• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او سراییل کړکېچ؛ ایران وايي، سیمه ییزه جګړه نه غواړي خو اسراییل ته باید سزا ورکړي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته وویل، چې هېواد یې د سیمه ییزو جګړو د زیاتولو په لټه کې نه دی؛ خو باور لري چې د نورې بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره باید اسراییل ته سزا ورکړي.

ناصر کنعاني وویل: “ایران په سیمه کې د ثبات د رامنځته کولو په لټه کې دی؛ خو دا کار یوازې د تېري کوونکي په سزا ورکولو او د صهیونیسټي رژیم (اسراییل) د جرئت په وړاندې د مقاومت په کولو سره رامنځته کیږي.”

کنعاني پر امریکا غږ وکړ، چې د اسراییل له ملاتړه لاس واخلي او زیاته یې کړه، چې نړۍواله ټولنه په سیمه کې د ثبات د ساتلو په برخه کې په خپله دنده کې پاتې راغلې او باید د تېري کوونکي د سزا ملاتړ وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په تهران کې مېشت سفیران او د ډېپلوماټیکو ماموریتونو مشران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر علي باقري کُني سره د کتنې لپاره راوبلل او ټینګار یې وکړ، چې د ایران اراده به اسراییل ته ځواب ورکړي.

کنعاني وویل، چې د اسلامي همکاریو د سازمان بېړنۍ غونډه به د چهارشنبې په ورځ د ایران په غوښتنه جوړه شي، چې د هنیه د وژنې او د ایران د ځواب په اړه به پکې خبرې وشي.

تهران او د ایران سره تړلې ډلې لکه حماس او حزب الله وايي، چې اسراییل د جولای په ۳۱مه د ایران په پلازمینه کې هنیه وژلی دی.

د هغه مړینه د حماس د لوړ پوړو شخصیتونو د وژنو د لړۍ برخه ده، چې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د ۱۱ میاشتنۍ جګړې سره هم‌مهاله دوام لري.

اسراییلي چارواکو د هنیه د وژلو مسوولیت پر غاړه نه ده اخیستې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له استعفا وروسته چارواکو اعلان وکړ چې موقت حکومت جوړیږي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۷ GMT+۱

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د دوشنبې په ورځ استعفا وکړه او له دې هېواده وتښتېده. د بنګله دېش د پوځ مشر جنرال وقار الزمان په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې ۷۶ کلنه حسینه له هېواده وتلې او ډېر ژر به موقت حکومت جوړ شي.

د راپورونو له مخې، یاد جنرال اوسمهال د موقت حکومت د جوړېد و په اړه د دغه هېواد له سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو سره د خبرو اترو په حال کې دی.
اخوا، معترضان بیا د ښاغلې حسینې له استعفا وروسته په واټونو کې نڅاوې او خوشحالۍ کوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې شیخ حسینه له خپلې خور سره په یوې پوځي چورلکه کې د هند ختیځ ته روانه شوې ده.
د بنګله دېش لومړۍ وزیرې له هغې وروسته استعفا وکړه، چې زرګونو معترضانو یې په کور برید وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې نن بیا په بنګله دېش کې انټرنټ هم پرې شوی او دولت د درېو ورځو لپاره رخصتي اعلان کړې ده.
په بنګله دېش کې له یوې میاشتې راهیسې اعتراضونه او تاوتریخوالي روانې دي، چې تر اوسه په کې ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
د شمېرو له مخې یوازې د یکشنبې په ورځ د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د مخالفانو، امنیتي ځواکونو او د واکمن ګوند د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالي کې د لږ تر لږه ۱۴ پولیسو په ګډون ۹۵ تنه وژل شوي.

100%


د بنګله دېش پولیسو له دې وړاندې ویلي و، چې د دغه هېواد مرکز ډهاکې ښار د «جګړې په ډکر» بدل شوی او زرګونو لاریون کوونکو په ډهاکه کې یوه روغتون ته څېرمه موټرو او موټرسایکلو ته اور اچولی دی.
دغه لاریون د بنګله دېشي زده‌کړیالانو له لوري له هغه وروسته پیل شو، چې هلته واکمن حکومت د دولتي کسانو خپلوانو ته د امتیازونو د ورکړې پرېکړه وکړه.

