• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلغاریا کې د افغانستان سفارت وایي، چې له طالبانو سره یې "بیعت" نه دی کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

په بلغاریا کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دغه سفارت له طالبانو سره "بیعت" کړی دی.

دغه سفارت افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له طالبانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي او تر اوسه له دغې ډلې سره د «بیعت» لپاره کومه غوښتنه یا اقدام نه دی شوی.

دغه سفارت ویلي، چې له هېواد سره د اړیکو د ترینګلتیا په حال کې هم د کونسلګرۍ همکاري دوام لري او سفارت مکلف دی، چې د اسنادو د تصویب په ګډون په بېلابېلو مواردو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له کونسلګرۍ سره همغږي ولري.

په بلغاریا کې د افغانستان سفارت ټینګار وکړ: «د بلغاریا په ګډون په ټوله نړۍ کې د افغانستان سیاسي او کونسلګري نمایندګۍ مکلفیت لري، چې د بهرنیو چارو له وزارت سره همکاري ولري تر هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.»

همدا زار، دغه سفارت افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هویت تثبیت، د واده د سندونو او نورو اسنادو په ګډون ډېری کونسلګرۍ خدمات د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له تایید پرته رسميت نه لري.

په صوفیا کې د افغانستان سفارت ټینګار کړی، چې ټول عواید د حکومت له مالي او اداري مقرراتو سره سم په منظم ډول حکومتي حساب کې ثبتوي.

دغه سفارت په صوفیه کې د ۱۸ افغان کډوالو د وژل کېدو په پیښه کې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې په درېیو میاشتو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د قربانیانو د هویت اسناد تایید او کابل ته یې د جسدونو په انتقال کې لارم اقدمات ترسره کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په اروپا کې د افغانستان د لږ تر لږه ۱۴ سیاسي او کونسلګرۍ نمایندګیو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغو نمایندګیو کونسلګري خدمات نه مني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د ۱۴سیاسي نمایندګیو او کونسلګرۍ ماموریتونو کونسلي خدمات د اعتبار وړ نه دي؛ ځکه دوی له دغه وزارت سره له همغږۍ او تعامل ډډه کړې ده.

د تاجکستان، برېتانیا او بلجیم په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر کونسلګرۍ ماموریتونو د طالبانو د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.

خو طالبانو په بلغاریا، هالنډ، هسپانیه، چک جمهوریت او د جرمني په مونیخ کې د افغانستان نمایندګۍ له دغې ډلې سره د همکارو نمایندګیو په توګه یاد کړي دي.

طالبانو په اروپا کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې دغو کونسلګریو ته دې مراجعه وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: امنیت شورا د افغانستان له خاورې د ترهګرو د بریدونو په اړه د پاکستان دریځ تایید کړ

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د خوندي پټنځایونو په اړه د دغه هېواد دریځ تایید کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي، چې د امنیت شورا تایید کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي په افغانستان کې روزل کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غوڼډې ته وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې پاکستاني طالبانو تحریک د سیمې لپاره یو نوی ګواښ بلل کېدی شي او د نورو د سیمه ییزو ترهګرو ډلو لپاره د چترۍ په توګه کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې یو ځل بیا له افغان طالبانو وغوښتل چې د پاکستان طالبانو تحریک د په ګډون د تروریستي ډلو پر ضد سمدستي، اغېزمن او قوي اقدامات ترسره وکړي.

زهرا بلوچ ټینګار وکړ، چې افغان طالبان باید دا یقیني کړي چې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې؛ پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د څه باندې ۸۰۰ ترهګرو بریدونو شاهد دی.

دغه سازمان زیاتوي، چې له افغانستان څخه د ترهګرو ګواښونو د ملګرو ملتونو د یوشمېر غړو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو ملاتړ او همکاري د جنګیالیو د شریکولو او روزنیزو کمپونو په برخه کې زیاته شوې ده.

تر دې مخکې پاکستان په وار وار افغان طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو تحریک غړو ته د پټنځایونو په برابرولو تورن کړي دي، هغه تورونه چې افغان طالبانو رد کړي دي.

