• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالحق همکار په کابل کې د ایران له یوه پلاوي سره په کتنه کې له نشه‌یي توکو سره په مبارزه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي دغه راز ايراني پلاوي ته وويل چې نشه‌يي توکي يوه سيمه ييزه ستونزه ده او بايد په ګډه یې مخه ونیسو.

د طالبانو تر واک لاندی باختر ژانس د يکشنبې په ورځ د (زمري ۲۸مه) خبر ورکړ، چې د ايران پلاوي هم په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په لاره کې د نړۍوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر یو شپږ کسیز پلاوی د جمعې په ورځ د زمري په ۲۶ مه کابل ته ورسېد.

د ایران د نشه‌یې توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مرستیال محمد زارعي د دغه پلاوي مشري کوي.

د ایران له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د ادارې مشر اسکندر مومني وړاندي ویلي و، چې له افغانستان او پاکستان سره د دغه هیواد سرحدي سیمې په نړۍ کې د نشه‌يي توکو د قاچاق له اصلي لارو څخه شمېرل کیږي.

هغه زیاته کړه، ایران چې په سیمه کې تر ټولو اوږدې پولې لري، په ځانګړې توګه له افغانستان او پاکستان سره پر پوله پروت دی او د نشه‌یي توکو د قاچاق په اصلي مرکز بدل شوی دی.

طالبانو د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې د کوکنارو په کښت، تولید، مصرف او خرڅلاو بندیز ولګاوه، خو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق لا هم روان دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: نږدې یوه میاشت کې له پاکستانه ۳۲ زره افغان کډوال اېستل شوي دي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۱۴ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور خپور کړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال (د جولای له ۲۱مې د اګسټ تر ۱۷مې نېټې) له پاکستانه ۳۲ زره او ۲۰۰ افغان کډوال ایستل شوي دي. ويل کیږي، د اګسټ تر ۱۷مې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۹۱۸۵۳ تنو ته رسېدلی.

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.

په راپور کې دا نه دي راغلي، چې په د دغو کډوالو له ټول شمېر څخه څومره نران، ښځې او ماشومان دي خو تر دې وړاندې د جولای له ۲۱مې نېټې څخه د اګسټ تر درېیمې نیټې پورې ۱۵۵۳۷ افغان کډوال له دغه هیواده ایستل شوي وو، چې له ډلې ۶۳۴۵ یې نارینه، ۴۹۶۳یې ښځې او ۴۲۲۹یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

راپور کې راغلي چې دغه ۳۲ زره او ۲۰۰ افغان کډوال، چې۷۳۲ کورنۍ کیږي، افغانستان ته په ۶۷۴ موټرو کې ستنې شوې دي.

دغه شمېرې پاکستاني چارواکو داسې مهال خپرې کړې دي چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شوی او دا مهال د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ایستل روان دي.

پاکستاني چارواکو مخکې ويلي وو، که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي؛ نو د دوی د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په تېره چنګاښ میاشت کې ويلي و، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې هېواد د پنځه مېلیونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی چې ۱.۴ مېلیونه یې راجستر شوي، چې پاتې یو مېلیون نا راجستر شوي او په زرګونه بې اسناده کډوال لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې وه، چې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي کډوال به هم ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه لړۍ روانه ده او دوی په پام کې لري چې د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

ویل کیږي د افغان کډوالو یوه لویه برخه د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې ژوند کوي چې د پاکستاني پولیسو په وینا له پلټنو او موندلو وروسته به یې افغانستان ته ستانه کړي.

شپږیزه لیګ؛ د بست لوبډلې پچه وګټله او د امو نهنګانو په وړاندې توپ اچونه کوي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۵۵ GMT+۱

د نهم پړاو شپږیزې کرېکټ سیالو ۱۱مه لوبه د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د بست او د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشری د امو نهنګانو لوبډلې تر منځ تر سره کیږي. د نهم پړاو شپږیزې کرېکټ لیګ ۱۱مې لوبې پچه رحمت شاه زرمتي وګټله او د امو نهنګانو لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ښاغلی زرمتی وايي، د سهار مهال ویشتنځای لوند وي او توپوهنه پرې سخته وي ځکه یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د بست په ۱۱ کسیز نوملړ کې د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ حضرت الله، عبدالهادي، محمد اکرم، نجیب الله، درویش رسولي، اعجاز احمد، ګلبدین نایب، نصیر خان، فرید ملک او بشیر احمد اخیستل شوي.

بست لوبډلې په روان لیګ کې څلور لوبې تر سره کړې، چې دوه یې پرله‌پسې ګټلې او دوه یې پرله‌پسې بایللې دي.

او همدارنګه د امو نهنګانو په لوبډله کې د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ، اعجاز احمد، سلیم صافی، فضل الحق فاروقي، عبدالمالک، شراف الدین اشرف، محمد اسحاق، زبید اکبري، شاهد کمال او قیس احمد اخیستل شوي دي.

امو ننهګانو لوبډلې هم څلور لوبې کړې دي.

یادې لوبډلې درې لوبې سر په سر بایللې دي او یوه لوبه یې ګټلې ده.

په روان شپږیزې لیګ کې د مس عینک لوبډله د څلور لوبو په ګټلو سره د نورو لوبډله په وړاندې مخکښه ده او د اتو نمرو په لرلو سره دجدول په لومړي مقام کې ځای لري.

