• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاريس ۲۰۲۴ المپيک سيالۍ: د افغانستان د جودو لوبغاړی محمد صميم فيض زاد سبا خپله لوبه کوي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د جودو لوبغاړی محمد صمیم فیض زاد به سبا سې شنبه (د زمري ۹مه) د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې له اتریشي لوبغاړي بورخشویلي سره مخامخ شي. دا لوبه به د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ دقیقې د «چمپ ډي مارس ایرینا» په لوبغالي کې ترسره شي.

محمد صمیم فیض زاد د افغانستان د شپږ کسیزې ډلې یوازینی لوبغاړی دی، چې د پاریس المپیک سیالیو ته له هېواده تللی دی.

فیض زاد ۲۱ کلن دی او د اتریش سيال لوبغاړی یې ۲۵ کلن او تجربه کار دی؛ خو صميم فيضزاد وايي، چې د دغو سياليو لپاره يې ځان چمتو کړى او هيله لري، چې له ډېرو کلونو وروسته به په المپيک کې افغانستان ته مډال تر لاسه کړي.

دغه لوبغاړی په ۲۰۱۶ کال کې د جنوبي اسیا د جودو په سیالیو کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال هم ګټلی و.

بورخشویلي د فیض زاد سيال بیا په تاجکستان کې د ۲۰۲۴ المپیک د وړتيا په سیالیو کې د سپینو زرو مډال په ګټلو وکولای شول د المپیک سیالیو ته لاره پېدا کړي.

دغه لوبغاړي په اصل کې د چيچنيا هېواد دى، په بېلابېلو سياليو کې يې بېلابېل مډالونه ګټلي او اوس د اتريش لپاره لوبه کوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

امیر خان متقي: د متوازن سیاست په رڼا کې د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړو

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د جاپان ساسکوا بنسټ مشر ایتسو اداچي او د یوناما پخواني مشر تادا میچي یاماموتو سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه ډله د متوازن سیاست په رڼا کې له نړۍ سره مثبتې اریکې غواړي.

د طالبانو د بهرنیو چاروز وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دغه لیدنه کې ښاغلي اداچي له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې په هر اړخیزه همکارۍ ټينگار کړی.

د نوموړي په وینا؛ ښاغلي اداجي د دغې ډلې پلاوي ته جاپان ته د سفر رسمي بلنه ورکړې او متقي هم ورته د پلاوي د تګ په اړه ډاډ ورکړی دی.

متقي دغه راز د دوحې۳ مه ناسته مثبته بللې او د متوازن سیاست په رڼا کې یې د نړۍ له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو په اړه د دغې ډلې بهرنی سیاست بیانولو سره د افغانستان په تړاو هر مثبت بدلون او سیاسي پرمختگ یې اغیزناکه ګام بللی دی.

طالبانو که څه هم په وار - وار له نړۍوالې ټولنې سره د مثبت تعامل خبره کړې؛ خو د دغې ډلې د سختو سیاستونو له امله یاده ډله لا هم څوک په رسمیت نه پېژني.

طالبانو په غور کې درې ورونه چې د پخواني حکومت نظامیان وو په ډزو ووژل

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۱

سیمه ییزو امنیتي سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې درې ورونه په ډزو ووژل. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان د افغانستان د تېر حکومت د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي وو.

طالبانو تایید کړې، چې دوی دغه درې تنه د دې ډلې د یو غړي د وژلو وروسته له زندان څخه د تېښتې پر مهال وژلي دي.

د دوشنبې په ورځ (د زمري په اتمه) سیمه ییزو سرچینو وویل، چې طالبانو په همدې ورځ د سرجنګل په کلي کې دغه درې پخواني عسکر د جرم له ثابتولو پرته د خلکو په مخ کې "صحرايي محکمه او اعدام کړل".

د سرچېنو له مخې؛ دغه درې واړه کسان د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته په کرونده بوخت وو.

په همدې حال کې په غور کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې دغه کسان "درې فتنې او خوارج عناصر" بللي، چې د طالبانو په وینا څو ورځې وړاندې یې د دې ډلې یو غړی سعیدالله وژلی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د وسله والو طالبانو د غړي له وژلو وروسته تښتېدلي؛ خو د دې ډلې ځواکونو نيولي دي.

طالبانو ویلي، چې تورن کسان په مرغاب ولسوالۍ کې د دې ډلې د څارنې له کور څخه تر نیول کېدو وروسته په تېښته بریالي شوي او په پایله کې یې د ډلې ځواکونو پرې ډزې کړي او وژلي دي.

طالبانو ویلي، چې دغو کسانو په غور کې د "خوارج" تر چتر لاندې کار کاوه؛ طالبان د داعش ډله د "خوارج" په نوم یادوي.

