• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شپږیزه کرېکټ لیګ؛ امو نهنګانو لوبډلې بست ساتونکو ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

د نهم پړاو شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۱مه سیالۍ کې د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ د امو نهنګانو لوبډلې بست لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپير ماتې ورکړه. دا د بست لوبډلې لپاره درېیمه سر پر سر ماتې ده.

د بست ساتونکو او امو ننهګانو لوبډلې د نننۍ سیالۍ پچه بست لوبډلې ګټلې وه او امو نهنګانو ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د امو نهنګانو لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې شرف الدین اشرف ۳۶، عبدالمالک ۲۰ او شاهد الله کمال ۱۸ منډو په مټ د اتو ویکېټو په زیان سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۷ منډې هدف ورکړ.

بل خوا د بست لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي درې، نصیر خان او بشیر احمد دوې دوې او فرید احمد یوه ویکېټه واخیسته.

خو د بست لوبډلې توپ وهونکو ونه شو کولی، چې د امو نهنګانو لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.

بست لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ ویکېټو په سوځېدو سره یوازې ۱۳۵ منډې جوړې کړې او امونهنګانو ته یې لوبه وبایلله.

د بست لوبډلې لپاره یواځې رحمت شاه ۴۹، درویش رسولي ۳۵ او نجیب الله ځدراڼ ۲۳ منډې جوړې کړې.

خو حضرت الله ځاځی په شپږو، محمد اکرم درې، بلال ترین پنځه منډې جوړې او ګلبدین په صفر اوټ شو.

د امو نهنګانو لوبډلې لپاره لوبډلمشر عظمت الله عمرزي د سیالې لوبډلې څلور ویکېټې واخیستې.

د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د امو نهنګانو لوبډلې الراونډر شرف الدین اشرف ته ورکړل شوه.

نوموړي په دغېلوبه کې په ۲۱ بالونو ۳۶ منډې جوړې کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دفاع وزیر: په خپلو چارو او حکومت جوړولو کې د نورو فرمایش او خوښه نه منو

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب وايي، په حکومت جوړولو او حکومتي چارو کې د بل چا فرمایش نه مني او نه هم د نورو په خوښه حکومت کوي. نوموړی وايي،‌ نړۍ دې له فشار اچولو لاس واخلي، او په دې برخه کې زور، زر او زارۍ هیڅ اغېز نه لري.

هغه وايي، نه په کورنیو چارو او نه هم بهرنیو چارو کې چاته د لاسوهنې اجازه ورکوي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۵ مې کلیزې نماځغونډه کې د کوم هېواد له نوم یادولو پرته وویل، چې په افغانستان کې د نه چا فرمایش مني او نه هم د چا په فرمایش حکومت جوړول مني.

نوموړي وویل: «موږ خپلواک قوم یو، نه د چا فرمایش منو نه د چا په فرمایش حکومت منو.»

همدارنګه دغه لوړپوړی طالب چارواکی وايي، د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، نه هم په نورو هېوادونو او نه یې هم پر سرحددونو چاته د زیان اړولو اراده لري.

نوموړی وايي: «موږ خپل حق غواړو چاته تر خپل حق په هیڅ صورت نه ورتیریږو. نه په کورنیو چارو کې چاته د لاسوهنې اجازه ورکوو، نه په بهرني سیاست کې چاته د لاس وهنې اجازه ورکوو.»

کومه تګلاره چې په تعلیمي، نظامي برخو کې لرو او یا هم د اردو په روزنه کې دا به هیڅ چاته په واک کې ورنه کړي.

ملا یعقوب د نړۍ هېوادونو ته په خپله وینا کې خبرداری ورکوي، چې د نورو نامشروع لاسوهنه نه مني.

نوموړی زیاتوي: «د نړۍ ټولو هېوادونو ته وایو، هغه که زورور دي یا کم زوري، په ښه دقت یې واورئ افغانان ستاسو نامشروع لاسوهنې نه مني. په دې برخه کې نه ستاسو زور، نه زر او نه هم زارۍ اغېز لري.نور باید له فشارونو څخه کار وانخلئ.»

ملایعقوب وايي،‌ د نړۍ له هېوادونه سره د ګډ پوهاوي له لارې اړیکې جوړول غواړو.

