کړ

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۴۴ GMT+۱

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیي چې د ترکیې ولسمشر یو ماشوم ته هغه مهال پر مخ څپېړه ورکړه چې د ده لاس یې ښکل نه کړ. دغه ماشوم پر مخ له څپېړې وروسته د رجب طیب اردوغان لاس ښکل کړ، او هغه ډالۍ ورکړه.

دغه پېښه د ترکیې په شمال ختیځ کې د ریزه په ښار کې خپلو څښتنانو ته د کورونو د کونجۍ سپارلو په مراسمو کې وشوه.

وروسته له هغه چې د همدې کورنۍ دوه ماشومان په سټیج کې اردوغان ته ورغلل، یوه ماشوم د اردوغان د لاس له ښکلولو ډډه وکړه. د تركيې ولسمشر هغه پر مخ له څپېړې وهلو وروسته د خپل لاس ښکلولو ته اړ كړ.

که څه هم د مشرانو د لاسونو ښکلول په ترکیه کې یو له عامو دودونو څخه دی، خو اردوغان د ټولو د سترګو په وړاندې د یوه ماشوم په څپېړه وهل له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شول.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو ترکي کاروونکو د ماشوم پر وړاندې د اردوغان چلند «تاوتریخوالی» وباله او د هغه دا کار یې وغانده.

د ترکیې خبري رسنۍ (هولک) د ماشوم په وړاندې د اردوغان چلند «خواشینونکی» بللی دی.

د اردوغان دا چلند بې مخینې نه دی. تر دې مخکې، په یوه بل پروګرام کې، هغه ورو ورو د یوه ماشوم سر ووهلو چې هڅه یې کوله له مایکروفون سره یې تړاو پرې کړي، چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

په چین کې د باران له امله رامنځته شوې ځمکه ښویېدنه کې ۱۲ کسان مړه شوي دي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۱۴ GMT+۱

د چین دولتي تلویزیون سي جي ټي ان د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د چین په مرکزي هونان ولایت کې د باران له امله د رامنځته شوې ځمکې ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي دي.

دغه ځمکه ښویېدنه چې د سهار په اتو بجو د هینګ یانګ ښار په یولین کلي کې وشوه، د استوګنې د کور یوه برخه یې ویجاړه کړې ده.

ژغورونکو ١٨ کسان موندلي، چې له ډلې يې ١٢ مړه او شپږ نور ټپيان دي.

روغتون ته د لېږدول شویو ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

داسې بریښي، چې دغه ځمکه ښویېدنه د ګیمي په نوم توپان سره تړاو لري.

چین ته تر رسېدو مخکې دغه توپان په فیلیپین ۳۴ او تایوان کې ۱۰ کسان وژلي دي.

پوتین: امریکا روسیې سره د توغندیو رقابت ته د سړې جګړې د مودې په شان لمن وهي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۳۹ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که واشنګټن په جرمني کې لرې واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي؛ نو روسیه به هم ورته توغندي د لوېدیځو هېوادونو په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي.

متحده ایالاتو د جولای په ۱۰ مه ویلي وو، چې دوی به په ۲۰۲۶ کال په جرمني کې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو ځای پر ځای کول پیل کړي.

امریکا وايي، چې دا کار به د اوږدې مودې لپاره کوي او په دغه توغندیو کې اس-ام ۶ توغندي، توماهاوک کروز توغندي او پرمختللې هایپرسونیک وسلې شاملې دي.

100%

پوتین چې د روسیې، چین، الجزایر او هند سمندري ځواکونو ته چې د پخوانۍ امپراتورۍ په پلازمېنه سنټ پیټرزبرګ کې د روسیې د سمندري ځواکونو د ورځې په نمانځغونډه کې وینا کوله، متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ، چې په دې اقدام سره به د سړې جګړې په بڼه د توغندیو د کړکېچ لامل شي.

پوتین وویل: "زموږ په خاوره کې د داسې توغندیو هدفونو ته د الوتنې وخت به چې ممکن په راتلونکي کې په اټومي وسلو سمبال وي شاوخوا ۱۰ دقیقې وي."

هغه زیاته کړه، چې د امریکا توغندي ښايي په راتلونکي کې په اتومي وسلو سمبال شي او د روسیې په خاوره کې د دغو توغندیو له خوا د موخو ویشتل به ۱۰ دقیقې وخت ونیسي.

پوتین چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پر اوکراین یرغل کړی، دغه جګړه له لویدیځ سره د یوې تاریخي مبارزې د یوې برخې په توګه مطرح کوي، چې د ده په خبره په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته روسیې ته یې سپکاوی کړی او د مسکو د نفوذ ساحه یې تر پښو لاندې کړې ده.

اوکراين او لويديځ وايي؛ پوتين په امپرياليستي بڼه د ځمکو په لاندې کولو کې لاس لري.

دوی ژمنه کړې، چې روسیې ته به ماتې ورکړي چې دا مهال د کریمیا په ګډون د اوکراین شاوخوا ۱۸ سلنه خاوره او د اوکراین په ختیځ کې د څلورو سیمو ځینې برخې په واک کې لري.

روسیه وايي؛ هغه ځمکې چې یو وخت د روسیې د امپراتورۍ برخه وه، اوس یو ځل بیا د روسیې برخه ده او هېڅکله به بېرته نه ورکول کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د جولای په ۲۱مه ګواښ وکړ، چې مسکو به په جرمني کې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پرځای کولو په اړه د واشنګټن پلان ته "پوځي ځواب" ورکړي.

په سنټ پیټرزبرګ کې د خپلې وینا په دوام پوتین وویل، چې مسکو په اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا او د هغې د "متحدینو" فعالیتونو په اړه غور کوي او د هغې پر بنسټ به "متقابل اقدامات" وکړي.

د هغه په ​​وینا؛ واشنګټن کړکېچ ته لمن وهي او تر دې وړاندې یې ډنمارک او فیلیپین ته څو توغندي استولي دي.