• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملي امنیت پخوانی افسر: طالبانو مې ورور په لغمان کې مرګونی ټپي کړی

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۴۸ GMT+۱

د تېر حکومت د ملي امنیت یو افسر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د لغمان د مرکز مهترلام ښار د لومړۍ حوزې لپاره د طالبانو جنايي امر صفت الله د نوموړي ورور حکمت الله په چړو وهلی دی. د صفي الله په نوم دغه پخوانی افسر وايي، طالبان یې له څه مودې راهیسې کورنۍ ځوروي.

صفی الله چې اوس امریکا کې دی، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره خبرو کې زیاته کړه: «د پخواني نظام له پرځېدو را هیسې څو ځله زما کورنۍ د ځايي طالبانو لخوا ګواښل شوې ده او یوځل یې زما ورور بندي کړی و او دا ځل یې غوښتل چې ویې وژني، خو اوس په روغتون کې مرګوني حالت کې پروت دی»

صفي الله زیاتوي له ځايي طالبانو او په ځانګړي توګه د لومړۍ امنیتي حوزې د طالبانو جنايي امر صفت الله سره کومه شخصي دوښمني نه لري.

د صفی الله په وینا کورنۍ یې د ده د ځورولو لپاره ربړول کیږي او طالبان ورته وايي، چې نوموړي په تېر نظام کې د امنیت ملي په اداره کار کار کړی دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې ویډیو کې، د دغه افسر د ټپي ورور حکمت الله روغتیايي حالت ښه نه دی.

د ټپي شوي حکمت الله یو بل ورور محمد رفیع په دغه ویډیو کې وايي چې په لغمان کې ډاکټرانو ځواب کړل، ورور یې ننګرهار ته یووړ، خو هلته له ځواب وروسته یې اوس کابل ته لېږدوي.

نوموړی زیاتوي: «زما غږ دې د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ورسیږي، چې د لغمان لومړئ امنیتي حوزې د طالبانو جنايي امر صفت الله له پنځو نورو کسانو سره زما ورور په چړو وهلی او ټپي کړی دی.

دغه کورنۍ له طالبانو د عدالت غوښتنه کوی.

تر اوسه طالبانو د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم د طالبانو مشر تر واکمنېدو مخکې د ټولبښنې خبره کړې وه، خو د دې ډلې له واکمنېدو راهیسې ملګري ملتونه او د بشري حقونو نورې څارډلې دا ډله د پخوانیو نظامیانو، پر بند، شکنجه او وژلو تورنوي.

د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما نن هم په تازه راپور کې بیا ویلي چې طالبان لا هم پخواني نظامیان بندیانوي، شکنجه کوي او وژني یې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

پخوانی دود؛ شهاب الدین دلاور د کانونو له وزارته خپل نژدې کسان افغان سره میاشت کې وګومارل

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارته بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي. ملا هبت الله اخوندزاده څه موده وړاندې ښاغلی دلاور له کانونو وزارت ګوښه کړ.

د شهاب الدین دلاور په لاسلیک مکتوبونو کې ددې ټولنې له بشري منابعو ته لېږل شوی، چې نوموړي خپل نژدې کسان د خپل څنګ ته په دندو ګمارلي دي.

په دې کسانو کې په کانونو وزارت کې د شهاب الدین دلاور پخوانی دفتر رییس شکرالله شاکر افغان سرې میاشتې ټولنه کې د هغه دفتر مشر ټاکل شوی دی.

د شهاب الدین دلاور زوم او د کانونو او پټرولېم وزارت کې د عوایدو د تنظیم رییس محمد رسول عقاب د سرې میاشتې ټولنې د اطلاعاتو او نشراتو پر مشر سربېره د دې ټولنې ویاند ګمارل شوی دی.

په غو اسنادو کې دریم کس په کانونو وزارت کې د منرالونو د تنظیم او کادستر عمومي رییس فرید برات زی دی چې اوس په سره میاشت کې د املاکو او تعمیراتو رییس ګمارل شوی دی.

د سرې میاشتې د داخلي تفتیش رییس میر قاسم ، د دفتر مرستیال رییس ذبیح الله ساپی، د معلوماتي ټیکنالوژۍ رییس اختر محمد احمدزی هغه کسان دي چې تازه د شهاب الدین دلاور لخوا په دندو ګمارل شوي دي.

