• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ارین سلیمي په المپیک کې ۱۶ کاله وروسته د ایران لپاره په تکواندو کې د سرو زرو مډال وګاټه

۲۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۶ GMT+۱

۲۰ کلن ارین سلیمي تېره شپه د ۸۰ + کیلو په وزن کې د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک کې په تکواندو لوبه کې اتلولي وګټله. ایراني ارین سلیمي بریتانوي سیال ته ماتې ورکړه او دسرو زرو مډال یې وګاټه.

د بریتانیې لوبغاړی کانینګهام د تکواندو په برخه کې په نړیواله درجه بندۍ کې له سلیمي څخه په لوړ مقام کې ځای لري.

ښاغلي سلیمي د لوبې په درېیمه پاڼۍ کې دوه پر یو خپل بریتانوي سیال ته ماتې ورکړه.

دغه ایراني اتل ۱۶ کاله وروسته په المپیک سیالیو کې د تکواندو په برخه کې د ایران لپاره د سروزرو مډال وګاټه.

ارین سلیمي دویم ایرانی لوبغاړی دی چې د تکواندو په برخه کې د ایران لپاره د سرو زرو مډال ګټي.

تر سلیمي مخکې هادي ساعي د ایران لپاره د تکواندو په برخه کې د سرو زرو مدال ګټلی و.

د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو کې ایراني لوبغاړو تردې مهاله درې د سرو زرو، پنځه د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د تکواندو دوو افغان ملي لوبغاړو د اسيا اتلولۍ جام سيالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل

۲۰ زمری ۱۴۰۳ - ۱۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د ای ټي ايف تکواندو ملي فدراسيون وايي، چې دوو ملي لوبغاړو علي اکبر او سمير رحماني د اسيا اتلولۍ جام سياليو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي. دغه فدراسيون په يوه اعلاميه کې زیاتوي، چې دغو لوبغاړو خپلو چينايي سيالانو ته ماتې ورکړې ده.

د افغانستان د ای ټي ايف تکواندو فدراسيون د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې علي اکبر په ۶۲ کیلوګرام او سمير رحماني په ۸۵ کیلو ګرامه وزن کې خپل چينايي سيالان مات کړل او لومړۍ مقام يې خپل کړ.

دغه سيالۍ دوې ورځي وړاندي د چين په اونان ښار کې پيل شوي وې.

د اسيا اتلوتلۍ جام په دې سياليو کې د مرکزي اسيا د پنځو هېوادونو لوبغاړو برخه اخيستې وه.

په دې سيالیو کې د افغانستان دوو لوبغاړو او د لوبډلې مشر ګډون کړی و.

100%

ملګرو ملتونو د المپیک له نړۍوالې کمېټې غوښتي چې افغان لوبغاړو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي

۱۹ زمری ۱۴۰۳ - ۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د المپیک له نړۍوالې کمېټې وغوښتل، چې د افغان ښځینه لوغاړو ملاتړ دې وکړي او هغوی ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی له ورزشي سازمانونو وغوښتل، چې په سپورټي لوبو کې د ښځو پر ګډون دې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر سپورټ بندیز د دوی له حقونو څخه سرغړونه ده او بل هېڅ هېواد دا ډول اقدام نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ګډون د افغانستان لپاره د بشري حقونو د سازمان مشر ریچارډ بنټ، د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د ښځو او نجونو د سپورټ په وړاندې د طالبانو کړنې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د تبعیضي او ظالمانه برخورد یوه برخه ده، چې د بشریت پر وړاندې د جنایت یوه بیلګه کیدای شي.

شاوخوا درې کاله کېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي. د کار او زده کړې له حق څخه نیولې تر سپورتي لوبو کې ګډون او پارکونو ته تګ او د کورنۍ له نارینه غړي پرته سفر کول.

د پاریس د المپیک په سږنیو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب درې ښځینه او درې نارینه ورزشکارانو برخه اخیستې ده. خو طالبانو ویلي، چې دغه ډله د المپیک په سیالیو کې افغان ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پیژني.

د ملګرو ملتونو استازو دا هم ویلي، چې د سپورټ په ګډون د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو او کرامت څخه ناوړه محرومیت باید پای ته ورسیږي.

په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی: «کولتور باید د بشري حقونو څخه د سرغړونې لپاره د عذر په توګه ونه کارول شي، لکه په سپورټ کې د ګډون حق.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې د سپورټ نړۍوال سازمانونه مسوولیت لري چې د طالبانو له "جابرانه" سیاستونو سره مبارزه وکړي او په هر ځای کې د افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

دوی په دغو سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو د ګډون لپاره د المپیک د نړۍوالې کمېټې ملاتړ «ښه» وباله، خو ټینګار یې وکړ، چې لا زیات ملاتړ ته اړتیا ده.

