• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان سفیر: طالبان د افغانستان د کونسلګریو خدماتو په نه منلو سره باجګیري کوي

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۵۴ GMT+۱

په تاجکستان کې افغان سفیر د طالبانو له خوا د افغانستان سفارتونو د خدمتونو په نه منلو سره ویلي، چې دا په بهر کې مېشتو افغانانو له درد څخه باجګیري او ناوړه ګټه پورته کول دي. ښاغلي اغبر وویل، چې د طالبانو دغه پرېکړه په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت په کار اغېز نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د ۱۴ سیاسي نمایندګیو او کونسلګرۍ ماموریتونو قونسلي خدمات د اعتبار وړ نه دي؛ ځکه دوی له دغه وزارت سره له همغږۍ او تعامل ډډه کړې ده.

دغه وزارت وویل، چې د دغو نمایندګیو کونسلي خدمتونه «دغې ډلې» ته د منلو وړ نه دي.

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته، د افغانستان سفارتونو او کونسلګریو خپل فعالیت ته دوام ورکړ او طالبانو د افغان کونسلګریو او سفیرانو اسناد سره له دې چې له دوی سره یې د اړیکو له نیولو انکار کړی وو، منلي وو.

یو شمېر سفارتونو د طالبانو نوې پرېکړې ته پ غبرګون کې ویلي، چې دوی به د قونسلګرۍ خدماتو ته دوام ورکړي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیه کې د سې شنبې په ورځ (د زمري نهمه) وویل، چې له طالبانو سره د اړیکو له پرې کېدو سره سره دغه سفارت په دې توانیدلی چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان سفیر وویل: «د طالبانو دغه پرېکړه چې دوه کاله وړاندې یې په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت په وړاندې نیولې وه، کومه مثبته پایله نه لرله.»

دغه افغان سفیر، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې پایلو ته په اشارې سره وویل، چې دا به «زموږ د هغو هېوادوالو لپاره چې په کډوالۍ کې دي د لا زیات درد او سرګردانۍ لامل شي.»

هغه وویل، چې طالبان په اروپا کې پر افغانانانو د فشار په راوستلو سره غواړي چې اروپايي هېوادونه دغې ډلې ته «باج ورکړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې هغو کونسلګریانو ته دې مراجعه وکړي چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي.

د دغه وزارت په وینا، په هسپانیه، هالنډ، بلغاریا، چک جمهوریت او د جرمني په مونیخ کې د طالبانو نمایندګۍ به په اروپا کې مېشتو افغانانو ته کونسلګري خدمات وړاندې کوي.

دغې ډلې په شمالي امریکا او اسټرالیا کې مېشتو افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

له ایران سره د طالبانو ځایګی؛ طالبان په څلورمه درجه کې مګر حماس په لومړۍ درجه کې ځای لري

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د ایران د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ډله ییز انځورونه ښيي، چې د حماس د دفتر مشر او د یمن د حوثي یاغیانو ویاند په لومړي صف کې او د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال په څلورم صف کې ولاړ دی.

د رسمياتو له مخې؛ د چارواکو د څوکۍ ترتیب د هېوادونو په ډېپلوماتیکو اړیکو کې لومړیتوبونه په ګوته کوي.

په لومړي صف کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د یمن د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام ځای لري.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په څلورم قطار کې ولاړ دی.

په همدې حال کې عبدالکبیر د طالبانو د رژیم یو له مهمو شخصیتونو څخه دی او د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن د ناروغۍ له امله ځیني وخت کې د دغې ډلې د رییس الوزرا رول لوبوي.

په څلورم صف کې د هغه ځای پر ځای کېدل ښيي، چې د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته ډېر اهمیت نه ورکوي.

تر دې وړاندې ایراني رسنیو هم د مسعود بزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د طالبانو د پلاوي د انځورنه په حواله دا موضوع مطرح کړې وه.