سوېلي وزیرستان کې وسله والو د یوه ښوونځي دوه ښوونکي په ډزو وژلي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱

ځايي پولیس وايي، د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې ناڅرګندو وسله والو د يوه ښوونځي دوه ښوونکي په ډزو وژلي او وسله وال له سیمې تښتېدلي دي. پولیس وايي، د وسله والو د پلټنې عملیات یې پیل کړي او د سیمې له خلکو یې هم د هغوی په موندلو کې مرسته غوښتې.

سرچینو له سوېلي وزیرستانه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې دغه د ښوونځي دوه ښوونکي نن دوشنبه (زمري ۱۵مه) له غرمې مخکې د سوېلي وزیرستان مرکز واڼه په لنډي ډوک سیمه کې مخ پټو وسله والو په ډزو ووژل او هغوی له سیمې وتښتېدل.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، دا څووم ځل دی چې په وزیرستان کې د ښوونځي ښوونکي په نښه او وژل کیږي خو د ده په خبره امنیتي ځواکونه په سیمه کې د امن په راوستو کې پاتې راغلي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د محمود او محمد انور په نومونو د دغو دوو ښوونکو د کورنیو غړي وايي، چې دغه ښوونکي له ښوونځي څخه د کور په لور روان وو چې د وسله والو له خوا په نښه شول.

په دې وروستیو کې په لوی وزیرستان کې د ولسي خلکو، خبریالانو او ښوونکو هدفي وژنې او په بمونو د ښوونځیو الوځولو پېښې تر پخوا یو مخ زیاتې شوې دي او د سیمې خلک شکایت کوي چې حکومت په دغو سیمو د امن په راوستو کې پاتې راغلی.

بنګله دېش کې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال د مړو شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېد

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۵ GMT+۱

د بښنې نړېوال سازمان وايي، په بنګله دېش کې لا هم لاریونونه روان دي او تېره ورځ د ۱۴ پولیسو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي. دغه سازمان د بنګله دېش له حکومته غوښتي چې په لاریونونو کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره وړ چاپېریال رامنځته کړي.

د رسنیو د راپورنو له مخې، په بنګله دېش کې د حکومت په ضد پر لاریونونو تاوتریخوالی په شدت سره مخ په زیاتېدو دی.

د شمېرو له مخې د یکشنبې په ورځ د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د مخالفانو، امنیتي ځواکونو او د واکمن ګوند د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۹۴ تنه وژل شوي.

راپورنه وايي، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې د حکومت ضد پیل شویو لاریونو پر مهال د تېرې یکشنبې د ورځې د مړو شمېر ټکان ورکوونکی و.

لاریون کوونکي د لرګیو او چاقوانو پر مټ وارونه کوي، تېره ورځ دغو قهرجنو لاریون کوونکو د عنایت پور په سیمه کې پر یوه پوسته برید کړی او ۱۱ پولیس یې وژلي دي.

د بګله دېش پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د دغه هېواد مرکز ډهاکې ښار د «جګړې په ډکر» بدل شوی او زرګونو لاریون کوونکو په ډهاکه کې یوه روغتون ته څېرمه موټرو او موټرسایکلو ته اور اچولی دی.

پولیسو ویلي، چې لاریونو کوونکو له ګرځبندیز څخه سرغړونه کړې، او د شپې په تیاره کې د ډزو او چاودونه غږونه هم اوریدل شوي.

د راپورونو له مخې له دغو ډزو وروسته د ډهاکې روغتون ته د ۱۲ کسانو مړي وروړل شوي چې ټول په ډزو لګیدلي وو.

دغه لاریون د بنګله دېشي زده‌کړیالانو له لوري له هغه وروسته پیل شو، چې هلته واکمن حکومت د دولتي کسانو خپلوانو ته د امتیازونو د ورکړې پرېکړه وکړه.

دغه لاریونونه د شیخ حسیني د پنځلس کلن حکومت پرمهال تر ټولو خونړي بلل شوي.