«هېوادونه دې د تفاهم له لارې را وړاندې شي ان د امریکا سره هم ښې اړیکو غواړو. د امریکا، چین، روسیې او ګاونډویانو سره هم سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو، چاته بد نیت او اراده نه لرو، زموږ دروازې یې په وړاندې خلاصي دي.»

مجاهد د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو غوښتنه داسې مهال کوي، چې د نړۍ هیڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پيژندلې.

یعقوب مجاهد د پاکستان له نوم یادولو پرته وویل، چې پر ډیورنډ کرښه دې ورته ستونزې نه جوړیږي. وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه پوستې او سړکونه جوړول کوم هېواد ته د زیان اړولو په معنا نه دي.

مجاهد دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د یادې ډلې له واکمنیدو وروسته څو ځله پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ ډیورنډ کرښې ته څیرمه د نظامي بنسټونو جوړیدو له امله د دواړو هیوادونو تر منځ وسله والې نښتې رامنځته شوې دي.

یعقوب مجاهد یو ځل بیا پر هغو کسانو غږ کړی چې د یادې ډلې له واکمنیدو وروسته له افغانستانه وتلي چې بېرته هېواد ته ورستانه شي.

مجاهد وايي: «که داعش دې که باغیان دي په هیڅ قیمت چاته نه یو تسلیم شوي، تر مرګه به دفاع کوو.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله افغانانو ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي ورکړې

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي پخلاینې شورا مخکیني مشر ډاکتر عبدالله د ایکس پاڼې له لارې افغانانو ته مبارکي ويلې. دغه دواړه سیاسي مشران دا مهال په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي او له سیاسي فعالیت منع دي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان خپلواکي ۱۰۵ کاله مخکې افغانانو د خپل یووالي له برکته ګټلې او وايي، دغه ستر ویاړ د پردیو له احتیاجه د ځان خلاصولو او پرمختگ له لارې باید وساتل شي.

واک د طالبانو له رسیدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او ورسره یې د ښوونځیو پرتله مدرسو ته پام اړولی.

ښاغلي کرزي له بهرنیو ډیپلوماټانو سره تل په ناستو کې د زده‌کړو پر ښه والي او د نجونو د زده‌کړو پر فعالیدو ټینګار کړی.

حامد کرزي د ایکس په دغه یادښت کې طالبانو ته په اشارې ویلي، چې د «علم او پوهې ترلاسه کولو او ترقۍ لپاره باید زیار وباسو. زموږ روښانه راتلونکی بې له شکه د ځوان نسل په تعلیم پورې تړلې ده او ضروري ده چې ټول د تعلیم د ودې په برخه کې هراړخیز کوښښ وکړو.»

د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په خپله ایکس پاڼه د افغانستان د خپلواکۍ بیرته ګټلو په پار افغانانو ته مبارکي ورکړې او ويلي یې دي، چې افغانان دې په یووالي کې ژوند وکړي، هغه د نجونو د زده‌کړو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د دې تر څنګ چې څو ورځې وړاندې یې کابل ته د ننوتو ورځ (د زمري ۲۴مه) هم نمانځلې وه او ورسره یې نن له برېتانوي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ بیرته ګټلو ۱۰۵مه کلیزه هم نمانځلې او دغه ورځ یې په ټول هیواد کې رخصتي هم اعلان کړې.

ملا برادر: که د جګړیزو وسایلو د جوړېدو وړتیا مو لرلی ځوانانو به په ځانو پسې بمونه نه تړل

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، که یې په تېرو شلو کلونو کې د جګړه ییزو وسایلو د جوړېدو وړتیا لرلی، نو «ځوانانو به په ځانو پسې بمونه نه تړل.»

هغه وويل، اوس د ټیکنالوژۍ وخت دی، د بې پیلوټه الوتکو او لېرې واټن ویشتونکو توغندیو مخنیوی په ټوپک نه کیږي.

طالبانو د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۵مې کلیزي په مناسبت د یادې ډلې په دفاع وزارت کې مراسم جوړ کړي وو.

په یادو مراسمو کې د طالبانو ګڼو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

ملا برادر دغې غونډې ته د وینا پر مهال وويل، «امریکا او د هغوی متحدان مو له خپلې خاوري شړلې دي.» او دا یو ښه فرصت دی چې باید دا زده‌ کړو چې څه ډول له هېواده دفاع کیږي.