شهاب الدین دلاور په بل حکم کې شېخ یار محمد فاروقي د سرې میاشتې د لودیځې حوزې د ساحوي زون رییس ټاکلی دی.

100%

تر طالبانو مخکې په جمهوریت هم نیوکې دا وې چې د وزیر بدلېدو سره د اړوند وزارت مختلف چارواکي په تېره د وزیر له دفتر سره نږدې کسان بدلېږي او اړوند چارواکی خپل د راز او نیاز کسان ګوماري.

دغه چاره د اداري فساد د زیاتېدو یو مهم لامل هم بلل کېده.

څو اوونۍ مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دندې ګوښه او پرځای یې د طالبانو مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وګماره.

پاريس ۲۰۲۴ المپيک سيالۍ: د افغانستان د جودو لوبغاړی محمد صميم فيض زاد سبا خپله لوبه کوي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د جودو لوبغاړی محمد صمیم فیض زاد به سبا سې شنبه (د زمري ۹مه) د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې له اتریشي لوبغاړي بورخشویلي سره مخامخ شي. دا لوبه به د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ دقیقې د «چمپ ډي مارس ایرینا» په لوبغالي کې ترسره شي.

محمد صمیم فیض زاد د افغانستان د شپږ کسیزې ډلې یوازینی لوبغاړی دی، چې د پاریس المپیک سیالیو ته له هېواده تللی دی.

فیض زاد ۲۱ کلن دی او د اتریش سيال لوبغاړی یې ۲۵ کلن او تجربه کار دی؛ خو صميم فيضزاد وايي، چې د دغو سياليو لپاره يې ځان چمتو کړى او هيله لري، چې له ډېرو کلونو وروسته به په المپيک کې افغانستان ته مډال تر لاسه کړي.

دغه لوبغاړی په ۲۰۱۶ کال کې د جنوبي اسیا د جودو په سیالیو کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال هم ګټلی و.

بورخشویلي د فیض زاد سيال بیا په تاجکستان کې د ۲۰۲۴ المپیک د وړتيا په سیالیو کې د سپینو زرو مډال په ګټلو وکولای شول د المپیک سیالیو ته لاره پېدا کړي.

دغه لوبغاړي په اصل کې د چيچنيا هېواد دى، په بېلابېلو سياليو کې يې بېلابېل مډالونه ګټلي او اوس د اتريش لپاره لوبه کوي.

امیر خان متقي: د متوازن سیاست په رڼا کې د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړو

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د جاپان ساسکوا بنسټ مشر ایتسو اداچي او د یوناما پخواني مشر تادا میچي یاماموتو سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه ډله د متوازن سیاست په رڼا کې له نړۍ سره مثبتې اریکې غواړي.

د طالبانو د بهرنیو چاروز وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دغه لیدنه کې ښاغلي اداچي له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې په هر اړخیزه همکارۍ ټينگار کړی.

د نوموړي په وینا؛ ښاغلي اداجي د دغې ډلې پلاوي ته جاپان ته د سفر رسمي بلنه ورکړې او متقي هم ورته د پلاوي د تګ په اړه ډاډ ورکړی دی.

متقي دغه راز د دوحې۳ مه ناسته مثبته بللې او د متوازن سیاست په رڼا کې یې د نړۍ له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو په اړه د دغې ډلې بهرنی سیاست بیانولو سره د افغانستان په تړاو هر مثبت بدلون او سیاسي پرمختگ یې اغیزناکه ګام بللی دی.

طالبانو که څه هم په وار - وار له نړۍوالې ټولنې سره د مثبت تعامل خبره کړې؛ خو د دغې ډلې د سختو سیاستونو له امله یاده ډله لا هم څوک په رسمیت نه پېژني.

طالبانو په غور کې درې ورونه چې د پخواني حکومت نظامیان وو په ډزو ووژل

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۱

سیمه ییزو امنیتي سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې درې ورونه په ډزو ووژل. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان د افغانستان د تېر حکومت د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي وو.

طالبانو تایید کړې، چې دوی دغه درې تنه د دې ډلې د یو غړي د وژلو وروسته له زندان څخه د تېښتې پر مهال وژلي دي.

د دوشنبې په ورځ (د زمري په اتمه) سیمه ییزو سرچینو وویل، چې طالبانو په همدې ورځ د سرجنګل په کلي کې دغه درې پخواني عسکر د جرم له ثابتولو پرته د خلکو په مخ کې "صحرايي محکمه او اعدام کړل".

