• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېر ماښام په پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر پولیسو نیولی

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۵۸ GMT+۱

ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په اسلام اباد کې پولیسو نیولی او نا مالوم ځای ته یې بېولی دی.

په خواله رسنیو کې هم ځینې ویډیو ګانې لاس په لاس کېږي، چې د پولیسو له‌خوا د علي وزیر د نیولو پخلی کوي.

دا رنګه په یوې ویډیو کې په خپله علي وزیر هم لیدل کېږي، چې د اسلام اباد په یوه روغتون کې دی او وايي چې نوموړی د پولیسو له‌خوا نیول شوی او تاوتریخوالی هم ورسره شوی دی.

په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي کامران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته د علي وزیر د نیول کېدو پخلی کړی؛ خو د هغه د نیولو په لامل یې جزییات ورنګړل.
په خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو بر بنسټ نوموړي، یو ټپي کس د درملنې لپاره د پمز روغتون ته لېږدولی و، چې ناببره د پولیسو له‌خوا ونیول شو.
د اسلام اباد پولیسو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌خوا هم تر دې مهاله په روښانه ټکو کې کوم دریځ نه دی څرګند شوي.
علي وزیر تر دې وړاندې هم څو، څو ځلې پولیسو نیولی او په هره پلا پولیس چارواکو د هغه د نیول کېدو لامل د پاکستان د ملي ګټو پر خلاف څرګندونې او دریځ بللی و؛ خو دا پلا د ده د نیول کېدو سبب نه دی روښانه شوی.
علي وزیر هغه مهال چې د پاکستان د پارلمان غړی هم و نیول شوی و، چې بیا له یوې مودې وروسته له بنده خوشې شوی و.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

لویدیځې استخباراتي سرچینې: ایران ښايي د یهودانو د ماتم په ورځ پر اسراییل برید وکړي

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۵۲ GMT+۱

لویدیځو استخباراتي سرچینو سکای نیوز عربي ته ویلي، چې ایران پلان لري چې د اګست په ۱۲ او ۱۳ «د یهودانو په تاریخ کې تر ټولو بده ورځ» یا «تیشا بیاو» په نېټو پر اسراییل برید وکړي.

یهودیان د خپل لومړي او دویم معبدونو د ویجاړولو په ماتم کې د «تیشا بیاو» په ورځ روژه نیسي.

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه اي مخکې خبرداری ورکړی و، چې اسراییل د اسماعیل هنیه په وژلو سره «د ځان لپاره د سختې سزا زمینه برابره کړه.»

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې علي خامنه اي امر کړی چې د هنیه د وژلو په غچ کې دې اسراییل په مستقیمه توګ په نښه شي.

ترکیې د قوانینو د نه مراعاتولو له امله انسټاګرام ته لاسرسی بند کړ

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د ترکیې د حکومت یو وزیر د جمعې په ورځ وویل، چې هېواد کې ټولنیزې رسنۍ انسټاګرام ته لاسرسی د هېواد د «قوانینو او مقرراتو» د نه مراعاتولو له امله بند شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ترکیې د دې شبکې په کارولو د بندیز لامل او موده نه ده ښودلې، خو دغه اقدام د ترکیې د ولسمشرۍ د ارتباطاتو د مرکز د مشر فخرالدین التون له څرګندونو وروسته شوی دی. التون د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د هنیه د مړینې لپاره د کاروونکو د خواخوږۍ پوسټونو بندولو له امله پر اسټاګرام انتقاد وکړ.

هغه وايي: «موږ انسټاګرام ته د ځینو سرغړونو په اړه خبرداری ورکړی و. موږ غواړو چې ځینې مقررات تعقیب شي، موږ مداخله کوو کله چې دوی قانوني مقررات او عامه حساسیتونه له پامه غورځوي.»

د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له مړینې وروسته انسټاګرام د هغه په ​​اړه ځینې پوسټونه لرې کړي دي.

د ترکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر اروغلو وویل: «له دوی سره په تماس کې یوو، زموږ حساسیتونه روښانه دي، څومره ژر چې دوی دا نیمګړتیاوې سمې کړي، موږ به بندیز لرې کړو.

هغه زیاته کړه: «دا هېواد قوانین او مقررات لري.» خو هغه روښانه نه کړه چې نیمګړتیاوې څه دي.

د انټرنېټ څارونکي نټ بلوګز وویل، چې د جمعې په ورځ د محکمې له حکم وروسته په ترکیه کې انسټاګرام ته لاسرسی محدود شوی دی.

د ترکیې د مخابراتو مشر فرحتین التون د چهارشنبې په ورځ په انسټاګرام باندې د هغه څه له امله انتقاد وکړ چې هغه یې په تهران کې د هنیه له وژل کیدو وروسته د خواخوږۍ پوسټونو بندولو پریکړه بولي.

هغه پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي: «ساده او واضیح یې وایم دا سانسور دی.»

