• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: له پوځ سره خبرو ته تیار یو، خپل استازي دي وټاکي

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۱۶ GMT+۱

د پاکستان تحريک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د پوځ سره خبرو کولو ته چمتوالۍ ښودلی او ويلي يې دي، چې پوځ دې د مذاکراتو لپاره خپل استازي وټاکي. پاکساني رسنيو ليکلي، چې عمران خان دغه څرګندوني د اډياله زندان په محکمه کې د خبريالانو سره په غيري رسمي خبرو کې کړي دي.

جيونيوز د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) په خپل خبر کې ليکلي، چې یو خبريال پر پوځ د عمران تور لګولو ته په اشارې پوښتلي، چې د پوځ پر ځای ولي له سياسي ګوندونو سره خبري نه کوې؟

د جيونيوز په خپل خبر کې د عمران له قوله ليکل شوي، چې نوموړي ویلي: «موږ پر پوځ تور نه لګوو، يوازي پرې نيوکي کوو،د پاکستان د پانګونې د اسانتیاو ځانګړې شورا څه شي ده او د کورنيو چارو وزير محسن نقوي څوک دی؟ دا خو د دوی له لوري راغلی دی.»

خبريالانو له عمران څخه پوښتلي که حکومت د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن نقوي ته د مذاکراتو واک ورکړي تاسو خبرو ته چمتو ياست؟

نوموړي ويلي: «له محسن نقوي سره به هيڅکله خبري ونه کړي، هغه او د پنجاب د پوليسو مشر پر موږ ظلم کړی دی، مریم نواز هم فاشست ډه.»

عمران خان خبريالانو ته ويلي، چې حکومت غواړي د تحريک انصاف او پوځ ترمنځ جګړه جوړه کړي او د دوی ګوند له منځه يوسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ناروې ۲۰۲۴ سيالۍ: د پاکستان د سړک ماشومانو فوټبال لوبډلې خپله دويمه سیالي هم وګټله

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د پاکستان د سړک ماشومانو فوټبال لوبډلې د ناروې ۲۰۲۴ جام سياليو کې د ناروې وارډنسټ لوبډلې ته ۵ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه. د سړک ماشومانو ترمنځ د فوټبال دغه سيالۍ د ناروې په اوسلو ښار کې پيل شوې دي.

د پاکستان سړک ماشومانو فوټبال لوبډلې د ناروې وارډنسټ لوبډلې په وړاندي د لوبې قوي پيل وکړ او د سيالۍ په لومړۍ نيمايي کې یې دوه ګولونه وکړل.

د لوبې په دويمه نيمايي کې د پاکستان بريدګرو لوبغاړو درې نور ګولونه هم وکړل.

د پاکستان سړک ماشومانو په لوبډله کې محمد کاشف دوه، لوبډلمشر محمد عادل، محمدخان او شاهد انجم يو يو ګول تر سره کړ.

دا په دې سياليو کې د پاکستان لوبډلې د ګروپي پړاو دويمه لوبه وه. په لومړۍ لوبه کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته ۶ د یو په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

پاکستاني رسنيو ويلي، د دې سياليو وړاندي د سړک ماشومانو فوټبال ادارې له زيات شمېر تنکي ځوانانو څخه ازموينه اخيستې او وروسته یې تمريناتي کمپ ورته جوړ کړ.

پاکستان د سړک ماشومانو فوټبال لوبډله به د ګروپ دريمه او وروستۍ لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ وکړي.

تر دې وړاندي هم د سړک ماشومانو فوټبال سيالۍ په نورو هېوادونو کې شوې دي.

د فوټبال دغه سيالۍ د سړک ماشومانو د حقونو د اتلولۍ، د ماشومانو د هويت حق، د تاوتريخوالي څخه د ساتنې او زدکړو حق د ترلاسه کولو په موخه کيږي.

د پاکستان پوځ: د ګوادر په لاریون کې یو سرتېری وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۳۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې په ګوادر کې قهرجنو لاريون کوونکو پر پاکستاني سرتېرو بريد کړی، چې له کبله يې يو سرتيری وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. پوځ ويلي، چې بريد د « بلوڅ راج موچي» په نوم يوې ډلې کړی.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ويلي، چې په دې بريد کې د شبير بلوڅ په نوم يو ۳۰ کلن سرتېری وژل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګي (ای ايس پي ار) رسنیو ته ويلي، چې دا ډول بريد د منلو نه دی او په پېښه کې ښکيل کسان به محکمې ته معرفي شي.

د پوځ دغې څانګې له خلکو غوښتي، چې د دسيسو قرباني نه شي او په امن ساتلو کې دې قانون پلی او د حکومت سره مرسته وکړي.

ای ایس پي ار یا د پوځ مطبوعاتي څانګه زیاتوي، چې پر ټولنیزو رسنیو کې جعلي انځورونه او ویډیوګانې د نفرت خپرولو لپاره کارول کیږي.

د دوی په خبره، چې په ټولنیزو رسنیو کې د غیرقانوني تاوتریخجن لاریون لپاره د همدردۍ او ملاتړ تر لاسه کولو لپاره دغه چاره ترسره کیږي.

بلوڅانو د جولای له ۲۴مې راهیسې د جبري لادرکيو د مخنيوي او په خپلو وسایلو د واک لپاره، په ګوادر او د بلوچستان په ځينو نورو سیمو کې لاريونونه شروع کړي.