د سرچېنو له مخې؛ دغه درې واړه کسان د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته په کرونده بوخت وو.

په همدې حال کې په غور کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې دغه کسان "درې فتنې او خوارج عناصر" بللي، چې د طالبانو په وینا څو ورځې وړاندې یې د دې ډلې یو غړی سعیدالله وژلی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د وسله والو طالبانو د غړي له وژلو وروسته تښتېدلي؛ خو د دې ډلې ځواکونو نيولي دي.

طالبانو ویلي، چې تورن کسان په مرغاب ولسوالۍ کې د دې ډلې د څارنې له کور څخه تر نیول کېدو وروسته په تېښته بریالي شوي او په پایله کې یې د ډلې ځواکونو پرې ډزې کړي او وژلي دي.

طالبانو ویلي، چې دغو کسانو په غور کې د "خوارج" تر چتر لاندې کار کاوه؛ طالبان د داعش ډله د "خوارج" په نوم یادوي.

سره له دې چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته «عمومي عفوه» اعلان کړه، د دغې ډلې د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د تېر حکومت د سرتېرو د وژلو، نيولو او شکنجه کولو بې شمېره راپورونه خپاره شوي دي.

طالبان د داعش د غړیتوب په تور د حکومت پخواني کارکوونکي، سیاسي مخالفین او یا هم عام خلک وژني.

دغې ډلې د چهارشنبې په شپه (د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۷) د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې اته تنه په ډزو ووژل.

د طالبانو ویاند هغه مهال ویلي وو، چې وژل شوي کسان د داعش غړي وو او د وسله والو په نښته کې د دغې ډلې د ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د دغو قربانیانو کورنیو دوه ورځې وروسته په کابل کې د خپلو ځامنو د وژلو پر ضد اعتراض وکړ. دغو کورنیو رسنیو ته ویلي، چې ځامن یې ملکي وګړي دي او د یوې ساختماني پروژې لپاره مزارشریف ته تللي وو.

دې کورنۍ هغه مهال ویلي وو، چې طالبانو منلې وه، چې د دوی ځامن"د ناسم پوهاوي" له امله وژل شوي دي.

حقاني د کانکور برياليو زده کوونکو ته: د عصري او ديني زده کړو ترمنځ واټن د اشغال دسیسه وه

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنيو چارو وزير د کانکور ازمويني د ۱۰ غوره زده کوونکو سره په ليدنه کې ويلي، چې د عصري او ديني زده کړو ترمنځ واټن د اشغال موخه او دسيسه ده او په ګډه به یې مخه نيسي. سراج حقاني له ټولو غوښتې، چې علم باید د "اسلامي او ملي" ارزښتونو د دفاع لپاره تر سره شي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې سراج حقاني دغه ۱۰ غوره زده کوونکي ستايلي او له ټولو يې غوښتي، چې «د اسلامي او ملي ارزښتونو» ساتنه وکړي.

حقاني نن د دې زده کوونکو د هغوی له ښوونکو او کورنيو سره ليدلي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې سراج حقاني په دې ليدنه کې ځوانانو ته ويلي: «له سیاسي لومو او اختلافي مسایلو څخه ځانونه لري وساتي، د زده کړو پر وخت خپل هدف ته ډېره پاملرنه وکړی؛ ترڅو د دین او هېواد خدمت جوګه شي.»

درې ورځي وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم د سږ کال د کانکور په ازموينه کې بریالیو زده‌کوونکو سره په لیدنه کې ويلي، چې د ښوونځي او مدرسې فارغان یو شان حقونه لري.
خو پر طالبانو نیوکې دي چې زرګونو له پوهنتون فارغو شويو ځوانانو ته یې دندې نه دي ورکړې.

د طالبانو حکومت د تېر په څېر سږکال ۱۴۰۳ هم د کانکور عمومي ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیسته او لا یې هم د درېیو کلو په تېرېدو د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه دی لرې کړی.
د ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري سازمانونو له نیوکو سره - سره طالبانو له ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ازادۍ حق اخیستی او په ټولو چارو کې یوازې خپلو نارینه هغو ملګرو ته پاملرنه کړې، چې مدرسه یې لوستې وي او یایې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په جګړه کې برخه اخیستي وي.