طالبان وايي، په دایکنډي کې به د اوو کانونو د ایستلو چارې داوطلبۍ ته وړاندې کړي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۸مه) راپور ورکړی چې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د اوو کانونو د ایستلو چارې داوطلبۍ ته وړاندې کوي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې یې د اوو کانونو سروې بشپړه کړې.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ په برکر، میرغلام او سنګرکش برکر کلیو کې یې اووه کانونه موندلي دي.

د دغه راپور له مخې، په دغو اوو کوچنیو کانونو کې مرمر ډبرې، ټراورټین، کرزوپراز، د ډبرو سکاره او درانه فلزات شامل دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د چنګاښ په ۱۹مه ویلي و، چې د کانونو په استخراج سره به پر خلکو د مالیاتو بار کم شي. هغه وويل: «موږ پر يوې سترې خزانې ناست يو، خو زموږ خلک لا هم په فقر کې ژوند کوي.»

د چنګاښ په میاشت کې، افغان ویټنس راپور ورکړ چې طالبانو د دریو کلونو څخه په کمه موده کې له ۱۵۰ شرکتونو سره له ۲۰۰ ډیر د کانونو قراردادونه لاسلیک کړي.

د معلوماتو له مخې د افغانستان د معدنی زیرمو ارزښت نږدې یو ټریلیون ډالره اټکل شوی دی. تر دې مخکې فارن پالیسي راپور ورکړی و چې د طالبانو د کانونو له عوایدو څخه ۱۴ القاعده پورې تړلې ډلې ګټه پورته کوي.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

فاکس نیوز: لږ تر لږه ۳۲ افغان څارنوالان د طالبانو له راتګ وروسته وژل شوي دي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۱

فاکس نیوز د یوه پخواني افغان څارنوال له قوله ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ۳۲ مخکیني حکومتي څارنوالان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. دغه څارنوال وویل چې د طالبانو په زندانونو کې د ۵۰ نورو څارنوالانو د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

فاکس نیوز د شنبې په ورځ د (زمري۲۷مه) واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د طالبانو تر واک لاندې د مخکنیو حکومتي څارنوالانو د وضعیت په اړه راپور ورکړ.

جو مایډا، چې تر ۲۰۱۹ کال پورې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو په قومانداني کې دنده ترسره کړې، فاکس نیوز ته وویل چې طالبان «د ترهګرۍ ضد څارنوالانو په لټه کې دي چې له هغوی غچ واخلي.»

د هغه په ​​وينا، طالبان ښارونو ته د ځانګړو ځواکونو په لېږلو او جوماتونو ته د لیکونو په لېږلو سره د څارنوالانو په لټه کې دي.

سعید (د یوه مخکیني څارنوال پټ نوم) فاکس نیوز ته یوه فایل چمتو کړی چې د ۳۲ افغان څارنوالانو په اړه معلومات لري چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له پنځمې راهیسې وژل شوي دي.

د دغو اسنادو له مخې، د درېیو ښځو په ګډون ډېری قربانیان یا په عامه ځایونو او یا هم په کورونو کې د ناڅرګندو کسانو او یا هم د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

سعيد وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته سل نور څارنوالان ټپيان شوي او ٥٠ نور د طالبانو په زندانونو کې دي، چې برخليک يې نه دى معلوم.

دغه څارنوال اټکل کړی، چې شاوخوا زر افغان څارنوالان اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور په افغانستان کې بند پاتې دي، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د فاکس نیوز د راپور له مخې په امریکا کې مېشت ډېر شمېر وکیلان د افغان څارنوالانو د ملاتړ لپاره کار کوي.

د لویزیانا لویې څارنوالې هیلري مور وویل چې هغه د سلګونو افغان څارنوالانو سره په اړیکه کې ده چې اوس د مرستې غوښتنه کوي. نوموړې اټکل کوي چې د افغانستان شاوخوا شل سلنه څارنوالانې او قاضیانې ښځې دي او په هېواد کې دننه له ګواښ سره مخامخ دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه. خو په تېرو درېیو کلونو کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د څارنوالانو او پوځي کارکوونکو په ګډون د سلګونو مخکنیو حکومتي چارواکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د امریکا ولسي جرګې غړی:له افغانستانه د امریکا په وتلو، د واشنګټن دښمنان نور هم «مغرور» شوي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د جمهوري غوښتونکو استازي پیټ فالون وویل چې د بایډن او هریس د ادارې «بې کفایتي» او ناسمې پرېکړې له افغانستانه د امریکا د شرموونکي وتلو لامل شوې. هغه وايي، داسې پرېکړو یوازې د امریکا دښمنان، لکه ایران، چین او روسیه نور مغرور کړي دي.

امریکا په افغانستان کې له دوه لسیزو شتون وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې ووتله. د امریکا له وتلو سره د افغانستان مخکینی حکومت ړنګ شو او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، د بایډن او هریس اداره باید له افغانستانه د ناببره او خونړي وتلو له امله مسووله وګڼل شي. کمېټې زياته کړه چې په سبټمبر کې به د کميټې څیړنیز راپور مسوول کسان ځواب ویلو ته اړ کړي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک‌کال وویل، افغان ولس د «طالبانو د رژیم د اوسپنیزې مټې لاندې» کړیږي.

مک‌کال ټینګار وکړ چې د بایډن اداره پرته له دې چې ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان به د دوحې د هوکړې شرایط ومني په خپله سر له افغانستان څخه ووتل.