• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالکبیر د ایران د کورنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی دی

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او پر پوله د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه غږېدلی دی.

د طالبانو د ارګ اېکس پاڼې لیکلي، چې مولوي عبدالکبیر ایران ته په رسمي سفر تللی او دغه لیدنه د سې شنبې په ورځ (د زمري ۹مه) ترسره شوې ده.

د طالبانو ارګ اېکس پاڼه زیاتوي، چې ښاغلي وحیدي وویل، تهران له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو لاپراختیا ته لېوال دی.

ښاغلي وحیدي زیاته کړه، په افغانستان کې د امنیت له ټېنګښت سره پر پوله ډېرې ستونزې حل شوي دي، ایراني چارواکو د یو شمېر پخوانیو ننګونو د له منځه تلو له امله ډاډ ترلاسه کړی او ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته زمینه برابره شوې ده.

په دې کتنه کې ښاغلي عبدالکبیر له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د طالبانو د بهرني سیاست مهمه برخه وبلله او زیاته یې کړه: «په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی دغه چاره نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده.»

مولوي عبدالکبیر وویل، چې په افغانستان کې د مسوول او حاکم نظام په توګه هیچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د ګاونډیانو یا نړۍ پر ضد وکارول شي.

ایران ته د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سفر په داسې حال کې ترسره شوی، چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې افغان کډوال د ایران د ځایي خلکو له تند او ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

په دې وروستیو ورځو کې د تهران په ختیځ کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سیمې خلک د دې سیمې په پارکونو، کوڅو او تمځایونو کې پر افغان کډوالو بریدونه کوي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران پولیسو هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ پولیس ان د قانوني اسنادو سره افغانان نیسي او په زوره یې له دغه هېواده باسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې له سېلابونو د خوندیتوب لپاره محافظوي دېوالونه جوړ کړي

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې يې د سېلابونو د مخنيوي او زرګونه هېکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره کانالونه او محافظوي دېوالونه جوړ کړي دي. دا سازمان وايي، چې افغانستان د اقلیم د بحران په ځانګړې توګه د سېلابونو پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ زمري په نهمه خپل اېکس پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د ځایي ټولنو په مرسته یې د ساتنې دغه دېوالونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان وايي، چې د کرنيزو اوبو رسولو او د اوبو لګولو د کانالونو په جوړولو سره د ځايي ټولنو ملاتړ کوي؛ څو وکولای شي ډېر کرنيز محصولات توليد کړي او د فصلونو په پلورلو سره خپل اقتصادي وضعيت ښه کړي.

ملګري ملتونه وايي، په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د سختو اغېزو له امله اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.
د نوتردام د نړۍوال شاخص له مخې، چې د اقلیم د بدلون په وړاندې د زیانمنتیا او د مقاومت د ښه کولو لپاره د دوی د چمتووالي پر بنسټ درجه بندي کوي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په وړاندې شپږم ډیر زیان منونکی هېواد دی.
د دې ارزونې له مخې؛ افغانستان اوس مهال د اقلیم د بدلون د خطرونو په شاخص کې له لسو څخه اتم ځای لري.

د افغان فوټسال ملي لوبډله په ایران او تایلنډ کې له تمریناتي کمپ وروسته نړۍوال جام ته ځي

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضوي اعلان وکړ، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ایران په مشهد ښار کې د یو میاشتني تمریناتي کمپ وروسته به د تیاریو لپاره تایلنډ ته او بیا به د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام ته ولاړ شي.

څو ورځې کېږي، چې د ایران په مشهد ښار کې د دې لوبډلې په ځانګړي کمپ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تمرینات شروع کړي دي.

مجید مرتضوي په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د فوټبال فدراسیون په فیسبوک کې خپور شوی ویلي، چې د مراکش په تمريناتي لوبو کې له ملي لوبډلې سره د حمیدرضا حسیني په ګډون دوه لوبغاړي هم دغې لوبډلې ته بلل شوي دي.

