• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوربند پر هوکړه سربېره، کورمه کې د قومونو تر منځ په جګړه کې د وژل شويو شمېر ۴۶ ته رسېدلی

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۰۳ GMT+۱

له کورمې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د تېرې ورځې د اوربند پر هوکړې سربېره هم جګړه شوې او تر دې دمه له دواړو لوریو ۴۶ تنه وژل شوي او ۱۷۷ تنه ټپیان دي. ويل کیږي، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.

له کورمې څخه ځايي سرچینو نن دوشنبه د (زمري اتمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته په ټيلیفون ویلي، چې د تېرې ورځې د اوربند پر هوکړه سربېره هم له تېرې شپې راهیسې د کورمې په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده او د زیانونو د ډېرېدو اندېښنې په زیاتېدو دي.

ويل کیږي دا اوس د صدې ـ بلیش خيلو، غوځګړي ـ مقبلو او کړمان ـ پاړه چمکني تر منځ جګړه روانه ده او یو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

د سیمې خلک وايي، ځايي او مرکزي حکومت د دغو قومونو تر منځ د دغې شپږ ورځنۍ جګړې په پای ته رسولو کې پاتې راغلی.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په کورمه کې د قومونو تر منځ د جګړې په اوربند هوکړه وشوه او دغه هوکړه د بوشهرې په نوم سیمې د جګړې په موخه شوې وه.

بوشهره، د کورمې په پاړه چنار هغه سیمه ده چې اوسېدونکي یې سنیان دي او ترې چارپیر خلک یې ټول شعیه ګان دي، د سیمې خلکو په خبره کله چې د سني او شعیه جګړه ونښلي نو لومړی شعیه ګان پر دغې سیمې بریدونه پیل کړي او درنه مرګ ژوبله ور واړوي.

نن دوشنبه په کورمه کې د جګړې شپږمه ورځ روانه ده او ورسره په سیمه کې خلکو احتجاج کړی چې حکومت دې د خلکو تر منځ د جګړې ختمولو لپاره ور مخکې شي.

ځايي سرچينې وايي، د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي، خلک ناروعان روغتونونو ته نه شي وړلی، د خوراکي توکو کمښت دی، ښوونځي تړلي پاتې دي او د انټرنیټ اسانتیا هم نه شته.

تېره ورځ رسنیو د قومي مشرانو له خولې راپور ورکړی وو، چې د دواړو لوریو قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې د امن جرګې غړي به قبایلي وسله وال کسان د جګړې له مرچلو راکوزوي او جګړه به پای مومي.

ويل کیږي دا مهال، د پېښور او پاړه چنار تر منځ غځېدلې لويه لاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې او په ځینو سیمو کې بیا مخابراتي او انټرنټي خدمتونه هم بند شوي دي.

پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې د بریدونو پر مهال ۷۶ پولیس وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۰۷ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، روان کال کې تردې مهاله په خیبرپښتونخوا کې پر پولیسو د بریدونو په پایله ۷۶ پولیس وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي. پر پولیسو ډیری بریدونه په ډېره اسماعیل خان کې شوي، چې له امله ۲۳ تنه وژل شوي او ۲۳ ټپیان شوي.

د پاکستان جیو نیوز ټلویزیون د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) د پاکستان «له تروریزم سره د مبارزې ریاست» له قوله راپور خپور ورکړی، چې د روان کال په اوو میاشتو کې دخیبرپښتونخوا ۷۶ پولیس وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي.

د پاکستان «له تروریزم سره د مبارزې ریاست» ویلي، چې یاد ایالت پر پولیسو تر ډیر برېدونه په ډيره اسماعیل خان سیمه کې شوي، چې له امله یې ۲۳ پولیس وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي، چې ۱۲ پولیس په بنو کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي.

د جیو نیوز د راپور له مخې ۱۱ پولیس په باجوړ کې وژل شوي او ۳۲ ټپیان شوي او همدارنګه ۱۱ په پيښور کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د حکومت له قوله راپور ورکړی، چې له افغانستانه د امریکا ځواکونو له وتلو وروسته ترهګرو ته عصري او پرمختللي وسلي په لاس ورغلې او دغه وسلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد کارول کیږي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت پولیسو ته د عصري او پرمختللو وسلو ورکول پیل کړي دي.

د پاکستان «له تروریزم سره د مبارزې ریاست» داسې مهال دغه معلومات خپاره کړي، چې تېر کال په دغه ایالت کې په ترهګریزو پېښو کې ۱۸۴ پولیس وژل شوي او ۴۰۸ تنه نور ټپیان شوي وو.

اردوغان هغه ماشوم ته پر مخ څپېړه ورکړه چې د ده لاس یې ښکل نه کړ

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۴۴ GMT+۱

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیي چې د ترکیې ولسمشر یو ماشوم ته هغه مهال پر مخ څپېړه ورکړه چې د ده لاس یې ښکل نه کړ. دغه ماشوم پر مخ له څپېړې وروسته د رجب طیب اردوغان لاس ښکل کړ، او هغه ډالۍ ورکړه.

