نن شنبه د (زمري ۲۰مه) د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي.
د پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ د پنجشنې په ورځ د (زمري په ۱۸مه) په اېکس پاڼه د پولیو واکسین د نوې پړاو له پیله خبر ورکړی و.
خو دغه بنسټ د واکسین کوونکو ماشومانو د شمېرې او ولایتونو په اړه څه نه و ویلي.
تر دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین د کمپاین په تېر پړاو کې ویلي و، چې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې یې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا اته مېلیونه ماشومان واکسین کړي دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې لاهم د پولیو ناروغۍ پېښې په کې وخت ناوخته ثبتېږي.
له بل پلوه په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو تازه نهه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
همدا تېره میاشت (د چنګاښ په ۱۹مه) په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین له پیل سره هممهاله، په کندهار ولایت کې چارواکو د پولیو د درېیو مثبتو پېښو خبر ورکړی و.
په کندهار کې د پولیو عملیاتي مسوول صدیق الله پتیال د دغه خبر پخلی کړی و او ویلي یې و، چې دغه پېښې په کندهار ښار، شاهولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې ثبتې شوې دي.