طالبانو په خوست کې ۹ کسان په عام محضر کې په دورو ووهل

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۷ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، دې ډلې نن په خوست کې ۹ کسان د غلا، نامشروع اړیکو، فریبکارۍ، رشوت او شراب خرڅولو په تور په دورو وهل. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، پر دغو کسانو له ۳۵ تر ۳۹ دورو حکم پلی شوی او ور سره هر تورن له شپږو میاشتو تر درېو کلونو په تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

په خبرپاڼه کې بیا د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګام په ګام په دورو د تورنو وهلو ته مخه کړې او د وخت په تېرېدو سره دغه سزا په بېلابېلو ولایتونو کې ډېرېږي.

دوه ورځې وړاندې یوناما د خپل درې میاشتیني راپور په خپرولو سره وویل، چې طالبانو په دغه موده کې د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۴۷ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
یوناما د طالبانو له خوا په عام محضر کې د خلکو د بدني سزا د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، لا هم په افغانستان کې بشري حقونه بشپړ نه دي تامین شوي.
خو طالبانو بیا په ځلونو د نړیوالو ادارو په ځانګړې توګه د یوناما د راپورونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نارینه‌وو ټول شرعي حقونه تامین شوي.

یوې عربي رسنۍ لیکلي، چې د القاعده شبکې د مشر الظواهري مړی په پکتیا کې خاورو ته سپارل شوی

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۲۵ GMT+۱

یوې عربي رسنۍ د الظواهري د وژلو د کلیزې سره سم په کابل کې د هغه د اوسېدو او وژلو په اړه تازه جزییات خپاره کړي دي. د الان خبري اژانس د خبر له مخې، په داسې حال کې چې طالبان په پیل کې د ظواهري له وژلو منکر شوي وو، د هغه مړی یې پټ په پټه د پکتیا ولایت په یوې لرې پرتې سیمه کې ښخ کړ.

دغه خبري اژانس ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو یو غړي ظواهري تر کابله رسولی و او لږ تر لږه د استخباراتو ادارې درې تنه له دغې موضوع خبر شوي ول.
د دغه راپور پر بنسټ، ظواهري څو اونۍ د کابل په دوو بېلابېلو سیمو کې پاتې شوی و.

لومړی ځای یې یو پټه سیمه وه، چې د طالبانو د استخباراتو سره اړونده سیمه وه.

له هغې وروسته چې د هغې سیمې د پاسه بې پیلوټه الوتکې ولیدل شوې، هغه د علاوالدین سیمې ته ولېږدول شو.
د الان اخبار لیکلي، کله چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د القاعده شبکې له مشره خبر شو، هغه یې [د شېرپور] په سیمه کې یوې دوه پوړیزه ودانۍ ته بوت؛ خو امریکایانو د هغه استوګنځای مالوم او (د جولای په ۳۱مه) یې هغه هملته وواژه.
د الان خپرونې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، چې د ظواهري مړی د پکتیا ولایت ډ یوې لرې ولسوالۍ د «نېکه» په نامه سیمه کې ښح کړل شوی دی.
په کابل کې د ظواهري اوسېدل د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې څخه سرغړونه وه، له همدې امله د هغه د حضور او مرګ په اړه طالبانو انکار کړی و.
امریکایانو د کابل په شېرپور سیمه کې د هغه پر استوګنځای هل فایر توغندی وتوغاوه او هغه یې وواژه.
کله چې امریکایانو د الظواهري پر استوګنځای پر شېرپور کې د سراج الدین حقاني کور ته نږدې برید وکړ، لومړی طالبانو د هغه د اوسېدو او د هغه له مرګه انکار وکړ؛ خو وروسته یې بیا وویل چې هغوی به په دې اړه څېړنې کوي.
دغې ډلې تر اوسه د القاعده شبکې د پخواني مشر د حضور مړینې او د هغه د ښځېدو د ځای ځایګي په اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي.
خو د دې ټولو سره، سره طالبانو د ظواهري د اسوګنځای د افشا کېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ تنه ونیول چې بیا وروسته یې ډېر هغه کسان خوشې هم کړل.
د نیول شویو کسانو په ډله کې د طالبانو د استخباراتو هغه کس هم و، چې د القاعده ډلې مشر یې تر کابله رسولی و. الان اژانس هغه د «نعمان» په مستعار نوم یاد کړی دی، چې له دوه کاله بند وروسته بیا خوشې شو او پاکستان ته ولاړ.
د الان اخبار د راپور له مخې، طالبانو د دې لپاره چې د الظواهري مړینه پټه پاتې شي، د هغه ځای ناستي سیف العدل ته یې ایران ته لیک واستوه او له هغه یې وغوښتل چې د ظواهري مړینه او د هغه پر ځای خپله ځای ناستي اعلان کړي.
طالبانو سیف العدل ته په استول شوي پیغام کې لیکلي و، چې طالبانو یو ځل په ۲۰۰۱ کال کې د اسامه بن لادن د ملاتړ له امله واک له لاسه ورکړ؛ اوس بیا دې ته چمتو نه دي، چې د الظواهري د حضور له امله لاس ته راغلی واک بېرته له لاسه ورکړي.
د دغه راپور له مخې، کابل ته د القاعده شبکې د مشر د سفر دلیل د هغه درملنه په یوه پرمختللي روغتون کې وه، ځکه هغه د زړه، پختورګو او پوستکي په ناروغیو اخته شوی و.