سره له دې چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته «عمومي عفوه» اعلان کړه، د دغې ډلې د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د تېر حکومت د سرتېرو د وژلو، نيولو او شکنجه کولو بې شمېره راپورونه خپاره شوي دي.

طالبان د داعش د غړیتوب په تور د حکومت پخواني کارکوونکي، سیاسي مخالفین او یا هم عام خلک وژني.

دغې ډلې د چهارشنبې په شپه (د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۷) د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې اته تنه په ډزو ووژل.

د طالبانو ویاند هغه مهال ویلي وو، چې وژل شوي کسان د داعش غړي وو او د وسله والو په نښته کې د دغې ډلې د ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د دغو قربانیانو کورنیو دوه ورځې وروسته په کابل کې د خپلو ځامنو د وژلو پر ضد اعتراض وکړ. دغو کورنیو رسنیو ته ویلي، چې ځامن یې ملکي وګړي دي او د یوې ساختماني پروژې لپاره مزارشریف ته تللي وو.

دې کورنۍ هغه مهال ویلي وو، چې طالبانو منلې وه، چې د دوی ځامن"د ناسم پوهاوي" له امله وژل شوي دي.

حقاني د کانکور برياليو زده کوونکو ته: د عصري او ديني زده کړو ترمنځ واټن د اشغال دسیسه وه

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنيو چارو وزير د کانکور ازمويني د ۱۰ غوره زده کوونکو سره په ليدنه کې ويلي، چې د عصري او ديني زده کړو ترمنځ واټن د اشغال موخه او دسيسه ده او په ګډه به یې مخه نيسي. سراج حقاني له ټولو غوښتې، چې علم باید د "اسلامي او ملي" ارزښتونو د دفاع لپاره تر سره شي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې سراج حقاني دغه ۱۰ غوره زده کوونکي ستايلي او له ټولو يې غوښتي، چې «د اسلامي او ملي ارزښتونو» ساتنه وکړي.

حقاني نن د دې زده کوونکو د هغوی له ښوونکو او کورنيو سره ليدلي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې سراج حقاني په دې ليدنه کې ځوانانو ته ويلي: «له سیاسي لومو او اختلافي مسایلو څخه ځانونه لري وساتي، د زده کړو پر وخت خپل هدف ته ډېره پاملرنه وکړی؛ ترڅو د دین او هېواد خدمت جوګه شي.»

درې ورځي وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم د سږ کال د کانکور په ازموينه کې بریالیو زده‌کوونکو سره په لیدنه کې ويلي، چې د ښوونځي او مدرسې فارغان یو شان حقونه لري.
خو پر طالبانو نیوکې دي چې زرګونو له پوهنتون فارغو شويو ځوانانو ته یې دندې نه دي ورکړې.

د طالبانو حکومت د تېر په څېر سږکال ۱۴۰۳ هم د کانکور عمومي ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیسته او لا یې هم د درېیو کلو په تېرېدو د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه دی لرې کړی.
د ملګرو ملتونو او نړۍوالو بشري سازمانونو له نیوکو سره - سره طالبانو له ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ازادۍ حق اخیستی او په ټولو چارو کې یوازې خپلو نارینه هغو ملګرو ته پاملرنه کړې، چې مدرسه یې لوستې وي او یایې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په جګړه کې برخه اخیستي وي.

د طالبانو د دفاع وزارت په بګرام کې د هوايي مدافع په جوړولو کې د چین له مرستې انکار کړی

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په بګرام هوايي اډه کې د چین په مرسته د هوايي مدافع نصبول له حقیقته لرې بولي. ښاغلي خوارزمي وویل، چې په بګرام کې د هوايي مدافع په نصبولو کې د چین د مرستې په اړه د وزارت په نوم خپور شوی مکتوب جعلي دی.

عنايت الله خوارزمي پر اېکس پاڼه ليکلي: «د یو جعلي مکتوب پر بنسټ د ځینو رسنیو ادعا چې چین په بګرام کې د هوايي دفاع په نصبولو کې همکاري کړې، په بشپړه توګه بې اساسه او له حقیقته لرې ده.»

تر دې وړاندې په ځینو سیمه ییزو رسنیو کې یو لیک خپور شوی و، چې په کې « افغانستان د چين په همکارۍ د هوايي کنټرول د اخيستو لپاره د چمتوالي» یادونه شوې وه.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د افغانستان هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې ته په اشارې سره وویل، چې دوی هڅه کوي د هوايي حریم کنټرول په لاس کې واخلي.

ملا یعقوب ویلي، څنګه چې طالبانو د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه کړې، د هوايي حریم کنټرول به هم په لاس کې واخلي.

