ښاغلي وحیدي زیاته کړه، په افغانستان کې د امنیت له ټېنګښت سره پر پوله ډېرې ستونزې حل شوي دي، ایراني چارواکو د یو شمېر پخوانیو ننګونو د له منځه تلو له امله ډاډ ترلاسه کړی او ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته زمینه برابره شوې ده.
په دې کتنه کې ښاغلي عبدالکبیر له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د طالبانو د بهرني سیاست مهمه برخه وبلله او زیاته یې کړه: «په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی دغه چاره نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده.»
مولوي عبدالکبیر وویل، چې په افغانستان کې د مسوول او حاکم نظام په توګه هیچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د ګاونډیانو یا نړۍ پر ضد وکارول شي.
ایران ته د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سفر په داسې حال کې ترسره شوی، چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې افغان کډوال د ایران د ځایي خلکو له تند او ناوړه چلند څخه شکایت کوي.
مسعود پزشکیان د اسلامي شورا په یو لړ مراسمو کې د ایران د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له دې مراسمو مخکې هغه په سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنو نیابتي ډلو له مشرانو سره وکتل.
د ښاغلي پزکشیان د لوړې مراسم د سې شنبې په ورځ (د زمري ۹مه) د ایران پر وخت د مازیګر ۴ بجې د اسلامي شورا په تالار کې د بهرنیو پلاويو او ملي او نظامي چارواکو په شتون کې ترسره شول.
پزشکیان په دغه مراسمو کې په خپله وینا کې د ایران د نظام او اساسي قانون د ساتنې له ژمنې وروسته وویل، څوارلسم حکومت به د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ له خوا د تصویب شوي لید او عمومي پالیسیو په اساس عمل وکړي.
همدا راز، پزشکیان په خپله وینا کې یو ځل بیا د اسراییل پر ضد دریځ خپل کړ.
له دغو څرګندونو وروسته، په مراسمو کې يو شمېر حاضرو کسانو د بهرنيو مېلمنو په شتون د اسراییل پر ضد شعارونه ورکړل.
د ایران د ولسمشر د لوړې مراسمو ته له کابل څخه د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ورغلی دی.
د مېرمن مېس د څرګندونو له مخې؛ د دې لایحې یو مهم ټکی دا دی، چې د امریکا هېڅ دولتي اداره نه شي کولای د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او یا هم په دې برخه کې بودیجه تخصیص کړي.
که څه هم امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له افغانستانه تر وتلو وروسته د امریکا پالیسي له طالبانو سره پر اړیکو متمرکزه شوې ده.