همدارنګه د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت غونډې ته وويل، چې یاده ډله د خپلواکو واکمنانو په توګه له هیڅ هېواده امر نه ترلاسه کوي او په بشپړ ډول خپلواک دي.

نوموړی زیاتوي: «هیڅ بیګانه ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.»

د طالبانو له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۵مې کلیزې نمانځلو پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي یوازینی کس و، چې د شاه امان الله خان د نوم یادونه یې وکړه.

نوموړي وويل: «مخکینۍ ازادۍ هم نمانځو د ازادۍ لپاره جنګ په هر وخت کې چې شوی وي موږ ورته احترام لرو. هر کس چې په تېر کې راغلی وي یا په راتلونکی کې زموږپر خاوره قدم کیږدي، موږ به په قاطع ډول ځواب ورکړواو له هیواده به دفاع وکړو.»

طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۵ مې کلیزې په موخه نن په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

طالبانو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالحق همکار په کابل کې د ایران له یوه پلاوي سره په کتنه کې له نشه‌یي توکو سره په مبارزه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي دغه راز ايراني پلاوي ته وويل چې نشه‌يي توکي يوه سيمه ييزه ستونزه ده او بايد په ګډه یې مخه ونیسو.

د طالبانو تر واک لاندی باختر ژانس د يکشنبې په ورځ د (زمري ۲۸مه) خبر ورکړ، چې د ايران پلاوي هم په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په لاره کې د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر یو شپږ کسیز پلاوی د جمعې په ورځ د زمري په ۲۶ مه کابل ته ورسېد.

د ایران د نشه‌یې توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مرستیال محمد زارعي د دغه پلاوي مشري کوي.

د ایران له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د ادارې مشر اسکندر مومني وړاندي ویلي و، چې له افغانستان او پاکستان سره د دغه هیواد سرحدي سیمې په نړۍ کې د نشه‌يي توکو د قاچاق له اصلي لارو څخه شمېرل کیږي.

هغه زیاته کړه، ایران چې په سیمه کې تر ټولو اوږدې پولې لري، په ځانګړې توګه له افغانستان او پاکستان سره پر پوله پروت دی او د نشه‌یي توکو د قاچاق په اصلي مرکز بدل شوی دی.

طالبانو د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې د کوکنارو په کښت، تولید، مصرف او خرڅلاو بندیز ولګاوه، خو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق لا هم روان دی.

پاکستاني رسنۍ: نږدې یوه میاشت کې له پاکستانه ۳۲ زره افغان کډوال اېستل شوي دي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۱۴ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور خپور کړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال (د جولای له ۲۱مې د اګسټ تر ۱۷مې نېټې) له پاکستانه ۳۲ زره او ۲۰۰ افغان کډوال ایستل شوي دي. ويل کیږي، د اګسټ تر ۱۷مې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۹۱۸۵۳ تنو ته رسېدلی.

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.

په راپور کې دا نه دي راغلي، چې په د دغو کډوالو له ټول شمېر څخه څومره نران، ښځې او ماشومان دي خو تر دې وړاندې د جولای له ۲۱مې نېټې څخه د اګسټ تر درېیمې نیټې پورې ۱۵۵۳۷ افغان کډوال له دغه هیواده ایستل شوي وو، چې له ډلې ۶۳۴۵ یې نارینه، ۴۹۶۳یې ښځې او ۴۲۲۹یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

راپور کې راغلي چې دغه ۳۲ زره او ۲۰۰ افغان کډوال، چې۷۳۲ کورنۍ کیږي، افغانستان ته په ۶۷۴ موټرو کې ستنې شوې دي.

دغه شمېرې پاکستاني چارواکو داسې مهال خپرې کړې دي چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شوی او دا مهال د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ایستل روان دي.

پاکستاني چارواکو مخکې ويلي وو، که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي؛ نو د دوی د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په تېره چنګاښ میاشت کې ويلي و، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې هېواد د پنځه مېلیونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی چې ۱.۴ مېلیونه یې راجستر شوي، چې پاتې یو مېلیون نا راجستر شوي او په زرګونه بې اسناده کډوال لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې وه، چې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي کډوال به هم ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه لړۍ روانه ده او دوی په پام کې لري چې د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

ویل کیږي د افغان کډوالو یوه لویه برخه د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې ژوند کوي چې د پاکستاني پولیسو په وینا له پلټنو او موندلو وروسته به یې افغانستان ته ستانه کړي.