• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نن یو ځلې بیا پاکستاني پولیسو په ګڼ شمېر کې افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۱

په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن سهار وختي پولیسو د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي او هغه کسان یې نیولي چې د ویزو موده یې بشپړه شوې او یا یې ویزې نه لرلې.

د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې افغان کډوال وايي، دغلته په اونۍ کې یو ځلې پولیس ځواکونه راځي او په ګڼ شمېر کې افغان کډوال نیسي چې ځینې یې د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي او ځیني یې بیا تر ډېرې مودې په زندانونو کې بې برخلیکه پراته وي.
د بي ۱۷ ښارګوټي یوه اوسېدونکې افغانه کډواله فخریه وايي، چې د نوموړې زلمی زوی یې چې د کور سرپرستي هم ورتر غاړې وه پولیسو نن سهار وړی او تر اوسه یې د ځای ځایګي مالومات نه لري چې د پولیسو په کومه تاڼه کې پروت دی.
نوموړې وايي، دغه زلمی زوی یې یواځینی د کور نارینه دی او بل داسې څوک نه لري چې د دوی لاس پرې سپک شي.

د مېرمن فخریې په وینا، د زوی له ویزې یې یوازې یوه اونۍ تېره شوې او د نوې ویزې لپاره یې غوښتنلیک هم سپارلی دی؛ خو تر اوسه یې نوې ویزه نه ده تر لاسه کړې، په دې کې خو زموږ ګناه نه ده چې حکومت ته غوښتنلیکونه لېږو او هغوی زموږ د ویزو موده نه غځوي.
په همدغه ښارګوټي کې افغان کډوال عبدالعزیز وايي، چې د هغه دوه وروڼه یې نن سهار بېولي دي.

هغه وايي، د ده د وروڼو امریکا ته د تګ ټولې چارې بشپړې شوې، دوه ځلې یې مرکې (انټریو) ګانې هم ورکړې او روغتیايي معاینات یې هم بشپړ شوي دي؛ خو اوس پولیسو نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي.
نوموړی وايي، که چېرته د ده وروڼه بېرته افغانستان ته واړول شي، د هغوی ټول برخلیک به ورسره ناڅرګند پاتې شي.

هغه په دې برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو له استازولیو غواړي هغه کسان چې له دوی سره یې د کډوالۍ چارې بشپړې شوې، باید داسې سندونه هغوی ته ورکړل شي چې له پولیس یا نورې ادارې یې و نه ځوروي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عالمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر دې مهاله د اسلام اباد پولیسو د بي ۱۷ ښارګوټي څخه لږ تر لږه شل تنه افغان کډوال د ترنول او سنجاڼۍ تاڼو ته وړي او دوی هڅه کوي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ په منځګړیتوب هغوی بېرته راخوشې کړي.
ښاغلي عالمي له مهاجر منونکو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د کډوالو د لېږد چارې دې ګړندۍ کړي او هغو کډوالو ته چې د غوښتنلیکونو بهیر یې د بشپړېدو په حال کې دی باید داسې اسناد او مدارک ورکړل شي چې د دغه شان برخلیک سره مخامخ نه شي.

هغه وايي، دوی دلته د ټولو افغان کډوالو مسولیت ته غاړه اېښې او هره پلا چې پولیس د دوی د کورنیو غړي بیايي؛ نو د هغوی مېرمنې او ماشومان دوی ته ورځي او ویر ژړا یې پر دوی وي.
خو د ا نه لومړی ځل دی او نه هم ښايي وروستی ځل شي، چې په اسلام اباد کې پولیس افغان کډوال نیسي او بندیانوي یې.

تر دې وړاندې هم ډېر افغانان نیول شوي، ځینې یې بېرته خوشې شوي، یو شمېر یې لا هم بندیان دي او داسې کسان هم شته چې له تورخمه اړول شوي او په لویدیځو هېوادونو کې د هغوی د کډوالۍ بهیر نیمګړی پاتې شوی.
خو له لویه سره وېره دا ده، چې په دغو کډوالو کې د داسې کسانو شمېر هم کم نه دی که هغوی په زور او جبر ستنول کېږي؛ نو د طالبانو له خوا د هغوی پر وړاندې شته ګواښونه هغه څه دي، چې د دوی ژوند د مرګ سره مخامخولای شي.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان له پاکستاني چارواکو او نړۍوالې ټولنې په کلکه غوښتنه کوي، چې د دغه شان جبري ستنولو مخه ونیسي او په لوی لاس دغه کډوال د مرګ خولې ته ورنکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرچينه: په کندهار کې يوه مېرمنه په مرموز ډول وژل شوې او يو بل ځوان ځان وژنه کړې

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۱۵ GMT+۱

سرچينې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ويلي، چې د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې يو ځوان د بې کارۍ او مجبوريت له کبله ځان وژنه کړې. سرچينه زياتوي، چې تېره ورځ د همدې ولسوالۍ د کمېسارۍ شاته یوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې وه.