حکومت د لاریونونو د غلي کولو لپاره انټرنیټې خدمتونه، ښوونځي او پوهنتونه بند کړي او ګرځبندیز یې اعلان کړی دی.

بل خوا د بښنې نړېوال سازمان په بنګله دېش کې د روانو تاوتریخجنو لاریونونو پر مهال د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې او له قانون پلي کوونکو ادارو څخه غوښتنه کوي چې له زغم څخه کار واخلي چې د نورو جدي زیانونو او وژلو څخه مخنیوی وشي.

دغه سازمان ویلي، چې حکومت کولی شي یوازې د اړتیا وړ ځواک وکاروي چې یوازې حالت مهار کړي.

شمالي کوریا له سوېلي کوریا سره پر پوله ۲۵۰ بالستیک توغندي ځای پر ځای کوي

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۱

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون خپلو سرحدي ځواکونو ته د لنډ واټن ویشتونکو ۲۵۰ بالستیک توغنديو سیسټمونه په واک کې ورکړي چې د سوېلي کوریا سره یې پر پوله کې ځای په ځای کړي.

هغه د دغو توغندیو د سیسټمونو د سپارلو په مراسمو کې وویل چې د امریکا له خوا د اټمي پوځي بلاک جوړېدل پیونګ یانګ دې ته اړ کړی چې خپلې پوځي وړتیاوې نورې هم پیاوړې کړي.

د شمالي کوریا مشر دا هم ویلي چې هېواد به یې په نږدې راتلونکي کې د اټومي ګواښونو د مخنیوي او د ځان ساتنې لپاره خپل اټومي چمتووالی زیات کړي.

سوېلي کوریا د کیم جونګ‌ اون دغه ګام د پلازمېنې سیول لپاره یو ګواښ بللی دی.

شمالي کوریا تېره میاشت ویلي و، چې په بریالیتوب سره یې یو نوی تکتیکي بالستیک توغندی ازمویلی دی.

علي امین ګنډاپور: په اسلام اباد کې لویه غونډه جوړوم، هیڅوک مې مخه نه شي نیولی

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۳۷ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور پاکستاني رسنیو ته ويلي، چې په اسلام اباد کې غونډه جوړوي، او هیڅوک یې مخه نه شي نیولی. هغه په صوابۍ کې له رسنیو سره خبرو کې ويلي، چې له غونډې وروسته به معلومه شي چې«شيدې شيدې او اوبه اوبه» دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د صوابۍ په غونډه کې به د اسلام اباد د غونډې ترسره کېدو ورځ وټاکي.

علي امین ګنډاپور وايي چې محکمې او قاضیانو ورته ویلي، چې پر دوی له پاسه فشار دی.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په څرګنده دا نه دي ويلي، چې دغه غونډه به د څه لپاره جوړوي خو هغه تل په خپلو خبرو کې نیوکې کوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دی له بنده خوشې شي.

علي امین ګنډاپور په خیبرپښتونخوا لپاره د عمران خان ګوند تر نورو مخکښ کس دی چې په تېرو ټاکنو کې یې د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر څوکۍ وګټله.

شنوونکي وايي، علي امین ګنډاپور دا ځل غواړي چې په اسلام اباد کې وفاقي حکومت ته مخامخ وايي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د محکمې له لوري نور مجرم نه پیژندل کیږي او باید ژر خوشې شي.

ګنډاپور د پي ټي ای په مشرانو کې تر نورو احساساتي او ژر پرېکړه کوونکی مشر ګڼل کیږي.

هغه لس ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د امن جلسې ته په وینا کې ویلي و، چې د دغې صوبې په هیڅ یوې برخه کې به د پوځي عملیاتو اجازه ورنه کړي؛ خو هغه له پولیسو غوښتي چې په ټوله صوبه کې دې د وسله‌والو ډلو پلټنه پیل وکړي.

خو بل پلو د پاکستان وفاقي حکومت ګنډاپور تورن کړ، چې هغه د خلکو د تېر اېستلو هڅه کوي او د امن جوړه شوې جرګه یې په سیاسي جلسه بدله کړه.