• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فاکس نیوز: لږ تر لږه ۳۲ افغان څارنوالان د طالبانو له راتګ وروسته وژل شوي دي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۱

فاکس نیوز د یوه پخواني افغان څارنوال له قوله ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ۳۲ مخکیني حکومتي څارنوالان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. دغه څارنوال وویل چې د طالبانو په زندانونو کې د ۵۰ نورو څارنوالانو د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

فاکس نیوز د شنبې په ورځ د (زمري۲۷مه) واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د طالبانو تر واک لاندې د مخکنیو حکومتي څارنوالانو د وضعیت په اړه راپور ورکړ.

جو مایډا، چې تر ۲۰۱۹ کال پورې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو په قومانداني کې دنده ترسره کړې، فاکس نیوز ته وویل چې طالبان «د ترهګرۍ ضد څارنوالانو په لټه کې دي چې له هغوی غچ واخلي.»

د هغه په ​​وينا، طالبان ښارونو ته د ځانګړو ځواکونو په لېږلو او جوماتونو ته د لیکونو په لېږلو سره د څارنوالانو په لټه کې دي.

سعید (د یوه مخکیني څارنوال پټ نوم) فاکس نیوز ته یوه فایل چمتو کړی چې د ۳۲ افغان څارنوالانو په اړه معلومات لري چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له پنځمې راهیسې وژل شوي دي.

د دغو اسنادو له مخې، د درېیو ښځو په ګډون ډېری قربانیان یا په عامه ځایونو او یا هم په کورونو کې د ناڅرګندو کسانو او یا هم د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

سعيد وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته سل نور څارنوالان ټپيان شوي او ٥٠ نور د طالبانو په زندانونو کې دي، چې برخليک يې نه دى معلوم.

دغه څارنوال اټکل کړی، چې شاوخوا زر افغان څارنوالان اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور په افغانستان کې بند پاتې دي، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د فاکس نیوز د راپور له مخې په امریکا کې مېشت ډېر شمېر وکیلان د افغان څارنوالانو د ملاتړ لپاره کار کوي.

د لویزیانا لویې څارنوالې هیلري مور وویل چې هغه د سلګونو افغان څارنوالانو سره په اړیکه کې ده چې اوس د مرستې غوښتنه کوي. نوموړې اټکل کوي چې د افغانستان شاوخوا شل سلنه څارنوالانې او قاضیانې ښځې دي او په هېواد کې دننه له ګواښ سره مخامخ دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه. خو په تېرو درېیو کلونو کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د څارنوالانو او پوځي کارکوونکو په ګډون د سلګونو مخکنیو حکومتي چارواکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا ولسي جرګې غړی:له افغانستانه د امریکا په وتلو، د واشنګټن دښمنان نور هم «مغرور» شوي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د جمهوري غوښتونکو استازي پیټ فالون وویل چې د بایډن او هریس د ادارې «بې کفایتي» او ناسمې پرېکړې له افغانستانه د امریکا د شرموونکي وتلو لامل شوې. هغه وايي، داسې پرېکړو یوازې د امریکا دښمنان، لکه ایران، چین او روسیه نور مغرور کړي دي.

امریکا په افغانستان کې له دوه لسیزو شتون وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې ووتله. د امریکا له وتلو سره د افغانستان مخکینی حکومت ړنګ شو او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، د بایډن او هریس اداره باید له افغانستانه د ناببره او خونړي وتلو له امله مسووله وګڼل شي. کمېټې زياته کړه چې په سبټمبر کې به د کميټې څیړنیز راپور مسوول کسان ځواب ویلو ته اړ کړي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک‌کال وویل، افغان ولس د «طالبانو د رژیم د اوسپنیزې مټې لاندې» کړیږي.

مک‌کال ټینګار وکړ چې د بایډن اداره پرته له دې چې ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان به د دوحې د هوکړې شرایط ومني په خپله سر له افغانستان څخه ووتل.

طالبان د پاکستان حکومت او ټي ټي پي تر منځ د منځګړیتوب غوښتونکي شول

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ویلي، که پاکستان یې ومني، دغه ډله کولای شي د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان تر منځ منځګړیتوب وکړي. ذبیح الله مجاهد له اینډېپنډنټ اردو سره په مرکه کې ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان کورنۍ موضوع ده.

ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د (زمري ۲۷مه) یو ځل بیا د طالبانو پر ژمنې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي.

هغه وويل:«موږ غواړو چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو، له ګاونډي هېواد سره پراخې ژبنئ، مذهبي او کلتوري اړيکې لرو.»

د طالبانو ویاند ویلي، که پاکستان د تحریک طالبان پاکستان په اړه اندېښنه لري، له دې ډلې سره دې شریکه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې «د رسنیو له لارې تورونه بې باوري زیاتوي.»

له دې یوه ورځ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دې ور وسپاري.

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتیدو سره، دغه هیواد په وار وار افغان طالبان ټي ټي پي ته په پټنځایونو ورکولو تورن کړي، طالبانو بیا هر ځل دغه تورونه رد کړي دي.

افغان او پاکستاني طالبان نږدې اړیکې لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، طالبانو د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان د پوځ ترمنځ د خبرو اترو څو پړاوونه ترسره کړل.

خو هغه خبرې کومې پایلې ته ونه رسیدې.

طالبانو په کندهار کې پر تفریحي لوبې لډو بنديز لګولی دی

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۵۸ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو له لوري پر ځوانانو د بنديزونو په دوام دغه ډلې پر لډو لوبې هم بنديز لګولی دی. د طالبانو امربالمعروف محتسبينو پر لارو، چيک پاینټونو او مېله ځايونو کې خلګو ته خبردارۍ ورکړی، چې لډو لوبه ونه کړي او که د لوبې پر مهال ونیول شي، د شکایت حق نه لري.

له کندهار څخه یو شمېر ځوانانو د جمعې او شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پيغامونو کې ويلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په مېله ځايونو کې ځوانانو ته ګواښ کړی، چې له دې وروسته د لډو لوبه ونه کړي.

د ځوانانو په خبره، چې دغه ډلې لډو لوبه د «وخت ضايع کېدونکې او عبث» کار بللی او په جدي ډول يې د نه کولو امر کړی.

طالبانو په کندهار کې تر دې وړاندي د ځوانانو ترمنځ په نورو محلي لوبو هم بنديزونه لګولي وو.

دغه ډلې په کندهار کې موسيقي، قیلون، قطعه بازي، اوږده ویښتان او ږېره جوړول، د لوبو پر مهال چکچکې او د ځوانانو پر ورته نورو سرګرمیو هم بنديزونه لګولي وو.

په کندهار کې د طالبانو له لوري پر لډو لوبې بنديز په ټولنيزو رسنيو کې د ځوانانو غبرګونه پارولي او ان يو شمېر کسانو د طالبانو پر دغه کړنې ریشخند وهلی.

يوه ځوان ليکلي: « له طالبانو لومړيتوبونه هېر دي او نن يې په کندهار کې تر ټولو ستر کار وکړ، لډو لوبه يې بنده کړه.»

د قاسم په نوم يو بل ځوان پر فېسبوک د لډو له عکس سره يو ځای ليکلي: « یو بام دوې هوا وي، لډو بیا ولي حرام شو؟ او ولي په نورو سېمو کې نه بنديږي.»

ديني عالم بشير احمد الحنفي وايي، هيڅ لوبه شرعا حرامه نه ده، تر هغو، چې یو ناوړه کار ورسره مل نه وي.

هغه د لډو بندولو له امله طالبانو ته په تمسخر ليکلي: «ښه سو چې لډو بند شو، دا د افغانستان په مخ خنډ و، د غزې مسلمانانو ته یې هم نقصان رسوی.»

په کندهار کې طالب پلوه نعمت الله شاکر بیا د طالبانو له دې پرېکړه سره موافق دی.

هغه وايي: « چکه یا لډو د نورو وارد شویو فرهنګونو په شان له منافق هېواد څخه وارده شوې لوبه ده، د لډو جوړولو کار خونې په منافق هېواد کې دي، حد اقل په دې سره به یې عايدات کم شي.»