سرچيو افغانستان انټرنشتل – پښتو ته د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د حکمت الله په نوم دغه شل کلن ځوان اصلي د ژړۍ ولسوالۍ د سنګيسار سېمې اوسېدونکی و.

د معلوماتو له مخې؛ نوموړی په بولدک ولسوالۍ کې د خپلي خور په کور کې اوسېده او دلته يې کار کوه.

د حکمت الله په نوم دغه ځوان نن سهار په خپل کور کې ځان زندۍ کړی او مړ کړی دی.

په بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ پېښه تايید کړې او ويلي يې دي، چې پر دې ځوان د نورو کسانو قرضونه پورې وو او نن يې ځان زندۍ کړی.

طالبانو په خپله اعلاميه کې ويلي: « پر دې ځوان د خلکو پېسې باندې وې، چې پوروړي يې کور ته ورغلي او ده د پېسو د نه درلودلو له کبله يې ځان مړ کړی.»

سرچینه زياتوي، چې یوه ورځ وړاندي په همدې ولسوالۍ کې د زرمينې په نوم د يوې ښځې جسد پېدا شوی، چې په مرموز ډول وژل شوې وه.

په کندهار کې ځايي طالبان د وژل شوې ښځې په اړه معلومات نه ورکوي او وايي، چې په دې اړه به پلټنې وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې بې کاري او لوږه ډېره شوې او خلک يې له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.

پر طالبانو نيوکه کيږي، چې په ډېرو دولتي ادارو کې خپلو جنګياليو ته دندې ورکوي او په ډېرو برخو کې يې «جنګ او ديني زده کړې» د دندو ترلاسه کولو معيار ټاکلی دی.

ډېر کارپوهان په دې بارو دي؛ که د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بې روزګارۍ ستونزه حل نه کړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، ډيري «ترهګري او جنایتکاري ډلې لکه داعش» په ډېرې اسانۍ سره به دغه ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي.

افغانې ښځینه فعالانې په لندن کې د ګډ کار او حل لارو په اړه خبرې اترې کوي

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۱

یو شمېر افغانې ښځینه فعالانې په لندن کې د یوه ګډ پروګرام د جوړولو لپاره راغونډې شوې دي. دغه فعالانې په څلور ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره د یوې لار نقشې په جوړولو خبرې کوي. دا غونډه د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) پیل شوه.

د دې ناستې موخه د افغانستان د روان وضعیت، پر ښځو د طالبانو د رژیم د زیاتېدونکو بندیزونو او ورسره د مقابلې د لارو چارو څیړل دي.

حبیبه سرابي، شکریه بارکزۍ، فاطمه ګیلاني، محبوبه سراج، نرګس نهان، بلقیس احمدي، شینکۍ کروخیل، پلوشه حسن، فوزیه کوفي، اصیله وردګ، قهرمانه کاکړ، سیما غني، حوریه مصدق، فروزان نوابي، زرکه یفتلي، معصومه خاوري، اورزلا نعمت او پیمانه اسد د دې څلور ورځنۍ غونډې له ګډونوالو څخه دي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې طالبانو ښځې له عامه ډګره ایستلي او د تعلیم، کار او نورو سیاسي او مدني فعالیتونو له حقه یې بې برخې کړي دي.

د بشري حقونو فعالان دغه بندیزونه د بشریت پر وړاندې د جرم او «جنستي تبعيض» یوه ښکاره بېلګه بولي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې جنسيتي اپارتايډ په رسمیت وپېژني.

طالبانو ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي؛ خو نړۍوال فشارونه به ونه مني.

طالبان: په چنګاښ مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳۶۶ زره مټريک ټنه انتقالات شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې په چنګاښ مياشت کې د حیرتان، تورغونډۍ او خواف – هرات بندرونو له لارې ۳۶۵ زره ۷۱۴ مټريک ټنه انتقالات شوي دي.

د اعلاميه د معلوماتو له مخې؛ په همدې مياشت کې ۱۰ زره ۷۵۰ ټنه صادرات هم تر سره شوي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه، مدني اوبه او د انارو جوس دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳ سوه زره ۹۶۵ ټنه د حيرتان، ۲۸ زره ۲۹۹ د اقينې، ۳۳ زره ۴۵۵ ټنه د تورغونډۍ او ۲زره ۹۹۵ ټنه يې د خواف – هرات بندرونو له لارې صادرات او واردات تر سره شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دې صادراتو او وارداتو کې نفتي، غيري نفتي او نور مواد شامل دي.