میټا شرکت تر اوسه د دې بندیز یا التون د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ترکیه د هغو هېوادونو په لېست کې شامله ده، چې د بیان له ازادۍ څخه سرغړاوی کوي او په ځلونو یې د خپلو مخالفینو پر ضد له سانسور څخه کار اخیستی دی.

په تېرو کلونو کې دغه هېواد په پرله پسې ډول د بېلابېلو دلایلو له مخې ټولنیزې شبکې لکه فیسبوک، یوټیوب او اېکس بندې کړې دي.

د کیرالا په وایاناډ کې ځمکه ښویدنه: په یوې لیرې پرتې سیمه کې څلور کسان ژوندي موندل شوي

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۴۲ GMT+۱

د هند په کیرالا ایالت کې د ځمکې ښویدنې څخه درې ورځې وروسته، څلور کسان د جمعې په ورځ (د زمري ۱۲مه) له یوه کور څخه ژوندې وژغورل شول.

د هند په سویلي ساحلي ایالت کیرالا کې سخت باران د سې شنبې په سهار د وایاناډ له غرونو پیل شو، چې د سختې ځمکې ښوینې لامل شو. د باران له امله، د اوبو، خټو او ډبرو ټولګو خلک لاندې کړل چې ډیری یې په خوب ویده وو او د مرګ په خوب یې ویده کړل.

چارواکي وایي، دا په کیرالا کې د ۲۰۱۸ کال د وژونکي سیلابونو راهیسې ترټولو ناوړه ناورین دی، چې د ۲۰۵ کسانو د مړینې لامل شوی او نږدې ۲۰۰ کسان لا تر اوسه ورک دي. ځايي اسیانټ ټلويزيون ويلي، چې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د هند پوځ یو جګپوړي قوماندان وی ټي ماتیو وویل، چې دوه نارینه او دوه ښځې د جمعې په ورځ، په یوه لیرې پرته سیمه کې د پوځ له خوا ژوندي وموندل شول.

د چارواکو په وینا، په تېرو دوو ورځو کې نږدې یو زرو ۶۰۰ کسان له غرنیو کلیو ژغورل شوي او نږدې ۳۵۰ ودانۍ زیانمنې شوي دي.

فرانسې او پاکستان د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د مالیې په چارو کې د پاکستان د دولت وزیر په دغه هېواد کې د فرانسې سفیر سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي. علي پرویز ملک او د فرانسې سفیر نیکولاس ګالي ترمنځ د لیدنې پر مهال د داړو هېوادونو تر منځه د سوداګرۍ په زیاتوالي ټینکار شوی دی.

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې دغه لیدنه نن جعمه په اسلام اباد کې ترسره شوې ده.

په دغه لیدنه کې د مالیې په چاروکو د پاکستان دولت وزیر علي پرویز ملک د فرانسې سفیر ته ددغه هېواد د اقتصادي پرمختګونو او پر وړاندې یې خنډونو په تړاو معالومات ورکړی دی.

علي پرویز ملک د اسعارو د زېرمو زیاتېدل، انفلاسیون کمېدل، د انرژۍ سکتور پرمختګ او د دولتي تصدیو د بیارغونې په ګډون د مهمو اصلاحاتو په اړه خبرې کړي دي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد د ګمرکونو او داخلي عوایدو په برخه کې د پام وړ ښه راغلی او د ددې برخې بریښنايي کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي.

د پاکستان د دولتي راډیو خبر له مخې سفیر نیکولاس ګالي د پاکستان له خوا د غوره اصلاحاتو ستاینه وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو په برخو کې د فرانسې له خوا د تخنیکي مرستې وړاندیز یې وکړ.

هغه د اقتصادي ثبات په برخه کې د پاکستان د حکومت له خوا شوي پرمختګونو وستایه او په دغه برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، له داعش سره د همکارۍ په تور یې ۹۹ کسان نیولي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د جمعې په ورځ وویل، چې له داعش سره د همکارۍ په تور یې ۹۹ مشکوک کسان نیولي دي.

د ترکیې دغه امنیتي چارواکي پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې دغه کسان د ترکیې د امنیتي ځواکونو له خوا په ۲۶ ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د داعش وسله والو د نیولو په اړه د پولیسو د عملیاتو ستاینه کړې. هغه ویلي: "زه د دې عملیاتو د بریالیتوب له امله د ترکیې اتلو پولیسو ته مبارکي وایم، خدای دې ستاسو له مخې رڼا کړي."

علي یرلیکایا ټینګار کړی چې ترکيه به په خپله خاوره کې هیڅ ډول ترهګریز فعالیت ونه زغمي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل: «موږ یوازې یو هدف لرو، تر څو چې وروستی ترهګر له منځه ولاړ نه شي، تر هغه به مبارزه کوو.

تر دې مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د ترکیې امنیتي ځواکونو په ۱۳ بېلابېلو ښارونو کې ۷۲ تنه له داعش سره د تړاو په شک نیولي دي. علي یرلیکایا ویلي، چې له مشکوکو کسانو څخه یوه اندازه پیسې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مې په لومړیو کې ویلي و، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې ۲۹۹۱ کسان له اسلامي دولت ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.