ازادۍ جبهه: په کابل کې مو څلور طالب جنګیالي وژلي

د ازادۍ جبهه وايي، چې د شبنې په ورځ یې په کابل کې په یو برید کې څلور طالب جنګیالي وژلي دي.

د ازادۍ جبهه وايي، چې د شبنې په ورځ یې په کابل کې په یو برید کې څلور طالب جنګیالي وژلي دي.
دغې جبهې پر اېکس خواله رسنۍ خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په څلورمه امنیتي حوزه کې د پروان سې په سیمه کې یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر غړو برید کې یو طالب جنګیالی ټپي کړی هم دی.
طالبانو د دغه برید په اړه لا څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د کابل اوسیدونکو په دغه ښار کې د یوې چاودنې په اړه ویلي وو.

د ایران پولې ته څېرمه د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغی سېمه کې د پنځو تنو جسدونه د برېښنا له ستنو سره ځړول شوي دي. پولیسو تایید کړې، چې وژل شوي کسان د افغانستان د هلمند ولایت د لښکرګاه اوسېدونکي دي. مړي د کوټې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بلوچستان د چاغي سيمه ييزو پوليسو ويلي، چې دغه پنځه کسان په يو بل ځاى کې وژل شوي؛ خو د بلوچستان ايالت د چاغي سیمې دالبندين کلي ته لېږدول شوي دي.
پولیس د دالبندین کلي ته د جسدونو د لیږدولو انګیزه څیړي.
په سیمه کې یو جګپوړي دولتي چارواکي عتیق شهواني د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «دغه جسدونه ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي. ډاکټرانو تایید کړې، چې د مړینې لامل یې په مرمیو لګیدل دي، چې ډیری یې پر سینه لګیدلې دي.»
په ټولنیزو شبکو کې د دغو پنځو کسانو د جسدونو عکسونه، چې د برېښنا پر ستنو ځړول شوي وو، خپاره شوي دي.
دالبندين د پاکستان د بلوچستان ايالت د چاغي ولسوالۍ يو کلی دی.
دغه کلی د ایران پولې ته څېرمه پروت دی او په سرحدي سیمه کې یو له مهمو نقطو څخه بلل کېږي، په دې سیمه کې بېلتون غوښتونکې پوځي ډلې فعالې دي.
پولیسو تر اوسه د قربانیانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، تر اوسه کومې ډلې د دغو کسانو د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د قربانیانو د هویت او د وژلو د عاملینو په اړه ناتایید شوي راپورونه
ځینو سیمه ییزو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د پخواني افغان حکومت پنځه امنیتي سرتېري دي. رسمي سرچینو تر اوسه دغه معلومات نه دي تایید کړي.
د روان کال د زمري په لومړیو کې جیش العدل د پنځو افغانانو یوه ویډیو خپره کړه، چې د دوی په توقیف کې وو او ادعا یې وکړه، چې دغه کسان د جیش العدل د یو مشر په وژلو کې لاس لري.
جیش العدل هغه وخت ویلي وو، چې دغه پنځه کسان د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي وو.
جیش العدل پر دوی تور ولګاوه، چې د ایران د سپاه پاسداران له «ترهګرۍ او جاسوسۍ شبکې» سره تړاو لري.
په خپره شوې ویډیو کې دغه کسان د جیش العدل د غړو په وژلو تورن شوي دي.
دغې اسلامپالې ډلې هغه مهال ویلي و، چې دغه کسان یې په اعدام محکوم کړي دي.
جیش العدل د دغو کسانو د برخلیک په اړه کوم نوي معلومات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اف په حضور کې د دواړو خواوو ترمنخ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پنځه تړونونه لاسلیک شول. دغه تړونونه د طالبانو او د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس نن په اېکس کې لیکلي، چې په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ازبکستان لومړي وزیر په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان په ملاتړ د ټینګار کړی.
په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اف وویل چې «له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو او زموږ د جمهور رئیس نظر دا دی چې د افغانستان له اوسني حکومت سره له تعامل پرته پرمختګ ناشونی دی.»
باختر اژانس همدراز زیاتوي، چې د طالبانو او ازبکستان د کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو تر منځ هم تړونونه لاسلیک شوي دي.
طالبانو او ازبکستاني چارواکو ددغو لاسلیک شو تړونونو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف اوف نند افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اېکس پاڼې خبر ورکړ، چې په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي، د طالبانو د صنعت او سوداکرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د دغه وزارت معین احمدالله زاهد لهخوا یې تود هرکلی وشو.

