حقاني د کانکور برياليو زده کوونکو ته: د عصري او ديني زده کړو ترمنځ واټن د اشغال دسیسه وه

AP ۱۴۰۳ زمری ۸

د طالبانو د کورنيو چارو وزير د کانکور ازمويني د ۱۰ غوره زده کوونکو سره په ليدنه کې ويلي، چې د عصري او ديني زده کړو ترمنځ واټن د اشغال موخه او دسيسه ده او په ګډه به یې مخه نيسي.

سراج حقاني له ټولو غوښتې، چې علم باید د "اسلامي او ملي" ارزښتونو د دفاع لپاره تر سره شي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې سراج حقاني دغه ۱۰ غوره زده کوونکي ستايلي او له ټولو يې غوښتي، چې «د اسلامي او ملي ارزښتونو» ساتنه وکړي.

حقاني نن د دې زده کوونکو د هغوی له ښوونکو او کورنيو سره ليدلي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې سراج حقاني په دې ليدنه کې ځوانانو ته ويلي: «له سیاسي لومو او اختلافي مسایلو څخه ځانونه لري وساتي، د زده کړو پر وخت خپل هدف ته ډېره پاملرنه وکړی؛ ترڅو د دین او هېواد خدمت جوګه شي.»

درې ورځي وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم د سږ کال د کانکور په ازموينه کې بریالیو زده‌کوونکو سره په لیدنه کې ويلي، چې د ښوونځي او مدرسې فارغان یو شان حقونه لري.
خو پر طالبانو نیوکې دي چې زرګونو له پوهنتون فارغو شويو ځوانانو ته یې دندې نه دي ورکړې.

د طالبانو حکومت د تېر په څېر سږکال ۱۴۰۳ هم د کانکور عمومي ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیسته او لا یې هم د درېیو کلو په تېرېدو د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه دی لرې کړی.
د ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري سازمانونو له نیوکو سره - سره طالبانو له ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ازادۍ حق اخیستی او په ټولو چارو کې یوازې خپلو نارینه هغو ملګرو ته پاملرنه کړې، چې مدرسه یې لوستې وي او یایې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په جګړه کې برخه اخیستي وي.

نور خبرونه

رادیو