دغه پېښه د ترکیې په شمال ختیځ کې د ریزه په ښار کې خپلو څښتنانو ته د کورونو د کونجۍ سپارلو په مراسمو کې وشوه.

وروسته له هغه چې د همدې کورنۍ دوه ماشومان په سټیج کې اردوغان ته ورغلل، یوه ماشوم د اردوغان د لاس له ښکلولو ډډه وکړه. د تركيې ولسمشر هغه پر مخ له څپېړې وهلو وروسته د خپل لاس ښکلولو ته اړ كړ.

که څه هم د مشرانو د لاسونو ښکلول په ترکیه کې یو له عامو دودونو څخه دی، خو اردوغان د ټولو د سترګو په وړاندې د یوه ماشوم په څپېړه وهل له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شول.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو ترکي کاروونکو د ماشوم پر وړاندې د اردوغان چلند «تاوتریخوالی» وباله او د هغه دا کار یې وغانده.

د ترکیې خبري رسنۍ (هولک) د ماشوم په وړاندې د اردوغان چلند «خواشینونکی» بللی دی.

د اردوغان دا چلند بې مخینې نه دی. تر دې مخکې، په یوه بل پروګرام کې، هغه ورو ورو د یوه ماشوم سر ووهلو چې هڅه یې کوله له مایکروفون سره یې تړاو پرې کړي، چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

په چین کې د باران له امله رامنځته شوې ځمکه ښویېدنه کې ۱۲ کسان مړه شوي دي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۱۴ GMT+۱

د چین دولتي تلویزیون سي جي ټي ان د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د چین په مرکزي هونان ولایت کې د باران له امله د رامنځته شوې ځمکې ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي دي.

دغه ځمکه ښویېدنه چې د سهار په اتو بجو د هینګ یانګ ښار په یولین کلي کې وشوه، د استوګنې د کور یوه برخه یې ویجاړه کړې ده.

ژغورونکو ١٨ کسان موندلي، چې له ډلې يې ١٢ مړه او شپږ نور ټپيان دي.

روغتون ته د لېږدول شویو ځینو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

داسې بریښي، چې دغه ځمکه ښویېدنه د ګیمي په نوم توپان سره تړاو لري.

چین ته تر رسېدو مخکې دغه توپان په فیلیپین ۳۴ او تایوان کې ۱۰ کسان وژلي دي.

پوتین: امریکا روسیې سره د توغندیو رقابت ته د سړې جګړې د مودې په شان لمن وهي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۳۹ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که واشنګټن په جرمني کې لرې واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي؛ نو روسیه به هم ورته توغندي د لوېدیځو هېوادونو په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي.

متحده ایالاتو د جولای په ۱۰ مه ویلي وو، چې دوی به په ۲۰۲۶ کال په جرمني کې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو ځای پر ځای کول پیل کړي.

امریکا وايي، چې دا کار به د اوږدې مودې لپاره کوي او په دغه توغندیو کې اس-ام ۶ توغندي، توماهاوک کروز توغندي او پرمختللې هایپرسونیک وسلې شاملې دي.

100%

پوتین چې د روسیې، چین، الجزایر او هند سمندري ځواکونو ته چې د پخوانۍ امپراتورۍ په پلازمېنه سنټ پیټرزبرګ کې د روسیې د سمندري ځواکونو د ورځې په نمانځغونډه کې وینا کوله، متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ، چې په دې اقدام سره به د سړې جګړې په بڼه د توغندیو د کړکېچ لامل شي.

پوتین وویل: "زموږ په خاوره کې د داسې توغندیو هدفونو ته د الوتنې وخت به چې ممکن په راتلونکي کې په اټومي وسلو سمبال وي شاوخوا ۱۰ دقیقې وي."

هغه زیاته کړه، چې د امریکا توغندي ښايي په راتلونکي کې په اتومي وسلو سمبال شي او د روسیې په خاوره کې د دغو توغندیو له خوا د موخو ویشتل به ۱۰ دقیقې وخت ونیسي.

پوتین چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پر اوکراین یرغل کړی، دغه جګړه له لویدیځ سره د یوې تاریخي مبارزې د یوې برخې په توګه مطرح کوي، چې د ده په خبره په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته روسیې ته یې سپکاوی کړی او د مسکو د نفوذ ساحه یې تر پښو لاندې کړې ده.

اوکراين او لويديځ وايي؛ پوتين په امپرياليستي بڼه د ځمکو په لاندې کولو کې لاس لري.

دوی ژمنه کړې، چې روسیې ته به ماتې ورکړي چې دا مهال د کریمیا په ګډون د اوکراین شاوخوا ۱۸ سلنه خاوره او د اوکراین په ختیځ کې د څلورو سیمو ځینې برخې په واک کې لري.

روسیه وايي؛ هغه ځمکې چې یو وخت د روسیې د امپراتورۍ برخه وه، اوس یو ځل بیا د روسیې برخه ده او هېڅکله به بېرته نه ورکول کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د جولای په ۲۱مه ګواښ وکړ، چې مسکو به په جرمني کې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پرځای کولو په اړه د واشنګټن پلان ته "پوځي ځواب" ورکړي.