د طالبانو مشر د دې ډلې د حکومت د روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر عبدالباري عمر له دندې لرې او پر ځای یې د اوبو او انرژۍ معین مولوي حمدالله زاهد د هغه ځایناستی وټاکه. ملا هبت الله اخوندزاده په مقابل کې ډاکټر عبدالباري د افغانستان برېښنا شرکت د رییس په توګه وټاکه.
د برېښنا شرکت پخوانی مشر ملا محمد حنیف هم د مخابراتو وزارت اداري او مالي معین ټاکل شوی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خپل اېکس کې د دې ډلې د مشر له خوا د نورو ګومارنو خبر هم ور کړی چې په ولایتي او نظامي کچه شوې دي.
په دوی کې تر ډېره پام د روغتیا وزارت لپاره د یوه ملا ګومارلو ته اوښتی دی.
د طالبانو مشر تر دې مخکې او تېره جوزا کې د نور جلال جلالي په نوم یو ملا د قلندر عباد پرځای چې ډاکټر دی، د روغتیا وزیر وټاکه.
ښاغلی جلالي تر دې مخکې د کورنیو چازو وزارت معین و.
د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۱۵ د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر دې ډله پرلپسې نیوکې دا هم دي چې د وزارتونو او معینیتونو په کچه هم د مسلکي کسانو پرځای ملایان ګوماري.
دا ډله د پخوانیو مسلکي کسانو لرې کولو سره په ځینې برخو کې د ملایانو پر ځای د خپلې خوښې کسان هم ګوماري چې له امله یې بهر ته د لوستي پاړکي مهاجرت زیات شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ریانووستي خبري اژانس ته ویلي «موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو.» نوموړي په دغه مرکه کې، چې نن خپره شوه، وویل: «له روسیې سره د افغانستان د پخواني حکومت د ښو اړیکو تصور کولناممکن وو.»
سهیل شاهین د خپلو څرګندونو په توجیه کولو کې وویل، چې د افغانستان پخوانی حکومت «امریکا پلوه» و.
روسیه د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.
سهیل شاهین له ریانووستي سره په مرکه کې وړاندیز وکړ، چې له روسیې سره د طالبانو د اړیکو د پراخولو په موخه دي د طالبانو پلاوی مسکو او د روسیې پلاوی کابل ته سفر وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چنګاښ په اوله له افغانستان د ګواښونو د دوام په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې له طالبانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د لا زیاتو بنسټیزو خبرو اترو اړتیا ده.
د سرګي لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ګډو مسلو په اړه له ټولو خواوو سره د «نتیجه محوره خبرو» ته چمتو دي.

د کابل د سروبي ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، وسلوالې غدۍ یا د غلو ډلې په دغه ولسوالۍ کې پیدا شوې او په تېرو دوو اوونیو کې یې له اتو کورونو غلا کړې ده. دوی افغانستان انټرنشنل- پښتو ته نن وویل، چې طالبانو دوه ځله ځینې غله ونیول، خو څه موده وروسته بې سزا له بنده ازاد شول.
د سروبي دغه اوسېدونکي زیاتوي، غله په ډله د خلکو کورونو ته اوړي او قیمتي توکي او نغدې پیسې غلا کوي.
د دوی په خبره، په وروستۍ یوه میاشت کې د طالبانو د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ په څو مېترۍ کې په لارو او کوڅو کې وسلوالو غلو ځینې کسان لوټلي دي.
د یو ځايي اوسېدونکي په وینا « وسله په لاس کسان د شپې خلکو ته دریږي، څه چې یې په جېبونو کې وي ترې اخلې یې، ان د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ په څو مېترۍ کې څو پېښې وشوې»
د سروبي دغو اوسېدونکو وویل، په وروستیو اوونیو کې د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ ته نږدې په تپه خان، دوهمه تپه، درېمه تپه، سرچینو او هودخېلو کلي کورونه لوټ شوي دي.
دوی زیاتوي وسلوالو غلو له دغو کورونو ګاڼې ،نغدې پیسې او موبیلونه وړي دي.
دوی همدراز زیاتوی، چې ځینې قومي مشرانو د طالبانو ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ته هم د جنايي پېښو په اړه شکایتونه وکړل، خو هغوی له خلکو غوښتي چې پر خپلو کورونو پیره وکړي او ځانونه وساتي.
د سروبي اوسېدونکي د طالبانو له کورنیو چارو وزارت او کابل ولایت له مسوولینو غوښتنه کوي، چې په دغه ولسوالۍ کې د روانو جنايي پېښو او ځانګړي ډول د غلا مخه ونیسي.