دغو کارپوهانو ویلي< چې د سپورټ نړۍوال سازمانونه باید له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د طالبانو له تبعیضي او غیر قانوني تګلارو سره د تړاو په توګه تعبیر شي.

د واليبال ملي لوبدلې ته د لوبغاړو معرفي کولو په برخه کې د طالبانو لاسوهنې زياتې شوې دي

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د افغانستان د واليبال په ملي لوبډله کې د داخلي جنجالونو او تر هغه وروسته، چې د لوبډلې يو شمېر لوبغاړو ته بلنه ور نه کړل شوه اوس طالبانو د واليبال پر فدراسيون فشارونه زيات کړي دي. طالبانو د واليبال ملي نوي ايراني مشر روزونکي ته ځيني لوبغاړي معرفي کړي دي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچينو ويلي، چې دغه فشارونه تر ډېره د حقاني شبکې له خوا ترسره شوي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې هغو لوبغاړو، چې بلنه نه ده ورکړل شوې د دې موضوع په وړاندي اعتراضونه کړي او د دې لوبډلې د مشر روزونکي د استعفا غوښتنه یې کړې ده.

په تېرو څو ورځو کې د والیبال فدراسیون مشرتابه پلاوي د طالبانو د بدني روزنې له مشر احمدالله وثیق سره هم کتلي او خبرې یې ورسره وکړي دي.

واليبال فدراسيون او د بدنې روزنې ادارې د دې ناستې جزيیات نه دي شريک کړي.

ونیش پوګاټ د لومړنۍ هندۍ په توګه د اولمپیک غېږنیونه کې پایلوبې ته ووتله

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د هند د غېږ نیونې په تاریخ کې د دغه هېواد لوبغاړې ونیش پوګاټ لومړنۍ غېږنیوونکې شوه چې د اولمپیک سیالیو پایلوبې ته وځي. مېرمن پوګاټ پرون د فرانسې مرکز پاریس کې پرون د اولمپیک لوبو د غېږنیونې نیمه پایلوبه کې د کیوبا لوبغاړې ته د ۵ د صفر په مقابل کې ماتې ور کولو سره دا ویاړ وګاټه

ونیش پوګاټ دې بري سره د ځان لپاره د سیلورو مډال یقیني کړل او هم لومړنۍ هندۍ شوه چې د اولمپیک پایلوبې ته وځي.

مېرمن پوګاټ د غېږنیونې فدراسیون د مشرانو پرضد د مظاهرو او پر هغوی د لوبغاړو د جنسي ځورولو د تور له امله هم مشهوره ده.

ونیش پوګاټ او بجرنګ پونیا نږدې یو نیم کال مخکې د هغو سلو لوبغاړو مشري کوله چې د دغه فدراسیون د مشر د لرې کولو لپاره یې د هند د پارلمان مخ ته یې اعتراض کړی و.

ونیش پوګاټ تر دې مخکې د همګټو هېوادونو د غېږنونې سیالیو کې درې ځلې د سرو مډالونه ګټلي دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ له بنګلدېش سره د څلورو ټېسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ له بنګلدېش سره د څلورو ټېسټ لوبو لپاره د شاهينز په نوم ۱۷ کسيزه لوبډله اعلان کړه. کرېکټ بورډ ويلي، چې دغه سيالې به د اګسټ له ۲۱ شروع او د سپتمبر تر ۳مې به دوام وکړي.

بورډ زياتوي، چې له بنګلدېش سره دغه سيالۍ به د پاکستان په کوربتوب په راولپنډۍ او کراچۍ کې وشي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د شان مسعود په لوبډلمشرۍ او د سعود شکيل په مرستيالۍ دغه لوبډله اعلان کړې.

په دې لوبډله کې عامر جمال، عبدالله شفیق، ابرار احمد، بابر اعظم، کامران غلام، خرم شهزاد، میر حمزه، محمد علي، محمد حریره، محمد رضوان، نسیم شاه، سيام ایوب، سلمان علي اغا، سرفراز احمد او شاهین شاه افریدي شامل دي.

پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې لوبډله به یې د اګسټ په ۱۱مه په راولپنډۍ کې تمرين شروع کړي او بنګلدېش لوبډله به د اګسټ په ۱۷ نېټه اسلام اباد ته ورسيږي.