نن یو ځلې بیا پاکستاني پولیسو په ګڼ شمېر کې افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۱

په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن سهار وختي پولیسو د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي او هغه کسان یې نیولي چې د ویزو موده یې بشپړه شوې او یا یې ویزې نه لرلې.

د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې افغان کډوال وايي، دغلته په اونۍ کې یو ځلې پولیس ځواکونه راځي او په ګڼ شمېر کې افغان کډوال نیسي چې ځینې یې د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي او ځیني یې بیا تر ډېرې مودې په زندانونو کې بې برخلیکه پراته وي.
د بي ۱۷ ښارګوټي یوه اوسېدونکې افغانه کډواله فخریه وايي، چې د نوموړې زلمی زوی یې چې د کور سرپرستي هم ورتر غاړې وه پولیسو نن سهار وړی او تر اوسه یې د ځای ځایګي مالومات نه لري چې د پولیسو په کومه تاڼه کې پروت دی.
نوموړې وايي، دغه زلمی زوی یې یواځینی د کور نارینه دی او بل داسې څوک نه لري چې د دوی لاس پرې سپک شي.

د مېرمن فخریې په وینا، د زوی له ویزې یې یوازې یوه اونۍ تېره شوې او د نوې ویزې لپاره یې غوښتنلیک هم سپارلی دی؛ خو تر اوسه یې نوې ویزه نه ده تر لاسه کړې، په دې کې خو زموږ ګناه نه ده چې حکومت ته غوښتنلیکونه لېږو او هغوی زموږ د ویزو موده نه غځوي.
په همدغه ښارګوټي کې افغان کډوال عبدالعزیز وايي، چې د هغه دوه وروڼه یې نن سهار بېولي دي.

هغه وايي، د ده د وروڼو امریکا ته د تګ ټولې چارې بشپړې شوې، دوه ځلې یې مرکې (انټریو) ګانې هم ورکړې او روغتیايي معاینات یې هم بشپړ شوي دي؛ خو اوس پولیسو نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي.
نوموړی وايي، که چېرته د ده وروڼه بېرته افغانستان ته واړول شي، د هغوی ټول برخلیک به ورسره ناڅرګند پاتې شي.

هغه په دې برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو له استازولیو غواړي هغه کسان چې له دوی سره یې د کډوالۍ چارې بشپړې شوې، باید داسې سندونه هغوی ته ورکړل شي چې له پولیس یا نورې ادارې یې و نه ځوروي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عالمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر دې مهاله د اسلام اباد پولیسو د بي ۱۷ ښارګوټي څخه لږ تر لږه شل تنه افغان کډوال د ترنول او سنجاڼۍ تاڼو ته وړي او دوی هڅه کوي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ په منځګړیتوب هغوی بېرته راخوشې کړي.
ښاغلي عالمي له مهاجر منونکو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د کډوالو د لېږد چارې دې ګړندۍ کړي او هغو کډوالو ته چې د غوښتنلیکونو بهیر یې د بشپړېدو په حال کې دی باید داسې اسناد او مدارک ورکړل شي چې د دغه شان برخلیک سره مخامخ نه شي.