طالبان: له پاکستان او ایران څخه له شپږ سوو ډېر افغان کډوال راستانه کړل شول

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ‌ ۱۷۲ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو راستنې کړل شوې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د (زمري اوومه) ۱۷۲ افغانې کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۱ تنو ته رسیږي د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د هرات اسلام کلا، د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارې راستنې کړل شوې دي.

طالبان وايي، دغه افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په زور او د ایران له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت وايي، د راستنو شویو افغان کډوالو له ډلې یې له ۱۲۸ کورنیو سره نغدې مرستې کړې، یو شمېر په لنډمهاله پندغالو کې ځای پر ځای کړي او یو شمېر یې هم خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اوسېدو د قانوني اسنادونه پلټه پیل شوې او په ایران کې بیا د افغان کډوالو پر ضد لاریونه شوي دي.

د اوربند پر هوکړه سربېره، کورمه کې د قومونو تر منځ په جګړه کې د وژل شويو شمېر ۴۶ ته رسېدلی

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۸:۰۳ GMT+۱

له کورمې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د تېرې ورځې د اوربند پر هوکړې سربېره هم جګړه شوې او تر دې دمه له دواړو لوریو ۴۶ تنه وژل شوي او ۱۷۷ تنه ټپیان دي. ويل کیږي، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.

له کورمې څخه ځايي سرچینو نن دوشنبه د (زمري اتمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته په ټيلیفون ویلي، چې د تېرې ورځې د اوربند پر هوکړه سربېره هم له تېرې شپې راهیسې د کورمې په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده او د زیانونو د ډېرېدو اندېښنې په زیاتېدو دي.

ويل کیږي دا اوس د صدې ـ بلیش خيلو، غوځګړي ـ مقبلو او کړمان ـ پاړه چمکني تر منځ جګړه روانه ده او یو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

د سیمې خلک وايي، ځايي او مرکزي حکومت د دغو قومونو تر منځ د دغې شپږ ورځنۍ جګړې په پای ته رسولو کې پاتې راغلی.

تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په کورمه کې د قومونو تر منځ د جګړې په اوربند هوکړه وشوه او دغه هوکړه د بوشهرې په نوم سیمې د جګړې په موخه شوې وه.

بوشهره، د کورمې په پاړه چنار هغه سیمه ده چې اوسېدونکي یې سنیان دي او ترې چارپیر خلک یې ټول شعیه ګان دي، د سیمې خلکو په خبره کله چې د سني او شعیه جګړه ونښلي نو لومړی شعیه ګان پر دغې سیمې بریدونه پیل کړي او درنه مرګ ژوبله ور واړوي.

نن دوشنبه په کورمه کې د جګړې شپږمه ورځ روانه ده او ورسره په سیمه کې خلکو احتجاج کړی چې حکومت دې د خلکو تر منځ د جګړې ختمولو لپاره ور مخکې شي.

ځايي سرچينې وايي، د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي، خلک ناروعان روغتونونو ته نه شي وړلی، د خوراکي توکو کمښت دی، ښوونځي تړلي پاتې دي او د انټرنیټ اسانتیا هم نه شته.

تېره ورځ رسنیو د قومي مشرانو له خولې راپور ورکړی وو، چې د دواړو لوریو قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې د امن جرګې غړي به قبایلي وسله وال کسان د جګړې له مرچلو راکوزوي او جګړه به پای مومي.

ويل کیږي دا مهال، د پېښور او پاړه چنار تر منځ غځېدلې لويه لاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې او په ځینو سیمو کې بیا مخابراتي او انټرنټي خدمتونه هم بند شوي دي.

پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې د بریدونو پر مهال ۷۶ پولیس وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۰۷ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، روان کال کې تردې مهاله په خیبرپښتونخوا کې پر پولیسو د بریدونو په پایله ۷۶ پولیس وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي. پر پولیسو ډیری بریدونه په ډېره اسماعیل خان کې شوي، چې له امله ۲۳ تنه وژل شوي او ۲۳ ټپیان شوي.

د پاکستان جیو نیوز ټلویزیون د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) د پاکستان «له تروریزم سره د مبارزې ریاست» له قوله راپور خپور ورکړی، چې د روان کال په اوو میاشتو کې دخیبرپښتونخوا ۷۶ پولیس وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان شوي.

د پاکستان «له تروریزم سره د مبارزې ریاست» ویلي، چې یاد ایالت پر پولیسو تر ډیر برېدونه په ډيره اسماعیل خان سیمه کې شوي، چې له امله یې ۲۳ پولیس وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي، چې ۱۲ پولیس په بنو کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي.

د جیو نیوز د راپور له مخې ۱۱ پولیس په باجوړ کې وژل شوي او ۳۲ ټپیان شوي او همدارنګه ۱۱ په پيښور کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د حکومت له قوله راپور ورکړی، چې له افغانستانه د امریکا ځواکونو له وتلو وروسته ترهګرو ته عصري او پرمختللي وسلي په لاس ورغلې او دغه وسلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد کارول کیږي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت پولیسو ته د عصري او پرمختللو وسلو ورکول پیل کړي دي.

د پاکستان «له تروریزم سره د مبارزې ریاست» داسې مهال دغه معلومات خپاره کړي، چې تېر کال په دغه ایالت کې په ترهګریزو پېښو کې ۱۸۴ پولیس وژل شوي او ۴۰۸ تنه نور ټپیان شوي وو.