مرتضوي وايي؛ هڅه کوي نړیوال جام ته تر ټولو چمتو او غوره لوبډله ولیږي.

د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې کپتان مهدي نوروزي هم ويلي دي، چې د روزنې شرایط او اسانتیاوې ښې دي او ملي لوبډله هڅه کوي، چې له پوره چمتووالي سره نړۍوال جام ته ولاړه شي.

افغانستان د نړۍوال جام په درېیم ګروپ کې د ارجنټاین، اوکراین او انګولا له لوبډلو سره سيالۍ لري.

په نړۍوال جام کې د افغانستان د لوبو مهال ویش:

افغانستان – انگولا (یکشنبه ٢٥ وږي ۱۴۰۳)

افغانستان – ارجنټاین (چهارشنبه ٢٨ وږي ۱۴۰۳)

افغانستان – اوکراین (شنبه ۳۱وږي ۱۴۰۳)

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو په ګډون به د ۱۴۰۳ کال دوږي په ۲۴ د شنبې په ورځ پيل او د تلې مياشتي تر ۱۵ نېټې یکشنبې تر ورځي به دوام وکړي.

دا څلورم ځل دی، چې د فوټسال نړۍوال جام په اسیا او د لومړي ځل لپاره په منځنۍ اسیا کې ترسره کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت طالبان یو «ترهګريز سازمان» اعلان کړ

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه خبري غونډه کې طالبان یو «ترهګریز سازمان» وباله. ویدانت پټیل خبریالانو ته وویل: «زه ډاډه یم، چې طالبان د یو ترهګريز سازمان په توګه پېژندل شوي دي.»

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال دغه څرګندونې د دوشنبې په ماښام (د زمري ۸مه) نېټه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

یاد خبريال د امريکا د ولسي جرګې د غړې نانسي مېس له خوا وړانديز شوي لايحې ته په اشارې له ښاغلي پټېل ​​څخه وپوښتل، چې ايا امريکا د پاکستان د تحريک طالبان په شان د يو «ترهګريز سازمان» په توګه د طالبانو د معرفي کولو سره موافقه لري؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «بهرنیو ترهګرو سازمانونو» په نوملړ کې د تحریک طالبان پاکستان نوم یاد شوی؛ خو افغان طالبان په دغه نوملړ کې نه دي شامل شوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د ولسي جرګې غړې نانسي مېس کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړه، چې له مخې به یې طالبان د «یوه بهرني ترهګريز سازمان» په توګه وپېژندل شي.

د مېرمن مېس د څرګندونو له مخې؛ د دې لایحې یو مهم ټکی دا دی، چې د امریکا هېڅ دولتي اداره نه شي کولای د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او یا هم په دې برخه کې بودیجه تخصیص کړي.

که څه هم امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له افغانستانه تر وتلو وروسته د امریکا پالیسي له طالبانو سره پر اړیکو متمرکزه شوې ده.

د ملي امنیت پخوانی افسر: طالبانو مې ورور په لغمان کې مرګونی ټپي کړی

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د تېر حکومت د ملي امنیت یو افسر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د لغمان د مرکز مهترلام ښار د لومړۍ حوزې لپاره د طالبانو جنايي امر صفت الله د نوموړي ورور حکمت الله په چړو وهلی دی. د صفي الله په نوم دغه پخوانی افسر وايي، طالبان یې له څه مودې راهیسې کورنۍ ځوروي.

صفی الله چې اوس امریکا کې دی، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره خبرو کې زیاته کړه: «د پخواني نظام له پرځېدو را هیسې څو ځله زما کورنۍ د ځايي طالبانو لخوا ګواښل شوې ده او یوځل یې زما ورور بندي کړی و او دا ځل یې غوښتل چې ویې وژني، خو اوس په روغتون کې مرګوني حالت کې پروت دی»

صفي الله زیاتوي له ځايي طالبانو او په ځانګړي توګه د لومړۍ امنیتي حوزې د طالبانو جنايي امر صفت الله سره کومه شخصي دوښمني نه لري.