په سنټ پیټرزبرګ کې د خپلې وینا په دوام پوتین وویل، چې مسکو په اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا او د هغې د "متحدینو" فعالیتونو په اړه غور کوي او د هغې پر بنسټ به "متقابل اقدامات" وکړي.

د هغه په ​​وینا؛ واشنګټن کړکېچ ته لمن وهي او تر دې وړاندې یې ډنمارک او فیلیپین ته څو توغندي استولي دي.

د غزې اوسېدونکي: اسراييلي ځواکونو په سوېل کې پرمختګ کړی او لا ډېر خلک یې بې ځایه کړي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱

اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د غزې د تړانګې په سوېل کې د حماس په مشرۍ د اورپکو سره د جګړې په دوام لا ډېرې سیمې نیولي. د غزې روغتیایی چارواکو وویل، چې د اسراییل پوځي بریدونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ فلسطینیان وژلي دي.

ټانکونو د غزې په سوېل کې د خان یونس په ختیځ کې د الکرارا، الزنا او بني سهیل په درېیو ښارونو کې لا نورې سیمې نیولي او ډاکټرانو ویلي، چې لږ تر لږه نهه فلسطینیان د یکشنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې په دغو سیمو کې وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې د خان یونس په ختیځو سیمو کې چیرې چې پوځي عملیات روان دي، د سختې جګړې غږ اورېدل کېږي.

نوې جګړې د دې لامل شوي، چې په زرګونو نورې کورنۍ خپل کورونه پرېږدي او لویدیځ ته المواسي او شمال ته د دیر البلاح په لور د ګڼې ګوڼې سیمو ته لاړ شي.

د یکشنبې په ورځ په خان یونس باندې دوه جلا اسراییلي هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

100%

د الموصې سیمې په خیمو یو هوایي برید د ماریا ابو زیاده په نوم د یوې څلور میاشتینۍ ماشومې په ګډون پنځه تنه وژلي دي.

د خان یونس په لوېدیځ کې الموصي هغه سیمه ده، چې امنه اعلان شوې ده او اسراییلي پوځ له نورو ځایونو څخه فلسطینیانو ته دغې سیمې ته د ورتګ امر کوي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې په دې سیمې د شوي برید په اړه څېړنې کوي.

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، چې د خان یونس ښار په مرکز کې پر یو کور هوايي برید ۱۰ کسان وژلي دي.

په تېرو څو ورځو کې د اسراییل پوځ ویلي وو، چې په ختیځ خان یونس کې یې له دغو سیمو څخه د راکټي بریدونو په ګډون د نویو بریدونو په ځواب کې او د حماس د بیا تنظیمېدو د مخنیوي په موخه تازه بریدونه کړي دي.

دغه پوځ وايي، چې په سیمه کې یې لسګونه وسله وال وژلي او پوځي تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

100%

په همدې حال کې د مصر پولې ته څېرمه په رفح ښار کې اسراییلي ځواکونو د ښار په شمالي برخو کې ژور پرمختګ کړی، چیرته چې دوی لا تر اوسه بشپړ کنټرول نه لري.

ټانکونو د غزې د مرکزي تړانګې په ځینو سیمو لکه؛ د بوریج کمپ، نصرت کمپ او د جوهر الدیک کلي هم په نښه کړی دی.

د غزې د ښار په تل الحوا کې چیرې چې د حماس وسله والې څانګې ویلي، چې جنګیالیو یې هلته د اسراییلي ځواکونو سره جګړه کړې، د اسراییل په هوايي برید کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

تمه وه، چې د یکشنبې په ورځ د امریکا د استخباراتو ادارې سي ای اې مشر ویلیم برنز په روم کې له خپلو اسراییلي او مصري سیالانو او د قطر له صدراعظم سره په غزه کې د اوربند او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

حماس په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند تړون غواړي، په داسې حال کې چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې جګړه به یوازې هغه وخت ودریږي، چې حماس به بشپړه توګه مات شي.

100%

د اسراییل ډولتي ټلویزیون کان وايي، چې د وروستي وړاندیز په اړه د اسراییل ځواب د شنبې په ورځ واشنګټن ته سپارل شوی و، دا د یوې موافقې د ترلاسه کولو وروستۍ هڅه وروسته له هغې چې اسراییل او حماس یو بل د کړکېچ لپاره تورنوي.

د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو په وینا؛ په غزه کې د اسراییل په عملیاتو کې تر ۳۹۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییل وايي، چې د غزې په جګړه کې یې ۳۲۸ سرتېري وژل شوي.

دوی وايي، چې د اسراییل د خونړیو بریدونو د پیل راهیسې په غزه کې د وژل شوو کسانو درېیمه برخه د حماس جنګیالي جوړوي.

د اسراییل د شمېرو له مخې؛ د اکتوبر د اوومې په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ تنه یرغمل شوي وو.