د ایران د دیارلسم ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې د پخواني جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني ګډون کړی و، چې د ډېپلوماتیک عرف په اساس په لومړي قطار کې ولاړ و.

100%

عکسونو ښودلې، چې د ایران اسلامي جمهوریت د طالبان پر وړاندې د حماس او حوثیانو په پرتله ټیټ دریځ لري.

لوېدیځ هېوادونه د یمن حوثي او حماس د ایران اسلامي جمهوریت نیابتي ډلې ګڼي.

طالبان له ایران سره هم نږدې اقتصادي او ډېپلوماتیکې اړیکې لري.

په دې وروستیو کې ایران اسلامي جمهوریت د مشهد کونسلګرۍ دغې ډلې ته وسپارله.

ایراني چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود بزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ۸۶ هېوادونو مشرانو او چارواکو حضور درلود.

دغه راز د تاجکستان ولسمشر، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د ارمنستان لومړی وزیر هم کډون کړی و.

عبدالکبیر د ایران د کورنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی دی

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او پر پوله د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه غږېدلی دی.

د طالبانو د ارګ اېکس پاڼې لیکلي، چې مولوي عبدالکبیر ایران ته په رسمي سفر تللی او دغه لیدنه د سې شنبې په ورځ (د زمري ۹مه) ترسره شوې ده.

د طالبانو ارګ اېکس پاڼه زیاتوي، چې ښاغلي وحیدي وویل، تهران له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو لاپراختیا ته لېوال دی.

ښاغلي وحیدي زیاته کړه، په افغانستان کې د امنیت له ټېنګښت سره پر پوله ډېرې ستونزې حل شوي دي، ایراني چارواکو د یو شمېر پخوانیو ننګونو د له منځه تلو له امله ډاډ ترلاسه کړی او ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته زمینه برابره شوې ده.

په دې کتنه کې ښاغلي عبدالکبیر له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د طالبانو د بهرني سیاست مهمه برخه وبلله او زیاته یې کړه: «په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی دغه چاره نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده.»

مولوي عبدالکبیر وویل، چې په افغانستان کې د مسوول او حاکم نظام په توګه هیچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د ګاونډیانو یا نړۍ پر ضد وکارول شي.

ایران ته د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سفر په داسې حال کې ترسره شوی، چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې افغان کډوال د ایران د ځایي خلکو له تند او ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

په دې وروستیو ورځو کې د تهران په ختیځ کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سیمې خلک د دې سیمې په پارکونو، کوڅو او تمځایونو کې پر افغان کډوالو بریدونه کوي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران پولیسو هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ پولیس ان د قانوني اسنادو سره افغانان نیسي او په زوره یې له دغه هېواده باسي.

د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې له سېلابونو د خوندیتوب لپاره محافظوي دېوالونه جوړ کړي

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې يې د سېلابونو د مخنيوي او زرګونه هېکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره کانالونه او محافظوي دېوالونه جوړ کړي دي. دا سازمان وايي، چې افغانستان د اقلیم د بحران په ځانګړې توګه د سېلابونو پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د سې شنبې په ورځ زمري په نهمه خپل اېکس پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د ځایي ټولنو په مرسته یې د ساتنې دغه دېوالونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان وايي، چې د کرنيزو اوبو رسولو او د اوبو لګولو د کانالونو په جوړولو سره د ځايي ټولنو ملاتړ کوي؛ څو وکولای شي ډېر کرنيز محصولات توليد کړي او د فصلونو په پلورلو سره خپل اقتصادي وضعيت ښه کړي.

ملګري ملتونه وايي، په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د سختو اغېزو له امله اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.
د نوتردام د نړۍوال شاخص له مخې، چې د اقلیم د بدلون په وړاندې د زیانمنتیا او د مقاومت د ښه کولو لپاره د دوی د چمتووالي پر بنسټ درجه بندي کوي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په وړاندې شپږم ډیر زیان منونکی هېواد دی.
د دې ارزونې له مخې؛ افغانستان اوس مهال د اقلیم د بدلون د خطرونو په شاخص کې له لسو څخه اتم ځای لري.

