• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبريالانو مرکز: طالبان دې په کندهار کې د «ملت غږ» راډيو خبريال خوشې کړي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د افغانستان د خبريالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له لوري په خپلسري ډول د يوه سيمه ييز خبریال د نیول کېدو په غبرګون کې له طالبانو غوښتي، چې د قانون خلاف د خبريالانو نیول دې بند کړي. طالبانو څو ورځې وړاندې سيمه ييز خبريال محمد ابراهيم محتاج نیولی او بندي کړی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د دوشنبې په ورځ «د زمري ۸مه» نېټه په يوې اعلاميه کې د کندهار له طالبانو غوښتي، چې د رسنيو او خبریالانو په وړاندې هر ډول شکايتونه او ستونزې دې د ځانګړو کمېسيونونو له لارې حل کړي.

د یکشنبې په ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ويلي و، چې طالبانو په دې ولایت کې د «ملت غږ» سيمه ييزې راډيو خبريال او د خپرونو چمتو کوونکی محمد ابراهیم محتاج نیولی او کورنۍ يې لا هم خبره نده، چې هغه چيرته دی.

نن د افغانستان د خبريالانو مرکز هم په يوې اعلاميه کې د کندهار د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې څخه غوښتي، چې نیول شوی خبريال دې له قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه مرکز په خپله اعلاميه کې ويلي، چې په تېره يوه مياشت کې په کندهار کې دا دريم خبریال دی، چې د طالبانو له لورې له پوښتنې پرته نيول کيږي.

په کندهار کې د طالبانو استخباراتو د چنګاښ په ۲۲مه ازاد خبريال محمديار مجروح هم نیولی او تر اوسه د دې ولایت په مرکزي زندان کې د يوه نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

که څه هم د نيول شويو خبریالانو کورنۍ له خبرو کولو منعه شوي؛ خو خپلې اندېښنې يې له رسنيو سره شريکې کړي دي.

سرچينې وايي، چې په کندهار کې نږدې ټول خبريالان، د رسنيو کار کوونکي او د ټولنيزو رسنیو کاروونکي د طالبانو له لورې تر سخت فشار او تهديد لاندې دي او هېڅوک د طالبانو له وېرې او اجازې پرته څه نه شي خپرولی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس کړي.
د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: سوېلي اسیا کې سېلابونه له شپږو میلیونو د ډېرو ماشومان ژوند ګواښي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۱

یونېسف په افغانستان، بنګله دېش، هند، نیپال او پاکستان کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښویدنې له امله د زیانمنو شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو په اړه اندېښنه ښودلې.

د سوېلي اسیا لپاره د یونېسف سیمه ییز مشر په یوه بیان کې له دغو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د ماشومانو ساته وکړي ځکه په راتلونکو اوونیو کې د سختو بارانونو اټکل شوی.

د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق “یونېسف” په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په سوېلي اسیا کې د سېلابونو له امله له شپږ میلیونو ډیر ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي.

یونېسف دغه راپور د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) خپور کړی.

دغه سازمان وايي؛ زموږ خواخوږي له هغو ماشومانو او کورنیو سره ده چې په سوېلي اسیا کې د سختې هوا او پیښو له امله یې خپلوان له لاسه ورکړي دي.

همدارنګه یونېسف وايي، په یادو هېوادونو کې د هغه شپږ میلیونو ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره یې هم اندیښمن دي، چې کورونه یې له لاسه ورکړي، بېځایه شوي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې سېلابونو له رواني اړخه چې تر مرګ او ټپي کېدو ډیر خطرناک حالت دی ماشومان سخت ځپلي دي.

پاکو اوبو ته د ماشومانو لاسرسی کم شوی او دا په ماشومانو کې د ناروغۍ او اسهال د خپریو ګواښ زیاتوي.

یونېسف وايي، که په داسې حالاتو کې د ماشومانو درملنه ونه شي، ماشومانو به د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شي.

د ماشومانو د ساتنې اداره وړاندې لیکي، د افغانستان په ختیځ کې وروستيو سیلابونو ۵۸ تنه مړه کړي او تر ۱۹۰۰ زیاتې کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي.

همدارنګه زیاتوي، چې د جون په میاشت کې د بغلان او بدخشان شمالي ولایتونه او په لوېدیځ غور ولایت کې د سېلابونو له امله لسګونه زره ماشومان زیانمن شوي دي.

د یونېسف د راپور له مخې په نیپال کې سیلابونو او د ځمکې ښویدنې له امله د ۳۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۹ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه یونېسف ویلي، چې په بنګله‌دیش کې د اقلیمي بدلون له امله د دغه هیواد په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې د ۶،۱ میلیون ماشومانو ژوند د مئ میاشتې راهیسې د سخت بارانونو او ورپسې سیلابونو له امله زیامن شوی دی.

د دغه راپور له مخې د هند په اسام ایالت کې د جون له میاشتې راهیسې په لوړه کچه ریکارډ شوی باران چې د سیلابونو لامل شوی و، د نیم میلیون ماشومانو او د هغوی د کورنیو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

همدارنګه په پاکستان کې سختو بارانونو او سیلابونو له اپریل میاشتې راهیسې د ۷۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲۴ کسان مړه کړي.