طالبانو په کندهار کې د نورو ولایتونو په پرتله زيات بنديزونه لګولي، خلګ، ځوانان او د دغه ښار اوسېدونکې يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د کار نشتوالۍ او اقتصادي ستونزې، ځوانانو ته ژوند سخت کړی او د سرګرمیو بندیدیل به هغوی ته ژوند لا ستونزمن کړي.

کندهاري ځوانان وایي، چې طالبانو همېشه په دا ډول بنديزونو له خلګو خوښۍ اخيستي، چې پايلې به يې ښه نه وي.

ازادۍ جبهه: په کابل کې مو څلور طالب جنګیالي وژلي

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د ازادۍ جبهه وايي، چې د شبنې په ورځ یې په کابل کې په یو برید کې څلور طالب جنګیالي وژلي دي.

دغې جبهې پر اېکس خواله رسنۍ خپره کړې اعلامیه کې ویلي،‌ چې په څلورمه امنیتي حوزه کې د پروان سې په سیمه کې یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر غړو برید کې یو طالب جنګیالی ټپي کړی هم دی.

طالبانو د دغه برید په اړه لا څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د کابل اوسیدونکو په دغه ښار کې د یوې چاودنې په اړه ویلي وو.

د پاکستان او ایران په سرحدي سیمه کې د «پنځو افغانانو» په ډزو ویشتل شوي جسدونه موندل شوي

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د ایران پولې ته څېرمه د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغی سېمه کې د پنځو تنو جسدونه د برېښنا له ستنو سره ځړول شوي دي. پولیسو تایید کړې، چې وژل شوي کسان د افغانستان د هلمند ولایت د لښکرګاه اوسېدونکي دي. مړي د کوټې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان د چاغي سيمه ييزو پوليسو ويلي، چې دغه پنځه کسان په يو بل ځاى کې وژل شوي؛ خو د بلوچستان ايالت د چاغي سیمې دالبندين کلي ته لېږدول شوي دي.

پولیس د دالبندین کلي ته د جسدونو د لیږدولو انګیزه څیړي.

په سیمه کې یو جګپوړي دولتي چارواکي عتیق شهواني د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «دغه جسدونه ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي. ډاکټرانو تایید کړې، چې د مړینې لامل یې په مرمیو لګیدل دي، چې ډیری یې پر سینه لګیدلې دي.»

په ټولنیزو شبکو کې د دغو پنځو کسانو د جسدونو عکسونه، چې د برېښنا پر ستنو ځړول شوي وو، خپاره شوي دي.

دالبندين د پاکستان د بلوچستان ايالت د چاغي ولسوالۍ يو کلی دی.

دغه کلی د ایران پولې ته څېرمه پروت دی او په سرحدي سیمه کې یو له مهمو نقطو څخه بلل کېږي، په دې سیمه کې بېلتون غوښتونکې پوځي ډلې فعالې دي.

پولیسو تر اوسه د قربانیانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، تر اوسه کومې ډلې د دغو کسانو د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د قربانیانو د هویت او د وژلو د عاملینو په اړه ناتایید شوي راپورونه

ځینو سیمه ییزو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د پخواني افغان حکومت پنځه امنیتي سرتېري دي. رسمي سرچینو تر اوسه دغه معلومات نه دي تایید کړي.

د روان کال د زمري په لومړیو کې جیش العدل د پنځو افغانانو یوه ویډیو خپره کړه، چې د دوی په توقیف کې وو او ادعا یې وکړه، چې دغه کسان د جیش العدل د یو مشر په وژلو کې لاس لري.

جیش العدل هغه وخت ویلي وو، چې دغه پنځه کسان د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي وو.

جیش العدل پر دوی تور ولګاوه، چې د ایران د سپاه پاسداران له «ترهګرۍ او جاسوسۍ شبکې» سره تړاو لري.

په خپره شوې ویډیو کې دغه کسان د جیش العدل د غړو په وژلو تورن شوي دي.

دغې اسلامپالې ډلې هغه مهال ویلي و، چې دغه کسان یې په اعدام محکوم کړي دي.

جیش العدل د دغو کسانو د برخلیک په اړه کوم نوي معلومات نه دي خپاره کړي.