د افغان فوټسال ملي لوبډله په ایران او تایلنډ کې له تمریناتي کمپ وروسته نړۍوال جام ته ځي

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضوي اعلان وکړ، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ایران په مشهد ښار کې د یو میاشتني تمریناتي کمپ وروسته به د تیاریو لپاره تایلنډ ته او بیا به د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام ته ولاړ شي.

څو ورځې کېږي، چې د ایران په مشهد ښار کې د دې لوبډلې په ځانګړي کمپ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تمرینات شروع کړي دي.

مجید مرتضوي په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د فوټبال فدراسیون په فیسبوک کې خپور شوی ویلي، چې د مراکش په تمريناتي لوبو کې له ملي لوبډلې سره د حمیدرضا حسیني په ګډون دوه لوبغاړي هم دغې لوبډلې ته بلل شوي دي.

مرتضوي وايي؛ هڅه کوي نړیوال جام ته تر ټولو چمتو او غوره لوبډله ولیږي.

د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې کپتان مهدي نوروزي هم ويلي دي، چې د روزنې شرایط او اسانتیاوې ښې دي او ملي لوبډله هڅه کوي، چې له پوره چمتووالي سره نړۍوال جام ته ولاړه شي.

افغانستان د نړۍوال جام په درېیم ګروپ کې د ارجنټاین، اوکراین او انګولا له لوبډلو سره سيالۍ لري.

په نړۍوال جام کې د افغانستان د لوبو مهال ویش:

افغانستان – انگولا (یکشنبه ٢٥ وږي ۱۴۰۳)

افغانستان – ارجنټاین (چهارشنبه ٢٨ وږي ۱۴۰۳)

افغانستان – اوکراین (شنبه ۳۱وږي ۱۴۰۳)

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو په ګډون به د ۱۴۰۳ کال دوږي په ۲۴ د شنبې په ورځ پيل او د تلې مياشتي تر ۱۵ نېټې یکشنبې تر ورځي به دوام وکړي.

دا څلورم ځل دی، چې د فوټسال نړۍوال جام په اسیا او د لومړي ځل لپاره په منځنۍ اسیا کې ترسره کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت طالبان یو «ترهګريز سازمان» اعلان کړ

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه خبري غونډه کې طالبان یو «ترهګریز سازمان» وباله. ویدانت پټیل خبریالانو ته وویل: «زه ډاډه یم، چې طالبان د یو ترهګريز سازمان په توګه پېژندل شوي دي.»

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال دغه څرګندونې د دوشنبې په ماښام (د زمري ۸مه) نېټه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

یاد خبريال د امريکا د ولسي جرګې د غړې نانسي مېس له خوا وړانديز شوي لايحې ته په اشارې له ښاغلي پټېل ​​څخه وپوښتل، چې ايا امريکا د پاکستان د تحريک طالبان په شان د يو «ترهګريز سازمان» په توګه د طالبانو د معرفي کولو سره موافقه لري؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «بهرنیو ترهګرو سازمانونو» په نوملړ کې د تحریک طالبان پاکستان نوم یاد شوی؛ خو افغان طالبان په دغه نوملړ کې نه دي شامل شوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د ولسي جرګې غړې نانسي مېس کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړه، چې له مخې به یې طالبان د «یوه بهرني ترهګريز سازمان» په توګه وپېژندل شي.

د مېرمن مېس د څرګندونو له مخې؛ د دې لایحې یو مهم ټکی دا دی، چې د امریکا هېڅ دولتي اداره نه شي کولای د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او یا هم په دې برخه کې بودیجه تخصیص کړي.

که څه هم امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له افغانستانه تر وتلو وروسته د امریکا پالیسي له طالبانو سره پر اړیکو متمرکزه شوې ده.