د صفی الله په وینا کورنۍ یې د ده د ځورولو لپاره ربړول کیږي او طالبان ورته وايي، چې نوموړي په تېر نظام کې د امنیت ملي په اداره کار کار کړی دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې ویډیو کې، د دغه افسر د ټپي ورور حکمت الله روغتیايي حالت ښه نه دی.

د ټپي شوي حکمت الله یو بل ورور محمد رفیع په دغه ویډیو کې وايي چې په لغمان کې ډاکټرانو ځواب کړل، ورور یې ننګرهار ته یووړ، خو هلته له ځواب وروسته یې اوس کابل ته لېږدوي.

نوموړی زیاتوي: «زما غږ دې د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ورسیږي، چې د لغمان لومړئ امنیتي حوزې د طالبانو جنايي امر صفت الله له پنځو نورو کسانو سره زما ورور په چړو وهلی او ټپي کړی دی.

دغه کورنۍ له طالبانو د عدالت غوښتنه کوی.

تر اوسه طالبانو د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم د طالبانو مشر تر واکمنېدو مخکې د ټولبښنې خبره کړې وه، خو د دې ډلې له واکمنېدو راهیسې ملګري ملتونه او د بشري حقونو نورې څارډلې دا ډله د پخوانیو نظامیانو، پر بند، شکنجه او وژلو تورنوي.

د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما نن هم په تازه راپور کې بیا ویلي چې طالبان لا هم پخواني نظامیان بندیانوي، شکنجه کوي او وژني یې.

پخوانی دود؛ شهاب الدین دلاور د کانونو له وزارته خپل نژدې کسان افغان سره میاشت کې وګومارل

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارته بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي. ملا هبت الله اخوندزاده څه موده وړاندې ښاغلی دلاور له کانونو وزارت ګوښه کړ.

د شهاب الدین دلاور په لاسلیک مکتوبونو کې ددې ټولنې له بشري منابعو ته لېږل شوی، چې نوموړي خپل نژدې کسان د خپل څنګ ته په دندو ګمارلي دي.

په دې کسانو کې په کانونو وزارت کې د شهاب الدین دلاور پخوانی دفتر رییس شکرالله شاکر افغان سرې میاشتې ټولنه کې د هغه دفتر مشر ټاکل شوی دی.

د شهاب الدین دلاور زوم او د کانونو او پټرولېم وزارت کې د عوایدو د تنظیم رییس محمد رسول عقاب د سرې میاشتې ټولنې د اطلاعاتو او نشراتو پر مشر سربېره د دې ټولنې ویاند ګمارل شوی دی.

په غو اسنادو کې دریم کس په کانونو وزارت کې د منرالونو د تنظیم او کادستر عمومي رییس فرید برات زی دی چې اوس په سره میاشت کې د املاکو او تعمیراتو رییس ګمارل شوی دی.

د سرې میاشتې د داخلي تفتیش رییس میر قاسم ، د دفتر مرستیال رییس ذبیح الله ساپی، د معلوماتي ټیکنالوژۍ رییس اختر محمد احمدزی هغه کسان دي چې تازه د شهاب الدین دلاور لخوا په دندو ګمارل شوي دي.

شهاب الدین دلاور په بل حکم کې شېخ یار محمد فاروقي د سرې میاشتې د لودیځې حوزې د ساحوي زون رییس ټاکلی دی.

100%

تر طالبانو مخکې په جمهوریت هم نیوکې دا وې چې د وزیر بدلېدو سره د اړوند وزارت مختلف چارواکي په تېره د وزیر له دفتر سره نږدې کسان بدلېږي او اړوند چارواکی خپل د راز او نیاز کسان ګوماري.

دغه چاره د اداري فساد د زیاتېدو یو مهم لامل هم بلل کېده.

څو اوونۍ مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه او پرځای یې د طالبانو مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وګماره.