شپږېزه لیګ؛ بست ساتونکو له بند امیر لوبډلې څخه په سوپر اوور کې لوبه وګټله

په ننۍ سیالۍ کې د بند امیر ښامارانو د بست ساتونکو له لوري ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او منډې یې مساوي کړې. لوبه سوپر اوور ته ووته او په سوپر اوور کې بست ساتونکو د بند امیر له لوري د منډو ورکړل شوی هدف پوره او بریا یې خپله کړه.