حقاني: د امان الله خان د ازادۍ او نورو تاریخونو بحث ته اړتیا نشته

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، چې د امان الله خان د ازادۍ او نورو تاریخونو بحث ته اړتیا نشته او د افغانستان اوسنۍ ازادي ساری نه لري. نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ۲۸مه چې د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۵ کلیزې سره برابره ده، وکړې.