طالبانو ويلي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو د کچې په لوړېدو کاري زمېنې هم برابريږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله زاهد د دې وزارت د کلني راپور وړاندي کولو پرمهال ويلي وه، چې تېر کال یې افغانستان ته د څه باندې ۸ مېلیارده ډالرو په ارزښت واردات کړي او ۱.۸ مېلیارډه ډالرو په ارزښت یې هم له افغانستانه توکي صادر کړي دي.

نوموړي ويلي وه، چې په وروستي یوه کال کې روسیې ته د افغانستان د صادراتو کچه ۵۴، ترکیې ته ۵۳، ایران ته ۱۹، چین ته ۱۶ او قزاقستان ته ۲،۵ سلنه زیاته شوې ده.

پاکستانۍ ورځپاڼه: په تېرو لسو میاشتو کې ۵ زره افغانان د برېتانیا پوځي اډو ته لېږدول شوي

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۱

پاکستانۍ ورځپاڼې نشنل راپور ورکړی، چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې د سلګونو پخوانیو پوځیانو په ګډون ۵ زره افغانان په پټه له افغانستانه د برېتانیا پوځي اډو ته لېږدول شوي.

د دغه راپور له مخې؛ تر اوسه څه باندې زر تنه د طالبانو له خوا د صادر شوي پاسپورټ لرونکي کسان د پاکستان له لارې تللي دي.

دغې رسنۍ د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) نېټه د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې په ایستل شویو کسانو کې ۱۵۶ افغانان او د هغوی کورنۍ هم شاملې دي، چې د برېتانیا د استخباراتي ادارو سره یې کار کاوه.

دا راپور ټینګار کوي، چې ډیری افغانان لاهم د طالبانو لخوا د تعقیب او وژل کېدو له خطر سره مخ دي.

د لېږد دغو عملياتو ماموريت ته د برېتانيا د دفاع وزارت له لوري «لازوريټ» رمزي نوم ورکول شوی دی

دې عملیاتو ته یوې نږدې سرچینې نشنل ته وویل: «موږ د افغانان د ایستلو په حال کې يو، ځینې یې د ویلو لپاره ټکان ورکوونکي کیسې لري.»

خو یوه بله سرچینه بیا ادعا کوي، چې یو شمېر هغو افغانانو برېتانیا ته د تګ اجازه ترلاسه کړې، چې یوازې څو ورځي يې په هلمند ولایت کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دغه هېواد ځواکونو ته خدمت کړی دی.

پر افغانسان د طالبانو دبیا واکمنېدو وروسته برېتانیا هغه ۲۷ زره افغانان، چي د طالبانو له ګواښ، شکنجې او بند سره مخ وه د بیا مېشتېدو په پروګرام کې شامل کړي دي

هغه کورنۍ چې له افغانستان څخه په ځانګړو الوتنو یا ملکي الوتکو کې برېتانیا ته ځي، دوی ژر تر ژر د طبي معاينې لپاره د پروسس مرکزونو ته لېږدول کيږي او بيا ځای پر ځای کيږي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله اول ځل له سويلي افريقا سره یو ورځنۍ لوبې کوي

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ له سويلي افريقا سره د دريو یو ورځينو لوبو مهالوېش اعلان کړ. دا لومړی ځل دی چې افغان ملي لوبډله له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې کوي. د افغانستان په کوربتوب دغه سيالۍ به په متحده عربي اماراتو کې د سپټمبر په ۱۸ پيل او د همدې مياشتي تر ۲۲ به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن ویلي، په هند کې د افغانستان په کوربتوب د نيوزيلنډ لوبډلې په وړاندي له ټېسټ لوبې وروسته به د سويلي افريقا سره د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيل شي.

کرېکټ بورډ ويلي، چې د نيوزيلنډ سره د يوازينۍ ټېسټ لوبې او سويلي افريقا په وړاندي به ډېر ژر د لوبغاړو نوملړ اعلان کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف د سويلي افريقا سره د سيالیو په اړه وايي: «د خوښۍ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره د سویلي افریقا سره دوه اړخیزه لوبلړۍ لرو، له شک پرته سویلي افریقا د کرېکټ په نړۍ کې یو ستر نوم دی او له اتلانو سره د دوی سیالۍ به له ولولو او خوندونو ډکې وي.»

د کرېکټ بورډ اجراييوي مشر نصيب خان وايي، چې له پياوړو لوبډلو سره لوبېدو ته د يوې پروسې په سترګه ګوري.

نوموړی وایي: «موږ غواړو چې افغان لوبډلې ته د ټولو بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې ډېرې دوه اړخیزې لوبلړۍ برابرې کړو.»

د افغانستان کرېکټ بورډ ليکلي، چې د سويلي افريقا سره تر سياليو وروسته تمه لري، چې له بنګله دېش سره هم د لوبو لړۍ پيل کړي.