یونېسف وايي، د اقلیمي بدلون له امله د هوا دغه ناسمې پیښې په سوېلي اسیا کې د ماشومانو ژوند بدلوي او ګواښلی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې افغانستان، بنګله دېش، هند او پاکستان د سوېلي اسیا په څلورو هېوادونو کې دي چې ماشومان پکې د اقلیم د کړکېچ د اغېزو له ډېر ګواښ سره مخ دي.

یونیسف په راتلونکو اونیو کې د درنو بارانونو ورېدو د اټکلونو په اړه اندیښمن دی او دا بارانونه کولی شي ماشومان نور هم له خطر سره مخامخ کړي.

یونېسف په حکومتونو غږ کړی، چې د ماشومانو د ژوند خوندي کولو لپاره ښه چمتووالی ونیسي او چټک غبرګون وښيي.

د ماشومانو د ساتنې اداره د اقلیمي بدلون له امله د زیانمن شویو ماشومانو او د هغوی د کورنیو سره د مرستو لپاره ۹،۳ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

طالبان: له پاکستان او ایران څخه له شپږ سوو ډېر افغان کډوال راستانه کړل شول

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ‌ ۱۷۲ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو راستنې کړل شوې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د (زمري اوومه) ۱۷۲ افغانې کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۱ تنو ته رسیږي د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د هرات اسلام کلا، د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارې راستنې کړل شوې دي.

طالبان وايي، دغه افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په زور او د ایران له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت وايي، د راستنو شویو افغان کډوالو له ډلې یې له ۱۲۸ کورنیو سره نغدې مرستې کړې، یو شمېر په لنډمهاله پندغالو کې ځای پر ځای کړي او یو شمېر یې هم خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اوسېدو د قانوني اسنادونه پلټه پیل شوې او په ایران کې بیا د افغان کډوالو پر ضد لاریونه شوي دي.

مولوي عبدالکبیر د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګدون په موخه ایران ته ولاړ

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته په درې ورځني سفر ولاړ. ویل کیږي،‌ چې نوموړی به د درېیو ورځو لپاره په ایران کې پاتې شي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په اېکس پاڼه د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) لیکلي، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر ولاړ.

د معلوماتو له مخې، دغه طالب چارواکی به د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون تر څنګ یو شمېر نورې رسمي ناستې او لیدنې هم ولري.

مولوي عبدالکبیر به د ایراني چارواکو سره په رسمي ناستو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وکړي.

ویل کیږي چې دغه طالب پلاوی به د درې ورځني سفر پر مهال په ایران کې د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

دغه طالب پلاوی په داسې حال کې ایران ته سفر کوي، چې په ورستیو څو ورځې کې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ضد په دغه هېواد کې لاریونونه شوي او همدارنګه د ایرانیانو له لوري د افغان کډوالو د ځورولو تر څنګ هغوی په دغه هېواد کې له کار کولو څخه هم منع شوي دي.

طالبانو په غزني کې یو کس د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلی

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پر دغه کس یې د خلکو د سترګو په وړاندې تعزیري سزا پلې کړې. طالبان وايي یاد کس یې په غلا تورن کړی و.

د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) د یوې خبرپانې په خپرلو سره ویلي، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د لومړۍ محکمې له لوري یې یوه کس ته چې په غلا تورن و، ۳۵ دورې تعزیري سزا ورکړې ده.

همدارنګه په خبرپانه لیکل شوي، چې په غلا تورن کس ته یې د دوو کلو تنفیذي بند سزا هم اورولې ده.

طالبانو د تورن کس هویت نه دی په ډاکه کړی.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، پر تورن کس یاد حکم د غزني ولایت د مرافعې محکمې د مشر له پخلي وروسته پلی شوی.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو له لوري کلکې نیوکې کیږي، خو طالبانو په عام محضر کې د بدني سازګانو ورکولو لړۍ روانه ساتلې ده.

ځايي سرچينې وايي، په هرات کې د ټرافيکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

ځايي سرچينې وايي، چې دغه پېښه تېره شپه د هرات – ادرسکن پر لويه لاره د ادرسکن ولسوالۍ په خاجوري سيمه کې له يوه باروړونکي موټر سره د سورلۍ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. ویل کیږي، په دې پېښه کې د درېيو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون اته کسان مړه شوي.

یادې پېښې ته نږدې کسانو ویلي، چې دغه ټکر دومره په شدت سره شوی چې د سورلۍ وړوکی موټر څو ټوټې شوی او د مړو ځینې جسدونه هم ټوټې ټوټې شوي.

په هرات کې ځايي طالب چارواکو د دغې پېښې په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د موټرو د ټکر پیښې نوې نه دي او هره ورځ په منځني ډول له یوې تر درېیو پورې د ټکر پېښې په بېلابیلو ولایتونو کې کیږي.

له دې پېښې يوه ورځ مخکې د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د ټرافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي وو.

په افغانستان کې د موټرو د ټکر پېښې د چلوونکو ګړندی تګ او له ټرافیکي اصولو څخه د چلوونکو سرغړونه په ګوته شوې چې تل پر لویو لارو د ټکر لامل کیږي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د موټرو د ټکر له دومره زیاتو پېښو سره سره بیا هم په دې نه دي توانیدلي چې د داسې پېښو مخه ونیسي.

د طالبانو د ټرافیکي عمومي ریاست او ولایتي څانګې یې یوازې د عوایدو زیاتېدو په موخه د چلوونکو په نامه هر کس ته د موټر چلولو لایسنس ویشي، چې بیا په ښارونو او لویو لارو کې دغه چاره د ټکر د ډېرو پېښو لامل کیږي.