وروسته له هغه چې طالبان په ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې واک ته ورسېدل بې پيلوټه الوتکې په پرله پسې ډول په مختلفو ولایتونو کې ګزمې کوي.

امریکايي چارواکو تایید کړې، چې دوی له فضا څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.

د طالبانو ویاند تر دې وړاندې ویلي وو، طالبان توانېدلي چې د افغانستان خاوره د امریکایانو له «اشغال» وژغوري؛ خو د افغانستان هوايي حریم لا هم د «اشغال» په حال کې دی.

له ښوونځي فارغان: د طالبانو د املایي تېروتنو له امله د دوی شهادتنامې جعلي بلل کیږي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۲ GMT+۱

له دولسمو ټولګیو یو شمېر فارغانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په شهادتنامو کې د طالبانو د پوهنې وزارت د کارکوونکو د املایي تېروتنو له امله د دوی شهادتنامې جعلي بلل کیږي.

دغو فارغو شویو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د یوې ویډیو او خپلو اسنادونو په لېږلو سره ویلي، چې له درېیو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا وېشل شوې شهادتنامې املایي تېروتنې لري.

دوی په لېږل شوې ویډيو کې ادعا کوي، چې د طالبانو د دې تېروتنې له امله باید شاوخوا یو میلیونه کسانو ته له سره نوې شهادتنامې جوړې شي.
دغو فارغانو همداراز زیاته کړه: «د طالبانو دا املایي تېروتنې د دې لامل شوې، چې کله فارغان د بورسیو لپاره اپلای کوي او خپل اسنادونه وړاندې کوي دا ستونزه د اړوندو هېوادونو د سفارتونه له خوا په ګوته کیږي او د دوی شهادتنامې جعلي بلل کېږي.»


د دوی په خبره؛ ډېری فارغان سږکال د همدې ستونزې له امله د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له بورسیو څخه بې برخې شوي دي.
له کابل څخه یو فارغ شوی زده کوونکی وایي: «ان د هغو کډوالو شهادتنامې هم املایي ستونزې لري، چې په پاکستان کې اوسېږي او دا کډوال بیا د وېزو د نه لرلو او یا هم د وېزو د بیو د زیاتوالي له امله هېواد ته د خپلو شهادتنامو د ستونزو د حل لپاره ستنېدلی نه شي.»

100%


د یادو فارغانو په وینا؛ دوی لومړی د ښوونځي پر مهال د شهادتنامو لپاره درې نیم سوه افغانۍ ورکړي او طالبانو اوس د نویو شهادتنامو د جوړولو لپاره له دوی څخه د اوه سوه افغانیو غوښتنه هم کړې ده.
دغه زده کوونکي چې د طالبانو له خوا په شهادتنامو کې املایي تېروتنه قصدي بولي دغه راز زیاتوي: «دا تېروتنه طالبانو کړې نو تاوان یې مونږ ولې باید ورکړو.»
دوی وایي؛ هغه کسان چې د خپلو شهادتنامو د اصلاح لپاره د پوهنې وزارت د شهادتنامو ریاست ته مراجعه کوي د یاد ریاست د کارکوونکو له ناسم چلند سره مخامخ کیږي او کارونه یې په وخت سره نه کیږي.
د کابل له یوه ښوونځي څخه یو فارغ شوی زده کوونکی وایي: «د شهاتنامو ریاست د ډېرو ناپوهو خلکو لاس کې دی او ان دوی نیم ساعت هم په خپلو کاري شعبو کې نه وي؛ ترڅو د خلکو کار پرمخ لاړ شي. مراجعین په ساعتونو د یو کس یوې امضا ته ولاړ وي.»
د یادولو ده، چې د شهاتنامو اصلي املایي تېروتنه د انګلیسي ژبې او د شهادتنامو د ډیزاین په برخو کې ده.

په انځورونو کې لیدل کیږي، چې د شهادتنامې لومړی او اصلي مخکې د انګلیسي برخه کې "Ministery of Education" لیکل شوي، چې Ministery کې د e توری اضافه ليکل شوی او بايد "Ministry of Education" وليکل شي.

د شهادتنامې بله تېروتنه په دویم مخ يا شا برخه کې ده، چې "Secondry School Transcript" لیکل شوی دی او په دې برخه د "Secondry" کلمه کې د a توری نه دی لیکل شوی او بايد "Secondary School Transcript" ليکل شوی وی.

100%


پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د تېر نظام ډېری مسلکي کارکوونکي له دندو لرې کړي او پر ځای یې خپل هغه کسان چې ګومارلي، چې نه کاري تجربه لري او نه هم په کافي اندازه لوستي دي.