هغه وايي، دوی دلته د ټولو افغان کډوالو مسولیت ته غاړه اېښې او هره پلا چې پولیس د دوی د کورنیو غړي بیايي؛ نو د هغوی مېرمنې او ماشومان دوی ته ورځي او ویر ژړا یې پر دوی وي.
خو د ا نه لومړی ځل دی او نه هم ښايي وروستی ځل شي، چې په اسلام اباد کې پولیس افغان کډوال نیسي او بندیانوي یې.

تر دې وړاندې هم ډېر افغانان نیول شوي، ځینې یې بېرته خوشې شوي، یو شمېر یې لا هم بندیان دي او داسې کسان هم شته چې له تورخمه اړول شوي او په لویدیځو هېوادونو کې د هغوی د کډوالۍ بهیر نیمګړی پاتې شوی.
خو له لویه سره وېره دا ده، چې په دغو کډوالو کې د داسې کسانو شمېر هم کم نه دی که هغوی په زور او جبر ستنول کېږي؛ نو د طالبانو له خوا د هغوی پر وړاندې شته ګواښونه هغه څه دي، چې د دوی ژوند د مرګ سره مخامخولای شي.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان له پاکستاني چارواکو او نړۍوالې ټولنې په کلکه غوښتنه کوي، چې د دغه شان جبري ستنولو مخه ونیسي او په لوی لاس دغه کډوال د مرګ خولې ته ورنکړي.

سرچينه: په کندهار کې يوه مېرمنه په مرموز ډول وژل شوې او يو بل ځوان ځان وژنه کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۱۵ GMT+۱

سرچينې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ويلي، چې د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې يو ځوان د بې کارۍ او مجبوريت له کبله ځان وژنه کړې. سرچينه زياتوي، چې تېره ورځ د همدې ولسوالۍ د کمېسارۍ شاته یوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې وه.

سرچيو افغانستان انټرنشتل – پښتو ته د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د حکمت الله په نوم دغه شل کلن ځوان اصلي د ژړۍ ولسوالۍ د سنګيسار سېمې اوسېدونکی و.

د معلوماتو له مخې؛ نوموړی په بولدک ولسوالۍ کې د خپلي خور په کور کې اوسېده او دلته يې کار کوه.

د حکمت الله په نوم دغه ځوان نن سهار په خپل کور کې ځان زندۍ کړی او مړ کړی دی.

په بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ پېښه تايید کړې او ويلي يې دي، چې پر دې ځوان د نورو کسانو قرضونه پورې وو او نن يې ځان زندۍ کړی.

طالبانو په خپله اعلاميه کې ويلي: « پر دې ځوان د خلکو پېسې باندې وې، چې پوروړي يې کور ته ورغلي او ده د پېسو د نه درلودلو له کبله يې ځان مړ کړی.»

سرچینه زياتوي، چې یوه ورځ وړاندي په همدې ولسوالۍ کې د زرمينې په نوم د يوې ښځې جسد پېدا شوی، چې په مرموز ډول وژل شوې وه.

په کندهار کې ځايي طالبان د وژل شوې ښځې په اړه معلومات نه ورکوي او وايي، چې په دې اړه به پلټنې وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې بې کاري او لوږه ډېره شوې او خلک يې له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.

پر طالبانو نيوکه کيږي، چې په ډېرو دولتي ادارو کې خپلو جنګياليو ته دندې ورکوي او په ډېرو برخو کې يې «جنګ او ديني زده کړې» د دندو ترلاسه کولو معيار ټاکلی دی.

ډېر کارپوهان په دې بارو دي؛ که د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بې روزګارۍ ستونزه حل نه کړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، ډيري «ترهګري او جنایتکاري ډلې لکه داعش» په ډېرې اسانۍ سره به دغه ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي.